• مجموعي کتنې: 98943

کرونا وبا؛ د روغتيايي غبرګونونو کره کتنه!

315 لوستونکي   کلونه وړاندې 4

کرونا وبا؛ د روغتيايي غبرګونونو کره کتنه!

وحيدالله مصلح
له دوه و لومړۍ برخه!
افغانستان د کرونا وبا خطرناکې څپې د لوړې څوکې په لور روان دی، په افغانستان کې د کرونا وبا په وړاندې بېلابېلې سناريو ګانې وړاندې شوې وې، څه موده مخکې د عامې روغتيا مخکيني وزير ډاکټر صاحب فېروز الدين فېروز ايله په يوه سناريو کې د تر سلو زرو ډېرو د احتمالي وژل کېدو وويل.
د عامې روغتيا اړوند بحثونو کې داسې سناريوګانې هم شته چې د اخته کېدو او احتمالي وژنو ګراف خورا لوړ ښايي، د دغو سناريوګانو له مخې به په ناکنټرول شوي حالت کې د ټول نفوس ۸۰ فيصده پر کرونا اخته شي، په دوی کې به ۶۶ فيصده د کرونا اعراض ولري، کوم مريضان چې د کرونا علايم ولري د دوی له منځه به ۴،۴ فيصده روغتون کې بسترېدو ته اړ وي، په دې سنارينو کې د ۱۱۰۷۳۰ شاوخوا مريضانو د مړينو اټکل شوی.
په منځني حالت کې ۱۹۰۵۴۹ پر کرونا اخته کېدای شي، د دوی له منځه به ۲۰ فيصده روغتون کې بسترېدو ته اړ شي، په دې مرحله کې د ۵۷۱۶ مړينو وړاند وينه شوې ده.
خو که حالت کنټرول شي نو بيا به د اخته و شمېر ۴۶۱۰۹ وي په دې مرحله کې به ۹۲۷۴ تنه روغتون کې بسترېدو ته اړ کېږي او د ۱۳۸۳ تنو د مړينو اټکل شوی دی
د يو ملت په توګه دا او نورې سناريوګانې هر يوه د ملت لپاره ښې او انتخابي نه دي، دا د طبيعي آفتونو يوه زوروره څپه ده چې زمونږ ملت يې هم لکه د نورو ملتونو تر بريد لاندې دی. خو مهمه دا ده چې مونږ د دغو سناريوګانو په وړاندې څه کولای شو؟ مونږ يعنې ملت او دولت؛ هغه څه دي چې بايد ويې کړو او دا سناريوګانې له ناکنټرول شوې سناريو څخه و تدافعي او تر هغې ټيټ حالت ته را ټيټ کړو؟ په دې بحث کې د ملت او دولت په کچه تنقيدي بحث شوی او دا په دې هيله شوی چې مونږ ټول په ګډه د دې وبا په کمولو کې خپلې وروستۍ هڅې وکړو.

دولت او کرونا وبا پر ضد مبارزه!
کرونا وبا ټوله نړۍ له يوه بيړني تعامل سره مخ کړې ده، هيڅ هېواد ورته امادګي نه لرله، حتی لويو او پرمختللو هېوادونو د وبا سره مبارزه هغسې مديريت نه کړه څومره چې ورڅخه توقع وه، د اروپا او امريکا وبايي مړينې او اخته کېدنې ډېرې هيښوونکي دي.
افغانستان کولای شول چې د وبا تر رارسېدو او عامېدو پورې ډېر چټک ګامونه واخلي، مخکې له دې چې دلته وبا راورسېږي بايد عامه پوهاوی په ډېر اساسي ډول تر سره شوی وای، روغتونونه وار له مخه ځانګړي شوي وای او د کرونا د تداوۍ ټولې اړتياوې په کې پوره شوي وای، د کرونا تشخيصيه لابراتواري شبکه پراخه شوې وای او اړوند کېټونه يې په لويه پيمانه وارد شوي وای، بايد د کرونا د روغتيايي خدمتونو لپاره پر استخدام شويو ډاکټرانو او روغتيايي کارکوونکو سربېره د روغتيايي کارکوونکو رضاکاره شبکه عجالتاً رامنځته او فعاله کړای شوې وای، په دې برخه کې کېدای شول چې د طب پوهنځيو محصلين او ستاژران او همدا راز د منځني طب او ټکنالوژۍ محصلين په داوطلب ډول جذب شوي وای، دا او دېته ورته ډېر فعاليتونه وو چې مخکې له دې چې کرونا زمونږ هېواد ته راشي بايد پلان او تطبيق شوي وای.
البته افغانستان ته وبا په داسې حالت کې راغله چې دلته د داخلي سياسي تنازع او بحران له امله امريکا پر افغان حکومت خپلې ميلياردي مرستې تړلې وې، او حکومت د عايد له پلوه پر ځان بسيا نه و او نه دى. دغسې يوه حالت کې چې د کرونا وبا پر ضد مبارزه کې بهرنۍ مرستې لا هم افغان دولت ته نه وې تسليم شوي، د وبا ضد مبارزه په داخلي وړو مالي منابعو روانه وه او ځکه خو هغسې توقع ترې نه شوه کېدای څومره چې د بهرنيو مرستو په صورت کې متوقع وه.
حکومت د کرونا وبا پر ضد څو مهم او اساسي ګامونه واخېستل:

لومړی قرنطين:
کرونا وبا په وړاندې بريالۍ مبارزه دا ده چې د کرونا وبا د انتقال او وصل کړۍ ماته شي، د دې دوه ګټې دي، يو دا چې که ډېر خلک په يو وار د کرونا پر وايرس اخته شي نو د هېواد روغتونونه د دې مريضانو له منلو عاجزېږي او په نتيجه کې به لويه فاجعه وزېږيږي، قرنطين کولاى شي چې د دې حالت مخه ونيسي او د کرونا اخته کېدنه کنټرول کړي. بله دا چې که قرنطين په سم ډول عملي شي نو د وايروسونو د وصل حلقې ماتېږي او پر ملي کچه د لويې اخته کېدنې او فاجعې مخه نيسي.
حکومت په دې اړه دوه ډوله تصميمونه ونيول، لومړۍ هغه يې د ابتدايي مرحلې توصيوي حالت و چې دا يې هغو افغانانو ته متوجه و چې له ايران او نورو بهرنيو هېوادونو راتلل، دوی ته بار بار وويل شول چې په کورونو کې ايسار شي او ځانونه قرنطين کړي. دويمه بڼه يې د عام قرنطين مرحله وه، دا هغه وخت تطبيق ته وړاندې شوه چې وبا په له بهر نه راغلو افغانانو څخه نورو وګړو ته په انتقال شوه، دغه مرحله کې حکومت د قرنطين اعلان وکړ او له نرم حالت نه ورو ورو جدي حالت خوا ته لاړه.
دا چې قرنطين په سم ډول عملي شوی که نه؟ دا حالت په اولو وختونو کې پلازمېنه او هرات کې نسبت نورو ولايتونو ته په ښه حالت کې و، په نورو ولايتونو کې هم قرنطين وروسته بيا اعلان شو، خو په ځانګړي ډول د رمضان په وروستيو کې قرنطين عملاً مات شو او دا مهال د هېواد په ټولو لويو ښارونو کې ګڼه ګوڼه ده.
کله چې اختر رانزدې شو، د مات شوي قرنطين په تناظر کې دا اټکل کېده چې په اختر کې به هېوادوال په جمعي ډول اختر لمانځي، له همدې امله دا اندېښنې همغه وخت رامنځته شوې چې تر اختر وروسته ښايي د کرونا ناروغانو شمېر تر اټکل زيات شي او د يوې فاجعې په شکل به د کويډ ۱۹ روغتونونه د مريضانو د منلو ظرفيت ونه لري. دا مهال تقريباً د پلازمېنې روغتونونه همدې حالت سره مخ دي.
په دغه قرنطيني ستونزو کې د ايراد لوی مورد زمونږ د خلکو نه همکاري ده، قرنطين د منلو يو لوی فرهنګ ته اړتيا لري، له بده مرغه دغه سلسله دار جنګ په افغانستان کې د سرزورۍ او يغيتوب دود بنسټيزه کړی او همدا لامل دی چې د ډېرو تخنيکي حياتي لارښوونو منل هم د عذر او زور ګډ کار ته اړتيا لري. حکومت نه شي کولای چې هر کور ته پوليس ودروي تر څو خلک په کورونو کې پاتې شي، په ښارونو کې هم داسې فرعي لارې شته چې خلک او موټران د پوليسو له څار پنا په کې مزلونه کوي. له همدې امله په دغه چاره کې د خلکو او حکومت يوې خواخوږې همغږۍ ته اړتيا ده.

دويم: د عامه پوهاوي برنامې:
کله چې د چين په ووهان کې کرونا وبا په اوج کې وه، او بيا نړيوالو رسنيو د کرونا په اړه سره خبرونه لرل، له همغه وخته لا له بېلابېلو او نارسمي لارو خلکو ته د کرونا په اړه ابتدايي معلومات رسېدل.
کله چې وبا د افغانستان ګاونډ ته راورسېده او په ايران کې يې ډېر تلفات واړول، دغه مهال د هېواد په دننه کې عامه پوهاوی په منظم ډول پيل شو، په دې برخه کې عامو وګړو، مدني ټولنو او ټولنيزو رسنيو له حکومت سره ډېره مرسته وکړه، نړيوالو رسنيو چې په پښتو او دري خپرونې لري هم د دې وبا په اړه اړين معلومات ولېږدول، حکومت په دې برخه کې د اضطرار کمېټې له لارې تلوېزيونونو ته د وبا په اړه پيغامونه ورکړل او خپاره شول، سره له دې چې دغه پيغامونه په خورا لوړه بيه قرارداد شوي وو خو دا چې په نهايت کې يې روغتيايي پوهه لېږدوله په دې ډول نو دا د عامه پوهاوي په لوړتيا حساب دي.

دريم: تشخيصيه خدمتونه!
د تشخيصيه خدمتونو په سلسله کې افغانستان په شپږو زونونو کې ريفرنس حوزوي لابراتوارونه لري دغه ولايتونه عبارت دي له کابل، هرات، کندهار، بلخ، ننګرهار او پکتيا څخه، البته پکتيا فقط دا تېر کال فعال شو. په کابل کې د مرکزي لابراتوار څخه پرته په افغان جاپان روغتون کې هم PCR لابراتواري خدمتونه پيل شوي دي، او په نزدې وختونو کې به په FMIC او جناح روغتونونو کې هم پيل شي.
د زونونو لابراتوارونه له څو کلونو را په دېخوا په خورا عالي تشخيصیه ټکنالوژيو سنبال دي او قيمتي ماشينونه ورته را انتقال شوي دي، دغه لابراتوارونو لپاره ټکنيشنان په ډېر ښه ډول روزل شوي او ظرفيت يې لوړ دی.
له دې پرته د هېواد په ټولو ولايتونو کې جن اکسپرټ مشينونه شته، د دې مشينونو ټول شمېر ۶۷ دی چې له دې جملې څلور يې خصوصي سکتور ته سپارل شوي، په نوره نړۍ کې جن اکسپرټ د کرونا معاينات اجرا کوي، دغه معاينات خورا دقيق او په ډېر لنډ وخت کې تر سره کېږي، په ۱۵ دقيقو کې ۴ معاينې ترسره کوي، دم ګړۍ په افغانستان کې له دې ماشينونو څخه د کرونا د تشخيص په موخه ګټه نه شي اخېستل کېداى، خو که چېرته ورته د کرونا مربوط کارټرېجونه او سافټوير تدارک شي نو د کرونا معايناتو ستونزه به ډېره زياته حل شي، البته د کرونا مربوط دغه ضروري تشخيصيه وسايل لا په پراخه ډول بازار ته نه دي عرضه شوي.

څلورم روغتوني خدمتونه!
د روغتوني خدمتونو په لړ کې حکومت په ټول هېواد کې د کرونا مريضانو لپاره د درملنې قرنطين او تجريد مرکزونه ايجاد کړل، دغه مرکزونه په ځانګړي ډول کابل، هرات، ننګرهار، بلخ، نيمروز، فراه او کندهار کې د يادونې وړ دي. روغتوني خدمتونه په لاندې دوه بڼو کې وو:
۱- د کرونا پر ضد مبارزې لپاره په زوني او لوړ خطر لرونکو ولايتونو کې د روغتونونو ځانګړي کول او په خپل حد کې مجهز کول.
۲- په يو شمېر ولايتونو کې د نويو روغتونونو جوړول، مثلاً په هرات، نيمروز، فراه او کابل کې.
په روغتوني خدمتونو کې د کابل انتاني روغتون حيثيت تر پايه معلوم نه شو، دغه روغتون لپاره بايد د کرونا اړوند اساسي نقش ورکول شوی وای، له دې سره په څنګ کې روغتيا وزارت د ساري ناروغيو د کنټرول رياست CDC لري، د کرونا د کنټرول په پروسه کې بايد دې رياست د نقش زمينه درلودای، دا بايد واضح شي چې په نوره نړۍ کې د کرونا سره په مبارزه کې د ساري ناروغيو رياستونه مهم نقشونه لوبوي خو زمونږ په وطن کې دغه نقش بابيزه کېږي، او په مقابل کې يې موازي ادارې نقشونه لوبوي.
په روغتوني برخه کې د تنقيدونو لمن پراخه وه، د روغتوني خدمتونو پروسه په تفصيل او جزياتو کې له ډېرو نيوکو سره مخ شوه او په دې برخه کې به د پلازمېنې افغان جاپان روغتون د يوې بېلګې په توګه تشرېح کړو:

افغان جاپان روغتون؛ نيوکې څه وې؟
کله چې کرونا وبا پېښې د افغانستان قلمرو کې پيل شوې، لږ وروسته په پلازمېنه کې افغان جاپان روغتون د کرونا وبا د پېښو درملنو لپاره وټاکل شو. دغه روغتون د توبرکلوز د ډېرو مقاومو ناروغانو د درملنې لپاره کارېده، ډېر اساسي جوړ شوی او د کرونا ناروغانو د درملنې لپاره ډېر مناسب و.
کله چې په کابل کې پېښې رامنځته شوې، مريضانو افغان جاپان روغتون ته مراجعه پيل کړه، دغه مهال نو د دې روغتون د ظرفيت او کيفيت په اړه تنقيدونه له ګنګوسو څخه صريحو نيوکو ته ورسېدل، دغو تنقيدونو هغه مهال ډېر رسنيز پوښښ تر لاسه کړ چې کله ډاکټر يوسف اريوبي، خور او ورور يې د کرونا وبا له امله وفات شول، د دې شهيدانو يو ورور افغان جاپان روغتون ته ولاړ او له هغه ځايه يې په چغو چغو ويل چې دلته هيڅ نه شته او حکومت ته يې نارې کړې چې د خدای لپاره کور مې بربادېږي، ژوند مو وژغورئ! دا يوه پېښه وه او دېته ورته ډېرې نورې پېښې او بېلګې هم وې.
د مراجعينو انتقادونه ډېر واضح او مشخص وو، د دوی د شکايتونو له مخې دوی روغتونونو ته تلل، هلته ډاکټرانو او روغتيايي کارکوونکو مراجعين نه قبلول، د روغتونونو داخل بستر وضعيت مناسب نه و، دا واضح نه وه چې مريض کله روغتون ته ورسېږي نو لومړی چرته لاړ شي، يعنې د مريضانو جريان Patient Flow موجود نه وه، مريضان نه ټرياژ کېدل، دا چې کوم مريض کومې څانګې ته لاړ شي، کوم مريض په عاجلې خونه کې پاتې شي، کوم مريض مثبت او کوم مريض مشکوک وارډ ته لاړ شي، کوم مريض په جدي مراقت خونه کې بستر شي او کوم مريض اړتيا نه لري چې بستر شي او يوازې په کاله کې قرنطين شي، د مريضانو لپاره دا پروسيجر نه تعريف شوی و او نه موجود و.
له مريضانو نه تاريخچه نه اخېستل کېده، فارمونه منظم نه ډکېدل، مريض له نزدې نه معاينه کېده، د معايناتو په خاطر يې نمونې نه اخېستل کېدې، په روغتونونو کې د جدي مراقبتونو خونې فعالې نه وې، وېنټېلېټور فعال نه و، د شفاخانې د روغتيايي کارکوونکو او ډاکټرانو د حمايې او مصئونيت وسايل او فعاليتونه نه وو.
د ډاکټرانو او روغتيايي کارکوونکو او روغتوني ادارو تر منځ هماهنګي موجوده نه وه او همکارۍ سر خوړلی و، داسې وضعيت و لکه د قيامت ورځ، روغتون داسې و لکه پيريان چې په کې وي ټول ترې ويرېدل، هر څوک په خپل ځان و، په افغان جاپان روغتون کې چې څومره روغتيايي کارکوونکي استخدامېدل د يوې مسلطې ويرې او شړيدلي منجمنټ له امله به يې اکثرو دندې پرېښودلې او تلل به، دې ټول وضعيت د ډاکټرانو او روغتيايي کارکوونکو مورال سخت غورځولی و او د دوی او مريضانو اړيکه سخته په کرکه ولاړه وه، له مريضانو او د هغوی د پايوزانو سره برخورد ډېر نامناسب و، داسې هم کېدل چې مريض به په امبولانس کې روغتون ته راوستل شو، مريض به په امبولانس کې پروت و او ډاکټر به له لرې ورته ودرېد، فقط د نوم او پلار نوم به يې په تاريخچه فارم کې ورسولو او بيا به يې له خپل دفتر نه ورته نسخه وليکله، مريض به همداسې پروت و.
کوم لس دولس مريضان چې په وارډ کې پراته وو، په داسې حال کې چې د درملو تطبيق او د مريض مراقبت د نرس له اساسي وظايفو دي؛ نرس به له کړکۍ نه بيرون ورته ودرېد او پايواز ته به يې د دوا د تطبيق طريقه په منډه منډه ويله او نور به يې ترپ وهل، نرس به په څلرويشت ساعتونو کې يو ځل هم د حياتي علايمو د کتلو زحمت نه ويستلو.
په داسې حال کې چې د روغتون په زېرمتونونو کې شخصي محافظتي وسايل پراته وو، سېنېټايزر او د مصئونيت يو شمېر نور وسايل موجود وو خو د ناسم مديريت له امله د هغو د استعمال لپاره کوم پروسيجر موجود نه و. له دې سره په څنګ کې په درملتون کې کرونا اړوند ادويه او نور درمليز وسايل هم موجود نه وو.
ادامه لري

يادونه:

نوموړې ليکنه د ۲۰۲۰ جون په ۶ مه ليکل شوې وه.