• مجموعي کتنې: 144682

"ايما" او افغان جاپان روغتون!

492 لوستونکي   کلونه وړاندې 5

"ايما" او افغان جاپان روغتون!

وحيدالله مصلح
کرونا وبا؛ د روغتيايي غبرګونونو کره کتنه!
له دوه و دويمه برخه!
تازه تازه په کابل کې کرونا له امله مړينې پيل شوې وې، د طب د ډګر يو پياوړی متخصص ډاکټر حنيف الله د کرونا له امله شهيد شو، ورپسې ډاکټر يوسف خان اريوبي شهيد شو او په دريمه پېښه کې متخصص ډاکټر اقبال عمري په ډېره ځوانۍ کې کرونا شهيد کړ. د متخصص اقبال عمري په اړه ويل کېدل چې هغه وېنټېلېټر ته اړتيا لرله، دوه ځل يې افغان جاپان روغتون ته وړی و، هلته منل شوی نه و، کېدای شي وېنټېلېټر او د بيړنيو پاملرنو خونه يې فعاله نه وه، د ځورېدو ځای دا و چې متخصص عمري د يو ډاکټر په توګه د خپل مرګ شېبې په خپله کتلې، هغه پر دې پوهېده چې د وېنټېلېټر د نه شتون له امله هغه لګيا دی په ډېره اسانۍ ژوند له لاسه ورکوي، او هغه همدغسې اسانه ځوانيمرګ شو.

د "ايما" پر نقش بحث!
کله چې ډاکټر عمري شهيد شو همدغه مهال مو د افغانستان اسلامي طبي ټولنې "AIMA" د رهبري هيئت په واټساپ ګروپ کې د ناسمو روغتوني خدمتونو له امله رامنځته شوي وضعيت کې د ايما پر مسئوليت بحث راپورته کړ، حنيف، يوسف او عمري وروستي شهيدان نه دي، که حالات همداسې وي نو يو، يو به کرونا همداسې وژني او مونږ به يوازې پرې د غمرازۍ څو کرښې ليکو، دا پوښتنې مطرح شوې چې په دغسې حالت کې ايما بايد څه وکړي؟ هغه ايما چې د تعهد او تخصص ټولنه ده، هم روغتوني تجربه لري او هم د کرونا وبا سره د مبارزې ملي اتحاد محوري شریک دی او هم د رضاکارو او مسلکي کادرونو کمی نه لري الحمدلله.
دا بحث تود شو او په خورا مسئولانه ډول مخکې يووړل شو، د ايما مشرتابه د عامې روغتيا وزارت له مشرتابه سره مسلسلې کتنې وکړې، د عامې روغتيا وزارت د خدمتونو د عرضې معين ډاکټر وحيد مجروح په دې اړيکو کې خورا ژوندی او سنجيده و، افغان جاپان روغتون ته د ايما د رهبري هيئت ځېنې غړي څو ځل تللي وو او د هغه ځای ستونزې يې له نزدې کتلې وې، دغه ستونزې په مرتب ډول د معين صاحب مخې ته کېښودل شوې، معين صاحب دغه ټول حالت کتلو او ويل يې چې دا ټولې ستونزې شته او اوس يې بايد پر حل ګډ کار وکړو. په ګډه دا تصميم ونيول شو چې د ايما روغتيايي کادرونه به افغان جاپان روغتون په داوطلب ډول مديريت کړي.
ايما په دې برخه کې مسلسل خپل منځي مجلسونه ونيول، د افغان جاپان روغتون د مديريت لپاره په داسې حالت کې چې هلته له دندو لوی فراغ او تېښته موجوده وه د ايما متعهد کادرونه د دې روغتون مديريتي او مسلکي دندو ته تيار وو، دوی تيار وو چې د خپل ژوند په بدل کې د خپلو هېوادوالو ژوند خوندي کړي. د روغتون د رياست لپاره ډاکټر حکيم الله صالح چې د الحيات روغتون د رياست اوږده تجربه يې درلوده، او د روغتون د سرطبابت لپاره ډاکټر جواد نورزی چې نوموړی هم د الحيات روغتون يو ورزيده متخصص دی ونومول شول، د نرسنګ او اداري مديريتونو لپاره هم کادرونه وټاکل شول او له دوی سره په Senior Management Team SMT عالي مديريتي ټيم کې د ايما يو شمېر نور متخصص کادرونه هم وو. د ايما رئيس ډاکټر سيد خالد راشد د ايما له رضاکارو کادرونو سره هره ورځ په افغان جاپان روغتون کې حاضر و او دغه ټولې پرمختياوې يې همغږې کولې.

افغان جاپان روغتون؛ پرمختياوې!
د مسلکي او مديريتي کادرونو له نومولو سره سم د ايما رهبري هيئت يو ځل بيا پلاوی وټاکه، دغه پلاوی څو ځل افغان جاپان روغتون ته ولاړ، يو ځل بيا يې د روغتون ارزونه ترسره کړه او د دې ارزونې پر بنا بېلابېلې دندې ورونو ته وويشل شوې، ايما د روغتون لپاره يو جامع کاري پلان ترتيب کړ او د روغتون د ټرياژ لپاره هم د Center for Disease Control and Prevention CDC له ټرياژ پروسېجر څخه په ګټه اخېستلو ټرياژ پروسيجر تيار شو.
بالاخره د ۲۰۲۰ اپرېل په ۲۵ مه نوی مديريتي ټيم د عامې روغتيا وزارت د محترم معين ډاکټر صاحب وحيد مجروح له خوا روغتون ته معرفي شو.
د مديريتي ټيم له معرفۍ سره سم د نهاد جوانان مسلمان "نجم" ځوانانو دوه ورځې پرله پسې روغتون په رضاکاره ډول ضد عفوني کړ او ورپسې د روغتون د مسلسلې پاکونې او ضد عفوني کولو په خاطر يو منظم سېسټم رامنځته شو.

ودانيزې چارې:
د ايما رهبري هيئت د افغان جاپان روغتون د ودانيزو چارو او وسايلو د همکارۍ په خاطر د ملي انکشاف د ادارې له رئيس عبدالرحمن عطاش صاحب سره مجلسونه ونيول، عطاش صاحب د ملي انکشاف ادارې له اړخه له افغان جاپان روغتون سره د PPE شخصي محافظتي وسايلو د ژمنو سربېره د لاندې تعميراتي کارونو د پيل ژمنه وکړه او کارونه يې عملاً پيل شول:
۱- د انتان د مخنيوي او د ناروغانو په خدمتونو کې د ځنډ د له منځه وړلو لپاره د روغتون چاپېره سړک او انګړ کانکرېټي کول.
۲- د ناروغانو د ټرياژ او OPD لپاره د کابينونو او هرکلي (ريسيپشن) محافظتي ساحې جوړول.
۳- د ناروغانو لپاره د عاجل وارډ جوړول.
۴- د روغتيايي کارکوونکو د مصئونيت په خاطر د PPE شخصي محافظتي وسايلو د تبديلۍ اطاقونه جوړول.
۵- د روغتيايي کارکوونکو د شخصي لباس د تبديلۍ اطاقونه جوړول.
۶- د ناروغانو او پايوزانو د ضد عفوني کولو لپاره د يوې شاور دروازې درول.
۷- مړي ته د غسل ورکولو لپاره د غسلخانې جوړول.

د خطر په اساس د روغتون وېش!
روغتون په دريو برخو تقسيم شو، زرغونه (محفوظه) سيمه، زېړه (د ځان ساتنې) سيمه او سره (خطر) سيمه، دغه وېش د ګرځېدو راګرځېدو خپل اهتمامات او د ځان ساتنې جلا وسايل غواړي، نوموړی وېش به د انتان په وړاندې د روغتون کارکوونکي او مريضان تر ډېره مصئون کړي او د وايروس د خپرېدو په مخنيوي کې به مؤثر وي. له دې سره په څنګ کې د روغتون په بېلابېلو برخو کې څارنيزي کامرې ولګېدې.

د ICU او وېنټېلېټور فعالول!
د مريضانو لپاره د ايکو پنځه ماشينونه فعال شول او په مختلفو ځايونو کې نصب شول او اکسيجن ډبې د هر مريض لپاره اماده شوې. مثبت او مشکوک وارډونه ووينځل شول او ورسره ضد عفونې هم شول. مريضانو ته د حمام او ګرمو اوبو سيسټم فعال شو. هرکلي/ريسېپشن څانګه جوړه شوه او په بيړنيو پاملرنو واحد ICU کې د اکسيجن ماشين، وينټېلېټر، مونيټر او ايکو ماشينونه مکمل فعال شول.

د شديد ناروغانو مراقبت خونه HDU!
په روغتون کې د شديدو ناروغانو مراقبت خونه يا High Dependency Unit (HDU) ايجاد شوه، په دغه خونه کې هغه مريضان بستر کېږي چې د کرونا ټسټ نتيجه يې لا نه وي معلومه شوي، مريض مشکوک وي خو حالت يې وخيم وي، دا چې نوموړی په بيړنيو پاملرنو واحد ICU کې له مثبتو مريضانو سره نه شي بستر کېدلای نو دوی ته د شديدو ناروغانو مراقبت خونه HDU رامنځته شوه. په دغه مراقبت خونه کې دوه پايې وېنټېلېتر او ايکو ماشينونه فعال کړای شول.

عاجله خونه او د اکسېجن مرکزي سېسټم!
په هغه صورت کې چې د سراپا OPD مراجعينو وضعيت خرابېږي، د هغوی د عاجل خدمت لپاره عاجل بسترونه رامنځته شول. په پيل کې د عاجلو بسترونو لپاره مشخصه خونه نه وه خو دا دی نوموړې خونه د ملي انکشاف شرکت په مرسته په اساسي ډول او نړيوال معيار جوړه شوه، دغه خونه ۱۵ چپرکټه لري او د عاجلې خونې پر وسايلو مجهزه ده.
د روغتون د مديريت په پيل کې د اکسېجن مرکزي سېسټم لپاره ارزونه ترسره شوې وه دا دی اوس په عاجلې خونې کې د اکسېجن مرکزي سېسټم فعال شو او د روغتون مشکوکو او مثبتو وارډونو لپاره هم د اکسېجن پر مرکزي سېسټم چټک کار روان دی.

د لابراتواري خدمتونو رامنځته کول!
د روغتون لابراتوار څانګه د کرونا تشخيص په خاطر فعاله کړای شوه، په دې برخه کې PCR ماشين له ټولو ضميمو سره نصب او فعال کړای شو، د معايناتو ريجنټونه تکميل شول او عملاً معاينات پيل شول، پخوا به په نوموړي روغتون کې فقط نمونې اخېستل کېدې او هغه به بيا مرکزي لابراتوار ته لېږل کېدلې، دغې پروسې ډېر زيات وخت نيولو.
د PCR معايناتو پايلې کمپيوټري دي او نتيجې يې د افغان جاپان روغتون له فېسبوک پاڼې د پټ کوډ په ثبت سره خپرېږي، په دې ډول د مريض د نوم په نه ښودلو سره هم محرميت ساتل کېږي او هم نتايج په اسانه تر لاسه کېږي.
د روغتون په لابراتوار کې د کويډ۱۹ معايناتو پرته لاندې ضروري معاينات ټول تر سره کېږي:
RAPID ICT، CBC، UREA، CREATININE، RFT، ALT، AST، Billirubin، ESR، CRP، URINE ANALYSIS، RBS، ABG، ELECTROLYTE، HPYLORI، BRUCELLA، MP، TYPHOID TEST، CSF ANALYSIS، portable chest X-ray
له دې سره په څنګ کې نوې Portable اېکسرې او ABG ماشينونه تدارک شول او د سي ټيسکن ماشين د تدارک پروسه هم پيل شوې ده.

د استخدام او شفټ پروسه!
دا چې په روغتون کې کارکوونکي کم او مراجعين ډېر دي نو د نويو کارکوونکو د استخدام لپاره پلان جوړ شو، د کارکوونکو لپاره شفټ سېسټم رامنځته شو او د کارکوونکو لپاره د اوسېدو مناسبه ليليه جوړه شوه.

د وارډونو د وېزېټ منظم سېسټم!
د افغانستان اسلامي طبي ټولنې AIMA رضاکار مسلکي کادرونه د روغتون په وارډونو او نورو روغتيايي فعاليتونو کې مصروف دي، دوی په منظم ډول د ICU, HDU او نورو وارډونو راونډونه ترسره کوي، د هر مريض تاريخچه، معاينات، فزيکي وضعيت او درملنه په تفصيلي ډول ګوري، نوی پلان ورته جوړوي او مريضانو ته لازم طبي خدمتونه يقيني کوي.

ټرېننګونه او علمي کنفرانسونه!
د ناروغانو د رواني درملنې په خاطر د رواني ناروغيو مسلکي رضاکارانو همکاري شروع او د ناروغانو ملاقاتونه يې پيل کړل. د انلاين روان درملنې په خاطر د Health Net TPO سره توافق وشو چې د هغوی رواني اجتماعي مشاورين به په انلاين ډول د افغان جاپان روغتون هغو مريضانو، پايوزانو او روغتيايي کارکوونکو ته چې له رواني سټرېس سره مخ وي، انلاين رواني اجتماعي مشورې به ورکوي. د دغو مشوره اخېستونکو لستونه به روزانه نوموړې موسسې ته لېږل کېږي.
په روغتون کې د روغتيايي خدمتونو د کيفيت لوړولو او معياري کولو په موخه له هغو بهر مېشتو افغان متخصصينو او ډاکټرانو سره انلاين کنفرانسونه پيل شول چې عملاً د کويډ ۱۹ ناروغيو پر درملنه بوخت دي. دوی په امريکا، انګلستان، ډنمارک، ترکيې او يو شمېر نورو اروپايي هېوادونو کې مېشت دي او د هغو هېوادونو تجربې د افغان جاپان روغتونو له کادرونو سره څېړي او شريکوي يې.
د روغتيايي، اداري او خدماتي کارکوونکو لپاره د انتان د مخنيوي IP، خدمتونو د کيفيت او نړيوالو معيارونو ټرېننګونه پلان او داير شول. په روغتون کې له نړيوالو معيارونو سره سم د کرونا مريضانو د درملنې پروټوکولونه جوړ شول او په دواخانه کې يې درمل پوره کړای شول.

د ايما له روغتوني تجربې زده کړې!
ايما په داوطلب ډول له عامې روغتيا وزارت سره د افغان جاپان روغتون په مديريت کې رضاکاره همکاري وکړه، د دې رضاکارې بوختيا څخه يو شمېر درسونه اخېستل کېدای شي:

لومړی؛ د رضاکارو فعاليتونو وده!
د سټراټيژيکو او سيمه ايزو څېړنو مرکز CSRS د افغانستان د کرونا وبا په اړه يو انلاين کنفرانس داير کړی و، په دې کنفرانس کې له لندن څخه د روغتونونو د مديريت ماسټر او د برېتانيه مېشتو افغان روغتيايي کارکوونکو ټولنې مشر ډاکټر عنايت الله مدثر وويل چې کله کرونا وبا په برېتانيا کې راخوره شوه؛ صدراعظم جانسن پر ملت غږ وکړ او په يوه ورځ کې څو لکه رضاکاران داوطلبانه خدمت ته حاضر شول.
وروسته بيا ما په دې کې فکر کولو چې په برېتانيا کې چې د اسلامي هېوادونو په نسبت ژوند په کې ډېر مادي او ماشيني دی او اجتماعي اړيکې په کې ډېرې محدودې دي؛ هلته رضاکاران په دغسې لوی شمېر کې راټولېدای شي، خو په افغانستان کې چې ژوند په اجتماعي اړيکو کې تنظيم دی، رضاکار او داوطلبانه کار لپاره اسلامي انګېزه هم شته او په لسګونو مسلکي صنفي اتحاديې هم شته نو بيا ولې دلته رضاکار کار ضعيف دی؟ مثلاً ولې د کرونا وبا په دغه ملي ناورين کې د افغان جاپان روغتون يا نورو کرونايي روغتونونو ډاکټرانو او روغتيايي کارکوونکو ميدان پرېښوده؟ دا پوښتنې د افغانستان د رضاکارو فعاليتونو لپاره د ابتدايي او اساسي پوښتنو په توګه راپورته کول په کار دي تر څو د دغې تشې د تحليل عمق ته ننوځو او حل لارې ورته راوباسو.
خو په دې منځ کې هغه څه چې ډېر مهم دي، دا دي چې د کرونا وبا سره په مبارزه کې که يو شمېر روغتيايي کارکوونکو او ډاکټرانو د کويډ ۱۹ روغتيايي مرکزونه پرېښودل او مريضان يې په بې سرنوشتۍ کې پرېښودل، او که يو شمېر مسلکي اتحاديې يوازې په خپلو اتحاديو کې پاتې شول او په دې وبا کې يې داوطلبانه حضور ونه موند نو بېخي په همدې مقطع کې د افغانستان اسلامي طبي ټولنه "ايما" له خپلو رضاکارو طبي تخصصي ټيمونو سره ميدان ته راغله او افغان جاپان روغتون يې له ډېر خراب حالت نه يوه جوړ روغتون ته واړولو او د معياري کېدو په لور "ايما" لا هم لګيا ده مزل کوي.
ايما د هېواد په رضاکار ډګر کې اوسنۍ نه بلکه د تاسيس له وخته يو ارزښتي نوم دی، دا ټولنه په هر طبيعي او ناطبيعي ناورين کې د خپلو هېوادوالو په څنګ کې په رضاکار ډول درېدلې او روغتيايي خدمتونه يې ورته رسولي دي، ايما په رضاکار ډول د هېواد په تر شلو ډېرو ولايتونو کې د سترګو وړيا عملياتي کمپونه تر سره کړي. ايما د بهرنيو متخصصينو په مټ په الحيات روغتون کې څو ځل د ستوني، پزې او غوږ پرمختللي وړيا عملياتونه تر سره کړي او ايما په عادي حالاتو کې هم د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې سلګونه وړيا روغتيايي کمپونه جوړ کړي او د دې ټولو فعاليتونو اساس رضاکار او داوطلب خدمت دی.

دويم؛ دولت او رضاکار فعاليتونه!
په کابل کې د کرونا وبا د خپرېدو په لومړيو کې د "ايما" قيادت د عامې روغتيا وزارت يوه معين صاحب سره ملاقات درلود، کله چې مجلس پيل شو معين ورته وويل چې زر زر مو خبرې خلاصوئ چې زه بل مجلس ته روان يم! دا داسې مهال و چې د کرونا پر ضد له صحي خدمتونو خلک سخت په شکايت کې وو، ايما غوښتل چې په دغه ملي ناورين کې د ايما پر همکارۍ خبره وکړي، خو هغه مجلس په دغسې يوې بې اعتنايۍ پای ته ورسېد...
څو ورځې وروسته د عامې روغتيا وزرات درېواړه معينان لرې شول او پر ځای يې نوي معينان معرفي شول، دا هم يو ښه تصادف و چې د "ايما" رئيس ډاکټر سيد خالد راشد د يوه مريض په اړه چې افغان جاپان روغتون ته تللی و او هلته له ناسم سلوک سره مخ او بې معاينې بېرته رخصت شوی و، په يوه مشخص واټساپ ګروپ کې خپل جدي تنقيدي نظر ويلی و، او د عامې روغتيا وزرات د روغتيايي خدمتونو د عرضې معين ډاکټر صاحب وحيد مجروح نوموړی صوتي کليپ اورېدلی و، نوموړي بېرته ډاکټر راشد ته زنګ وهلی و تر څو ورسره د هغه مريض په اړه همکاري وکړي، ډاکټر راشد ورته ويلي وو چې هغه مريض به ښه شي، خو د دغه روغتون او کرونا ضد صحي خدمتونو په اړه ايما غواړي له تاسو سره مجلس ولري، له همدې ځايه خبره پيل شوه، معين صيب سره سبا ته مجلس ونيول شو او وروسته له مسلسلو مجلسونو ايما له عامې روغتيا وزارت سره په يو لړ همکاريو توافق ته ورسېد، د افغان جاپان روغتون مديريت د دغو همکاريو په تمرکز کې و.
دلته هدف دا دی چې حکومت بايد په عادي او فوق العاده حالاتو کې د رضاکاره خدمتونو لپاره د تطبيق وړ سټراټيژي ولري، په ځانګړي ډول په ملي ناورينونو کې که ولس او د ولس رضاکاران له خپل دولت سره همکار نه شي، حکومت په ځانله ځان ښه کار نه شي کولای.
رضاکارانو او رضاکارو فعاليتونو ته وده ورکول دوه اړخيزه اړيکه ده، دغه رشد به حکومت او رضاکارې ټولنې په ګډه رامنځته کوي، که ټولنې هر څومره رضاکاره بنيه ولري خو چې دولت ورته مناسب چاپېريال او اسانتيا ورنه کړي نو رضاکار فعاليتونه محدود پاتېږي. له همدې امله که حکومت وغواړي کولای شي په ټولنه کې رضاکار فعاليتونه بنسټيزه کړي، په دې ډول به ولسونه، مدني او مسلکي ټولنې او حکومت په ګډه رامنځته شوي ناورينونه مديريت کوي او ټول به د پېښو په اړه د مسئوليت او وطن په اړه د مالکيت احساس لري.
د ليکنې د تېرې برخې لپاره لاندې لېنک کښېکاږئ:

http://www.muslih.info/news-details?nid=290

پای
يادونه:
نوموړې ليکنه د ۲۰۲۰ جون په شپږمه ليکل شوې وه.