وحيدالله مصلح
استاد عصام العريان د اخوان المسلمين قيادي مشر نن د مصر په عقرب/لړم زندان کې وفات شو، د استاد عريان وفات څو شيان زباتوي:
د قيادت پرېمانه قرباني!
استاد عريان د ازادۍ او عدالت سياسي ګوند مرستيال و، هغه وفات نه شو، هغه شهيد شو، او په دې شهادتونو کې د اخوان قيادت تل په سر کې پاتې شوى، داسې نه ده چې په قربانيو کې دې قيادت پټ وي او عام غړي او پيروان دې يې دا سختۍ وزغمي، دا يوازې عريان نه دى، د اخوان مخکينى مرشد عام استاد مهدي عاکف د سيسي په سکولار زندان کې ساه ورکړه، منتخب ولسمشر محمد مرسي په زندان کې وفات شو، د اخوان ټول قيادت د خپلو کورنيو له ډېرى غړيو سره بنديان دي، په لسګونو نور اخوانيان په کې اعدام شول، سلګونه نور اعدام ته شېبې شماري او په لسګونو زره نور بنديان دي... دا د مصر ډيموکراسي ده او سکولار خط د دې ډيموکراسۍ پلې کوونکي دي.
د کودتا او استبداد حاميان!
د عصام العريان په قتل کې له مصر سره غبرګ د امريکا دوه نور لاسپوڅي مستبد رژيمونه سم دخيل دي؛ يو سعودي او بل عرب امارات.
د سعودي عماله ډله هغه چې په شعار کې د تحزب مخالفه ده خو په عمل کې يې د حزب النور تياره او توره ډله جوړه کړې وه، دغه توره ډله د اسلامپالو په اعدامونو، زندانونو او تعذيبونو کې بشپړ شريک دي، دا ښه دى چې د قيامت ورځ شته او حساب کتاب شته.
اخوان؛ د قربانيو انګېزه!
دا کومه انګېزه ده چې اخواني خط دغسې لويې قربانۍ ورکوي او نه ستړي کېږي؟ دوى د دومره لوى سکولارېستي استبداد او جنايت په مقابل کې ولې دومره پياوړي دي؟ دوى د څه په خاطر دغسې لويې قربانۍ ورکوي؟ دا او دېته ورته نورې پوښتنې شته او د ځواب لپاره يې بايد د اخوان فکري او تاريخي ادبيات/لېټرېچر ولوستل شي.
استبداد؛ د شرقي سکولرېسم خاصه!
د شرق سکولارېسم او ډيموکراسي دغسې ده، په مصر کې حاکم سکولاره واکمني پر يو لوى زندان پاچاهي کوي، د دې زندان نوم مصر دى، چرته چې له لسيزو د غرب لاسپوڅي د ملت پر اوږو سپاره دي او يو لوى ملت يې عملاً يرغمل کړى.
استبداد د شرقي سکولارېزم ګډه خاصه ده، هغوى هر ځاى کې په دې نوم چې اسلامګرايان که واکمنۍ ته ورسيږي نو استبداد رامنځته کوي؛ خپله عملاً دا نزدې يوه پېړۍ کودتا، استبداد او خشونت کوي او هر ځل په جعلي او تزويري 99 فيصده رايو خپل برى اعلانوي.
دروغجنه نړۍ او امريکا!
د نړۍ د عدالت ناره دروغ ده، نړۍ او په سر کې يې امريکا هېڅ مسلمان هېواد کې ريښتينې ټاکنې نه حمايه کوي، بلکه هغوى د ملتونو پر ګټلو انتخابي حکومتونو کودتاګانې حمايه کوي، د مصر کودتا د امريکا، اسرائيل، سعودي، اماراتو او مصر ګډه پروژه وه.
امريکا د اسرائيل د حفاظت لپاره يو مستبد او له ملته پردى مصر ساتي.
افغانستان؛ د مصري تجربې درس!
د مصر له حالاتو بايد په افغانستان کې درسونه واخېستل شي، که څوک يې مني که نه، فکري-سياسي خطونه واضح دي، اسلاميون بايد د واک په ټولو منابعو کې ريښې وځغلوي، نظام بايد د غرب دوه تابعيته و، مرتجع چپيانو او نور غربزده ګانو ته "ميم زرما ټوله زما" ورخوشې نه شي، دوى چې په خولې د ډيموکراسۍ، انتخاباتو او ازاديو خبره کوي دا يوازې خپلو ځانونو ته کوي، که کله هم پوه شي چې ټاکنې نه شم ګټلې نو بيا همغه د مصر نسخه ده، او که لږ ضعيف وي نو بيا به لکه د ترکيې د سکولارېستانو ناشولتې غږوي، هلته چې هغوى د ترکي ملت پر رايه اعتراض کوي او د ترکانو مسلسل منتخب حکومت استبداد بولي، هغه چې نه د کودتا له مخې راغلى او نه په زور واکمني کوي.
که د افغانستان اسلامپالي دا تجربه جدي ونه ګڼي او سنجيده او پلان شوي مخته لاړ نه شي نو په خداى چې په راتلونکي کې کله چې غربزده ګان لږ له جنګونو ارام شي؛ اسلامپالو ته داسې څپېړې ورکړي چې د مصر پېښې به بيا ورسره نه مقايسه کېږي.