• مجموعي کتنې: 144603

غزه او د ازادۍ د مزله سړي!

117 لوستونکي   5 میاشتې وړاندې

غزه او د ازادۍ د مزله سړي!

وحيدالله مصلح
د ازادۍ لاره معلومه ده، دا لاره پر ګلانو نه ده پوښلې، دا پر سکروټو مزل دى، دا پر ماتو وزرونو الوت دى، دا په مقابل جهت پرواز دى او دا اګاهانه انتخاب دى... دا د سمو او واضحه موخو پر لور، د اخلاص، عمل، قربانۍ او د سوک ورکولو هڅې او مبارزې دي.

د دې لارې مزل پر ذوق نه بلکه په تعهد وهل کېږي، د اخلاص او مبارزې دا مزل په داسې خاين چاپېريال کې وهل کېږي چې د ګاونډ ټول واکمن عرب د اقصى په خرڅون او د فلسطين په نابودۍ له اس ر ا ئيل سره په معامله پراته دي، دا واکمنه حلقه په دې دووسه معامله کې د وينځې په مقام ده.

د ازادۍ په قيمت هغوى نه پوهيږي چا چې ذهني ماته خوړلې ده، دا د هغوى لار نه ده چا ته چې د خپل کور، سرک، پارک او ښار ودانۍ د ازادۍ په قيمت ګرانې او محبوبې وي، دا د هغوى لار نه ده چې په ارزښتي بحثونو کې د خپل تاريخ، تمدن او دين سره په جنګ دي، دا له ماضي نه د شکېدلو او له خپلو ارزښتونو نه د بېګانه و لار نه ده، بس دا د خپل ماضي په جوهر کې د راڼه راتلونکې لپاره د لمبو لار ده.

دا د لمبو لاره داسې ده چې په هر ګام د وفا ثبوتونه او تعهدونه غواړي، د غزې په دې ثبوتونو کې په هره مرحله کې قايد مخکې او جندي ورپسې پر لار ګامونه اخلي، دا څومره ډېر زعامتونه د دې لارې په پړاوونو کې راونږېږي خو د دې په ځاى چې خاورې شي؛ د دې لارې منزلونه شي او ورپسې جندي د قايد په عزم کې د بل منزل په لور د مزله ګامونه واخلي، دا د دې صف خاصه ده چې وروستى جندي يې هم بولندوى او قايد دى.

نن چې په غزه کې د ازادۍ ستر قايد د نورو تلليو قايدينو او بولندويانو د ش-هادتونو، شهامتونو او شجاعتونو پر روايت وروستى مهر وواهه، دا وروستى نه دى، بلکه دا د ازادۍ د اوږده سفر پر لار د يو ټاکلي منزل نښه شوه چې تر ځان وروسته د ازادۍ مبارزينو ته يې د تګ لورى رڼا کړى دى.

د وياړ مقام دا دى چې د ازادۍ دا لوى مبارز پر شا نه بلکه پر تندي، په کوم تونل کې نه بلکه په ميداني جګړه او د جنګ پر لومړۍ کرښه مخامخ لګېدلى، او دى د خوب په جامو کې نه بلکه د جګړې په نظامي لباس کې ش-هيد شوى، بس دا د سرونو په بولۍ کې تر ټولو قيمتي نرخ دى او ازادي همداسې قيمتي نذرانې غواړي.
آزادي تر پاچاهیه لا تیری کا
چې د بل ترحکم لاندې شي زندان شي
خوشحال خان خټک

يادونه: نوموړې ليکنه په ۲۰۲۴/۱۰/۱۷ نېټه ليکل شوې ده.