وحيدالله مصلح
ځېنې شخصیتونه داسې وي چې شخصيت يې د فرديت له دايرو وتلي وي او لکه يوه لويه اجتماع چې په فرد کې ځای شوې وي، ځينې شخصيتونه داسې وي چې د شخصيت بعدونه يې په يوه مميزه کې نه راټولېږي، مرحوم استاد صفت الله قانت په همدغسې جامع انساني ځانګړتياو کې د انساني کمال د پړاو سړی و.
په غريبۍ کې چې شاهي کا!
ځېنې شخصيتونه داسې وي چې هغوی په
غريبۍ کې شاهي کوي، هغه چې کله له دې دومره لوی معنوي شخصيت سره ملکوتي کېده نو
ترې پاتې سرمايه ۳۰۰۰ افغانۍ وه... انسان حيران شي چې د مادياتو په دې سرګردانه
نړۍ کې استاد څومره ارام او متين و، هغه چې د معنوياتو د ميدان شهسواري کوله نو د
قناعت اس يې پر دغه معنويت او دغه قانع برخه زين کړی و. که نه هغه وخت چې په کابل
کې ډېرو دولسم پاسانو او لسانسه و د مال پر خزانو خولې لګولې استاد په کې په همدې
پی اچ ډي د يو لوی اسلامي فکر او حرکي اساس لپاره غريبي کوله.
رهبري په مادي تفاوتونو کې نه نخبه
يي رنګ اخلي او نه ولسي، کله چې يو قايد د ولس په غربت کې د بنګلو، زمکو او پيسو
چړچې کوي هغه د ولس په درد او غريبه ورځ نه پوهېږي، هغه د ولس عاطفه، احساس او د
زړه دنيا نه شي درک کولای، او ولس هم چې کله په نازونو او اداګانو پسوللی مشر ګوري
او د مشر شوړه ماره زندګی او خپله خواره زندګي مقايسه کوي نو دا تفاوت د باور
اړيکه سخته ماتوي.
مرحوم استاد قانت د طبقاتي زندګۍ په همدغه بې تفاوتۍ کې د نخبه نظرياتي نسل يو طبيعي مشر پاتې شو، او هغه په همدغه غريبه زندګۍ کې د ولس او جمعيت اصلاح يو طبيعي او سنتي رابط پاتې شو.
د اسلامي حرکي فکر امتزاج!
ځېنې شخصيتونه داسې وي چې د اسلامي
فکر او حرکي نظريې له اصلي سرچينو خړوب شوي وي، مرحوم استاد د سيد جمال الدين افغانی
د نهضت افکار په وطنۍ اړيکه کې لوستي و، هغه د هېواد په هغو تاريخي مسايلو ډېر ښه
پوهېده چې څرنګه په کې افغان سيد د افغانستان د عصري کېدلو او ترقۍ ارمانونه
درلود، او هغه چې نوموړی په کې بيا د دومره لويو ارمانونو په لرلو سره نور د وطن د
هضم نه و او هغه په کې د اسلامي نړۍ د ورک زعامت په لټون او بايللې خپلواکۍ پسې د
اسلامي وطنونو قيادتونو او نخبه ګانو ته ځان او لوی افکار رسول، له مرحوم استاد
سره به مو په حرکي تاريخي بحثونو کې د سيد جمال الدين افغاني پر همدې نخبه مسير
تنقيد کولو هغه چې نوموړی په کې د ملتونو په لار نه تللو بلکه د چارواکو پر مغزونو
د اثر هڅه يې کوله، هغه دې اجتهادي انتخاب ستړی کړ او پای په کې سيد جمال الدين
افغاني په داسې مهال دا اشتباه درک کړه چې هغه په کې نور د عثماني خلافت د وروستۍ
واکمنۍ په حصار کې د ژوند وروستي وختونه تېرول.
استاد د اسلامي حرکت ادبيات د مولانا سيد ابوالاعلی مودودي له تراث نه په همغه حرکي سياق او سباق کې راخېستي وو، يوازې دا نه بلکه هغه د مولانا د نسل له حرکي ملګرو سره په مصاحبت کې د اسلامي کار مسير په سمه معنا پېژندلی و، او خبره يوازې د مولانا د فکري تراث هم نه ده، هغه چې د اسلام اباد په نړيوال اسلامي پوهنتون کې د امام حسن البنا فکري لاره په کوم ژور نظر لوستې وه دا نو د ګډ اسلامي نړۍ ليد هغه شاهيني الوت ته پاتېږي چې يو وزر يې د هند پر برصغير او بل يې د مصر او عربي نړۍ پر فضا د هوا څپې وهي او پر نړۍ راڅرخېږي. دا پېژندنه د ځوانۍ د پېر نه پيل شوې وه او استاد په خپلو اړيکو کې د ژوند تر پايه دا فکري اړيکه وپالله.
د اسلامي فکر عملي مظهر!
ځېنې شخصيتونه داسې وي چې د فکري
ادبياتو عملي بېلګه وي، استاد د حرکي ادبياتو يو عملي مظهر و، هغه دغه فکر يوازې
په ذهني شوق نه و لوستی، بلکه هغه د اسلامي فکر لپاره افغاني زمکه زرخېزه کوله،
هغه چې په کوم نظرياتي او عملي امتزاج کې د سختيو لاره انتخاب کړه دا د معاصرې نړۍ
په نرګسي ژوند کې د صحابه کرامو له سختيو ډکه پيروي او اقتدا وه، هغه او ملګرو يې
غوښتل چې په تنظيمي هيکلونو کې د حرکي کار عملي تدريب نهادينه کړي او دغه تنظيمونه
په لويو زاويو کې د تربيتي، مشوره يي او انتخابي سېسټمونو او منظمو سازماندهي
بنسټونو په توګه پياوړي کړي، خو په تنظيمي اډانو کې د دوی کمي او کيفي اغېز په هغه
حد کې نه و چې دغسې لوی انتاج رامنځته کړي، سره له دې چې دوی فردي هڅې وکړې خو ونه
توانېدل.
ځينې شخصيتونه داسې وي چې د اسلامي حرکت فکر په نظرياتي لحاظ واخلي خو هغه په کې همغسې فرد پاتې شي، خو استاد په کې فرد نه شو، هغه په کې د کثرت مزل وکړ، نوموړی يوازې په نظري حساب لاړ نه شو، استاد که اسلامي فکر واخېست هغه په کې د تغير د پروسې عملي قدم هم واخېست، استاد قانت او ملګرو يې د راتلونکي لپاره پر دوامداره تربيتي او سازمان شوي اسلامي کار تفکير وکړ او دا نن چې مونږ د جمعيت اصلاح لوی اجتماعي کيان لرو دا نو د همغه لسيزو مخکې تفکير انتاج دی، تر هغه چې په افغانستان کې د تمدني تقابل او نظرياتي بحث مجالونه پرانېستي وي نو استاد قانت به په کې يو ياد نوم وي.
د جنديت او مالکيت ژوندی حس!
ځينې شخصيتونه داسې وي چې که يو
مهال د يو لوی فکري کيان په رأس کې وي نو بله ورځ به په تنظيمي تشکيلاتو کې د
منځنۍ کچې په يوه بوختيا کې مصروف وي او دا چې په يوه سټراټيژيک مرکز کې د تاريخ د
څانګې مشري کوي نو د کمترۍ احساس نه لري، دا ځکه چې استاد قانت تر هر څه لومړی د
اسلامي فکر او حرکت يو جندي و، هغه دا جنديت په عمل کې ثابت کړی و، يوازې جنديت نه
بلکه استاد د دې لوی فکري جريان د مالکيت حس درلود، او هغه دا د مالکيت حس خپل
روزل شوي ځوان نسل ته هم تلقين کاوه، همدا جنديت او همدا د مالکيت حس و چې هغه او
د هغه روزل شوی نسل يې د جمعيت اصلاح په تشکيلاتي زېلۍ کې په وصل ساتل.
زمونږ د هېواد په نظرياتي جريانونو کې د جنديت قضيه اسانه او ساده قضيه نه ده، زمونږ د وطن په ډېرو نظرياتي جريانونو کې د موقفونو ادلون بدلون او ګوندي طمعو وګړي د ګوند او نظریاتي جريان له افراطي څښتنتوب نه يوه تفريطي فرار او سقوط ته رسولي دي، جمعيت اصلاح د افغانستان په ټولو اسلامي او سکولار نظرياتي کيانونو کې بیا په دې حساب منفرد دی، جمعيت اصلاح له همغه پيله دا تشه په يوه پرله پسې تربيتي دوران کې ډکه کړې ده، دلته چې يو څوک مسئول ټاکل کېږي هغه د مسئوليت حس کوي او د مسئوليت د بار درانه چې ګوري نو بې ريا يې اوښکې له سترګو ځي، سره له دې چې زه له دې فرهنګ سره جوړ نه يم او دا راباندې ښه نه لګي چې د يو فکري جريان د کومې سطحې ټاکل کېدونکی مسئول دې يا مخکې له ترشېح کېدو د نه کانديدولو افراطي هڅې کوي او يا دې له ټاکل کېدو وروسته ژاړي، لږ تر لږه تر ټاکل کېدو وروسته د ژړا پر ځای يو ځواکمن هوډ، انګېزه او خط ورکوونکې وينا او پاروونکو جذبو ته اړتيا ده، خو له دې ټولو سره دلته چې څومره مشري دغسې په اوښکو ده همدغسې کله چې يو تنظيمي کادر له کوم لوړ مقامه کومې منځنۍ تنظيمي سطحې ته ځي نو هغه په کې همغسې مخلص نظرياتي او تنظيمي پاتېږي او دا خو په کې اصلاً نه ده تجربه شوې چې له جمعيت اصلاح دې کوم نخبه شخصيت د کوم تنظيمي پوزيشن او طمعې له مخې پرېښی وي، همدا د جنديت او مالکيت هغه حس دی چې جمعيت اصلاح په خپلو اعضاو کې پرله پسې ژوندی ساتلی دی او مرحوم استاد قانت نه يوازې د همدې حس لرونکی و بلکه نوموړی د دې حس پالونکی و.
سټراټيژيک مزل!
ځېنې شخصيتونه داسې وي چې د وخت له
سيلۍ سره نه ځي او د سېلاب په چړ کې نه لاهو کېږي، استاد قانت په يوه ځواکمن هوډ
کې د نامناسبو حالاتو په مخالف جريان کې د تلو او تقابل هوډ درلود، دې هوډ يوه
تپېدلې سينه، دوامداره زغم او تلپاتې انګېزه غوښته؛ هغه چې دا ټول د استاد قانت په
تحريکي بنيه کې ډېر ښه راجمع شوي وو. استاد په دې سياسي سيلۍ او اقتصادي چړ کې
ورسره ولاړ نه شو، هغه وخت چې هغه د جمعيت اصلاح د مرکزي شورا رئيس و هغه په کې د
مرکزي شورا په حمايت سره د کومې روانې ګټې پر ځای د يوې سټراټيژيکې او اوږدې ګټې
سودا کوله، استاد او د هغه ملګرو ټولو د دې وطن د مالکيت په حس او د دې وطن د
ارزښتونو د دفاعي مورچل په حيث اوږده لار، د لارې منزلونه او لوی لوی هدفونه ټاکلي
وو.
په داسې يوه زمانه کې چې د خپلواکۍ
تعريفونه په کې د غرب په وارداتي ميکانيزمونو او ذهني ماته خوړليو نخبه ګانو کې
سرچپه تعبيريدل او هغوی به په کې پر دې ليکنې کولې چې د خپلواکۍ تعريف بايد له
کلاسيک او سنتي روايتونو نه د نوي عصر په غوښتنو کې نوی شي او موخه يې دا وه چې
خپلواکي بايد د بهرنيو ځواکونو د ټانکونو او جيټانو په تندريزو اوازونو کې د "يس سر" او "بلې
صيب" په غوړه مال اظهار کې تعريف شي، نو له دغسې يوه ذهني
ماته خوړلي مقابل مد سره نظرياتي بحث د افغانستان د تاريخ، خپلواکۍ او وجودي شناخت
نه د دفاع او پت مسئله وه او دا مسئله د مرحوم استاد په مشرۍ کې جمعيت اصلاح هغه
مهال په خپلو ټولو اکاډيميکو، سټراټيژيکو او رسنيزو کانالونو کې مطرح ساتلې وه او
ده.
استاد د تاريخ د يوه دکتور په توګه د افغانستان تاريخي پېښې په ريښه يي ډول پېژندلې، او څوک چې تاريخ باندې عبور لري او پېښې يې تحليل کړي نو هغه بيا د ناکاميو هغه ځوړي پېژني چې جريانونه او شخصيتونه په کې ښکته غورځېږي. د تاريخ لوستل انسان دېته نه مجبوروي چې تکرار تجربې وکړي او استاد د تاريخ په همدغسې ژوره مطالعه کې د يوه فکري جريان د سټراټيژيک مزل د سر سړی و.
د اړيکو آستانه!
ځېنې شخصيتونونه داسې وي چې ګوښې نه
وي او په يوه طبيعي او خدايداد استعداد کې د اړيکو يوه لويه آستانه وي، د اړيکو دا
مدخل په فردي محور کې نه وي بلکه د يو فکر او يو حرکت په اجتماعي محور کې څرخي.
استاد د اړيکو په همدغسې يوه شبکه کې د جمعيت اصلاح لپاره خورا بوخت پاتې شو، زه
چې د استاد نه په ميراث کې راپاتې اړيکې ګورم نو دوه ځل حيرانېږم؛ يو دا چې استاد
په ځانله ځان دومره ډېرې وطنۍ اړيکې څنګه جوړولې او پاللې؟ او دويم دا چې دا اړيکې
به په دې مينه او شدت بيا څوک سنبال کړي؟
د يوه ملګري د کوژدې په مراسمو کې
مې استاد محمد زمان مزمل صاحب ته وويل چې استاد له تاسو زمونږ هيله ده چې له جمعيت
اصلاح سره ستاسو اړيکه بايد د مرحوم استاد قانت په رحلت سره کمزورې نه شي دا ځکه
چې ډېرې دغسې ښاغلې اړيکې تر ډېره د مرحوم استاد پر هغو شخصي علايقو څرخېدې چې د
جمعيت اصلاح لپاره وې او استاد په کې د يو لوی جريان د کمونېکېشن څرخه په جريان کې
ساتله.
د اړيکو رنګارنګي د استاد يوه جلا ځانګړنه
وه، هغه که په وطني لحاظ له بېلابېلو علمي، اجتماعي او سياسي شخصيتونو او عامو
استعدادونو سره اړيکې لرلې او دوی يې د همغږۍ او تفاهم پر محور ساتل نو هغه په نړۍ
کې د اسلامي او اکاډيميکو شخصيتونو سره هم خپلې اړيکې په علمي او تمدني تنده پاللې.
مرحوم استاد په اړيکو کې د مقابل لوري احترام او عزت په لوی شان ساتلو، هغه سره چې څوک هم په اړيکه کې پاتې شوي نو د استاد د کمونېکېشن طبيعيت په ځان پسې راښکلي وو، استاد په اړيکو کې د اخلاص او بې ريا توب په حدونو کې و، هر شناخته داسې فکر کولو چې استاد ته تر ټولو نزدې شخص دی او په دغسې اړيکو کې زمونږ مرحوم استاد د زړونو مينې اخېستې او دا مينې ډېرې بې غرضه وې او دي.
په زمکنيو واقعيتونو کې مزل!
ځېنې شخصيتونه داسې وي چې د زمکنيو
واقعيتونو ريښتينی درک لري، استاد قانت د هېواد قضيو ته په همدې زمکنيو واقعيتونو
کې کتل، هغه په فرعي بحثونو کې نه بوختېده، هغه ملي مسئلو ته د پرديو له ليده نه
کتل، نوموړی د يو ازاد افغانستان او په
تسلسل يې د يو باثباته او سوله ييز افغانستان ارمانجن و. هغه سره به چې کله مونږ
دغسې بحث ته ننوتلو نو ويل به يې چې مسايلو ته په غټه او کُلي زاويه کې وګورئ، په
اجرايوي تفصيلاتو کې د ښه او بد تفکيک د لويو فکرونو کار نه دی، له همدې امله هغه
په هېواد کې د بهرنيانو د شتون يو دايمي سياسي مزاحم پاتې شو او په دې برخه کې يې په بېلابېلو
فورمونو د بهرنيانو د وتلو اجنډا مطرحوله، هغه د سټراټيژيکو مرکزونو له دريځه او د
بهرنيانو د اډو پر ضد د جبهې تر ايجاده په ټولو برخو کې يو فعال ازادي غوښتونکی شخصيت
و.
استاد قانت په همدې زمکنيو واقعيتونو کې که له يوې خوا د بهرنيانو نه پاک افغانستان غوښت نو په خپلمنځي لحاظ د بين الافغاني مذاکراتو يو مخلص داعي هم و، هغه د سولې او ثبات د يو ارمانجن په توګه د سولې په څو محورونو کې د اجرائيه شورا غړی و او د يو سوله ييز افغانستان لپاره يې په سينه کې يو تپېدونکی زړه درلود.
په مرګ او ژوند د فکري شناخت شاخص!
ځينې شخصيتونه داسې وي چې هغه لوی
ارمان يې هم د ژوند او فرد پورې منحصر پاتې وي، حتی د اسلامي فکر لوی لوی شخصيتونه
چې وفات شوي نو فکر يې يوازې په کتابونو کې پاتې شوی، خو استاد قانت او ملګرو يې د
يو فکري جريان په بنسټولو سره ځانونه جاودان کړي، تر هغه چې د دې وطن د ارزښتونو
په ننګه د جدل خبره وي او په دې جدل کې چې خبره د جمعيت اصلاح ژوندي تقابل ته رسي
نو استاد قانت به د دې تقابل د فکري شناخت
يو ژوندی شاخص وي.
استاد يوازې د فکري او نظرياتي بحث
او سوچ انسان نه و، هغه د دې فکر يو عملي کرکټر و، او هغه که د حرکي فکر د ډګر سړی
و نو نوموړی په کې په شخصي زندګۍ کې يو عابد او ذاکر انسان و، هغه کوم روايتي صوفی
نه و خو شخصي ژوند يې سخت راهبانه تېر کړ او هغه په شخصي ژوند کې تل له حاضر او
ناظر خدای سره په عبادتي اړيکه کې و.
بالاخره د دغه حرکي قايد او عابد انسان
او د افغانستان لپاره د يو سوله ييز ارمان په هڅو
او مزلونو کې د فعال استاد قانت دار فنا راورسېده، د استاد مرګ هغه تريخ
ګوټ و چې هغه به يې په څښلو د دنيا له رنځونو ښه شوی وي خو تر شا يې يو لوی صف
دغسې په فراق کې پرېښود.
الله تعالی دې استاد قانت ته د دنيا
د ستړي ژوند بهترينې بدلې ورکړي، فردوس جنت يې ځای شه.
لیکوال او تحلیلګر
وحیدالله مصلح د ننګرهار ولایت، روداتو ولسوالۍ اصلي اوسیدونکی او اوسمهال په کابل کې مېشت دی. نوموړی له ننګرهار طب پوهنځي څخه په ۱۳۸۴ ل کال کې فارغ شوی دی.