وحيدالله مصلح
په تېره پېړۍ کې کلاسيک افغان نېشنېلېزم له بده مرغه د دې وطن له خلکو او د
خلکو له ارزښتونو سره په تقابل کې مزلونه کړي دي، غازي امان الله خان چې زمونږ د
تاريخ يو ډېر مهم رمز دی هغه که د نېشنېلېزم د پلويانو له خوا يو افغان نېشنېلېست
حسابېږي او که هغه د معاصر افغان نېشنېلېزم پيل ګڼل کېږي نو هغه چې هم د خپلو ټولو
ښېګڼو په څنګ کې تاريخ تنقيدوي نو په دې يې کوي چې هغه د خپل ولس له روايتونو سره
په ټکر کې لاړه او پای د انګليسي ښکېلاک سره د مبارزې دغه نامتو سرلاری اړ شو چې
وطن پرېږدي او په بيړنيو ريفورمونو کې په خپله د خپلو ارمانونو د سقوط شاهد وي. زه
په خپله له دې سره موافق نه يم، اصلاً غازي په هند نيمه وچه کې د انګليس پر ضد د
پرګنو مبارزه حمايه کوله، د هغه پر مهال کابل د انګليس پر ضد هندي مبارزينو کوربه
و، او ده په کې د خلافت تحريک ملا تړله، يوازې هند نه بلکه همدا غازي چې د انګليس
پر ضد د شوروي پر دوستۍ حسابېږي خو ده په همدې دوستۍ او خپله واکمنۍ کې د شوروي په
وړاندې د بخارا د ولس پاڅونونه حمايه کول او د هغوی د ملاتړ لپاره يې هلته له خپل
وس سره سم توپونه او غازيان لېږلي وو، او کله چې امير عالم خان په بخارا کې د
شوروي تاړاک په مقابل کې شکست وخوړ نو غازي ورته په کابل کې پناه او د ژوند
سهولتونه ورکړل. علامه محمود طرزی هم مطالعه کول په کار دي هغه چې د سيد جمال
الدين افغاني د فکر نه اغېزمن و نو هغه په وړو فکرونو کې نه راټولېږي. دا بحث اوږد
دی او په تاريخي سندونو کې شته.
تعريف شوی نېشنېلېزم او انټرناسيونالېستان!
تر غازي وروسته چې بيا څومره نېشنېلېزم تعريف او انسجام اخېسته نو له
مجبورې ورځې يې د کلاسيک نېشنېلېزم له علمي سرچينو اخېسته او دا ځکه چې له بده
مرغه په افغاني جغرافيه کې نزدې ټولو نظرياتي جريانونو خپلو نظريو ته افغاني علمي
اډانې او شخصيتونه نه درلودل، ټول په کې د پرديو او لېرې وطنونو د نظرياتي مراجعو
شاګردان او مقلدين وو.
که خبره د نېشنېلېزم وي نو هلته بيا ژبه، قوم/ملت، رنګ، نسل، فرهنګ، بيرغ
او جغرافيه/هېواد دا ټول مهم دي او همدا يې توکي دي، کېدای شي يو شمېر جريانونه/وګړي
په همدې عنصرونو کې وي نو دوی نېشنېلېستان دي، حتمي نه ده چې دوی دې وطن اباد کړی
وي، خلکو ته دې يې ډوډۍ ورکړې وي او صنعت، علم او ازادۍ سره دې يې سرو کار وي.
اصلاً نېشنېلېزم يو داسې ظرف دی چې په ځانګړي ډول له سياسي او اقتصادي پلوه په
نورو نظريو ډکېږي، که نه منځ يې خالي دی. کور، کالي او ډوډۍ، صنعت، علم او کار تر
نېشنېلېستانو، انټرناسيونالېستانو ډېر ورکړي.
يو عجيب تضاد دا دی چې په اوسنۍ مرحله کې نيومارکسستان لګيا دي د نېشنېلېزم
غومبر وهي، دوی دې يا نېشنېلستان شي او يا انټر ناسيونالېستان، په دا منځ کې چې کوم
چپيان وي نو هغوی يا دوه رنګي کوي او خپلو مارکسېستي نظريو ته په افغاني ماحول کې
انسانان رانيسي او يا په يوه فکري او ذهني کشمکش او تيتوالي اخته دي، فکري ماته او
ګډوډي همدې ته وايي.
ملي وکمنۍ او اسلامپالي!
زمونږ د هېواد تاريخي ريښتيا دا ده چې کله زمونږ د هېواد داعيه او هدف پراخ
و نو زمونږ هېواد په کې د سيمې امپراتوره جغرافيه وه، غوريان، سوريان، لوديان،
سلطان محمود غزنوي، ميرويس نيکه او احمد شاه بابا ټول د همدې پراخېدونکې داعيې
علمبرداران وو، د دې تاريخي واکمنيو اساس اسلام و او په همدې بنياد دوی پراختيا
غوښتونکې موجونه وو. که نن مونږ د خپل هېواد تاريخ لولو نو د وياړ منځپانګه او
تومنه يې همدا قضيې دي. واړه فکرونه او لنډپاري وېژنونه هېواد، ملت او قومونه
يوازې په داخلي کشمکشونو کې بوختوي او د لويو سرنوشتونو له حسابه يې غورځوي.
خو د اوسني وخت زمکنی واقعيت دا دی چې هېوادونه ويشل شوي دي، او په مشخصو جغرافيو
د ملتونو واکمنۍ دي، په دې حساب ملي واکمنۍ د اوسنۍ زمانې واقعيتونه دي، له دې
واقعيتونو سره تعامل د نظرياتي جريانونو وړتيا غواړي، انقلابي او سمونپالي نظرياتي
جريانونه هر يو د خپلو فعاليتونو لپاره جلا ماحول او د مبارزې اډانې لري خو سمونپالي
جريانونه د اوږده مهال وېژن لري او پر دوامداره او تدريجي تغير باور لري، له همدې
امله دوی په ملي واکمنيو کې د خپلو ولسونو د نظرياتي شناخت د بقا مبارزه کوي. په
دې مبارزه کې د خپل ولس ښېرازي او د هېواد ابادي د دوی په مهمو موخو کې دي، کوم
جريانونه چې په خپل ولس کې د کار وړتيا ونه لري هغه افاقي ارمانونه هم نه شي
پاللی، د امت ريښه په ملت کې ده او څومره چې ملي ريښې غځېدلې وي نو هومره د امت غږ
او خبره لوړه وي. په دغو ملي واکمنيو کې د اسلامپالو بري د واک لويو نظرياتي
تغيراتو ته لار پرانېزي او د نوي نظم زمينه په همدې لار کش شوې ده. "د نن خوب/وېژن
د سبا واقعيتونه دي " د
امام حسن البنا دا خبره ريښتېنې ده.
لیکوال او تحلیلګر
وحیدالله مصلح د ننګرهار ولایت، روداتو ولسوالۍ اصلي اوسیدونکی او اوسمهال په کابل کې مېشت دی. نوموړی له ننګرهار طب پوهنځي څخه په ۱۳۸۴ ل کال کې فارغ شوی دی.