• مجموعي کتنې: 144735

اقصی مسجد په انساني او اسلامي محورونو کې!

596 لوستونکي   کلونه وړاندې 2

اقصی مسجد په انساني او اسلامي محورونو کې!

وحيدالله مصلح

بېګا او ابل بېګا پر تش لاسو عبادت کوونکو د اسرائيلي پوځيانو بريدونه او ناتار يو لوی حقيقت ته نغوته کوي، او هغه دا چې د ازادۍ د کلاسيکې لارې مبارزينو ته يو غربزده انسان وړانديز لري چې په نننۍ نړۍ کې د ازادۍ کلاسيکې او تاريخي لارې تړلې دي، يعنې استعمار سره به سوک څپېړه نه کوې او هغه به پرېږدی چې درباندې زور و ازمايي، په همدې منظر کې هغوی د ازادۍ غوښتونکو غورځنګونو لارويان د ازادۍ په پلمه د خپلو وطنونو ويجاړوونکي بولي او استعمار ته د تنقيد ګوته نه نيسي، حتی په همدې فلسطين او د قدس په چاپېريال کې د ازادۍ مبارزين پړ کوي چې له اسرائيل سره يې وس بر نه دی او هسې پرې فلسطيني ولس وژني، دا بېګا او ابل بېګا خو په اقصی مسجد کې نه ټوپک و او نه د جنګياليو هدفونه، هلته تش لاسي مسلمانان وو چې د رمضان اعتکاف ته ناست وو او اسرائيل پر د عبادت له بنديزونو سره راغلل او بيا يې داسې وځپل چې تر سلو ډېر په کې زخميان شول، تر ۴۰۰ ډېر په کې زندانيان شول او د اقصی مسجد سپکاوی پرې سرباري و.

مونږ دلته د اقصی مسجد د ننګې پر لاندې دوه محورونو خبره کوو:

 لومړی؛ اقصی د انساني محور قضيه!

په انساني لحاظ دا مهال هلته په اقصی مسجد کې يو لوی ناورين روان دی، په ديني هويت سره يو شمېر انسانان چې د عبادت او ديني ازادۍ له مخې په اقصی مسجد کې اعتکاف کوي نو دا يې حق دی چې هلته پاتې شي او له خپل رب سره راز او نياز وکړي، او دا حق زمونږ د اسلامي اساساتو په شمول ظاهراً په نورو علماني ارزښتونو کې هم خوندي دی. په اسلامي تاريخ کې او حتی د سولې او تمکين تر زمانو ور اخوا په جنګي ماحول کې د غير مسلمو عبادت ځايونه له بريدونو او حملو خوندي وو. ټولو غير مسلمو کولای شول/شي چې په بشپړه ازادۍ خپل عبادت په خپلو شکلونو وکړي.

کله چې خبره د انساني ارزښتونو او بشري حقونو کېږي او کله چې د مذهبي ازاديو خبره کېږي نو غرب دا ارزښتونه د خپلو ډيموکراټيکو ارزښتونو  انحصار بولي، خو غرب په همدې انحصار کې بيا يو بل ځانګړی حالت لري او هغه په فلسطين کې د اسرائيلو په لاس مسلمانانو د ازاديو پر نابودۍ تمېدل او طرف نيول دي. غرب هيڅکله هغه ارزښتونه انساني نه بولي چې فلسطيني مظلوم انسانان په کې د اسرائيلو په پرله پسې عتاب او عذاب کې د ژوند ساه اخلي، په بله معنی کله چې اسرائيل يو شمېر تش لاسي انسانان د مذهبي تبعيض او کينې له امله هدف ګرځوي نو دا هدف غرب د خپلو انساني ارزښتونو او بشري حقونو په شاخصونو کې نه محاسبه کوي، دا دوه مخي ډېره دوامداره ده او په تاريخي ريښو کې غځېدلې ده.

د غرب رسنۍ په دې "طرف" کې د عامه ذهنيت د کنټرول وسيلې دي، همدا اوس که تاسو الجزيره او بي بي سي وګورئ نو هم د کميت او هم د محتوا له لحاظه بېلا بېل پيغامونه لېږدوي، غربي رسنۍ د اسرائيل وحشت او ترهګرۍ څنډې ته کوي او د دوه لوريو تر منځ په نښتو کې خبرونه تېر باسي، دوی په لفظونو کې ذهنيتونه اړوي او اسرائيل د عامه ذهنيت له کرکې خوندي کوي. خو الجزيره بيا شېبه په شېبه خبر ورکوي او حقيقتونه چې څومره او څنګه په زمکه پېښېږي همغسې يې را اخلي، له دې معلومېږي چې رسنۍ د حقيقتونو په سپړلو او مسخه کولو دواړو کې نقش لري او دا هر څه د لويو قدرتونو د پراختيا غوښتنې په منظر کې کېږي.

اسرائيل په سيمه کې د غرب د مداخلو عمق دی، د اسرائيل، ايران، سوريې او ځېنو نورو هېوادونو د شخو شولانګو په امتداد کې غرب د اسرائيلو د ساتنې پلمې لري. غرب اسرائيل حمايه کوي تر څو په سيمه کې د ولسي او اسلامپالنې د واک ريښې پرې وچې وساتي، او د دې هدف لپاره هغوی تل په سيمه کې استبداد، اختناق او کودتا ګانې حمايه کړي دي. په سيمه او په ځانګړي ډول مصر کې د اخوانيانو بری په همدې منظر کې غرب او اسرائيل ته د منلو نه دی او دا ورته سره کرښه ده. دا مهال د فلسطين د ازادۍ داعيه ولسي ريښه لري او نظريه يې په اسلامي بنيادونو اباده ده، او که دا بنيادونه سيمه ييز ملاتړ خپل کړي نو د فلسطين قضيه بيا د بري موج اخلي او اسرائيل به په کې د خپلو ظلمونو محاسبې ته راکش کېږي. همدا لامل دی چې اسلامپالو ته د واک مسند د ستنو او شاخداره مېخونو کرسۍ ده.

 هلته يو وخت چپيان وو چې د اسرائيل پر ضد يې د ازادۍ داعيه لرله خو د شوروي په کمزوري کېدو او بيا محوه کېدو د چپيانو نړيوال ملاتړ پای ته ورسېد او دې سره د چپيانو داعيه هم د جمود له تمځايه بېرته شاته لاړه، يو وخت حتی له کابله ډاکټر نجيب الله هم په همدې چپي تمايل کې د فتح ګوند داعيه حمايه کوله خو اوس چپي نوَکيان دا داعيه يوه لوېدلې او پردۍ قضيه بولي، ځکه چې د فلسطين خپلواکۍ غوښتنې غورځنګونو تر شا د انټرناسيونالېزم پوټانشيل نه شته.

 دويم؛ اقصی د اسلامي محور قضيه!

اقصی د مسلمانانو د سپېڅلي کتاب قرآن کريم قضيه ده، الله تعالی په قرآن کريم کې فرمايي:

 سُبْحَانَ الَّذِي أَسْرَى بِعَبْدِهِ لَيْلاً مِّنَ الْمَسْجِدِ الْحَرَامِ إِلَى الْمَسْجِدِ الأَقْصَى الَّذِي بَارَكْنَا حَوْلَهُ لِنُرِيَهُ مِنْ آيَاتِنَا إِنَّهُ هُوَ السَّمِيعُ البَصِيرُ

ژباړه: هغه ذات پاک دی چې په يوه شپه کې يې خپل بنده له مسجد حرام څخه مسجد اقصی ته بوتلو، هغه چې چاپېريال مو يې  برکتي کړی دی، تر څو خپلې ځېنې نښې ور وښايو، په حقيقت کې همغه الله د هر څه اورېدونکی او ليدونکی دی.

اسلام د ټول بشريت لپاره دی او قرآن کريم د ټول بشر لپاره راغلی، د نړۍ مسلمانان په اسلامي ارښتونو او قرآني لارښوونو کې شريک دي، کېدای شي يو څوک به په خپلې نظرياتي بېګانګۍ کې اقصی خپله قضيه نه بولي خو هغه د نړۍ هيڅ مسلمان ته نه شي ويلی چې ستا يې پر اقصی څه؟ د اقصی په معنوي مالکيت کې د نړۍ ټول مسلمانان شريک دي او مالک ته د ملکيت د پرېښودو توصيه يا پېغور د مټکورو او ذهني ناروغانو کار دی.

په همدې اسلامي محور کې مونږ ټول د اقصی د قضيې څښتنان يو او په دې مالکيت کې د خپل وس په اندازه ننګه او دفاع کوو، څوک چې د خپل ملکيت دفاع نه کوي، يا به معذور وي او يا به ذهني ماته خوړلی او يا ذهني بېګانه وي، تر دې پرته بل انتخاب ته ځای نه شته.