• مجموعي کتنې: 100907

د تونس النهضة او د سکولارېستي استبداد بله ولکه!

223 لوستونکي   یو کال وړاندې

د تونس النهضة او د سکولارېستي استبداد بله ولکه!

وحيدالله مصلح

څه موده مخکې مې د اولیویه روه کتاب "د سياسي اسلام ماته" لوستلو او غوښتل مې چې تنقيدي جاج پرې وليکم، خو په منځ کې مې د اسلامي نهضت پر تحليلي څېړنې کار پيل کړ او د اوليويه کتاب رانه پاتې شو، البته په بل مناسب وخت کې به پرې بيا ځلې کار پيلوم. اوليويه روه په خپل دې کتاب کې د اسلامي خوځښتونو سټراټيژيک راتلونکي تنقيدوي او فکر کوي چې اسلامي خوځښتونه نور د نړيوال نظم رقيبان او ننګوونکي نه دي، د هغه په فکر اسلامي خوځښتونه ښايي په خپلو هېوادونو کې واک ته ورسېږي خو په نړيوال نظم کې به هيڅ ډول تغير رامنځته نه شي کړای. په بله معنی اسلامپالي به په دوديزو سياسي جوړښتونو کې بوخت وي او که واک ته هم ورسېږي نو دوی به خپل ماډل نه لري.

اسلامپالو سره د سکولارېستانو شخړه!

د اوليويه روه دا نيوکه د تامل وړ ده، نه يوازې د نړيوال نظم د ننګولو قضيه بلکه د غربي ډيموکراسۍ له لارې د اسلامپالو واک ته رسېدل په خپله يوه لويه ننګونه او لوی بحث ګرځېدلی. په ځانګړي ډول د عربي نړۍ تر پسرلي وروسته چې د غرب او د سيمه ييزو ديکتاتورانو په ګډ مشن کې دغه پسرلی څومره د خزان پر بادونو ورژېده دا د غربي سياسي ميکانېسمونو له لارې د اسلامپالو واک ته رسېدل تشرېح کوي، سمه ده په ځېنو هېوادونو کې به د همدې ميکانېزمونو له لارې اسلامپالي واک ته رسېدلې وي لکه ترکيه او المغرب، خو له يوې خوا دوی تر اوسه نه دي توانېدلي چې کوم ځانګړی او منفرد سياسي ماډل وړاندې کړي هغه چې واقعاً بديل او سيال وي، له بلې خوا د دوی په مقابل کې هغه بېلګې بېخي ډېرې دي چې اسلامپالي په کې د انتخاباتو له لارې واک ته رسېدلي خو سکولار جنرالانو بيا پرې کودتاګانې کړي او له واکه يې غورځولي دي، الجزاير کې د اسلامي حزب تر ۹۰ فيصدو ټاکنې ګټل، د ترکيې عدنان مندريس او بيا د استاد نجم الدين اربکان حکومتونه، په مصر کې د محمد مرسي حکومت او دېته ورته نورې يې داسې بېلګې دي چې جنرالانو په سکولار ريښې او تفکر سره پر اسلامپالو کودتاګانې کړي دي او بيا يې د  دوی ګوندونه منحل کړي، د دوی غړي يې په کلونو کلونو زندانونو ته لېږلي او د اعدام پرېکړې يې پرې کړي دي.

د حسني مبارک معاون او د استخباراتو پخوانی مشر عمر سليمان په مصر کې د ولسي پاڅون په اوج کې په يوه مرکه کې د مرکچۍ دې پوښتنې ته چې د مصر کوڅو ته ځوانان راوتلي دي، دوی يوه جلا نړۍ غواړي، ته په دې اړه څه فکر کوې؟ وايي: دا خو اسلامي تيار/جريانونه دي چې مظاهره چيان يې کوڅو ته د را وتلو لپاره هڅولي دي. هغه ترې بيا پوښتنه کوي چې ته داسې فکر نه کوې چې دا ځوانان خپل حقونه غواړي خپلې ازادۍ غواړي؟ هغه ورته وايي چې فکر نه کوم يوازې ځوانان دې وي، نورو دوی اړ کړي چې دا کار وکړي...

دا په شرقي سکولارېزم کې د ځوانانو، ولسونو او وګړو په اړه د حاکم جريان نظر دی، دا نظر د يوه مستبد او پليسي واکمنۍ غمازي کوي چې مشري يې سکولارېستان کوي او حمايه يې غربي نړۍ.

سکولارېستان او تر وسطيت راښکته غنوشي!

په دا تازه پېښه کې په تونس کې استاد راشد الغنوشي او د النهضة ګڼ مشران نيول شوي دي، د النهضة مرکزي دفتر په شمول يې ټولې څانګې تړل شوي دي، او د خلاص جبهې دفترونه چې النهضة يې غړيتوب لري هم تړل شوي دي، په دې ډول قيس سعيد د تونس مستبد حکومتمشر په تونس کې د پلورالېسم پر مرۍ د پوځ زيږه لاسونه ايښي دي، قيس سعيد کال دوه مخکې د تونس د نظاميانو او غربي سيمه ييزو او نړيوالو حمايتګرو په داد کې منتخب حکومت ړنګ کړ، پارلمان يې منحل او اساسي قانون يې ايسته وغورځولو.

استاد غنوشي چې څو کاله مخکې تر لنډې واکمنۍ وروسته ټاکنې وبايللې نو رسنيو ته يې وويل چې مونږ وبايلله خو ملت وګټله، هغه د غربي ډيموکراسۍ لپاره ډېر تنازلات وکړل او حتی د اسلامپالو په خط کې پرې تنقيدونه دومره ډېر دي چې هغه خوار په کې لکه يو سکولار محکوم دی. خو د نرمې مبارزې دغه سرلاری استاد غنوشي دا مهال د تونس کورنيو چارو وزارت د ترهګرۍ ضد مبارزې په اساس بندي کوي، د دغه زهیر او رنځور مشر روغتيايي وضعيت تر نيول کېدو وروسته سخت کېږي خو لا هم د امنيتي ځواکونو په ولکه کې دی. نو چې د سکولارېستانو په سياسي ماحول کې تر ميانه روۍ راښکته استاد غنوشي نه زغمل کېږي؛ هلته د ډيموکراسۍ په تمرين کې د اسلامپالو واکمني او بيا د تغير اجنډا له يوه ننګوونکي برخليک سره مخ ده.

اسلامپالي، د نرمې او سختې ځواکمنۍ توازن!

اسلامپالي په خپلو ملتونو کې نرم ځواک لري او په دې ځواک کې ورسره همزولي سکولارېستان اصلاً سيالي نه شي کولای، دوی د علم په مرکزونو کې ريښې لري، په رسنيو کې شته، د فرهنګ په مجالونو کې خورا پياوړي دي، د طب او ساينس په ميدان کې په خپلو هېوادونو فعال حضور لري، په صنفي اتحاديو کې له اکثريته برخمن دي، په سټراټيژيکو مرکزونو کې حضور لري او سټراټيژيک منطق او بحث ته يې مقابل لوری مات دی، په ايډيالوژيک لحاظ خو د خپل ولس له ارزښتونو سره داسې تړلي او په خپلو ملتونو کې داسې ريښې لري چې تپل شوي سکولارېستان يې په خپلو ظلمتکدو کې پر ځپلو ستړي شول خو دوی په هره ځپنه کې بيا راپورته کېږي او تر پخوا په لوړ قامت او ژوره ريښه راپورته کېږي، اوس پوښتنه دا ده چې په دغسې نرمه ځواکمنتيا کې دوی بيا هم کمزوري ولې دي؟ همدا هغه پوښتنه ده چې ځواب يې تر شا د سخت ځواک نه شتون دی، تر هغه چې اسلامپالي د زور څښتنان نه شي نو د سکولار استبداد/ډيموکتاتوري په وړاندې به يې نرم ځواک د همدوی د غاړې ورېښمينې زندۍ وي.

څه کول په کار دي؟

اسلامپالو ته د خپلې سياسي لارې دراسه، بيا کتنه او څېړنه په کار ده، د خپل وېژن لا ډېر وضاحت په کار دی، د سياسي ماډل د نظريې تشخص په کار دی، سياسي واکمنۍ ته د رسېدو چلندونو ته سټراټيژيکه کتنه په کار ده، له خپلو ولسونو سره سياسي، اجتماعي او فرهنګي اړيکه تشرېح کول په کار ده، ولسي شراکت ته ميکانېزمونه په کار دي او دا هر څه له خپل ملت سره په ګډه کول په کار دي.

اسلامپالي بايد نه يوازې د سکولار استبداد په وړاندې خپل برخورد تعريف کړي بلکه د خپلمنځي استبداد ريښې هم تل وچې وساتي او بيا د خپل ملت سره هم داسې لار په کار ده چې ملت په حکومتولۍ کې ځان وګوري او ولسي شراکت د سياسي مشروعيت اسانتيا رامنځته کړي. استبداد په هره بڼه محکوم دی که محکوم نه شي نو اسلامپالي به په خپله ديکتاتوران شي.