وحيدالله مصلح
د اخوان المسلمين مرشد عام دوکتور
محمد بدېع، د اخوان سرپرست لارښود دوکتور محمود عزت، محمد البلتاجي، صفوت حجازي او
يو شمېر نورو مشرانو د اعدام دوسيې د مصر ستر مفتي ته د هوکړې/رد په خاطر لېږل شوي
دي. د اخوان المسلمين دغو مشرانو قضيه د "أحداث
المنصة" په نوم يادېږي.
پېښې او د محکمې معکوسې پلټنې!
په ۲۰۱۳ جولای کې د مصر پوځ د مصر د
سکولار سياسي ګوندونو په رضايت او تفاهم د مصري ولس پر انتخاب شوي حکومت کودتا
وکړه، دفاع وزير عبدالفتاح السيسي د مصر منتخب ولسمشر زندان ته واچولو او خپل
لاسپوڅی کودتايي رژيم يې اعلان کړ.
په لسګونو زره مصري ولس په رابعه
څلور لارې کې راټول شوی و، او له مصري کودتايي رژيمه يې غوښتنه کوله چې محمد مرسي
دې پرېږدي چې بېا واک ته راستون شي. دغه مهال د اخوان المسلمين دغه شعار ډېر مشهور
و چې "سلميتنا أقوى من الرصاص"يعنې
زمونږ سولييزتوب له مرميو پياوړی دی. اخواني جريان تر پايه همدغه سولييز احتجاج ته
ژمن و، په دې لړ کې په لسګونو زره مصريان يوازې د قاهرې په رابعه عدويه څلورلارې
کې راټول شوي وو او هغوی چې هر ماخوستن او هره جُمعه به يې په ټول مصر کې سوله ييز
لاريونونه کول؛ پرې سرباري وو.
پوليس او عسکر په ګډه راغلل او په
رابعه عدويه کې يې پر تش لاسي او سوله ييز پرلت بريد وکړ، هغه عسکرو چې بايد د
اقصی او فلسطين د ازادۍ جګړه يې کړې وای پر خپل ولس راولګېدل او ډزې يې پرې وکړې،
په سلګونو مصريان يې شهيدان او په زرګونو يې ټپيان کړل، تر ټولو بده دا وه چې
سکولار کودتايي رژيم، مړي د وژل شويو په توګه نه ثبتول او ډېری يې په نامعلوم ډول
دفن شول، داسې هم وشول چې په يوه ورځ قربانيان تر ۲۰۰۰ ورسېدل خو مصري عسکري رژيم
تر مازيګره ټول ۵ نفره حساب کړي وو.
په دوی کې د اخواني قيادت د لومړي
صف بچيان تر ټولو مخکې وو، د مرشد عام زوی عمار، د محمد بلتاجي لور اسماء بلتاجي
او ډېر نور د عسکرو پر ډزو شهيدان شول، د اخوان ټول قيادت زنداني شو او کله چې صف
دا قربانۍ کتلې نو ځانونه يې ځانله نه ګڼل.
د اخواني مشرتابه دوسيه!
د "أحداث
المنصة" په دوسيه کې د کودتايي رژيم محکمه اخواني
مشرتابه تورنوي چې دوی د خلکو ازادۍ محدودې کړې وې، دوی په داسې ګوند کې راټول شوي
وو چې د قانون مخالف وو، دوی داسې کړنې حمايه کولې چې هغه پر تشدد، زور او تهديد
ولاړې دي او دېته ورته نور.
دا نو بېخي معکوس تورونه دي چې
متهمان يې يوازې قربانيان دي. يوې خوا ته د عسکرو او سکولارېستانو په ډزو په
سلګونو مصريان ووژل او په زرګونو ټپيان شول او بلې خوا ته د دې پر ځای چې قاتلان
محکمې ته راکش شي، د مقتولانو کورنۍ د زور زياتي په تورونو محاکمه کېږي او د اعدام
پرېکړې پرې کېږي. له ولس او ازاديو سره د سکولارېزم اړيکه همدغسې ده، سکولارېستان
بهرني زورور ته په ملا کړوپ وي خو خپلو ولسونو ته بيا د فرعونيت په حدونو کې عصيان
کوي.
کله چې د محمد مرسي په حکومت کې
يوازې يو نفر په متقابلو ډزو کې ووژل شو، هلته محمد البرادعي د سکولار جبهې يو لوی
بلندوی وويل چې د مرسي مشروعيت پای ته ورسېد!! خو کله چې عسکرو په زرګونو مصريان
وژل نو برادعي په کې د جمهوري رياست معاون و او دا وژنې يې د ۲۰۱۲ کال انقلاب د
سمون لپاره اړينې بللې.
مرشد عام محمد بدېع د همدې دوسيې اړوند محاکمې
ته وويل چې زوی مې عمار د رمسيس په پېښه کې عسکرو شهيد کړ خو محکمې يې پېښه و نه
پلټله، او بيا يې ورته وويل چې ايا زما جرم دا دی چې ما وويل چې سلميتنا أقوى من
الرصاص، "زمونږ سولييزتوب له مرميو پياوړی دی"؟ تاريخ به د يوه مظلوم او زهير مشر دا شکوه په ياد ساتي، دا د
مظلوميت داستان دلته پای ته نه رسېږي د قيامت په ورځ چې الله تعالی قاضي وي هلته
به د عسکرو دا قاضيان د رب په وړاندې د محمد بدېع قضيه ځوابوي.
د مصر مفتي او د اعدام دوسيه!
کله چې په محکمه کې پر کوم چا د
اعدام پرېکړه وشي نو د مصر مفتي ته يې دوسيه لېږل کېږي، دا يوه قانوني موضوع ده. د
مصر مفتي بيا نوموړې دوسيه ګوري، که چېرته هغه باوري شي چې متهم شخص د اعدام وړ نه
دی نو بيا محکمې ته له اعدام سره خپل نه موافقت ليکي، د مفتي حکم محکمې ته الزامي
نه دی او هغوی کولای شي چې د مفتي په وينا عمل وکړي او يا يې رد کړي، خو معمول دا
دی چې قاضيان اخلاقاً د مفتي تر نه موافقت وروسته د اعدام پرېکړه ابدي حبس ته
اړوي.
کله چې په ۲۰۱۴ کال کې د الاستقامة
مسجد په پېښه کې د مرشد عام محمد بدېع او محمد مرسي د اعدام دوسيې د مصر مفتي ته ولېږل شوې نو هغه يې
له اعدام سره مخالفت وکړ، محکمې دويم ځل بيا ورولېږلې مفتي بيا ځلې ورسره مخالفت
وکړ او په دې ډول په هغې پېښې کې نوموړې پرېکړه ابدي بند ته راښکته شوه.
اعدامونه؛ د تطبيق/نه تطبيق سناريو!
تر دې دمه د مصر کودتايي رژيم د
اخوان تر منځنۍ کچې يو شمېر زندانيان اعدام کړي دي، خو لا يې هم د اخوان د قيادت
په سطحه اعدام عملي کړی نه دی. البته د مصر په وحشي زندانونو کې د اخوان المسلمين
د پخواني مرشد عام استاد مهدي عاکف، د مصر لومړني منتخب ولسمشر محمد مرسي او د
اخوان لوړپوړي قيادت استاد عصام العريان مړينې، عمدي وژنې ګڼل کېږي.
دا مهال مصر د خورا درنو پورونو
لاندې دی، اقتصاد يې ورځ تر بلې خرابېږي او ولې به نه خرابېږي چې د مصر اقتصاد او
اقتصادي سرچينې او وسايل ټول د عسکرو او عسکري شرکتونو تر مديريت لاندې شوړه کېږي.
امنيتي شرايط په خپله حکومت خراب کړي؛ په دې معنی چې دوی د دې په خاطر چې
اسلامپالي د وسله والې بوختيا په تور محکوم وساتي نو وسله والو عملياتو ته يې
زمينې مساعدې کړي دي. ولسي مشارکت لوی درواغ دي هلته چې السيسي د اتيا او سلو
فيصدو تر منځ بې رقيبه رايې وړي او د خلکو د ګډون څرک په دوربين کې نه ښکاري نو په
دغسې يوه بېګانه واکمنۍ کې د مصر ثبات ډېر لړزېدلی دی، او هغه ټولنه چې پخوا به د
مرسي په وخت کې ډېره ويشلې معرفي کېدله دا مهال په ريښتيني ډول دوه لوی ويشونه
موجود دي؛ يو طرف عسکر او بل طرف ملت. نو امکان لري چې د مصر مفتي بيا ځلی د اخوان
المسلمين د قيادت دغه اعدامي دوسيې رد کړي او په دې ډول به کودتايي رژيم ونه غواړي
چې د اخواني قيادت په وژلو سره ځان له پاڼ نه وغورځوي.
بله سناريو دا هم ده چې دوی کېدای
شي د اخوان د تصميم نيوونکې حلقې په اعدامولو سره ځپل شوی اخوان نور هم وځپي او په
يو ډول د اخواني جريان د ريښې وچولو هڅه وکړي.
اخوان؛ د بند ماحول سياستونه!
د اخوان المسلمين پاليسي خط دا ؤ/دی
چې نظام به له داخل نه اصلاح کوو، او اخوان دې پاليسۍ ته د تېرو ټولو عسکري ظلمونو،
زندانونو او وژنو په هجوم کې وفادار پاتې شول، که اخوان د زور لار خپله کړې وای نو
مصر به دا مهال سوريه او يمن وای، د مصر
امنيت د اخوان د همدې پاليسۍ او عدم تشدد سياستونو مرهون دی.
په هر صورت دا مهال د اخوان
المسلمين په يو شمېر اعضاو کې دا بحث شته چې زمونږ شعار "زمونږ
سولييزتوب له مرميو پياوړی دی"؛ سم نه و، بلکه سمه خبره دا ده، چې سلميتنا
ليست أقوى من الرصاص، "سولييزتوب مو له مرميو پياوړی نه دی".
په مصر کې حالات له نورې نړۍ مختلف
دي، هلته داسې ازادي نه شته چې ګنې که پر يوه ګوند بنديز ولګېږي نو په ورته
ارمانونو به بل ګوند راميدان ته شي، يعنې د ترکيې تجربه هلته نه شي عملي کېدای.
په مصر کې يوه مطلقه واکمني ده چې د
مصر وابسته پوځ يې مشري کوي. په دغسې يوه منتج شوي تړلي حالت کې منتقدين د ازادۍ
او عدالت ګوند تېر سياستونه نقدوي او وايي چې هغوی بايد په خپله واکمنۍ کې انقلابي
تغيرات رامنځته کړي وای، خصوصاً په پوځ او قضا کې داسې تغيرات مطلوب وو چې په
پايله کې يې عسکر او قضا په ملکي واکمنيو کې بې غرضه پاتې وای. د مصر انقلابي
مظاهرې له مدني حالت نه جلا وې، دا يو ولسي پاڅون و او بايد د يوه انقلاب شرايط او
پايلې پرې منتج شوې وای دا بايد يو بشپړ تحول پيلامه وای، دغه تجربه په ايران کې
عملي شوې وه، خميني د شاه د وخت بنسټونه په بنسټيز ډول تغير کړل، دا چې هغه تغير
په کيفيتي لحاظ څنګه و؟ دا جلا بحث دی.
دا مهال نه له داخل نه د نظام اصلاح
ممکن ده او نه خو اخوان له اشغال پرته له خپل دولت سره وسله وال تقابل کوي، د مصر
اقتصادي او امنيتي حالات سم لوري ته نه دي روان، د دې او نورو ازاديو په بحران کې
به اخوان خپله لاره وباسي او دا بند شوی مصري ملت به خپل مسير ټاکي، ان شأالله.
لیکوال او تحلیلګر
وحیدالله مصلح د ننګرهار ولایت، روداتو ولسوالۍ اصلي اوسیدونکی او اوسمهال په کابل کې مېشت دی. نوموړی له ننګرهار طب پوهنځي څخه په ۱۳۸۴ ل کال کې فارغ شوی دی.