• مجموعي کتنې: 144695

ملي واکمنۍ او اسلامپالي!

396 لوستونکي   کلونه وړاندې 2

ملي واکمنۍ او اسلامپالي!

وحيدالله مصلح

د وطن او سيمې مينه فطري ده، له فطرت سره شخړه د خپل ذهن شکنجه ده او پاى د فزيکي او معنوې شتون معدومېدل دي.

د نننۍ نړۍ زمکنى واقعيت دا دى چې دا مهال جلا جلا هېوادونه دي، پولې دي او ملتونه دي، دا سمه ده چې د ملتونو تر منځ دا پولې د طبيعي وېش پر ځاى د انګليس او نورو استعمارونو کرښې دي، خو د زمکنيو واقعيتونو په توګه ملي شناختونه نه شي ګوښې کېدلى، پر دې شناختونو ډېر فزيکي او معنوي مسايل مرتب دي او له دې سلسلې هيڅ تبعه ځان نه شي ويستلى.

د همدې ملي واکمنيو National States په زمکنيو واقعيتونو کې ننني اسلامي حرکتونه مبارزې کوي، د اسلامي هېوادونو اسلامي حرکتونه له نظرياتي شراکتونو سره، سره د خپلو هېوادونو د ګټو ملي داعيې لري، او واقعيت دا دى چې د اسلامي هېوادونو د ملي مبارزو ثقل دا مهال اسلامي حرکتونو سره دى، دا که د هېوادونو د ازاديو قضيې وي او که د هېوادونو د ابادۍ او پرمختګ...

ډېرى ملتپالي خو په اوسني عصر کې د هېوادونو د ازاديو په قضيو کې ګډ وډ شوي دي، اکثره يې دا مهال ازادۍ ته قايل نه دي او د اقتصادي، سياسي او نظامي وابسته ګيو او شراکتونو په لفاظيو کې د ازادۍ قضيې پټوي. دا خو د ملتونو د ازاديو، حقونو او سياسي ونډو لپاره له تونس نه تر المغربه او له مصر نه تر ترکيې، اردن او هر بل هېواده د اسلامي حرکتونو مبارزې د پېړۍ تجربې دي. زموږ په هېواد کې د شوروي او وارداتي سوسيالېرم په وړاندې په نظرياتي مجال او د خپلواکۍ مبارزو کې اسلامپالو محوري او اصلي نقش درلود، د سوسياليستي نظريې په وړاندې ملتپالي په يوه منفعل غبرګون او مړڅپندې مرحلې کې ولاړ وو، دوى اصلاً د نظريو په ټکر کې لورى نه و او د وارداتي سوسيالېزم په وړاندې د ملتپالو جبهې ګنګس ذهنيت او بې لوري خاصيت درلود.  که د افغانستان د ازاديو په ملي مبارزو کې د دين او دينپالو نقش راوسپړل شي نو په دا لنډو دوه پېړيو کې د هر تيري په مقابل کې د غزاګانو محازونه د ديني رموزو پر خواريو او مرجعيت ګټل شوي دي.

د اسلامي تمدن په تاريخي دورو کې که څه هم تر راشده خلافت وروسته د عباسي، اموي او عثماني خلافتونو، او ورسره په څنګ کې د خورازمشاهانو، غزنويانو، غوريانو سوريانو او ابداليانو سلطنتونه هم وو، خو دې ټولو موازي واکمنيو د قومي هويتونو پر ځاى فرهنګي او تمدني شناختونه درلودل. که د نننيو اسلامي هېوادونو ملتونه په خپل تاريخ کې د وياړ څه لري نو هغه د همدې تمدني حوزو په لوى علمي، فرهنګي او پراختيا غوښتونکي تراث کې پروت دى، د دې لويو مرجعيتونو په غورځېدو سره د مسلمانانو د عروج او پرمختګ مجالونه وتړل شول او د دوى د بخت ستوري ټول دانه دانه راوغورځېدل، دا دانې دانې غورځېدلي ستوري ملى واکمنۍ وې چې واکمنان يې له خپلو ملتونو سره په شخړه دي او په سکولار اجنډا له خپلو ملتونو بېګانه روان دي، دوى په تېره يوه نيمه پېړۍ کې له خپلمنځي شخوشولانګو، تجزياتي سير، د نړۍ په سيالۍ کې مانده توب، او مادى او معنوي فقر نه پرته هيڅ ونه درلودل.

اسلامپالي به په ملي واکمنيو کې د سياسي او هر اړخيزې مبارزې برخه وي او دوى به مردانه واره نظرياتي کشمکشونه کوي تر هغې چې د واکمنيو خاصيت تمدني ګډون ته وباسي، اسلامي هېوادونه په خپلو منځونو کې د شراکت لپاره ډېر مجالونه لري، که اروپايي هېوادونه په اروپايي ټولنې کې راټولېداى شي؛ اسلامي هېوادونه هم د ګډون فورمونه رامنځته کولاى شي، د دې ګډون يوه لويه مشروع د اسلامي هېوادونو اقتصادي فورم د ايجاد لپاره د مرحوم استاد نجم الدين اربکان طرحه وه، خو پر هغه سکولارېستانو کودتا وکړه او هغه فورم نيمګړى پاتى شو.