• مجموعي کتنې: 144732

فلسطين او اسلامي نړۍ؛ ګوښې حکومتونه او څښتن ملتونه!

193 لوستونکي   کلونه وړاندې 2

فلسطين او اسلامي نړۍ؛ ګوښې حکومتونه او څښتن ملتونه!

که د فلسطين په اړه د حکومتونو اړيکې د اس-رائيل او غرب له کانالونو فلټر کېږي، خو د ملتونو او ديني ادرسونو خبره جلا ده، دا په لسيزو غصب شوي ملتونه او دا په حدونو کې ساتل شوي ديني مراجع بيا هم د فلسطين د قضيې څښتنان دي.

سره له دې چې د ازهر قيادت په وطنيو پېښو کې د پوځيانو د کودتا او استبداد ملاتړى پاتى شوى خو چې د غزې او فلسطينيانو بهادرۍ او غزاګانو ته په ډکه خوله دعا کوي او پرې وياړي؛ همدا د اقصى معنوي اړيکه او څښتنواله ده.

د ازهر امام شيخ احمد  الطيب پر اسرائيل د ح-ماس د وروستيو بريدونو په اړه غبرګون يو ډېر مناسب او له مفاهيمو، عواطفو او انګېزو ډک غبرګون و، هغه وويل:

موږ د فلسطين د وياړلي ولس زړونو او لاسونو ته متوسل کېږو، چې پر ځان اعتماد يې موږ کې راژوندی کړ، روحيه يې راکړه، او ژوند يې پر داسې مهال راکړ چې فکر مو کاوه بيا به هيڅکله نه راګرځي. شيخ الطيب د نړۍ د تعامل په اړه وايي: دغه اشغال د بشريت او نړيوالې ټولنې پر تندي تور داغ دی؛ کله چې قضيه د فلسطين وي دوی په کې دوګونې معيارونه پلی کوي.

د الازهر پر ټوېټر/اېکس غبرګون دغسې و:

خاموشې نړۍ ته د بې ګناه فلسطينيانو د قربانيو تسليت وايو، د دې سرفرازه ولس استقامت ته سلام کوو، له الله ج غواړو چې د صهيونېسټانو د ظلم، د هغوی د ترهګرۍ او د نړيوالې ټولنې د شرمېدلي سکوت په وړاندې يې پياوړي کړي.

د عمان شاهي دولت مفتي الشيخ أحمد بن حمد الخليلي بيا پر خپل ټوېټر/اېکس ليکلي وو: خدای دې د غاصب اشغالګر دښمن په مقابل کې د فلسطین مېړني مقاومت ته بریا ورکړي.

د مسلمانو علماو نړيوال اتحاد، سوډان اسلامي حرکت او نورو ډېرو علمي او حرکي جهتونو له لورې د يووالي، همدلۍ او غمشريکۍ پيغامونه خپاره شول.

دا پيغامونه د  فلسطين له قضيې سره د مسلمانانو د ديني مراجعو وصل هم ښايي او مسلمانانو ته هم ورزده کوي چې فلسطين د مسلمانانو خپله قضيه ده.

بند ملتونه او ازاد موقفونه!

بله مهمه خبره د ملتونو د ارزښتونو خبره ده، ځېنې ارزښتونه په هر ملت پورې ځانګړي وي، هغوی په کې تنها خوښېږي او يا ورته ساندې وايي، خو ځېنې بيا داسې دي چې د ملتونو ګډ ارزښتونه دي، دا ارزښتونه د انګليس په توږل شويو پولو، شناختونو/هويتونو او په دې حدونو کې ايسارو حالتونو کې بند نه پاتېږي، ريښې يې په زمکه او ځېلۍ له دېوالونو اوړي ګاونډ ته ځي او منطقه کې خپرېږي، همدا د ملتونو کوشېر دی او همدا د امت د تصور ريښه ده.

تاسو اجتماعي رسنۍ وګورئ، د ټولو ملتونو قاطع اکثريت د اقصی او فلسطين په قضيه کې د فلسطينيانو په ننګه ليکنې کوي، خواخوږي کوي، د ازادي غوښتونکو پر بري يې سترګې يې يخېږي، او د غاصبو اشغالګرو پر ماتې خوښېږي او پر غصب او ظلمونو يې زړونه دردېږي، دا څه دي؟ دا کومه اړيکه ده؟

بس دا د مسلمانو وګړو خپل احساسات دي چې په خپله رغبت او ازادۍ يې وايي او ليکي، دا احساسات او عواطف د زر او زور زېږنده نه ده، دا هر څه په يوه اسلامي تمدني اړيکه کې رامنځته کېږي، دا هر څه د ديني قضیې په خپلولۍ او څښتنوالۍ کې کېږي، دا هغه څه دي چې سکولار او چپي جريانونه يې د ماديت او د نظريو په سخت ممارست او تمرين کې هم نه شي کولای.

کله چې د ملتونو په منځ کې فلسطين شته او کله چې د اقصى نسټالژي شته، دا يعنې دغه مسلمان ملتونه خپلوان دي او په دې ملتونو کې د امت تصور فکري او نظرياتي خټه لري، او د لمدې خټې لږې اوبه دارو وي.

د هېوادونو اعلاميې!

افغانستان، قطر، لبنان، عراق، ايران، کويټ، الجزاير او يو شمېر نورو هېوادونو له خپلو ملي او اسلامي ارزښتونو سره سم پياوړي موقفونه ونيول او د فلسطيني ملت په ننګه يې د اس-رائيلو وحشتونه او ترهګري وغندله. مصر، امارات او سعودي د تل په څېر پڅ او بې خاصيته موقفونه ونيول دوی تل په دغسې ازادي غوښتونکو مبارزو کې ډېرې خسته کنې، سولېدلې او د شرم او ذلت نه ډکې اعلاميې ورکوي.

ملګرو ملتونو، اروپايي ټولنې، ناټو، المان، فرانسې، ايټاليا، هالنډ، يونان، په مجموع کې ټول غرب او اروپا او دا زمونږ په منطقه کې هندوستان د اس-رائيل سره په ډېر صراحت درېدلي، دوی له يوې خوا فلسطيني ازادي غوښتونکي خپلو غصب شويو خاورو ته په ننوتلو غندي، او له بلې خوا بيا په غزه کې پر ملکي وګړو د اس-رائيل پر وحشيانه او دولتي ترهګريزو بريدونو چوپه خوله دي، دا موقفونه ارزښتي منظر لري، دا منظر په لويه کې د ارزښتونو ګډ ملت تشکيلوي.