• مجموعي کتنې: 100914

د غزې بريدونه؛ سولېدلي سوالونه، ژوندي وضاحتونه!

219 لوستونکي   7 میاشتې وړاندې

د غزې بريدونه؛ سولېدلي سوالونه، ژوندي وضاحتونه!

په غزه او مجموع کې په فلسطين کې دوه جهتونه دي، يو فلسطيني ملت دى او بل له ټولې نړۍ را ټول شوي ص-هيونېسټان/اس-رائيليان دي، په بله معنى يو د فلسطين ملت دى او بل د فلسطين اشغالګران دي. دا دوه خوا په خوا ګاونډي هېوادونه او دولتونه نه دي. 

کله چې موږ د فلسطين او اس-رائيل د حالت خبره کوو له همدې پيل نه بايد د وطن د مالک او اشغالګر تصوير واضح وي که نه د فلسطين د قضيې په تحليل کې خطا کېږو.

ح-ماس ولې بريد وکړ؟

دا بله ورځ که د ح-ماس غازيانو د اشغال دېوالونه وڅيرل او د زمکې، هوا او سمندر له لارې لسګونه کيلومتره اخوا د اشغال پر سينه وختل نو دوى کوم اشغالګر ځواک نه و، دوى د خپلې غصب شوې خاورې په طول کې تلل، دا د اسلامي لارښوونو، ملي عرف او ملګرو ملتونو د منشور سره سم کار و، فلسطينيان حق لري چې د خپلې غصب شوې خاورې د ترلاسه کولو داعيه ولري او د دې داعيې لپاره جنګ مجبوريت هم دى او مسئوليت هم.

واقعيت دا دى چې اشغال هيڅکله په زاريو، مدني چېغو، بې زوره ډيپلوماسۍ او د نړيوال استکبار (وګړيز امپريالېزم او سوسيال امپريالېزم) په منځګړتوب نه ووځي، استعمار او اشغال يوازې د سوټي په زور ووځي، دا نورې ولسي مبارزې او استعمار ضد غير وسله وال مزاحمتونه د سوټي د زور پوټانشيل پياوړى کوي، که نه په ځانله ځان هيڅ هم نه دى.

جګړه او د ځواک تساوي!

د نړۍ په هيڅ تاريخي سند کې دا نه شته چې جنګونه دې د ځواک او تياري په مساويتوب کې ترسره شوي او ګټل شوي وي، دا هيڅکله د جنګونو حياتي شرط نه دى، د خپل حق لپاره رزمېدل د قوت تساوي ته انتظار نه غواړي دا حاده موضوع ده او په خپلو ظرفيتونو جګړه او مبارزه غواړي.

که په نننۍ نړۍ کې څوک د لويو قدرتونو له اشغال سره په دې پلمه د ازادۍ جګړه نه کوي چې ګنې لومړى مو بايد ځواک ورسره د سيالۍ شي؛ دا د ذهني ماتې او  بې وزلۍ حد دى، دا سيالي او د قوت توازن اصلاً ممکن نه ده، د غرب له نظامي ټکنالوژۍ سره زموږ د سيالۍ منډه ډېره مانده ده، هغوى له موږ نه لږ تر لږه درې پېړۍ مخکې دي، په دې بهانه به اشغال شوي هېوادونه هېڅکله خپلواک نه شي او دوى به هيڅکله د ازادۍ خوب/وېژن ونه لري.

د ازادۍ کلاسيکه لار!

د ازادۍ لار همغه کلاسيکه لار ده، د زور په مقابل کې زور، دا نن چې کوم وګړي د ح-ماس دغه جګړه په دې غندي چې ګنې نامتوازنه ده او په مقابل کې يې فلسطيني ملت وژل کېږي؛ دا دوه ډوله وګړي دي؛ يو يې په ارزښتي ډول د غرب سېسټمونه له ټولو اخلاقي او فرهنګې ماهيتونو سره منلي، دوى ذهني شکست خوړلى او د غرب تمدني ټکر په وړاندې درېدل د تمدن ضد کار بولي. بل ډول يې خوشباوره مسلمانان او يا د سعودي د آل سعود کورنۍ دعوتګران دي، دا لومړۍ طبقه په خوشباورۍ کې ده او ريښتيا هم د فلسطيني ملت پر احتمالي سختيو او وژنو خفه کېږي، خو خوشباوري يې سمه نه ده، او دا دويمه فرعي ډله بيا د ايران ملاتړ پلمه کوي او د مقاومت ټول منطق په فرقه وارانه تعبيرونو کې تحليلوي، دوى د سعودي دوه ګونى تعامل او له اسرائيلو سره يې د اړيکو عادي کولو پروسه بېخي له پامه غورځوي، دوى په عناد کې روان دي. 

د ازادۍ قېمت!

واقعيت دا دى چې ازادي قېمت غواړي، ازادي د نفسونو او مالونو په بيه لاسته راځي، د ازادۍ په ترلاسه کولو کې کورونه ړنګېږي، باغونه سوځېږي او کرنې تباه کېږي، خو دا ټول د استعمار تباهۍ دي. دا قيمت ح-ماس محاسبه کړى دى، د فلسطيني زمکو د ترلاسه کولو داعيه د فلسطين د ازادۍ غوښتنې مبارزې جوهر دى، له اشغال شويو فلسطيني سيمو پرته په غزه، رام الله، باختر کرانه او نورو سره جلا شويو او لېرو پرتو تړانګو او ټوټو کې نه خو فلسطيني دولت ممکن دى او نه خو د واحد فلسطين داعيه دغسې ګنجۍ او ټاپو، ټاپو ممکن ده.

د دې فلسطيني داعيې د بري لپاره به غزه هم ړنګېږي او نورې تړانګې هم خو فلسطين به تر لاسه کېږي، دا هغه بيعه ده چې اشغال يې پر فلسطينيانو پرې کوي، د فلسطيني داعيې لپاره دا قېمت د سولې د ورځو بيه نه ده دا د جنګ د نامتوازنې بڼې جبر دى.

سوله او اشغال!

که د فلسطين قضيه د سولې په خبرو حل کېدلاى نو په تېره پېړۍ کې به د فتح ګوند په سياسي معاملو کې حل شوې واى، د کمپ ډېوېډ او شرم الشيخ معاهدې او په دې معاهدو کې د دوه دولتونو تصور اوس هم شته، په رام الله کې دا اوس هم د فلسطيني او اسرائيلي دوه دولتونو لپاره پابنده اداره شته خو اسرائيل هيڅکله دوى سره پر ژمنو وفا ونه کړه، او دا جفا يې له هغې زمانې روانه ده چې ح-ماس او د ح-ماس قيامونه په کې نه وو.

اسرائيل د سولې هر پړاو کې د فلسطينيانو د ازادۍ وسله واله مبارزه بې اعتباره کړې، جنګيالي يې ستړي کړي او پاى يې د ازادۍ پخواني نامي بلندويان د اسرائيل په حمايوي محاصره کې رام الله ته راټول کړي، د فقيد ياسر عرفات د ژوند وروستي وختونه په همدې ناسم مسير کې د افسوس او زړه سوي ډک وو. محمود عباس او د فتح نور مشرتابه هم په عين لار کې ستومانه او بې خاصيته پاتې دي.

يوازې دا نه بلکه اسرائيل د سولې پروسې دومره په پېچلتياو اوږدې کړي چې په اوږدو کې يې د فلسطين پاتې زمکه يوه ټوټه نه ده پرېښې، دا پاتې لږه فلسطيني زمکه يې هم يو له بله داسې شکولې چې په منځ منځ کې يې اس-رائيل يهودي ښارګوټي جوړ کړي، دغه تړانګې يو له بل سره د وصل نېغه لار نه لري، يا به د زمکې لاندې پاټلۍ او يا هوايي پلونه جوړوي.

فلسطين په دغسې اشغالي انجام کې ټوټه ټوټه شوى دى، په دې ټوله عملي شوې سناريو کې ح-ماس را جيګېږي او په خپلو اشغال شويو سيمو کې د اشغالګرانو ګرېوان ته لاس اچوي، په لسګونو کلونو کې لومړى ځل اس-رائيل له دغسې وژنکو بريدونو سره مخ کېږي، په زرګونو اشغالګران وژل کېږي، ودانۍ يې ړنګېږي، او ټول امنيتي او نظامي رعب يې خاورې کېږي او دا ټول په يوې نامتوازنې او نامتعارفې سيالۍ کې کېږي، دا نو د فلسطين د ازادۍ په لار کې د پېړۍ لاسته راوړنه ده. 

د فلسطين زمکې د ح-ماس او اسلامپالو په وخت کې نه بلکه له اسرائ-يلو سره د تفاهم پلوو قوتونو د تعامل په مرحلو کې اشغال شوي دي. تاريخي سندونه ټول همدا زباتوي. اس-رائيل اکثره عمده قتل عامونه هم د فتح ګوند د واکمنۍ په زمانه کې کړي دي.