وحيدالله مصلح
واقعيت دا دی چې په عربي منطقه او
په ځانګړي ډول د فلسطين ګردچاپېره د غرب د لاسپوڅو ديکتاتورۍ تپل شوې دي، دا تپل
شوې واکمنۍ پخوا د امپريالېستي غرب او سوسياليستي شرق تر منځ د زور په توازن کې
ويشل شوې وې، کله چې شوروي اتحاد ړنګ شو نو د سوسياليستي بلاک تړلو ديکتاتورانو يا
تسليمي او روغه جوړه غوره کړه او يا يې څپېړو ته مخونه ونيول. خو د غرب تپل شوي
ديکتاتوران تر اوسه په واک کې دي او دوی د خپلو ملتونو پر ارمانونو او ارزښتونو
پراته د غرب نيابتي بدمعاشان دي، په سټراټيژيک ډول به غرب هيڅکله دا ونه زغمي چې
په سيمه کې دې د ملتونو په خوښه زعيمان واک ته راشي، اسلامپالي د همدې سټراټيژيک
برخورد قربانيان دي، دوی که په ټاکنو کې بريالي هم شي؛ واک ته يې نه پرېږدي، محمد
مرسي او استاد راشد الغنوشي يې د همدې لنډ عربي بهار او ارواښاد استاد نجم الدين
اربکان او د الجزاير د اسلامپالو ټاکنې يې پخوانۍ بېلګې دي.
واقعيت هم دا دی چې که د اسرائيل
په ګاونډ کې د اسلامپالو واکمني رامنځته شي نو بيا به په سيمه کې د غربي تمدن دا
ټومبلې نښه او وارده شوې صهيوني کتلې بېرته په خپلو ځالو سپارل کېږي، د فلسطين
قضيه به بيا خپل څښتن مومي او دا قضيه به په دا دومره له شرف او عزت نه خالي عربي
چارواکو کې د اسرائيل او غرب جنوسايډ او جغرافيوي محوې سره نه مخ کېږي، دوی به
بيا خپلې زمکې خپلوي او د تاريخ دغو دروغجنو اشغالګرانو ته به بېرته د شرقي اروپا
لارې ورښايي.
د عربي چارواکي لاسپوڅتوب!
د اکتوبر په ۲۷ مه ډينېس روز Dennis Ross نيويارک
ټايمز ته د حماس او اسرائیل د روانې شخړې په اړه ليکنه کړې وه، ډېنېس روز په
منځني ختيځ کې د امريکا پخوانی استازی پاتې شوی، هغه په خپله مقاله کې د فلسطين د
قضيې په اړه د عرب مشرانو پټې ارادې په څرګندو ټکو ليکي:
يوازې اسرائيل په دې باور نه دی چې
حماس ته بايد شکست ورکول شي. په تېرو دوو اوونیو کې چې ما په ټوله سیمه کې له هغو
عربو چارواکو سره خبرې وکړې چې له ډېر پخوا يې پېژنم، هر یوه راته وویل چې حماس
باید په غزه کې تباه شي. دوی ويل چې که حماس ګټونکي شي، نو دا به د دې ډلې د مق-اومت
نظریه تصديق کړي، ایران او همکارانو ته به يې نفوذ او ځواک ورکړي او خپل حکومتونه
به په دفاعي حالت کې وساتي.
خو دوی (عرب چارواکو) دا په شخصي
توګه راته وویل. د دوی عامه دریځ خورا توپیر لري. یوازې یو څو عربي هیوادونو په
ښکاره توګه په اسرائیلو کې د حماس په واسطه د 1400 څخه د زیاتو خلکو وژنه غندلې
ده، ولې؟ ځکه، چې عرب مشران پوهېږي چې څنګه اسرائیل غچ پيل کړي نو د فلسطینیانو
تلفات او کړاوونه ډیریږي، بيا به نو د دوی خپل اتباع سخت ټکان وخوري او دوی مجبور
دي چې لږترلږه د اعلاميې په کچه له فلسطینیانو سره ودریږي.
مأخذ:
https://www.nytimes.com/2023/10/27/opinion/hamas-war-gaza-israel.html
لیکوال او تحلیلګر
وحیدالله مصلح د ننګرهار ولایت، روداتو ولسوالۍ اصلي اوسیدونکی او اوسمهال په کابل کې مېشت دی. نوموړی له ننګرهار طب پوهنځي څخه په ۱۳۸۴ ل کال کې فارغ شوی دی.