وحيدالله مصلح
له بده مرغه د خدايي خدمتګارو او باچاخان مرحوم د ځوانې مبارزې تر مرحلې
وروسته ملايان او قامي تحريک په يوه لاره سره سيخ نه شول، په دې کې د دواړو غاړو
خپلې پړې دي، يوه غاړه د ترقي پسنده چپي غورځنګ په څپو کې داسې هوايي شول چې پر
زمکه يې د خپل ولس له ديني اصالت سره د وصل کړۍ وشکېدلې او بله غاړه څه د همدې چپي
افکارو په غبرګون او څه د نوي زيزېدلي ملک په تبليغاتي او نوي راټوکېدلي هويت کې د
خپل قامي هويت پر ضد ودرېدل، په منځ کې د تعليم، اقتصاد او اجتماعي محورونو
تفاوتونو هم دا واټنونه اوږده کړل.
خانزېب مولانا او د باور نيمګړې هڅه!
خانزېب مولانا لکه د زرګونو نورو پښتنو؛ نامعلومه خو معلومه وسله والو شهيد
کړ، هغه يو عالم شخص و، هغه په خپله لنډه څو کلنه سياسي سيالۍ کې هڅه وکړه چې نېشنليانو
ته هغه باور راستون کړي کوم چې هغوی په تېرو ګڼو لسیزو کې په لوی چپي لاس باېللی
و، ښايي خانزېب مولانا به په يوه نسټالژي کې د قامي تحريک خدايي خدمتګاره تنده
ماتوله خو واقعيت دا دی چې هغه په يو نا سم ځای کې سم سړی و، د خانزېب مولانا
لپاره د يوه تعريف شوي، توږل شوي او حتی په استخباراتي لوبو کې راښکېل تنظيم پر
ځای يو ولسي قامي مقام په کار و، که نن باچاخان ژوندی وای او هغه ځوان وای نو
خانزېب به په کې د مخفي، عبدالعزيز او تاج محمد په شان نامتو ملا وای، خو نن نېشنل
ګوند په هغه مقام کې نه دی او خانزېب مولانا د ساده باده پښتنو په ماحول کې همداسې
يوې پارټۍ ته د باور ورکولو هڅه وکړه چې د ترقي پسنده چپي نظريې په رنګ يې بل رنګ
نه ورخېژي، هغوی د ملا سيوری په کاڼو ولي او هغوی د دين محوريت ته په کږو سترګو
ګوري، نو ځکه خو د يو معتقد خانزېب ملا غږ په هوا کې غېبېده.
قامي تحريک او قامي ارزښتونه!
په پښتانه ماحول کې د ولس او دين
رشته ډېره ژوره ده، که څوک هم په پښتون قام کې مبارزه کوي نو هغه به خپله دعوه د
قام او د قام د ارزښتونو پر امتزاج جوړوي، په دې ارزښتونو کې اسلام او اسلامي
شعاير د ولس د باور او تقدس محورونه دي. دا مهال چې د منظور پښتين حرکت په کومه
ولسي لاره ګامونه اخلي انتخاب يې مناسب دی، کله چې ګورئ د پښتين له منزلونو يو
شمېر ستړي ستنېږي او چې ډېری دا ستړي ګورې نو د نظر ديد به يې د نيو مارکسېزم له
عينکو نړۍ ګوري، او چې په همدې نېشنل ميراثي ګوند کې څومره وګړي پښتين او پرلتونه
يې ښکنځي نو ډېری به يې د چپ خط کنځلماران وي. له همدې امله پښتين ته د نېشنليانو،
ملايانو او ديني اړيکې يوه بې پرې او علمي څېړنه په کار ده، هغه بايد د دې څېړنې
درسونه خپلې مخې ته کېږدي، هسې نه چې د نوموړي قامي تحريک هم لکه د خدايي خدمتګارو
اختطاف شي او خوم يې بيا داسې نشې او خمار ويشي چې بيداري يې بيا بل منظور پښتين
ته په لسيزو انتظار پاتې شي. پښتين بايد د قام ملايان له ځان سره جوړه وساتي هغه
بايد تر پايه دا ړيکه توده وساتي او دا ياري ترې بايد په هيڅ مقام ړنګه بنګه نه
شي.
د پخوانيو ارګ مېشتو چپي مرثيه!
د خانزېب مولانا په شهادت سره زموږ د وطن پخواني ارګ ميشتي هم په توده ژبه
غږېږي، هغوی تاريخ په خپلو روايتونو کې راسپړي او د معاصر تاريخ د قتلونو اصلي
صفحې په تياره خوا کې تاريکې ساتي خو د خپلې مقابلې غاړې قتلونو ته يې سره قلمونه
په توش او درشت خط بوخت کړي.
سمه ده چې په پېښور کې ډاکټر لودين، پوهاند مجروح، جنرال کټوازي او ولي خان
کړوخېل دغسې نامعلومه وسله والو ترور کړل، خو له دې نيو مارکسېستانو پوښتنه په کار
ده چې دا شخصيتونه چا له وطن نه فرار ته اړ کړل؟ له دوی پوښتنه په کار ده چې که
دوی پر وطن پاتې وای ايا دوی به د خلقي او پرچمي واکمنو له خوا لکه د لسګونو زره
افغانانو پر صحرايي مرګونو نه وای محکوم شوي؟ ايا نوموړي به د ستر عالم محمد موسی
شفيق په څېر پر شکنجو او وحشي اعدام نه وای محکوم شوی؟ له دوی پوښتنه په کار ده چې
يوازې د کابل پوهنتون څخه دا لاندې پوهان د دوی په واکمنيو کې ولې ووژل شول؟:
د ژبو او ادبياتو پوهنځي استادان:
استاد زمریالی ناصری، استاد محمد علم نورستانی، استاد امیر محمد یار، استاد
خان آبادی، استاد زکریا، استاد علی حیدر لهیب، استاد عبدالرزاق، استاد خانبار او
لسګونه نور استادان
د شرعياتو پوهنځي استادان:
استاد غلام محمد نیازی، استاد وفیع الله سمیعي، استاد حبیب الرحمن، استاد ایاز
الله مخور، استاد غلام فاروق، استاد نصیر احمد او لسګونه نور استادان.
د اجتماعي علومو پوهنځي استادان:
استاد غلام غوث شجاعی، استاد دوست محمد کامکار، استاد عبدالسلام او لسګونه
نور استادان.
د حقوقو او سياسي علومو استادان:
استاد محمد عارف، استاد نجیب الله او لسګونه نور استادان
د طب پوهنځي استادان:
استاد عبدالفتاح همراه، استاد صادق علي ياري، استاد عبدالعظیم مجددي، استاد
محمد هاشم مهربان، استاد علي جاغوري، استاد عبدالغفار، استاد عبدالظاهر رزبان،
استاد سید کاظم دادگر، استاد عبدالاحد او لسګونه نور استادان.
د انجنيرۍ پوهنځي استادان:
استاد محمد حسن، استاد محمد صدیق، استاد محمد محسن، استاد عبدالکریم، استاد
عبدالکریم ابراهیم خیل، استاد کريم، استاد محمد جان خوشدل، استاد زمری صديق د
پوليتخنيک استاد، او لسګونه نور استادان.
همدارنګه استاد عبدالغفور سلطاني د سيما ثمر مېړه له ساينس پوهځي څخه،
استاد فضل احمد احراري له فارمسي پوهنځي څخه او استاد عزیزالله له اقتصاد پوهنځي
څخه د خلقي حکومت له خوا اعدام شول.
دا رنګه په ننګرهار پوهنتون کې هم ګڼ شمېر استادان او محصلين ترې تم شول،
په دوی کې يو مشهور استاد محمد يونس اکبري نومېده، هغه په فزيک کې دکتورا درلوده
او شعله يي و، هغه يې هم بېرحمانه اعدام کړ.
نو په دغسې يوه علم دښمنه چپي واکمنۍ کې د دې استادانو تر اعدام وروسته د
نورو استادانو د فرار او قتل لوی عامل په خپل همدغه نيومارکسېستان دي چې د پرونيو
زړو او محافظه کارو مارکسېستانو نوې غځېدلې زېلۍ ده.
د قام او ارزښتونو توازن!
واقعيت دا دی چې پر پښتانه وطن چې د کومې رشتې کمى دى هغه د حجرې او جومات
اړيکه او تناوونه دي، دا تناوونه د خدايي خدمتګارو په مرحله کې لنډ وو هلته مولانا
فضل محمود مخفي، مولوي عبدالعزيز، مولوي فضل ربي، مولوي تاج محمد او ډېر داسې پياوړي
ملايان له باچاخان مرحوم سره ملګري وو خو وروسته بيا د ډېرو عواملو له امله جومات
او ملي عنصرونه سره ډېر جوړ پاتې نه شول.
سره له دې چې خانزېب مولانا د حجرې
او جومات د جوړې لپاره سم ځای نه و ټاکلی خو بيا هم پر مولانا خانزېب ډزې د دغسې
يوې جوړې او دې رشتې د قتل هڅې دي، په دې هڅه کې د قام او ملا رشته په نښه شوې ده،
که ملا او قامي دعوه مشترکه شوه نو بيا قامي دعوه او سياست مشروعيت مومي، باور
مومي او ارزښتي منښته يې ولسي کېږي، او دا هر څه د دې سيمې سټراټيژيک عمق نه شي
تحمل کولاى، له همدې امله د خانزېب مولانا شهادت د يوې ارزښتي قضيې له بېخه ړنګول
دي، په دې هيله چې د پښتانه وطن سياسي جريانونه د قامي ارزښتونو دا کجاوه غورځېدو
ته پرېنږدي او د ولسي ارزښتونو دغسې ميداني کرکټرونو توريث ته لومړيتوب ورکړي.
په هر صورت د دې سپين بحث په پای کې دا درس ډېر مهم دی چې زموږ لر او بر
قام خپله ملي داعيه پر خپلو ارزښتونو سنباله کړي، اسلام زموږ د ارزښتونو محور دی
او قام د دې محور پالونکی، که څوک هم د دې دواړو په توازن کې کږېږي نو کوږ بار يې
تر ثريا نه رسېږي.
لیکوال او تحلیلګر
وحیدالله مصلح د ننګرهار ولایت، روداتو ولسوالۍ اصلي اوسیدونکی او اوسمهال په کابل کې مېشت دی. نوموړی له ننګرهار طب پوهنځي څخه په ۱۳۸۴ ل کال کې فارغ شوی دی.