• مجموعي کتنې: 110613

وروستی فير به حماس کوي!

279 لوستونکي   کلونه وړاندې 4

وروستی فير به حماس کوي!

ډاکټر وحیدالله مصلح

 د امریکا ولسمشر بوش د حماس راکټونه تره ګریز بولي خو د اسرایلي جنایتونو په اړه وایي چې اسرایل له ځانه د دفاع حق لري، دا اوس یې یو ځل بیا په امنیت شورا کې د اوربند په اړه پریکړه لیک له ویټو سره مخ کړ،  د منځني ختیز لپاره د امریکا دغې دومخیزې پالیسۍ په اسلامي وجود کې د اسرایلو سرطان ته بې سارې وده ورکړې

د تېرې اونۍ له پېله چې اسرایلو د غزې یونیم میلیون وګړو د نابودۍ جګړه پیل کړې، تر دې دمه یې ویجاړونې او زیانونه جبرانوونکي نه دي، د اتمې ورځې تر پایه يې د شهیدانو شمېر له ۴۵۰ ډیر او ټپیان یې له ۲۴۰۰ اووښتي دي، په داسې حال کې چې غزه د جنګي جنایتونو تر څنګ د اقتصادي تنګیو او بوږنونوشاهده ده،  د اسرایلو بهرنیو چارو وزیره زیبي لیبني د فرانسې جمهور ریس سره د کتنې په پای کې وویل چې  غزه د انساني فاجعې سره مخ نه ده.
روانه بمباري  اصلاً د سیمې لپاره د اسرایلو د ستراتیژۍ برخه ده او په ډیرې ځیرکۍ  یې د عملي کولو تابیا نیولې ده، د غزې یو نیم میلیون وګړې ددې ستراتیژۍ لپاره د قربانۍ خام مواد دي.  په سیمه کې د ملګرو ملتونو یو فعال په نیویارک کې ویدیويي کانفرانس ته وویل چې مېندې او پلرونه د خپلو کوچنیانو ډاډیېنې لپاره ورته وایي چې دا خو زمونږ ودونه دي چې دومره طیارې ګرځي راګرځي.
د امریکا ولسمشر بوش د حماس راکټونه تره ګریز بولي خو د اسرایلي جنایتونو په اړه وایي چې اسرایل له ځانه د دفاع حق لري، دا اوس یې یو ځل بیا په امنیت شورا کې د اوربند په اړه پریکړه لیک له ویټو سره مخ کړ،  د منځني ختیز لپاره د امریکا دغې دومخیزې او منافقې پالیسۍ په اسلامي وجود کې د اسرایلو سرطان ته بې سارې وده ورکړې.

زمکنی برید پیل شو!
د غزې تړانګه  د ۴۱ کیلو مترو په اوږدواله او د ۱۲ کیلو مترو په پراخواله د اسراییلي هوايي بمبارۍ لاندې بې وسه ده، تقریباً د اتو ورځو په جریان کې غزې  ۸۰۰ بریدونه کتلي، د پراخو ولسي وژنو او زیانونو وروسته دادی اوس غزه د اسراییلو د زمکني برید له غضب سره مخ ده.
د هوايي بریدونو له پیله د فلسطین سره په پوله تر لسو زرو ډیرو اسراییلي ځواکونو او په سلګونو ټانکونو پر غزې د پراخې حملې انتظار ویست، برید د غزې له شمالي برخو پیل شو، په برید کې زرهي ټانکونه په داسې حال کې غزې ته ننوتل چې هلیکوپترو یې په سر ګزمې کولې، ددغو لسو زرو پوځیانو پرته په لسګونو زرو نورو پوځیان هم پر غزې د حملې په خاطر راغوښتل شوي دي، په لومړي مورد کې یې د غزې د سون تر ټولو غټ زیرمتون له منځه یووړ، اسراییل له فلسطیني جنګیالیو سره د جبالیا کډوالو سره نزدې په سختو نښتو کې بوخت دي،  اسراییل وايي چې تر دې دمه یې یوازې ۳۰ سرتیري ژوبل شوي، خو حماس ادعا کوي چې درنه مرګ ژوبله یې ور اړولې ده، سره له دې چې اسراییلي سرچینې نوموړی تیری محدود عملیات بولي خو بې له شکه د هغوی ټارګیټونه په محدودو عملیاتو کې ترلاسه کیدونکي نه دي، عجیب ورته والی دی، کله چې شوروي اتحاد زمونږ په هیواد تیری کاوه نو هغوی هم خپل (محدود شوروي قطعات) رالیږلي وو.
د حملو لومړی موخې د هغو ځایونو کنترول دی چې ورڅخه د اسرایلو ښارګوټي په نښه کیږي، ایهود بارک ویلي دی چې زمکنۍ حملی لنډ مهاله هم نه دي او اسانه هم، د نوموړي دا خبرې د غزې د اوسیدنکو او په ځانګړې توګه د حماس دتعذیب له یوې اوږدمهالې پلانونې غمازي کوي.

وروستی فیر به حماس کوي!
پښتانه یو متل کوي چې دا یې لا سر دی ، پټی په منځ کې سورور دی،  له کله نه چې روان اسراییلي برید پیل شوی نو د اسراییلو ګڼو لوریو دا خبره په یوه خوله کړې وه چې داد برید پیل دی، په هماغو لومړیو کې د اسراییلو نظامي ویاند جنرال آوي بنایاهو وویل چې پر غزې بریدونه د کار تازه پیل دی، اردو به د شته وضعیت سره متناسب اقدامات وکړي. تر دې وروسته د دفاع وزارت یوې ویاندې  اويتل ليبوېچ  بي، بي، سي ته وویل چې: مونږ څو نور انتخابونه هم لرو چې تر اوسه مو نه دي کارولي، مونږ احتیاطي ځواکونه په کار اچولی شو، له پلی ځواکونو کار اخیستی شو، او توپچي ځواکونه کارولی شوی، مونږ نور اهداف هم په مخ کې لرو، چې پسې لاړ شو، دا یې یوازې پیل دی.
ښه نو دومره پراخه عملیات د څه لپاره؟ له روانې جګړې څخه د اسراییلو یو ښکاره موخه داده چې د حماس بیخ وباسي، او دا ددې په خاطر چې،  له یوې خوا خپل ولس د حماس له توغندویي بریدونو خوندي کړي، له بلې خوا غواړي د حزب الله په مقابل کې خپله ماته د حماس په ځپلو جبران کړي، هلته داسې مهال هم پرې راغلی وو چې په یوه ورځ کې له ۳۳ ډیر اسراییلي پوځیان د حزب الله له خوا وژل شوي وو.
خو ایا دا دسلګونو ټنو بمونو له ورولو وروسته  د حماس په پوځي وړتیا او توغندويي بریدونو کې کموالی راغلی؟ دا هغه پوښتنه ده چې د اسراییلو د برید موخې ننګوي، د حماس جګړه ایز مورال ډیر حیرانونکی ستر دی، د حملې له پیله بیا تر اوسه په سلګونو توغندي په اسراییلو توغول شوي دي، د حماس ویاند فواز بارهومي وايي، موږ دوی ته د ځمکنۍ جګړې انتظار باسو، د خدای په مرسته به موږ د دغه تېري کوونکي او جنايت کاره دښمن په وړاندې بری ومومو. د حماس تبعید شوي سیاسي مشر خالد مشعل (الجزیرة) تلویزیون ته وویل چې: که اسراییلو په غزې تړانګې کې  زمکني عملیات پیل کړل، نو له تیاره برخلیک سره به مخ شي، او دا کار به د اسرایلو احمقانه اشتباه وي، د حماس  ځواک او جوړښت ته هیڅ زیان نه دی رسیدلی، هغه وویل چې مونږ نه مغلوبیږو، نه تسلیمیږو، او نه ستاسو شرایطو ته  تسلیمیږو. مشعل دا هم ویلي دي چې که اسراییل دومره احمقانه کار وکړي، پر غزه ځمکني بريد وکړي، نو له موږ سره به دويم، درېيم او څلورم شاليت هم پيدا شي، موږ هر ډول تېري ته د دفاع په حالت کې يو، اسراييلو چې دغه جګړه پر موږ تپلې ده، باوري يو چې موږ به يې ګټونکي يو، ځکه چې موږ هرډول تياری نيولی دی. همدغه راز موسی ابو مرزوق د حماس سیاسي چارو ویاند د بي بي سي عربي څانګې ته ويلي چې : فلسطينيان به اسراييلو ته په ځمکنيو بريدونو کې نه هېرېدونکي درسونه ورکړي او حماس دا وړتيا لري چې له پلې اسراييلي ځواکونو سره په مېړانه وجنګېږي.
له بلې خوا داسې هم ویل کیږي چې که اسراییل زمکنی تیری وکړي نو حماس ددې وړتیا لري چې  ټانکونه یې په نویو راکټونو تخریب کړي، د تهران په جمعې لمانځه کې د هاشمي رفسنجاني خبرې ددې تایید کوي.
د روان اسراييلي تیري په پایله کې به حماس نور هم ولسي شي، له غزې پرته به د فلسطین په نورو اوږدو کې هم پیاوړې شي، او  د نړۍ په مسلمانانو کې  به د اتل کردار واخلي، ددې  اټکل ډیر قوي دی چې حماس به د حزب الله تجربه تکرار کړي، که دا ځل اسراییلو د حماس په لاسونو بده ماته وخوړه نو دا به د اسراییلو راتلونکی ستراتیژیک  منطقه ايي موقعیت بې حده وننګوي.

د حزب الله موقعیت
په ۲۰۰۶ کال کې چې کله د اسراییلي سرتیري جلعاد شالیط د نیولو له امله په حماس باندې اسراییلي تیریو زور وموند نو حزب الله په ډاګیزه توګه د اسراییلو پر ضد تحرکات وکړل، په اسراییلو یې حملې وکړی، شپږ پوځیان یې ووژل او دوه یې ترې بندیان کړل، خو ایا دا ځل به بیا هم داسې وکړي؟ 
حزب الله پر عربي نړۍ او په ځانګړې توګه د مصر په ملت غږ کړی چې قیام دی وکړي او د حماس او غزې په ننګه دی راپورته شي، له همد امله د لبنان دولت او اردو له دې ډاریږي چې حزب الله یو ځل بیا د حماس په ننګه اسراییلي تیري ته پلمه په لاس ورنه کړي، دا انګیرنه هله قوي شوه چې له اسراییلو سره د لبنان پر پوله ناقوره کې د ملګرو ملتونو ځواکونو کاتیوشا توغندي ومیندل چې حزب الله یې لري، خو حسن نصرالله له نوموړیو توغندیو انکار وکړ او ویې ویل چې که دده ډله دا کار کوي نو له اعلامولو یې نه ډاریږي.
په پوله دواړه غاړې  اسراییل او حزب الله د تیارسۍ په حال کې دي، خو داسې ښکاري چې هیڅ لوری به په حملې کې د مخکې توب هڅه ونه کړي، اسراییل به ځکه په حمله کې ګړندی نه وي چې د حزب الله سره یې له تیر ټکر نه درس اخیستی او نه غواړي چې په یوه وخت کې د جګړې  څو جبهې پرانیزي، خو که حزب الله له اسراییلو سره جګړه پیل کړي نو به له دولت، اردو او ملګرو ملتونو له سرتیرو سره په شخړه کې ولویږي، له همدې امله حسن نصر الله د اسراییلو په ضد د تحرک خبره نفی کړی ده.
خو کیدای شي د پټې جنګي ستراتیژۍ له مخې په تنګ لاس کې د حماس بقا ته اوږه ورکړي او محدودې حملې وکړي.

اسرایل تل وعدې ماتوي!
په اسلامي نړۍ کې د مصر نه نیولې بیا د امریکا تر بوشه  د روان اسریلي تیري ټوله پړه په حماس ورغورزوي، دوی په دې ویلو سره د خلکو عقلونه غولوي، چې ګوندی دا حماس وو چې د راکټونو په توغولو، او د بیا اوربند په نه منلو سره یې د اسرایلو تیري ته لار ورکړه، خو ایا دا هر څه سم دي؟
د رسنیو بې رسالته، نا سپیڅلی او بې شفافه جریان عامه ذهنونه د منځني ختیز په اړه امریکايي-اسراییلي تعبیر ته کږوي. واقعیتونه بل ډول دي، د تیر شپږ میاشتیني اوربند تر ټولو غټه غوښتنه دا وه چې اسرایل به د غزې محاصرې ته د پای ټکی ږدي، هیله دا وه چې نور به د غزې ولس په تیارو کې نه اوسیږي، ولږه به نه لري، اقتصادي محاصره به یې ماتیږي، اوکوچنیان به یې د اسرایلي (ایف شپاړس) جیټ الوتکو او ټانکونو غرار نه اوري، خو ایا اسرایلو په دې هر څه عمل وکړ؟ طبیعاً ددې هر څه ځواب د تیرو شپږو میاشتو تاریخ سره خوندي دی، فوزي برهوم د حماس ویاند د بي، بي، سي فارسي څانګې ته وویل: واقعیت دادی چې اسرایلي اشغالګرو ځواکونو د مصر په منځګړتوب د اوربند نه وروسته را منځته شوې ارامي ماته کړه، هغوی د تجارت د پرانېستلواو دغزې د محاصرې ماتولو څخه ځان وساته، هغوی په غزې هم خپلې حملې بندې نه کړې. یوازې ددې شپږمیاشتیني اوربندپه ترڅ کې یې په ورځنیو عملیاتو کې ۴۶ تنان وژلي ۸۳ یې بندیان کړي دي، په دغه موده کې ۱۷۵ د اوربند ماتولو موارد ثبت شوي دي، نو ځکه دا د اسرایلو اشغالګر ځواکونه وو چې اوربند یې مات کړ نه حماس.
غزه د کادیما او لیکود کشمکش وخوړه!

کله چې د حماس او اسراییلو تر منځ تیر شپږمیاشتینی اوربند پای ته ورسېد، د اوربند موادو ته د اسراییلو نه ژمنتوب حماس اړ کړ چې د دویم ځل لپاره له ډزبندۍ تیر شي، هملته دا اټکل کیده چې له دې فرصته به د کادیما ګوند راتلونکې ټاکنې د همدغسې جنایت په لوبه کې بریالی کړي، له کادیما سره د لیکود په پرتله نور داسې څه نه وو چې ټاکنې دې پرې وګټي، د شیرون له زویه بیا د اولمرت پورې د اختلاس مقدمو، او د حزب الله په مقابل کې د اسراییلو ګونډې وهلو نوموړی ګوند له سیالۍ ویستلی وو، یوازینی او وروستی چانس پر غزې غلچکې راګرځیدنه وه، چې د یهودي ملت قصابه تنده پرې خړوبه کړي.
اسراییلو تل په دغسې ټول وژونکو بریدونو کې له احمقانه جرائت نه کار اخیستی، او د نړیوالو احساساتو، ملګرو ملتونو او بشر حقوقو غبرګونونه یې نادیده ګڼلي، دوی تل په دغسې جګړو کې د حماس قیادت په نښه کوي، د همدې اسرایلي جګړه ایز سیاست له امله حماس له عبدالعزیز رنتیس نه وروسته خپل مشرتابه نه اعلانوي، په اوسنۍ جګړې کې د غزې د پخو ودانیو له ړنګولو وروسته داسې ښکاري  چې حماس د مشرتابه وار  رارسیدلی، د نزار ریان، او دا اوس د جګپوړی پوځي قوماندان سعيد ابوزکريا الجمال شهادت چې اسراییلي وحشي بریدونو وخوړل، ددې خبرې تایید کوي.

غزه د امت عظمت  دی!
له کومې  چې اسراییلو په غزې بریدونه پیل کړي د نړۍ په اوږدو کې یې پر ضد مظاهرې پیل شوي دي، په مصر، اردن، ایران، لبنان، موریتانیا، عراق او حتی اسراییلي عربانو په اسراییل ضد احساساتو او مظاهرو کې  ګډون کړی دی، تر دې ور اخوا په افغانستان کې چې هلته اصلاً خپله په  سلګونو وژنې او دربه درۍ شتون لري، په لسګونو مظاهرې وشوې، له کابل نه نیولې بیاتر جلال اباده، کندزه، هرات، بلخ، تخار، بدخشان ، غزني او نورو ډیرو ولایتونوپورې  د اسراییلو او استعمار ضد مظاهرې وشوې، له دغو ټولو نړۍ شموله مظاهرو نه دا په  ډاګه کیږي چې:
۱-  د فلسطین قضیه د امت قضیه ده، او حماس هلته په غزه کې د امت عظمت لویدو ته نه پریږدي.
۲-  اسراییل غاصب دولت دی، د چونګاښ په بڼه په اسلامي  خاوره تپل شوی.
۳-  اسراییل او ددوی د بقا ټیکه داران چې په  سر کې  یې امریکا، انګلستان او نور اروپایي هیوادونه راځي  د مسلمانو ولسونو له څومره ډیر نفرت او کرکې  برخمن دي؟
۴-  په داسې حال کې چې غزه د وینو په ډنډ کې ډوبه ده، د اسرایيلي وحشیانو تیري پرې تاوده روان دي، خو اسلامي هیوادونه ددې وړتیا نه لري چې د تر ۵۰ په ډیر شمیر کې ترې ننګه وکړي، او قاطع تصمیم ونیسي، نو ځکه
۵- پر ملتونو واکمن دولتونه تپل شوي دولتونه دي چې هیڅکله ددوی له عقایدو او ارمانونو استازیتوب نه شي کولای.
د پایلې په توګه روانه جګړه د اسراییلو له لورې پیل شوې او پای به یې هم د اسراییلو په ماتې تمام شي، انشا الله.

يادونه:

نوموړې ليکنه په جنوري ۲۰۰۹ کې ملي اصلاح اونيزې ته ليکل شوې وه.