• مجموعي کتنې: 110616

اسرایلي پوځیان: مونږ جنګي جنایت کړی!

233 لوستونکي   کلونه وړاندې 4

اسرایلي پوځیان: مونږ جنګي جنایت کړی!

ډاکټر وحیدالله مصلح

تر څو چې یو یهودي پر نړۍ ژوندی وي سوله نه راځي! دا خبره هټلر هغه مهال چې د نازیستي غرور پر نیلي سپور وو ویلې وه،  هټلر که پر هر بنسټ دا خبره کړي وي، خو  له ۱۹۴۷ تر ۲۰۰۷ پورې تر ۱۷ ډېرې ټولوژنې یې بیساري دلیلونه دي.

هره پلا چې اسرایلو جنګي جنایتونه کړي ورسره یې په بیخي بیباکۍ له منلو انکار کړی، او پړه یې د فلسطین د ازادۍ پر خوځښتونو اچولې، حتی کله چې د همدغو جنګي جنایتونو پر ضد د اسرایلو په محکمو کې دعوې وړاندې شوي نو له جنګي جنایتونو یې ننګه کړې، او قانوني اعتبار یې ورکړی،  کله چې شارون په بیروت کې د ماروني عیسایانو په مټ ۳۲۹۲ فلسطینیان په ډلیزه توګه ووژل نو د اسرایلو محاکمې نوموړی د خندوونکې ټوکی په ترڅ کې ۱۶ امریکايي سینټه جریمه کړ! جرم او جنایت نه یوازې د یهودي دولت د نظامیانو فطرت دی بلکه د هغوی حقوقي او ملکي لوري تل همدغو جرمونو ته قانوني بڼه ورکوي.

 د سکوت ماتېدنه یو بېسارې اعتراف!

کله چې د ۲۰۰۸په دسمبر کې اسرایلو د غزې پر  تړانګې بیساري عملیات پیل کړل نو د ۲۲ ورځو په ترڅ کې یې تر ۱۴۰۰ ډیر فلسطیني ولس له منځه یووړ، نوموړې ټولوژنه له هره طرفه یو جنوسایډ (نسل وژنه او ګوند وژنه) وبلل شو، خو یوازې د امنیت شورا وه چې تر اسرایلو ډیر د اسرایلو ګټو ته په وفاداره پاتې کېدو یې هر ځل د هغوی په ننګه قرادادونه پاس کړل او یا یې هم ویټو کړل.

په دې وروستیو کې د اسرایلو له یو شمیر پوځیانو جوړې شوې ډلګۍ (د سکوت ماتېدنې) په نوم یو لړ ریښتینۍ راپورته کړي، دغه  ریښینۍ او اعترافونه ځکه مهم دي چې خپله د اسرایلي داسې پوځیانو له خوا تر سره شوي د دغې ټولوژنکې جګړې برخه وه، نوموړي ټیم له ۲۵ ډیرو پوځیانو د ګواهیو په راټولولو سره ویلي چې(  د فلسطیني غیر نظامیانو پر ضد د بشري حقوقو د ماتولو پراخه موارد پیښ شوي چې ځینې یې د جنګي جنایتونو بڼه لري... د جنګیالیو په وینا د هغوی نظامي اوامر د نظامیانو او غیر نظامیانو بیلولو ته شامل نه وو... د قومندانانو له اوامرو سره سم باید د اسرایلو پوځ له ټپي کیدو او تلفاتو څخه مخنیوی وکړي، حتی که د یوه فلسطیني په له منځه وړلو هم تمامیږي... سربازانو ته داسې څرګندونې شوې وې چې د هغوی ځانونه تر هر څه مهم دي، او په هیڅ صورت کې باید په دې شک کولو سره چې وضعیت نظامي دی او که غیر نظامي قرباني نه شي... یوه اسرایلي جنګیدونکي په خپلو خاطرو کې لیکلي چې مونږ ته یې ویلي وو چې کله یوه کور ته نزدې شو، له یو مشخص واټن څخه کولای شو چې هر څوک مو سترګو ته راځي ویې وژنو حتی که  یوه زړه  ښځه هم وي!)

 زور ډېر ښه شی دی!

په لویدیز کې د تمدنونو د ټکر معاصر تیوریسن سمویل ون ټنګټن یو وخت ویلي وو: څوک چې زور لري د هماغوی تمدن او اقدار به نړیوال کیږي. نن مونږ له همدې رنځ سره مخ یو، اسرایل په منځني ختیز کې یو وړوکی نیواکګر ولس دی، د عربو په یوې وړې سیمې قابض دي، خو چې زور لري، ټیکنالوژي او اييډیالوژي لري نو ځکه یې حیثیت سیمه ایز نه بلکه نړیوال دی، د نړۍ په ټولو اقتصادي سرچینو ددوی نیواک دی، د هرې جګړې شاته د دوی لاس دی، د هر غربت شاته ددوی وږي پلانونه او سترګې دي، همدوی دي چې په نړۍ مسلط شوي او له نړۍ یې سوله تښتولې حتي له امریکا نه هم!

 هغه شمېرې چې ددې ۲۲ ورځینۍ جګړې په ترڅ کې یې دواړو لوریو ته زیان رسولی که له یوې خوا یې پرتله نه شي کیدای، له بلې خوا د همدې زورورې فرمولې له مخې نړۍ دغه ټول تیري د اسرایلو حق بولي،  ځکه د هغوی په ارزښتونو کې زور خپله هم قاضي  دی او هم مدعي!

د ملګرو ملتونو له شمیرو سره سم د نوموړې جګړې په ترڅ کې ۱۴۰۰ فلسطینیان وژل شوي، ۵۰۰۰۰ کورونه، ۸۰۰ صنعتي ملکیتونه، ۲۰۰ ښوونځي، ۳۹ مسجدونه او ۲ کلیساګانې له منځه تللي دي، خو ددې ټولو په مقابل کې له اسرایلي لوري یوازې ۱۳ اسرایلیان له منځه تللي! اوس یې نو تاسو پرتله کړئ او د ملګرو ملتونو، امریکا او ټولې نړۍ انصاف هم وګورئ.

د جګړې په تازه پای کې اولمرټ وویل چې د نوموړي دولت به د ټولو هغو تورونو دفاع وکړي چې پر جنګیالیو یې د خپل هیواد څخه د دفاع په خاطر په غزې تړانګه کې لګیدلي دي، او اجازه به ورنه کړي چې د پوځ کوم غړی یې په بهر کې محاکمه شي.

امریکا شریر ملاتړی!

امریکا نه یوازې په ملګرو ملتونو کې د اسرایلو ستراتیژیک انډیوال دی، بلکه د جګړې په ترڅ کې یې اسرایل د فلسطیني ولس پر ضد بیخي په نویو وسلو سمبال کړی وو، ډوناټلارو ورا، د نړیوالې عفوې د  حقیقت  معلومونې د کمېټې ریس په دې اړه ویلي چې اسرايلي ځواکونو د هغو سپین فاسفورس او وسلو په مټ چې له امریکا  یې لاسته راوړي وو، نړیوال بشري قوانین مات کړي او د جنګي جنایتونو مرتکب شوي.

په نړیواله کچه هر ځل چې په امنیت شورا کې د اسرایلو د جنایتونو پر ضد قرارداد پاس کیږي امریکا یې یا له ایجنډا باسي او یا یې ویټو کوي.

زمونږ د غرامت  پوښتنه به څوک وکړي؟

د ریچرډ ګلادسټن په مشرۍ د ملګرو ملتونو پلاوي چې کله غوښتل د غزې پر تړانګې برسېره د اسرایلو په جنوب کې د حماس دتوغندويي بریدونو له امله اغیزمنې سیمې وګوري تر څو په  دواړو لوریو کې جنګي جنایتونه معلوم کړي، نو اسرایلو یوازې په دې پلمه چې ملګري ملتونه د حماس طرفداری کوي ورته د  څیړنو اجازه ورنه کړه.

اسرایلو ولې له څېړنو وویریده؟ سره له دې چې ملګري ملتونه او امنیت شورا ددوی په خدمت کې دي ولې دوی څېړنو ته تن ورنه کړ؟ خبره ډېره څرګنده ده، اسرایلو نه غوښتل چې په لوی لاس د خپلو پراخو جنګي جنایتونو په پرتله د حماس د توغندويي بریدونو د ډېرو لږو اغېزو په ښکارولو سره د یوې نه اټکلیدونکي پرتلې او رسمي جنګي جنایتونو له تورونو سره مخ شي.

ملګرو ملتونو څېړنه وکړه او ویې ویل چې اسرایل باید په غزه کې د ملګرو ملتونو ودانیو د تخریبولو له امله ۱۱ میلیونه غرامت ورکړي!  اوس نو راځۍ پوښتنه وکړو چې ولې داسې څوک نه شته چې له اسرایلو د ویجاړو شویو پنځوس زره کورونو د غرامت غوښتنه  وکړي؟