• مجموعي کتنې: 110611

د ناسمو قضاوتونو په لمبو کې قرآن!

220 لوستونکي   کلونه وړاندې 4

د ناسمو قضاوتونو په لمبو کې قرآن!

وحيدالله مصلح

هو يو ځل بيا د دې ملت د ارزښتونو پر سردار ارزښت د لويديز کساتګر راوګرځېدل او دا ځل يې د شوروي پر ضد د جهاد په تاريخي پروان کې د قرآن پاڼو ته اور واچاوه... نه پوهېږم په هغه شپه به د هغه مظلوم افغان له اوښکو سره څومره اوښکې يوځای شوي وي چې بي بي سي فارسي خپرونې ته يې د بګرام هوايي ډګر ته څېرمه له مظاهرې خبرې کولې او پر قرآن ننګې يې همغه حماسه راپارولې وه چې پرون يې پر دغه خاوره شوروي بسميچيان ارام ته نه پرېښودل، هغه ژړل او ويل يې چې تر څو مو په تن کې وروستی څاڅکی وينه وي نو پر قرآن به يې تويو..

ښايي ددې مېړني ملت له قهره به د سپينې ماڼۍ واکمنان ډېر په وېره کې وو چې په ډېر بيړني ډول يې لومړی په افغانستان کې د ناټو امريکايي قومندان جنرال آلن، ورپسې د دفاع وزير ليون پنيټا، او بيا د امريکا ولسمشر اوباما له افغان ملته بښنه وغوښته. او تر دې وراخوا د دفاع وزارت يوه بل لوړ پوړي چارواکي د نړۍ له مسلمانانو د بښنې غوښتنه وکړه.

سوځونه د خطا او عمد په تناظر کې!

په دا منځ کې امريکايي لوري او تر امريکايانو ډېر يې افغان بړېڅو چېغې وهلې چې دا کړنه عمدي نه وه، هغوی ويل چې امريکايان پر عربي نه پوهېدل نو ځکه يې قرآن دنورو کتابونو په منځ کې ونه شو پېژندلای، او دا چې هغوی د بنديانو ټول کتابونه راجمع کړي وو او کله چې بل ټيم د زړو ځای ونيوه نو دېته يې پام نه وه چې په دغو ډېره شويو کتابونو کې قرآنونه هم شته.

دا موقف ډېر خام دی، ګورئ! په امريکايي اډو او زندانونو کې د پلټنې او څار  يو ډارن او حساس مشين حاکم دی، هلته هر څه تر څار لاندې وي، هيڅ شی مجهول نه وي، او بيا د بنديانو ټول اړونده شيان په ډېر دقت پلټل کيږي، تاسو لږ تر لږه د هغو بنديانو کتابونه وګورئ چې له امريکايي زندانونو خوشې شوي دي، بلا داسې ليکونه به په کې نظر ته درشي چې حساسې او امنيتي کرښې يې پر تور رنګ تورې شوي داسې چې اصلاً له لوستلو پاته شوي ...  نو په دغسې يوه فوق العاده حساس ماحول کې د قرآن نه پېژندل به کوم عقل ومني؟

کله چې د ناټو زندانونو ته قرانکريمونه په حساب شوي شکل د بنديانو له شمېر سره سم وړل کيږي، هلته خو د قرانکريم پېژندل کومه خطا نه ده خو کله چې همدغه وړي قرآنکريمونه سوځول کيږي نو دا بيا يو خطا او سهوه کار دی، په بله معنا کله چې قرآنکريمونه بنديانو ته توزېع کوي نو پېژني يې خو کله يې چې سوځوي نو بيا وايي چې دوی قرآنکريمونه نه پېژندل... ايا ددوی دا ادعا خندوونکې نه ده؟

دا به ملنډې وي چې دا قضاوت ومنل شي چې قرآن سوځونه عمدي کار نه دی، ددې ډېرې بېلګې شته چې امريکايانو ډېر ځلې قرآن کريمونو ته سپکاوی کړی، حتی د تمدن دهمدې دعوه دارو لښکرو په وحشي زندانونو کې رسنيو د بې پته شوې عافيه صديقي له خولې دا خبره راخېستې وه چې هغه به يې لوڅوله او په همدغسې بربنډ حالت کې به يې په پښو کې ورته قرآن کريم غورځاوه... که قرآن ته د سپکاوي دا لومړۍ پېښه وای نو ددې منل به ښآيي ځينو ته هومره ستونزمن نه وای چې ګنی دا کار ښايي په سهوه کې شوی، خو دا چې په بيا بيا ځلی دغسې پېښې رامنځته کيږي نو تر شا د يوې عمدي کړنې شاليد لري.

داسې ويل کيږي چې کله بهرنۍ لښکرې افغانستان ته پر ماموريت رالېږدول کيږي نو ورته له نورو ښوونو سره په څنګ کې د افغانستان د فرهنګ، عادتونو او دين په اړه ځانګړې ښوونې ورکول کيږي. تر دې ښوونو وراخوا چې هم هغوی قرآن نه پېژني دېته نو تر عمدي کړنې پرته بل کوم عمل ويل کېدای شي؟

تر دې وراخوا د ولسي جرګې يوه غړي چې بګرام ته په تللي هيئت کې عضوه وو رسنيو ته د بګرام يوه ترجمان له خولې ويلي چې: په هر کتاب کې به چې الکافرون ليکل شوی وو هغه به د افراطيت د کتاب په توګه په نښه کېده او بايد چې له منځه تللای وای. نو په دې ډول هغوی د يوه معلوم شاخص له مخې قرآن په عمدي توګه د هغوی کتابونو له جملې ګاڼه چې بايد له منځه وړل شوی وای ځکه د قرآنکريم په ډېرو ځايونو کې د الکافرون لفظ راغلی دی.

مسلمانان يې چې سوځوي؟

رسنۍ او نور بړېڅي د طالبانو دا عمل هم د امريکا دې کړنې ته د برائت ورکولو په موخه وړاندې کوي چې ګنې هغوی هم په جوماتونو کې ځانونه الوزوي او په دې ډول له يوې خوا د جومات سپکاوی کېږي او له بلې خوا ګڼ شمېر قرآنونه په کې سوځيږي، هلته ولې مولويان خلک مظاهرو ته نه پاروي؟ په دې اړه په ځانګړي توګه اشنا غږ او ازادۍ راډيو ګردي مېزونه درلودل...

دا چې دا عمل سم دی که نه او طالبانو دا کار کړی او که نه دا بيخي يو ځانله بحث دی، دلته زه نه غواړم چې دې پېچلې موضوع ته ننوځم، خو څو خبرې ډېرې مهمې دي:

لومړی: دا چې افغانان ټولو هغو پېښو ته په ډېره بده ګوري چې په ترڅ کې قرآن او نورو ديني ارزښتونو ته صدمه رسيږي، هغه که مسلمان تر سره کوي او که غير مسلمان.

دويم: دا چې په جومات کې بمونه الوزول څرنګه کار دی زمونږ ددې بحث موضوع نه ده، خو بيا هم د بګرام له قرآن سوځونې پېښې سره ددې پېښو پرتله ناسمه ده ځکه چې په يادو پېښو کې موخه د قرآن سوځول نه دي، په دې معنا چې هلته نوموړې پېښې ددې په خاطر نه دي رامنځته شوي چې قرآن منحيث قرآن وسوځول شي او يا يې سپکاوی وشي. خو په بګرام او نورو زندانونو کې قرآن ته منحيث قران سپکاوی کيږي.

درېم: دا چې ايا دا يوازې علماء کرام او مولويان وو چې خلک يې مظاهرو ته وهڅول، په دې کې شک نه شته چې حقاني علما په ټولنه کې موجود دي هغوی د خلکو په اسلامي ويښتابه کې ځانګړی مقام لري، خو کاشکې زمونږ ټول منبرونه د مسلمانانو د تېر پرتم او عظيم خلافت په څېر د قوماندې مرکزونه وای... د بګرام په هوايي ډګر کې خو لاريون او د سوځونې پر ضد مقاومت هلته ځايي افغان کارکوونکو پيل کړ، او په دې کې شک نه شته چې د هغوی دا حرکت خود ځوښه وو او په منځ کې يې کوم مولوي هم نه وو موجود. همدغه مظاهرې وروسته بيا افغانستان شموله شوې.

د مظاهرو تر شا پاکستان او ايران دي!

له بده مرغه زمونږ په هېواد کې د ګاونډيو لاسوهنو اعتماد دومره زيانمن کړی چې اوس دلته هرې پديدې ته د يوې پردۍ او شکمنې پروسې په سترګه کتل کيږي. په ډېرو خواريو او د يوه مکمل نسل د روزلو په پای کې به ښآيي دا ملت ددې جوګه شي چې د خودۍ په يوه طبيعي حالت ودريږي.

ځينې خلک دا تاثر ورکوي چې روانې مظاهرې تر شا بيروني لاسونه لري، او په زغرده وايي چې ايران او پاکستان دغسې مظاهرې رامنځته کوي.

دا انګېرنه ډېره سطحي ده، هغه خلک دغسې فکر کولای شي چې ددې ملت دين، فرهنګ، عادات، روايات، ارزښتونه او حماسې ورته معلومې نه وي، هغه خلک دغسې خبرې کوي چې د خودۍ احساسات يې د لويديز د پړسيدلي تمدن په درواغو کې بايللي او د کمترۍ پر بد احساس اخته شوي وي، هغه خلک دغسې خبرې کوي چې لږ تر لږه دا فکر هم نه شي کولای چې دا ملت هم له خپلو ارزښتونو د ننګې يوه مهذبه ننداره وړاندې کولای شي... ته به وايې چې دا ملت هيڅ ارزښت نه لري، پرون چې زمونږ نيکونو له چنګېزيانو سره جنګونه کول هلته هم استخباراتي ادارې وې، پرون مو چې نيکونو له انګليسه درې پلا جګړې ګټلې هلته هم پاکستان او ايران هغوی راپارولي وو، پرون چې د ميوند جګړې ته ملالې ناره او ايوب خان ګوزار ورکاوه هلته هم  (ای، ايس، آی) او د ايران استخباراتو هغوی پارولي وو، او کله چې د شوروي پر ضد دې غازي ملت د ارزښتونو جګړې ته تر شپږ ميليونو ډېر مهاجر، تر دوه ميليونو شهيدان، په لسګونو زره کونډې، يتيمان او معيوبان ورکول دا هم د سيمې د استخباراتو بدرنګه لوبه وه... دا ادعا څومره يو بدرنګ تکرار لري، دا د افغان په جامه کې د خودۍ له بامه غورځيدلي معذور خلک ولې په دې ملت کې د ارزښتونو ننګې ته دومره په پرديو سترګو ګوري، دوی ولې ددې ملت رشادتونو او ننګو ته په درنه نه ګوري، دوی ولې ددې غازي ملت ټول ګټلي وياړونه پردو ته منسوبوي، کټ مټ لکه په دا نزدې تېرو کلونو کې چې ددې ملت په غضب کې مات شوی شوروي اتحاد د هغوی بړيڅي په يوې ډېرې بې بنسټه او ښکرورې ادعا د (ويستلو) له ارزښته د (وتلو) دروغجنې سناريو ته منسوبوي.

په دې کې شک نه شته چې دغسې مظاهرې او لاريونونه بيخي خودځوښه دي، دلته په دې هېواد کې نه لوی ګوندونه شته او نه داسې د سر شاهسوار سړي چې په يوه غږ ملت کوڅو ته راوباسي، بلکه دا ملت په دې افتادګۍ کې بيا هم بلا کوي چې خپل ارزښتونه سودا ته نه پرېږدي، د هرې حساسې قضيې په ننګه راپاڅيږي او په هرې ممکنې وسيلې دفاع کوي. خو دا چې په اوږدو کې يې بيا پردي لاسونه ننوځي او کار کوي دا د تامل وړ ده، خو ددې ټوله پړه بيا د هغه تشکيلاتي نظم تشې ته ورګرځي چې په نوره نړۍ کې دغسې لاريونونه رهبري کوي نه د غسې مقاومو لارويونونو ته.

بهرنيان اصلي ستونزه ده!

دا لومړی ځل نه دی چې قرآن کريم ته سپکاوی کيږي، دا عمل دلته يو پرله پسې تکرار لري. د بهرنيانو په شتون کې زمونږ ټول ديني او ملي ارزښتونه له يوې دوامدارې ننګونې سره مخ دي، کله مو عبدالرحمن مرتديږي او همدا لښکرې يې په خپلې پنا کې ايټاليا ته رسوي، کله د همدې لښکرو د هېوادونو په تمويل دلته مېشتې انجوګانې افغان کارکوونکي عيسوي دين ته اړوي هغه چې د تعميد غسلونه يې د تلويزيونونو له سکرينونو هېوادوالو په پوره عجز سره کتل، او دا چې تر اشغال وروسته کلونو کې زمونږ هېواد د څومره پټو کليساو کوربه دی په دې اړه يوازې عيسوي کليساوې دقيق ارقام لري... د قرآنکريم د سپکاويو پېښې خو د زندانونو يو معمول او عادي کار دی... نو ځکه دې شعور ته د ودې نوره اړتيا هم شته چې دلته اصلي ستونزه بهرنی شتون دی او تر څو چې دوی ونه ووځي نو زمونږ ديني او ملي ارزښتونه به تل له دغسې سپکاويو سره مخ وي. او تر څو چې چارې افغانان په لاس کې وانه خلي، ارضي تماميت او ملي خپلواکي شتون ونه مومي تر هغې به مونږ ددغسې پېښو په وړاندې مسکينان يو.

پر لاريون او د لاريون تشدد!

د لويديز پر رسنيو مېلمنو وګړو ددې ډېره اريانوونکې هڅه کوله چې د لاريونونو تشدد ددې پلمه وبولي چې دوی ولې لاريونونه کول، او دا چې دغه لاريونونه د پرديو زامنو د وژلو باعث شول! ډېره عجيبه ادعا ده، هغوی چې د لويديز پر ديموکراسۍ عقيده لري بيا هم د همغه ديموکراسۍ د يوه ستر اصل نشنيليزم له څوګونو عناصرو څخه د ديني عنصر پر ارزښت سترګې پټوي او وايي چې دا لاريونونه بايد نه وای شوی، دوی اصلاً خپلې داعيې ته هم وفادار نه دي، د دروغو شعارونه ورکوي او کله چې ملت له خپل ديني اصله دفاع کوي نو وايي چې د مظاهره چيانو د وژنو عامل خپله لاريونونه دي!  له يوې خوا ديموکراسي خلکو ته د لاريون حق ورکوي خو بيا د همدې ديموکراسۍ علمبرداران بيا وايي چې لاريونونه بايد نه وای شوی...

دوی ولې د حاکم نظام پر پوليسي وړتياو نقد نه کوي او ولې نه وايي چې پوليسو بايد د بې نظميو سوليزه مخه نيولی وای، کله چې پوليس ډزې کوي او لاريون کوونکي په کې وژل کيږي نو ولې د لاريون کوونکو پر ځای پوليس نه نقدوي؟

دوی ولې په تېرو لسو کلونو کې د يوه قوي ولسي تحريک پر تشه نقد نه کوي چې په سازمان شوي شکل سوليزې مظاهرې وکړي، هغه چې په تشه کې يې دغسې خو ځوښه خو له تلفاتو ډکې مظاهرې کيږي؟

او ايا دوی په هغه مادي پرمختللې اروپا کې هم تر دې ډېرې بلواګرې مظاهرې نه ويني چې يوازې په لندن کې يې تېر کال زښت ډېر دکانونه ولوټل او د خلکو بلا شتمني يې لوټ کړه؟

لوټمار او تشدد د لاريون شان نه دی!

دا د مظاهرو او بيا د غير سازمان شويو مظاهرو ځانګړنه ده چې په منځ منځ کې يې غرضي خلک ننوځي او مظاهرې له خپل اصلي مسيره کږوي، خو په دې اړه بايد زمونږ ولس هوښيار وي، هغه بايد خپله ملي او عامه شتمنۍ له لوټ ماره وژغوري، زمونږ ولس بايد په دې اړه مسئولانه عمل وکړي. دا د علماو او مشرانو دنده ده چې ولس ته د عامه شتمنيو او تاسيساتو په اړه ښوونې وکړي او له ارزښته يې خبر کړي.

تاسو فکر وکړئ کله چې خلک د قرآن په ننګه راپاڅيږي خو په اوږدو کې يې د خلکو شخصي او يا هم عامه شتمنۍ ته تاوان رسوي، د مارکېټونو شيشې په تيږو ولي، د دکانونو دروازې ماتوي، د ليارو کټارې ويجاړوي، د خلکو شخصي موټران په ډبرو ولي او شيشې يې په کوتکونو ماتوي، نو ددې تاوان افغانانو ته رسيږي که بهرنيانو ته؟ اسلام په دې اړه ډېر صريح دی، حتی هغه څوک چې د مسلمانانو پر چارو اهتمام نه کوي هغه له اسلامه نه ګڼي... پاتی لا د خپلو خلکو د شتمنيو لوټل او يا ويجاړول... اسلام له خپل ولس، او اسلامي خاورې سره د مينې بې پنا درس ورکوي.  په اسلام کې هر تن شپونکی دی او هر تن به د خپل رعيت په اړه د پوښتنو ځواب وايي.

يادونه:

نوموړې ليکنه په فبروري ۲۰۱۲ کې ليکل شوې وه.