• مجموعي کتنې: 110610

اسراييل په منځني ختيز کې اغزنه ونه!

245 لوستونکي   کلونه وړاندې 4

اسراييل په منځني ختيز کې اغزنه ونه!

ليکوال :اسرائيلي مفكر باروخ

ژباړه: ډاکټر وحيدالله مصلح

ديووطن پرست اسرئيلې په توګه چې دخپل هيواد اسرائيل دانجام په اړه ډيرزيات متاثريم اوديوداسې ټولنپوه په توګه چې دخپل عمرډيره برخه مي داسرائيلى او فلسطينى ټولنو په  څيړنه کې تيره کړې په ډيردرداوغم سره دغه کتاب دکاناډادټورنټوپه  ښارکې ليکم.ددغه کتاب دخپراوي څخه زماموخه دانه ده چې ديوه يهودي له اړخه دې چې دخپل ذات څخه  کرکه لري اسرائيلوته کومه صدمه ورسوي لکه څنګه چې زماځينى سياسي حريفان دهمدغي خبرې دثابتولوهڅي کوي .بلکه ددغه کتاب دخپراوي څخه زمابنسټيزمقصددادى چې دهغوسپيڅلوخلکوسترګى ورخلاصې کړم چاته چې اسرائيلو ته درسيدونکي خطرسمه اندازه نه لګيږي ريښتيادادي چې اساساً دغه جنګ داسرائيل دروح دهغي دوجوداودټولو اسرائيلې اوسيدونکودوجودسره اړه لرونکى نړيواله جګړه ده  د(politicide)پوليټى سايډنومي کتاب اسرايلي ليکوال ( باروخ )دخپل ځان اوکــــــــتاب پيژندګلوي په پورتنيو الفاظوسره کړيده خوايااسرايلي حکمر انان به د( باروخ ) په څير دمخلصو اسرايليانوپه دغوخبرو غوږونه وګروي؟اوکه په ډانګ پيلي بــــــــــه ورته ووايي ژبه موبنده ساتئ چي دلته دژبي پرانيستل حرام دي.

دغه کتاب چي له نوم څخه يي داسرايلوبربريت په ډاګه کيږي داسرائيلودوژنيزسياست اوپه ځانګړې توګه دلومړي وزيرشيرون دسرې پاليسۍ سره سخت مخالف  دى. باروخ په ډيرغورسره آن له زده کړى له مهاله هغه وينه تويدونکى کارنامې ټولې څيړلي چې شيرون نه يوازي په ماضي کې سرته رسولي بلکې دوينودغه لوبه يې تردي دمه پرله پسي ساتلي .هغه شيرون له هغه مهاله پيژنې چې پلاربه يې دغټو غټوډانگوسره ښوونځى ته ليږوچې دهغوپه واسطه خپلوملګروته ادب وروښئي هغه ته دشيرون هغه وخت هم ياددي چې دفوځ ١٠١  قطعى دمشرپه توګه به يى په پټه اومرموزه توګه فلسطينى مشران په دوکې سره وژ ل. باروخ دشيرون دژوند هغه تورې پاڼى هم اړوي چې په لبنان يى دحملى په وخت دټولوژنې بازارګرم کړى وواواوس چې په   فلسطين کى کومه تباهي خپروي باروخ په دى هم ډير ښه وړخبردى.شيرون داسې څيروونکى انسان دى چې په معصوموکوچنيانو،بوډاګاواوښځويى کله هم ويره نه ده راغلى .کله چې دفلسطېنىولس لخواترى پوښتنه وشوه چې دى ولى کوچنيان ،زاړه اوميرمني په نښه کوي نوشيرون يي په ځواب کي وويل چي) فلسطينئ ميرمني له يوه سره زناکارې اوفاحشې دى اوله ترهګروسره مرستىکوي په قانا،صابراه،شاتيلااوغزه کې دهغه کارنامې دبربريت اووينى تويونۍ ډيرواضحه انځورونه د ي ) باروخ دپولټى سايډپه کتاب کې دشيرون له ټولوکارناموڅخه پرده پورته کړيده داسرائيلودوينى تويونې سياست اوبياپه دى باندى داسرائيلى ټولنى خاموشى اودمخالف يا(Opposition) رويى باروخ اړويست چې لومړى هڅه وکړى د اسرائيليانو ضميرراويښ کړي اوبيادملګروملتونو توجه ديخواته راواړوي.داسرائيلواواسرائيلي سياست په ضد دغسى بيباکه نيوکې يواځې يواسرايلي کولاې شي اوکه نه داسرائيلوپه ضدداوازاوچتونکولپاره هميشه ګولۍ تيارې وي.دشيرون دحکومت په جريان کي چې اسرائيل دکومې ويرلړلې تباهۍ په مرکزاوښتى دغه تباهي يواځې دفلسطين پورې ايساره نه ده بلکه خپله اسرائيل يى هم پسې اخيستې.داسرائيلوداخلي او بهرنى  سياست بس په يورخ چليږي اوهغه دفلسطين دبشپړې بربادۍ اوټولوژنې رخ دى.داداسرائيل داسې خطرناک سياست دى چې موخه يى دژوندله پاڼى دفلسطين ليرى کول دي. تردى وروسته به دفلسطينيانوسياسي ،ټولنيز اقتصادي اوقانوني ډانچه راوپرزيږي دهمدې سياست له مخى اسرائيل هوډلري دغه ټوله سيمه دفلسطينيانوڅخه پاکه کړي چې دوۍ د(ارض اسرايل ) ياداسرايلو دزمکى په نوم يادوي ليكن  په پاىکې به ددي سياست خرابي داسرائيلو په تباهۍ تماميږي .اوبيابه په منځني ختيځ کې ديهودى حکومت لپاره کوم اخلاقى بنسټ پاتى نه وي.  داسرائيلوعزايم به نه يواځى دفلسطين دبربادۍ سبب وګرځيږي بلکه خپله  اسرائيل به هم ورسره لولپه شي ، اوپه دې ډول اسرايلى حکومت دسيمې ټولوملتونوته په يوغټ خطر اوښتى دى . په نړۍ کې ډيرهيوادونه  داسې دي چې يواځي دځينوداسې تورونوله امله دبريدونواخطارونه ورکول کيږي چې تردې دمه پري ثابت شوي نه دي اوځينې لدي امله ګواښل کيږي چې داتومي انرژۍ څخه دګټى اخيستنې اراده لري په داسې حال کى چې اسرائيل لګيادي اتومي وسلې نه يواځې پيداکوي بلکه زيرمه کوي يى ! خوڅوک هم دومره زړه ورنه دى چې اسرائيل له دغه کاره منع کړي .

اسرائيل اوس مهال د فلسطينيانو په تدريجي ټولوژنې لګيا دي
دادى نړيوال انصاف! ترڅوچې دبې انصافۍ دغه حالت روان دى نوپه نړۍ کې به دوژنواولوټ تالان بازارهمدغسى تودوي . باروخ مخکى ليکي : يوفلسطينى چې اسرائيلو بندي کړى وو خپله پيښه يى داسې بيانوله چې يى بي له کومه ثبوته بندىکړم.له څلورمياشتنى بنده وروسته يى يوورځ يواسرايلى صيب منصب ته وړاندى کړم دخبروپه پيل  کې  دغه صيب منصب له ګواښه په ډکه لهجه راته وويل چې هډوکي به دى مات مات کړم اوبيايى دخپلو تشو ميتازوپه څښلواړکړم.ده عربوته سپکى سپکى کنځلى کولى .نوماورته وويل چې همدغه جمهوريت ؟ اسرايلي فوځى وويل چي جمهوريت ديهودولپاره دى دشيطاني مخلوق لپاره نه دى ماورته وويل چې لدې خوښکاري چى دبادارانوجمهوريت جدا دى او دغلامانو جداپه دى سره يى وويل بيخى دې سمه وويله ،اوس يوڅه پوه شوې؟؟ دجمهوريت په اړه داسرائيلوددوه مخى پاليسۍ په اړه باروخ وائي : اسرائيل به يا جمهوريت جوړوي اويابه يوبشپړيهودى هيواد . اسرائيل جمهوريت اويهوديت دواړه سره نه شي يوځاى کولاى.هغه وائي اسرائيل کله هم ديوپوره جمهوري حکومت په توګه نه دى پاتى شوى اسرائيل خوديهودولپاره بشپړجمهوريت وى لکن داسرائيلو سره دعربولپاره دجمهوريت څخه دګټى اخيستنى هيڅ ګنجايش نه شته .دځينو اسبابواوعواملوله امله اسرائيل ديوفاشسټ هيوادپه توګه رامنځ ته شويدى دبيلګى په توګه دراى داظهار په اسرايلى معيارکې يو ژورتضاد ميندل کيږي،دمخالف ګوند له خواراپورته کيدونکى مسايل دستراسرائيل لپاره دخيانت په پلمه له پامه غورځول کيږى دفاشيسټى اسرائيلى حکومت په جوړيدوکې داخبره هم خپل ځاى لرى چى په سياسې چارواو خبري رسنيو کى داسرايلي فوځ اغيزورځ تر ورځه زياتيږي دکوم له امله چي اسرايلى ټولنه په يوې عسکري ټولنى اوښتى د ه.دفاشستى اسرايلى حکومت  په جوړيدوکې دايريل شارون فاشستى نظريات  غټ رول لري،دفاشســـتى نظرياتودسترملاتړي شارون موجوديت  اسرائيلى ټولنه اوټولې سياسى ادارې په يـــــوه ځوړند حالت کې اچولي . يواسرائيلى مفکرمردوخ دفلسطينيانودټولوژنې په  اسرائيلي پاليسۍ بانــــــــدې درڼااچولو   په وخت وائي اسرايل اوسمها ل دفلـــــــسطينيانوپه تدريــــجى ټولوژنى بانـدى لګيدلي دي دايــوه اوږود مهاله کاررواي ده چې په کرارکرار به پلې کيږي .داوخت دفلسطينيانودله منځه وړلوپه خاطردامريکااونړيوالو طاقتونو منظرد  اسرايلو لپاره په  ټوله مانا سم دى).
د فلسطينيانو د منځه وړلو سټراټيژي!
مردوخ وائي :دفلسطينى وجودله منځه وړلوپه خاطرچې اسرائيلوکومه منصوبه تياره کړيده په لاندې ټکوباندې څرخي:
١-فلسطينى اثراورسوخ بايد تباه کړاى شى  هم په قيادتى سطحه اوهم دحکومتي سستم په کچ
٢-په فلسطينيانوباندى بايد ژوند تنګ اوله  زغمه وتلوستونزوسره مخ کړاى شي .
٣¬-په فلسطينيانوکي دي په ولږي داخته کيدودايره ډيره پراخه کړاي شي .لکه څنګه چي اسرايلوپه ٢٠٠٢ميلادي کال دغزى په شمالى سيمه کى  دخوراکى موادودرې پوړيزه زيرمه تونونه له منځه يوړل .همداراز په ئي په فلسطينيانود    روزګارتړلوپه خاطراسرائيلوته  د فلسطينيانو په ننوتلوپابندي لګولې ده ددغو ټولو سختيواصلى موخه داده چې فلسطينيان دهررازتش لاسيتوب اوبي وسۍ سره مخ کړاي شې .
٤-اسرائيلى حکومت دخپلوظالمانه کارونو  دجاري ساتلوپه خاطر اپوزيش يامخالف ګوند هم خورا ځواکى کوي ترڅودحکومت په پاليسود   ګوت څنډنوځاي اوقوت پاتى نه شي .
باروخ چې په خپل کتاب کې داسرائيلى   مفکر مردوخ کومي ريښتيانۍ څرګندى  کړي دي هغه ډيرې حيرانونکي دي .

 د ترهګرو په بهانه د شپې له مخې د فلسطينيانوکورونه پلټل يو معمول دى

مردوخ وائي :داسرايليانوپه واسطه که دفلسطين په نيواک كې دلويديځ اواروپا موقف له پامه وغورځوؤ نوبيابه هم داخبره څرګنده  وي چې دنړۍ دنوروملتونوپه څيرفلسطينيان  هم ديومستقل وجود څښتنان دي اوداسلامي نړۍ دنورو هيوادونو  په شان خپلواک حيثيت لري.له لومړيه  بريطانوي پانګوال  نظام دفلسطين دپرمختګ  په لارکې خنډشول او   په مقابل کې ئى  يهودي پانګوالوته دمخکى  تګ مواقع په لاس   ورکړې داپه داسې حال  کې چې اسرايل په  منځنى ختيځ کې دکوم مضبوط حقيقت  حيثت نه لري بلکه دګڼو سيموڅخه دليږديدونکويهودانوڅخه يى  جوړښت موندلى دى ،مردوخ وائي اسرايل ديوې ازغى لرونكې ونى په  څيرده  چې لويديځ ديهودانوڅخه دځان خلاصولو په غرض په منځني ختيځ کې کرلې ده.دپيړيوڅخه ديهودوشکايتونواوپرله پسې پوښتنو په پام کې نيولوسره لويديځ دغه اقدام کړى خودمردوخ اودهغي په  څيردنورو  اسرايلى پوهانوپه خبره اسرايل اوس په منځني  ختيځ  کې دامريکاپه يوې نهايت پرمختللى فوځى کلا اوښتى ده .دکوم   موخه چې دهر هاغه چاټکول دي چې دامريکادحکم څخه سرغړاوى کوي .) باروخ  په خپل کتاب  کې په فلسطينيانوباندى داسريلودکيدونکوظلمونو  يوه بشپړه تجزيه کوي اوليکي:دترهګرودلټولوپه بهانه دشپې له مخى دفلسطينيانوپه کورونو  کې داسرايلي ځواکونو ګرځيدل يومعمول   ګرځيدلى .ډيرى اسرايلى  فوځيان دترهګرودلټون په بهانه کورونوته ننوځي اودکوروټول اسباب لوټي  .دانسانى حقونودتنظيمونوپورى تړلو  وګړو دسترګوليدلوپيښوپه بنسټ بى شميره رپورټونه  خپاره کړل خوکوم اغيزيى ونه لاره  داسرايلو د سياسي کړيو پيژندلى شخصيت  (افرام بورغ)  چې دليکوډګوندغړى دى په اسرايل   دنظر څرګندولوپه وخت ليکي  :  دوه زرم کاله پورې يهوددراتلونکوحالاتو  مقابله نه شي کولى داددى په خاطرنه   چې هغوۍ  تباه کونکى وسلى يا  ميزايل جوړکړي بلکه زمونږدهغواوږدوقربانيوموخه خوداوه  چې په نړۍ کې يونوى څلى جوړکړو لکن مونږپه خپل مقصدکې  ناکام شو.افسوس چې دشلوپيړيود پرله پسى مبارزواوکشمکش څخه وروسته مونږ  يواځي په نويوابادوکړاى شوخلکوباندى داسى يو حکومت جوړ کړى چې   داخلا قوڅخه   تش يوشرخوښى   ټولى يى چلوى زمونږ حکومت  دعد ل اوانصاف فقدان لرې اودبي   انصافى  او   ظلم والا حکومت د ډيرو ورځولپاره پاتى کيداى نه شي لکه څنګه چې  اسرايلى ټولني دزوال شيبى  شروع  شويدي .داوخت عرب سر  جيګولواوغوسې څرګندولو  ته اړدي د  اسرايلوپه ضددغوسې   لپاره   دهر عرب سينه  خلاصه ده اوپکى ښه په خوټيدوده  .افرام بورغ  ښه په نره وائي چې په ظلم اوزياتى جوړه     شوى ودانۍ ډير  زرپه ځمکه راغورځيږي  اوپه دغه بنيادچې اسرايل کومه ودانۍ  جوړه  کړى د هغى پاى زوال دى . مونږد  فلسطينى ميرمنو  په ژړونکي حالت ځانونه   ناګاره اچولي دي . داسرايلى خنډونوله  امله چې فلسطينى  ميرمنى دکوموغير انسانى حالاتوسره مخ دي هغه زمونږدتصور  څخه پورته دي .په کورونوکې دميندو  چيغې پورته دي ،ځينى کورونه  خوبيخى دسړيوڅخه خالي شويدي چرته  چې ښځى  يواځيتوب اوتنهاي عالم کې  شپې تيروي . که دغسى حالاتوکې کوم فلسطينى دځان مرګي بريدپه ترڅ کې زمونږهوټلونه  اوولسى ځايونه  په نښه کوي  نوپه دى    کې دحيرانتياڅه خبره ده ؟ مونږ هغوۍ ته  ژوندعذاب ګرځولى دى .اوس  هغوۍ ته په  مخ کى يوه لاره ده اوهغه داچې دوۍ  ځانونه يواځې الله ته حواله کړي .  مونږدخپل  حکومت په زورخودورځى   ترزروزيات فلسطينى  مشران وژلى شوخوايادادحل لاره ده نه !مشران  هميشه له ښکته پيداکيږي .

يادونه:

نوموړې ليکنه ژوند مياشتينۍ ته ليکل شوې وه.