• مجموعي کتنې: 110621

افريقا؛ خپل تېل ورپورې اور دي!

236 لوستونکي   کلونه وړاندې 4

افريقا؛ خپل تېل ورپورې اور دي!

ليکوال: استاد مصطفي محمد طحان

ژباړه: ډاكټر وحيدالله مصلح 

افريقا هغه وخت اسلام وپيژانده چې محمد صلى الله عليه وسلم خپلو څو ملګرو ته د حبشي(Abyssinia) په لور د هجرت حكم وكړ، ددې له امله نه يوازې ځايي خلكو اسلام وپيژانده بلكه ځينو يې اسلام هم ومانه، د عمرو بن العاص رضى الله تعالى عنه په لاس د مصر تر فتح كيدو وروسته اسلام په چټكئ سره په افريقا كې خپور شو، شمالي افريقا فتح شوه او او ډيرو خلكو اسلام ومانه، بيا چې كله اسلام د سترې سارا (صحراي اعظم) لورى واخيست، نو ډير اسلامي هيوادونه مينځته راغلل، لكه ګانا او مالي، وروسته د ختيزې افريقا په زنجيبار او حتى موزنبيق كې هم اسلامي هيوادونه جوړ شول.

د افريقا د پانګې لوټلو او د هغه ځاى د اسلامي او جهادي تحريكونو د ځپلو په خاطر استعماري ځواكونو هميشه افريقا خپله موخه ګرځولې، پيل يې پرتګال وكړ او هسپانيې پرمخ ويوړ، تر ټولو مهمترين يې هغه استعماري صليبي تيرى وو چې فرانسه، انګلستان، هايلنډ، بلجيم، ايټاليه او جرمني په كې سره شريك وو، ښكاره استعماري موخې په دې ډول وي:
۱-  د اسلام او عربي ژبې پر ضد جګړه، او د عيسويت او اروپايي ژبو پرمختيا.
۲-  ښوونځي، روغتونونه، او ټولې ټولنيزې ادارې بايد لويديز وهلى شي، او د لويديز سكولريزم اصول بايد پاخه شي.
۳-  د اسلامي تحريكونو ځپل او له منځه وړل، لكه د سنوسي تحريك، د عبدالقادر الجزايري تحريك، عبدالكريم الخطابي تحريك، او په شمالي نايجيريا كې د داعيين تر مشرتابه لاندې تحريك.
لنډه دا چې استعمار افريقا وويشله، د هغوي پانګه يې ولوټله، او اوسيدونكې يې ورته غلامان كړل، دوى يې په ځانګړې توګه د امريكا د نوي نړئ په منډويانو كې وپلورل.
د تيارې استعماري دورې له پنجې نه چې كله افريقايې هيوادونه ازاد شول، نو هلته يې داسي سكولر دولتونه ودرول چې د لويديز استعمار پاليسيو ته ژمن وو، د استعمار پر ضد كه له يوي خوا هيوادني او ملي خوځښتونه وزيږيدل، نو له بل لوري اسلامي تحريكونه هم مينځ ته راغلل چې د اسلام د تللي عظمت بيا را ګرځول يې غوښتل، او د عربي ژبي د بيا ژوندئ كيدا او پرمختيا لپاره يې كوښښونه درلودل، تر اوسه پوري په افريقا كې اسلامي تحريكونه مزبوت دي چې په سر كې يې  اخوان المسلمون قرار لري، چې په ډيري تيزئ سره خپريږي او ستر ولسي محبوبيت يې پيدا كړي دي، په همدې توګه جماعت اسلامي هم يو مستحكم اسلامي حركت دي، د واتيكان له دغه باطل ګومان سره سره چې ( افريقا به په يوه ټاكلي وخت كې عيسايې كيږي) حقيقت دادي چې افريقا د خپل اصل (اسلام) په لوري په تيزئ سره ګامونه اخلي.
د امريكا زړه راښكون
د امريكا پخواني ولسمشر بل كلنټن په مارچ او اپريل،1998 كې د ګڼو افريقايې هيوادونو دوره وكړه، تر هغي وروسته يې وويل (اوس وخت راغلي چې د امريكا ولس افريقا د خپلو ترجيحاتو د لړليك په سر كې راولي)، د امريكا د ولسمشر دغي وينا، د افريقا په اړه د امريكا تګلاره ښكاره كړه، تر هغي وروسته د امريكا د بهرنيو چارو وزيري مېډلين البرايټ د څو افريقايې هيوادونو دوره وكړه، په داسي حال كې چې شته امريكايې ولسمشر جورج بوش هم په جولاي2003 كې د ګڼو افريقايې هيوادونو دوره وكړه تر څو د كلنټن كړني او پاليسئ راسخي او مستحكمي كړي، د كلنټن له سفره وروسته تر اوسه پوري د افريقا د لويې وچې په اړه عموماً، او د ساحلي او قرنِ افريقا (Horn of Africa) هيوادونو په اړه په ځانګړي توګه د امريكا كړنلاره څرګنده ده.
د سوډان د ويشلو سازش
امريكا چې كله يې هم د بشري ستونزو په حل كې عملي زړه راښكون نه دي ښودلي، هماغي امريكا د دارفور مسئله ډيره ښه راپورته كړي، امريكا له دي څخه مخكې تر څو كلونو پوري د جنوبي سوډان د جلا كولو په لار كې ډيره توده ده، هغي د نړيوال فشار په اچولو سره د جنوبي سوډان خلكو ته د خپل اختيار عوښتلو حق وركړي، اوس د دولت او جنوبي بيلتون پالو تر مينځ په تړون كې دا خبره شامله ده چې د تړون له تنفيذ نه شپږ كاله وروسته به د جنوبي سوډان خلك د ټول پوښتني په ترڅ كې په متحده  سوډان كې د اوسيدو او يا جلا كيدو پريكړه كوي، په سوډان كې د امريكا د زړه راښكون راز په دي كې دي چې د سوډان د تيلو ډيري محفوظي زېرمې د جنوبي سوډان په سيمو كې ميندل كيږي، كه چېرته جنوبي سوډان له شمالي څخه جلا شي نو امريكا ته به دغو زېرمو ته رسيدا ډير اسانه شي.  ياده دي وي چې د سوډان د تيلو ۶۵ سلنه اوس چېن تر لاسه كوي، كوم چې د امريكا د متحدو ايالتونو غټ حريف ګڼل كيږي، له سوډانه د تيلو په راويستلو كې هم د چېن كمپنئ مركزي كردار تر سره كوي، چېن دا حقيقت ښه درك كړي چې د افريقا په لويې وچې كې د تيلو، غازو او هر راز قيمتي معدني كاڼو چې په سر كې يې الماس راځي، د نړئ تر ټولو غټي زېرمې ميندل كيږي، په همدې شاليد كې امريكا له دغي سيمي سره ژور زړه راښكون لري، او د افريقا په هيوادونو كې د لاس وهنو باني لټوي، د همدې مقصد په نظر كې نيولو سيه امريكا، ايتوپيا وټپوله چې په صوماليا كې د اسلامي محاكمو د هغه نظام پر ضد پخه كار كړنه وكړي چې په ډير لنډ وخت كې يې د هيواد په ډيري سيمو كې محبوبيت تر لاسه كړ، د كوم نظام په واسطه چې ( په1992 كې په صوماليه كې د امريكا تر مداخلي را وروسته) د صوماليا خلكو د اطمينان ساه واخيسته، مګر اوس صوماليا يوي نوي جګړي په غيږ كې اخيستي، او دا ځكه چې اسلامي محاكم امريكا تورنوي چې ددوي پر ضدي يې ايتوپيا راپورته كړي وه.
د افريقا تيل
د قرنِ افريقا حالت هم د افريقا د لويې وچې له مركزي سيمو څخه ډير توپير نه لري، په ځانګړي توګه د صحرا له ساحلي هيوادونو، كوم چې په ختيز كې له سوډان څخه نيولي د لويې وچې په لويديز كې تر ګنّي پوري خپور دي او چېرته چې د نړئ د تيلو ډيري غټي زيرمي شتون لري، افريقا نن سبا د ورځي9 مليونه تيل راباسي، چې د ايران او وينزويلا د تيلو د مجموعي توليد سره برابر دي، دا په داسي حال كې د ګنّي  خليج د تيلو توليد24 اربو ته رسيږي، امريكا هملته ځي چېرته چې تيل او د صهيونيانو ګټي وي، امريكا اوس خپل نظر پر افريقا او د بل كلنټن په وينا (د افريقا پر نقشي) اچولي دي.
د ګنّي  خليج د تيلو يوه ځانګړتيا دا ده چې  امريكا ته يې په رسولو كې ډير لګښت نه تر سره كيږي، او دا ځكه  چې نوموړي خليج د امريكايې اقيانوس سمندر په دا بلي خوا كې پروت دي، او ددې برعكس امريكا ته د قزوين سمندر د تيلو په ليږلو كې نه يوازې د سوليزو ليارو اړتيا شته بلكه ډيرو لګښتونو ته به هم اوږه وركوي، په همدې توګه د عراق او خليج د تيلو د ترلاسه كولو په خاطر امريكاته په مخكې د جګړو ليار پرته ده، له همدې امله د افريقا تيل د امريكا لپاره يو بهترين بديل دي.
د جنګي كړنلاري يو مهم ځاي
زمونږه دغه تيار كړي مالومات د افريقا په لويې وچې كې د امريكا د ښكاره عسكري شتون راز بربنډوي، ددې پيل په1992 كې د صوماليا له نيواك نه شوي وو، مګر له سخت مقاومت له امله  امريكا له هغه ځايه وتښتيده او په جيبوتي كې ځاى پر ځاى شوه، هلته يې د فرانسويانو په خوښه يوه فوځي اډه جوړه كړه، امريكايې سمندري كښتئ په سره سمندر كې په تلونكو او راتلونكو كښتيو ژور نظر لري، امريكا په ټول زور سره كوښښ كوي چې له ګڼو هيوادونو سره د تړونونو په ترڅ كې د افريقا په مركز كې خپله اډه جوړه كړي، له هغي څخه يو هيواد مراكش دي، د ګڼو  راپورونو له مخي امريكا كوښښ كوي چې په مراكش كې فوځي اډه جوړه كړي، نوموړي اډه امريكا ته د تيلو د ليږد حفاظت يقيني كوي، او ورسره د اسلامي تحريك محاصره هم اسانوي.
په افريقا كې د امريكا ددغي پرمختلونكې اثر و رسوخ موخه داده چې د صهيونيانو اغيزې پراخي كړي او د عربانو پر شاتګ غټي كچې ته ورسوي، كه چېرته په افريقا كې چې د عربي نړئ لپاره د جنګي كړنلاري له مخي مهمترين طبيعي مقام دي، دغه حالت پر ځاى پاتي شي نو بيا به عربان ډېر څه وبايلي.
ټول قرنِ افريقا (سوماليا، جيبوتي، اريتيريا او ايتوپيا) سيمې ته له ورمخامخو خنډونو سره سره د نړيوال نظام د اغيزمنو ځواكونو د زړه راښكون مركز ګرځيدلي، هغه كه د سړي جګړي دوران وو او كه تر هغي وروسته، او ددې څو لاملونه دي، له دغو عواملو څخه يو يې د جنګي كړنلاري له مخي ددې سيمي ارزښت دي، له دغه ځايه څو سمندري ليارو ته په اسانئ سره رسيدا كيږي، ياني سور سمندر، د عدن خليج او د هند سمندر ته ، په دي توګه نوموړي سيمه، د نړيوال تجارت او د عربو له خليجه تر لويديزي اروپا او امريكا پوري د تيلو د انتقال ټولې لياري په ځان كې رانغاړي، له دي سيمي پوري د نيل شاو خوا سيمي هم تړلي دي.
د تيلو ميندنو په افريقا كې نړيوال زړه راښكون ستر كړي دي، د لومړي ځل لپاره په1979 كې په افريقا كې د تيلو څاه ګانې وميندل شوي، مګر د داخلي كشمكش او جګړو له امله پټرول ويستونكو كمپنيو كار پريښود، د نوي يمي لسيزې په پيل كې چې د تيلو څو كمپنۍ بيرته سوډان ته راغلي نو نه يوازې له جنوبي سوډانه تيل راوويستل شول، بلكه د سوډان له شمال، شمال لويديز او د نيل درياب له شاوخوا سيمو څخه هم تيل راويستل پيل شول، د امريكا توقع دا ده چې د افريقا د تيلو د توليد په كچه كې به ډيروالي راشي او د2010 كال په رارسيدو سره به له افريقا څخه امريكا ته ليږديدونكې تيل د امريكا د تيلو د ټول توليد25 سلنه جوړه كړي، دا په داسي حال كې چې چېن همدا اوس مهال د خپلو تيلو د توليد25 سلنه له افريقا تر لاسه كوي.
د ترهګرئ لوبه
د  قرنِ افريقا ډيري هيوادونه مسلمان دي، امريكا او اروپا د قرنِ افريقا په هيوادونو كې په ځانګړې توګه ترهګري او مسلمانان سره لازم او ملزوم ګرځولي دي، په همدې توګه يې د اسلامپالو او اسلامي تحريكونو پر ضد هميشه له كركې ډكه رويه خپله كړې ده، ددې ډيرې بېلګې شته، خو دلته به يې يوازې پر دوه و بسيا وكړو:
۱-  د سوډان د موجودو چارواكو پر ضد د امريكا له كركې او جګړې ډك موقف.
۲-  د سوماليې د اسلامي محكمو پرضد د امريكا موقف.
ايتوپيا د امريكا په مرسته په سوماليه كې لاسوهي وكړ او اسلامي محاكم يې له موګاديشيو پر شاتګ ته اړ كړل، په داسي حال كې چې په سوماليه كې د سياد بردي د حكومت له ړنګيدو وروسته په لومړي ځل د اسلامي محاكمو له بركته امن  او ټيكاو را مينځ ته شوي وو.

يادونه:

نوموړې ليکنه په نومبر ۲۰۰۸ کې ژباړل شوې وه.