• مجموعي کتنې: 144644

افغانستان کې تاريخ تکرارېږي!

401 لوستونکي   کلونه وړاندې 5

افغانستان کې تاريخ تکرارېږي!

 لیکوال :هیو ډیوېز – د لندن په شاهي کالج کې د دفاعي مطالعاتو استاد

ژباړه: ډاکټر وحیدالله مصلح

که د افغانستان پر ماضي نظر وا چول شي نو څرګندیږي چې هلته د بریتانویانو تیريو کوم ښه تاریخ نه دی لرلی، د ماضي له تجربو دا اخېستل کیږي چې د  بریتانویانو پوځونه به یو ځل بیا په افغانستان کې ماته خوري.

سره له دې چې په افغانستان کې د بریتانویانو د لومړیو درېو جګړو پرتله له روانې جګړې سره ډېر سر نه خوري، بیاهم باید بریتانیه په افغانستان کې له خپل تاریخه ډېر څه زده کړي، له ۱۸۳۹ زیږدیز څخه نیولې تر ۱۹۱۹ پورې په دوران کې بریتانوي پوځونو په افغانستان کې درې جګړې کړي او په درېواړو کې یې ماتې خوړلي دي.

مونږ درې واړه جګړې بایللي!

په ۱۹ مې پېړۍ کې د پېښو شویو جګړو لاملونه په افغانستان کې له ننۍ جګړې څخه جلا دي، خو بیا هم که د شخړې په ګډو ټکو نظر واچول شي نو دا ویل کیدای شي چې په افغانستان کې د بریتانویانو د بریالیتوب هیلې لږې دي.

لومړۍ افغان-انګلیس جګړه هغه مهال پېښه شوه کله چې بریتانیې ددې وېرې له امله پر افغانستان تیری وکړ چې روسي پوځونه مرکزي اسیا ته ونه رسیږي، تر دې چې پر ۱۶۰۰۰ پوځیانو راټول پوځ په ۱۸۴۱ کې له افغانستانه وویستل شو.

په ۱۸۷۸ کې بریتانیې پر افغانستان دویم برید وکړ، ددې حملې موخه هم د لومړۍ هغې په څېر وه، په ۱۸۸۰ د جولای په ۲۷ مه بریتانوي پوځونو په میوند کې څرګنده ماته وخوړه. دا  په داسې حال کې چې د نني افغانستان برعکس  په ماضي کې بریتانيې کوم سیاسي تړون نه وو کړی.

د دواړو هیوادونو تر منځ دریم جنګ په ۱۹۱۹ کې هغه مهال پېښ شو چې افغانستان له بریتانوي حکمرانۍ نه د خپلواکۍ اعلان وکړ.

په ماضي کې له بریتانيې سره نه دومره پوځي وړتیا وه او نه په سیاسي توګه د جنګ ګټلو مزبوته اراده، له ۱۹۱۹ څخه وروسته تر ننه په افغانستان کې ډېر بدلونونه راغلي، د نړۍ په اوږدو کې د بریتانيې د جګړو تجربه هم ډېره شوې او پوځي وړتیاوې یې هم بیخي نوې شوي دي.

د افغان  کلتور ارزښت

د ۱۸۴۱ جګړې په دوران کې سره له دې چې بریتانیه پر افغان کلتور د پوهیدو پر ارزښت پوه وه، بیا هم هغوی د معاملې کلتوري حل راویستل له خپل مقام سره مترادف ونه ګاڼه، او برېتانویانو د تشدد طریقې ته ترجیح ورکړه.

دا  ځل بریتانویان د افغانستان پر ثقافت او کلتور د پوهیدو پر ارزښت پوه دي، د ۱۸۳۹ افغان انګلیس جګړې په  ترڅ کې بریتانیه په  دې ونه توانېده چې افغانان د نوي حکمران منلو ته اماده کړي، ځکه چې شاه شجاع له بلې قبیلې څخه وو، د شاه شجاع د حکمرانۍ په مهال افغانستان په سیاسي توګه وویشل شو، چې پایله یې د تشدده ډک بغاوت په بڼه راڅرګنده شوه، هغه مهال بریتانوي پوځ د تشدد ځواب پر تشدد ورکړ، نو ځکه دا د مسئلې حل ثابت نه  شو.

بیا هم په تیر او نني افغانستان کې دداسې خلکو شمیر مشترک دی چې له لویدیزه سخته کرکه لري، دوی د تشدد په فعالیتونو درول کیدای شي خو له امله به یې په افغان ولس کې د بریتانیې پر ضد مخالفت نور هم ډېر شي.

نن په افغانستان کې شته بریتانوي پوځونه د هغه ځای په ثقافت او کلتور پوهېدو ته ډېره پاملرنه کوي، او د ځینو معاملو د حل لپاره غیر پوځي لیارې خپلوي، خو بیا هم د طالبانو په شتون کې د بشپړې غیر پوځي لیارې خپلول هم پوځ ته نا شوني دي.

اوس به له وخته مخکې خبره وي  چې وویل شي چې له کلتور څخه خبرېدل د بریالیتوب ضمانت دی، خو بیا هم د ماضي تجربو ثابته کړې چې له ثقافت څخه نه خبرېدنه د پوځ د ماتې ضروري لامل دی.

سرچینه:

http://www.bbc.co.uk/urdu/world/2009/07/090718_afghan_analysis_na.shtml