• مجموعي کتنې: 110620

په منځني ختيځ کې امريکايي کړنلاره!

436 لوستونکي   کلونه وړاندې 4

په منځني ختيځ کې امريکايي کړنلاره!

جمز کرت، د امريکا په سوارتمور پوهنځي کې د سياسي علومو استاد

ژباړه: وحيدالله مصلح

د اليکنه چې د (په منځني ختيځ کې امريکايي کړنلاره ) نوميږي ديو لويديزوال پروفيسور جيمز کرت هغه کينه کښې مشورې دي چې خپلو لويديزوال مشرانو ته يې په مذهبي او سيمه ايز لحاظ د مسلمانانو د ويشنې په اړه ورکړي دي. 

دا مهال د امريکا متحدايالتونه د اسلامي ځواکونو له لورې د يو ستر، لايتناهي او تباه کونکي خطرسره مخ دي . د سپتمبر له ١١ څخه روانه ترهګره بمباري د دې خبرې نښه ده چې دا خطر په نړيواله کچه پراخيږي . په لومړيو کې خو امريکا د کمونيزم د خطر څخه د ژغورنې په کوښښونو کې بوخته وه خو اوس د امريکا پرخلاف ديوې بلې کينه کښې (جګړه ايزې ) نظريې شتون  دا اشاره  ورکوي چې دا خطر راتلونکي څو نسلونه په خپل نيواک کې اخيستلاي شي . په هسته يي ټکنالوژۍ کې په تيزۍ سره ډيرښت رامينځ ته کيږي او اثرات يى په راتلونکي باندې دومره اغيزه اچولاى شي چې د امريکا دوه لوى لوى ښارونه د هسته يي حملې د بريد له امله  د تباهۍ ښکار ګرځيداى شي ، او داهم شوونې ده چې امريکايى ټولنه به په خپله په يو ويرونکي اور کې وسوځيږي .
په عراق کې شته بغاوت او پاڅون د سنيانو ملاټرلري ، د سني اوسيدونکو د دې رويې له امله په ټوله نړۍ کې د اسلامي جنګيالو په ځواک کې ورځ په ورځ ډير والى رامينځ ته کيږ ي . د اسلامي ترهګرو نړيواله شبکه چې ډيرى په کې سني سخت دريزه شامل دي ځواکمنه شوې او يو بنسټيز حيثيت يې ترلاسه کړى دى . پايله دا ده چې په نړۍ کې ټولو اسلامي ځواکونو د امريکا ، د هغى د اتحاديانو او په ټوليزه توګه د لويديز پر ضد صفونه جوړکړي دي ، د امريکا د شته حکومت او په ځانګړى توګه د جمهور ريئس بوش د حماقت له امله مونږ په دغه خطرناک حالت کې راګير شوي يو . نو اوس تر ټولو مهمه پوښتنه دا ده چې مونږ له دى څخه ځانونه وژغورو څنګه ؟ ددې لپاره شوونې لارې چارې د لبرالانو ، روايتي زاړه پالو او نويو زاړه پالو له لورې وړاندې کړاى شوي  دي. دا ټولې طريقې له لومړيه ازمويل شوي دي او پر پايلوي ټول خبر دي.
لبرال عناصر په ولسي خبرو اترو کې وړاندې وړاندې دي، د همدې له امله ټوليز حل دهغوى له لورې وړاندې کيږي. په دغو لارو چارو کې په ټوليزه توگه تکنيکي (تدبيري) ساتندويه اقدامات شامل دي د بيلګو په توګه غوره جاسوسي زرايع ، د هوائي او سمندري ميشت ځايونو په شميرو کې بهتراو وړ انتظامات او بيا او سمهال د زمکې لاندې لارو کې سفر او د پطرول وړونکو موټرو ساتنه .
په دغو ساتندويه اقداماتو کې تبديلي دومره اړينه نه ده څومره چې د امريکې په بهرنۍ کړنلاره کې د تبديلۍ اړتيا ده . د اسلامي هيوادونو څخه  دراغلو او په امريکاکې د شتو پرديو او خطرناکو پناه اخيستونکو اړونده کړنلارې کې  د بنسټيزې تبديلۍ اړتيا ده . د لبرال عناصرو خيال دا دى چې سختې اقتصادي او سياسي شخړې د اعلى درجې لبرال پوهانو د بيړنيو جوړوکړو پاليسيو د پلې کولو په واسطه حل کيداى شي .
امريکا ، د هغه اتحاديانو او لويديز لپاره د اسلامي ځواکونو له لورې د پيدا شوي صورت حال څخه د وتلو ممکنه تجويزونو څخه يو هم د امريکا په بهرنۍ کړنلاره کې بدلون دى . د اسرائيلو ملاتړ ، په اسلامي هيوادونو کې د امريکا پلوه حکومتونو جوړول او اوس مهال په عراق کې وسله والې کارکړنې هغه څه دي چې ډيرى مسلمانان يې په بده توګه پارولي دي . په بهرنۍ کړنلاره کې د بدلون تجويزونه اکثره د روايتي زاړه پالو له خوا وړاندې کيږي . دغه ډول تجويزونه د بهرنۍ کړنلارې اړونده مسئولينو او تخصصي پوهانو او په ځانګړي توګه د هغو له لورې چې اوس تقاعد شوي دي وړاندې کيږي . د بوش حکومت  او نوي زاړه پالي په اصولي توګه  دا حقيقت مني چې اوس بايد امريکا په اسلامي هيوادونو کې د مستبدو حکمرانانو له ملاتړ څخه لاسونه راټول کړي . ليکن ورسره ورسره دا هم يو حقيقت دى چې دوى د اسرائيلو د ملاتړ او په عراق کې د وسله والې جګړې په کړنلارې کې د بدلون پلوي نه دي .
داهم يو حقيقت دى چې که امريکا خپله بهرنۍ کړنلاره بدله هم کړې بيا هم په نړيواله سطح د اسلامي ځواکونو د دښمنانه موقف د دوام شوونتيا موجوده ده . القاعده او د هغو ملاتړې ډلې به په دى ډول ، له خپلې لارې څخه د امريکا په اړولو د ګلونو سهره په خپل سروتړي او بيا به په نويو او لا ډيرو انقلابي موخو سره د عمل ډګرته را کيوزي د بيلګو په توګه له اسلامي هيوادونو څخه د لويديز د اغيزو ليرې کول او په لويديزو هيوادونو کې د اسلام د اغيز او نفوذ زياتوالى .
په حقيقت کې د بوش حکومت او د نويو زاړه پالو له لورې وړاندې کيدونکى حل هم په خپل ذات کې يو انقلابي حل دى . دا يوازې د امريکا بهرنۍ کړنلاره نه وه چې تبدلي يى د هغوۍ په سترګو کې وه بلکه د منځني ختيز ، په ځانګړې توګه د اسلامي هيوادونو فطرت او يالږ ترلږه کلتوري تبديلي هغوۍ په خپلو مقاصدو کې شامله کړې وه . هغوۍ په اسلامي هيوادونو کې آزاد جمهوريت ، آزاد تجارت ، آزادې ټولنې او آزادو انساني حقوقو ته په رواج ورکولو سره غواړي چې د اسلامي ترهګرو ځواک بخښونکې سرچينې وچې کړي .
په هرحال ، د غير روايتي زاړه پالو دغو هوډونو مونږ عراق ته ديکه کړو او په دې ډول يى په اسلامي نړۍ کې د بغاوت لپاره د سونګ مواد برابر کړل .
دا په داسې حال چې امريکا د خپلو ټولو ټاکلو شويو مقاصدو په ترلاسه کولو کې په واضح  ډول پاتې شوې  او اوس امريکا د يوې عظيمې ناکامۍ او شرميدنې په لور روانه ده .
دا مهال د امريکا پرضد په اسلامي نړۍ کې د خپرې شوې غوسې او مخالفت د ليرې کولو لپاره د لبرالو عناصرو ، روايتي زاړه پالو او غير روايتي زاړه پالو له لورې وړاندې کيدونکى هيڅ حل هم هيله نه شي ورکولاى . اوس وخت راغلى چې د دې خطرې د مخنيوي په خاطر دى کومه نوې لاره غوره کړاى شي ، او يا دې هغه طريقه خپله کړاى شي چې په ريښتينو مانو کې يوه پخوانۍ طريقه ده کومه چې نيمه پيړۍ مخکې امريکا په نړيواله سطحه د کمونيزم له تحريک څخه د فارغيدو په خاطر غوره کړې وه .
د سړې جګړې په دوران کې چې امريکا د کمونيزم د نړۍ نيونکي تحريک څخه د فارغيدو په خاطرکوم اقدامات کړي وو ، اوس هم هماغه اقدامات په نړيواله سطحه د شتو اسلامي ځواکونو د راتلونکو خطرو د کمولو او يا ختمولو په خاطر غوره کيداى شي . د اسلامي نړۍ د ويشلو اقدامات په اسلامي نړۍ کې د شتو مختلفو طبقو پورې تړلى دي . د بيلګې په توګه د سخت دريزه مسلمان په مقابل کې ميانه رو مسلمان او د شيعه مسلمان په مقابل کې سنى مسلمان.  د سړې جګړې تاريخ مونږ ته دا راښايى چې د هرې سياسي نظريې سره د مقابلې بريالۍ طريقه دا ده چې د هغې نظريى اعتدال خوښي او سخت دريزه سره بيل کړاى شي ، په ځانګړي توګه په اروپا کې په ٥٠ لسيزه کې امريکا د دې طريقې له امله ، اعتدال خوښي مارکسيستان له سخت دريزه مارکسيستانو څخه په جلا ساتلو کې بريالى وه  او دا ويش د سړې جګړې د پاته شونو په توګه تر ډيره پاتى وو . د ويش دا کړنلاره په دريمه نړۍ کې ډيره کاميابه نه وه ، او داځکه چې اعتدال خوښي مارکسيستان چې چيرته موجود وو هغوى هلته د سخت دريزه مارکسيستانو او يا امريکا پلوه کمونست ضده حکومتونو له لاسه دمينځه لاړل .
نن هم په نړيواله سطحه د اسلامي اغيزو د ليرې کولو په خاطر همدغه طريقه نظر ته راځي چې اعتدال خوښي او سخت دريزه سره جلا کړاى شي . يو ځل بيا په اروپاکې ، د سياسي جمهوريتونو ، پرمختللي اقتصاد او آزادو ټولنو په رامنځ ته کولو سره د اعتدال خوښو او بنسټ پالو مسلمانانو د جداکونې طريقه د معتدلو عواملو په بنسټ د غور وړ ده . د اروپايى حکومتونو سره ډيرداسې وسايل او زايع شته د کومو په واسطه چې هغو په خپلو هيوادونو کې د ميشتو اعتدال خوښو مسلمانانو سره کاميابه سودا بازي وکړي  ترڅو دلته سخت دريزه مسلمانان نيست و نابود کړي  . په منځني ختيځ ، جنوب لويديزې اسيا او جنوب ختيزې آسيا کې د مسلمانانو د ويش دغه کړنلاره دومره کاميابه نه ده . په دغو هيوادونو کې د مستبدو حکومتونو، پراخه کچه غربت او طبقاتي امتياز له امله د سخت دريزو اسلامي عناصرو فعالايتونو ته دپرمختګ زمينې برابرې کړاى شويدي .
د سړې جګړې په دوران کې د ويش ډيره کاميابه کړنلاره د روس او چين ترمينځ په اړيکو کې د خلل اچولو استعمال وو . دغه کړنلاره په ١٩٧٠ لسيزه کې ريچارډنکسن او هنري کسنجر پيل کړه . په حقيقت کې د امريکا له لورې د روس او چين خپلمنځي اختلافاتو ته د هوا ورکولو څخه مخکې د دغو هيوادونو ترمينځ سخت اختلافات موجود وو . لکن د نکسن حکومت په ويتنام کې د جنګ بندۍ په خاطر په ١٩٧١- ١٩٧٣ دوران کې د روس او چين دا ختلافي صورت حال څخه ګټه پورته کړه وروسته بيا امريکى د چين او روس د جداکولو کړنلاره د کمونيستو ځواکونو د ويشلو لپاره  بنسټ وګرځاوه . د امريکايى حکومت دا کوښښ په سړې جګړې کې پر شوروي اتحاد د امريکا د حتمي فتحى لپاره يو مهم عنصر ثابت شو . په اوسني عصر کې پر اسلامي نړۍ د دې مثال تطبيق د موجودو شيعه و سني فرقه بند يو په ذريعه کيداى شي . سني او شيعه روانه فرقه يې جګړه په عراق کې د موجودې ويشنې په اړه په شدت سره اشارې ورکوي . ليکن د شيعه او سني مسلمانانو ترمينځ فرقه يې جګړې ، شکونه او شبهى او اختلافات په څو نورو اسلامي هيوادونو په ځانګړي توګه لبنان ، شام ، سعودي عرب او پاکستان کې هم په کافى اندازه شته .
په ټوليزه توګه سني مسلمانان شيعه ګانو ته کافر او لږکي وايى او شيعه ګان سني مسلمانان منافق او ظالم ګڼي .
په ټول اسلامي امت کې په مجموعي توګه سنيان ډيرزيات اکثريت يعني تقريباً ٨٣% دي ، په داسي حال کې چې د شيعه ګانو تعداد ١٦% دى او پاتى ١% وړې وړې فرقې دي .
په اکثرو اسلامي هيوادونو کې سنيان اکثريت کې دي لکن شيعه ګان د اسلامي نړۍ په ډيرو حساسو سيمو له لبنان څخه نيولي ترخليج فارس او ايران او نورو سيمو کې په ډير شمير کې شته دي. په ايران او عراق کې شيعه ګان په اکثريت کې دي . خو په لبنان کې تر ټولو قوي اقليت د شيعه ګانو دى . شيعه ګان د سعودى عربستان له تيلو څخه په ډک ختيځ ولايت کې په ښکاره اکثريت کې شته دي تقريباً په ټولو اسلامي هيوادنوکې هغه افراد حکمرانان دي کوم چې په يو ډول نه يو ډول سنيان ګڼل کيږي . په اوسني دور کې له ټولو لويو اسلامي هيوادونو څخه يوازې ايران يو داسې هيواد دى چيرته چې شيعه حکمراني کوي ، ليکن دا مهال په عراق کې د شيعه حکمرانۍ امکان په ناڅاپي توګه ديوې غټې مسئلې حيثيت غوره کړى دى . ( په شام کې دا وخت د حکمرانانو تړاو له علوي فرقې سره دى چې دغه فرقه له شيعه مسلک څخه په جلا کيدو کې مينځته راغلې ده ) . په اسلامي نړۍ کې د نفوس او سياست له لحاظه سنيان په غلبه کې دي . دا د تعجب خبره نه ده چې شيعه ګان هغوى ظالم او جابر ګڼي .
د سنيانو سخت دريزه عناصر د اسلامي خلافت د بيا ژوندى کيدو خوبونه ګوري ترڅو په ټوله نړۍ کې د اسلامي قوانينو حکمراني مينځ ته راشي . کله چې د ١٩٢٢ په وروستيو کې اسلامي خلافت (عثماني خلافت ) ختم کړاى شو نو اسلامي نړۍ په مختلفو دولتونو وويشل شوه او ترمينځ يى د خپل منځي سيالۍ سلسله پيل شوه . د نوي اسلامي خلافت د جوړيدو له امله د دولتونو او د هغوى د مرتدو او کافرو حکمرانانو خاتمه رامينځته کيږي . ليکن څرنګه چې سنيان شيعه ګان کافر ګڼي نو ځکه د اسلامي امت د سوچه خلافت دا اقدام به درست وي چې د انصاف د غوښتنې لاندې  د شيعه ګانو اغيزې کمي کړي او هغوۍ ترلاس لاندى وساتي . د همدې په خاطر د اسلامي خلافت دغه خوب چي څومره حقيقت ته نږدى کيږي د شيعه ګانو له خوا به د سخت دريزه سنيانو په ضد مزاحمت هماغومره زياتيږي . د اسلامي خلافت د بياژوندي کولو دغه پلان په اسلامي تحريک کې داسې يو درز دى چې د ټايم بمب په توګه هغه هروخت دوه ټوټى کولاى شي د کومى پايلې چې به ډيرې تباه کونکې ثابتى شي .
عراق د شيعه او سني اختلاف لپاره د ازموينې د يوې پيښې حيثيت لري .
په عراق کې اوسنى د تشدده ډک اوپر شکونو او شبهاتو ولاړ فرقه يې جنګونه د شيعه او سني مسلمانانو يا په ډيره سمه مانا د سني او شيعه عربانو ترمينځ د کورنۍ جګړې لپاره مقدمه ده . ځکه چې سني کردان له دواړه ډلو څخه د جدا اوسيدلو کوښښ کوي ، په دي حالاتو کې به  نړيوال اسلامي تحريک څنګه نظر ته راځي ؟ د دې چې کوم کشش او مانا نن شته هغه به تبديله شي . شوونې ده چې د اسلامي هويت تصور به ځينو مسلمانانو ته راښکونې وي ليکن دا اسلامي هويت به په جګړې کې دښکيلو شيعه او سني هويتونو په مقابل کې يقيناً ډيرکم شي . که د سنيانو او شيعه ګانو ترمينځ د اختلاف اغيزې ګاويډيو هيوادونو ته هم خپرې شي نو زياتوالى به په کې راشي . له شکه پرته که چيرته د سني او شيعه مسلمانانو دا اختلاف نه يوازې شديد او پراخه شي بلکه تراوږده مهاله وچليږي نو دا معامله به د سړي جګړي په وروستيو درې لسيزو کې د چين او روس ترمينځ د پيدا کړاى شويو شخړو څخه په هيڅ توګه د کم حيثيت لرونکې نه وي . په دغه صورت کې به نړيوال اسلامي تحريک خپله معنا او افاديت وبايلي او څوک به يې هم د نوم اخيستونکى پاتى نه شي . په اسلامي نړۍ کې به سني اسلامپالي او شيعه اسلامپالي او سيږي او دا دواړه ډلې به د امريکاپه ځاى خپل ځانونه د يو بل ترټولو زيات د ښمن ګڼي . په عراق کې د سني عربانو تعداد له هميشه څخه په اقليت کې پاتې شويدى .(دامهال دغه تعداد ٢٠-١٥ سلنه دى ) په شيعه عربانو اوسني کردانو دظلم اوستم اوږود تاريخ او داسلامي مقاومت داوسني ملاتړ له امله چې هدف يې شيعه ګان اوسنى کردان هم دي سني عربانو ته د ډير څه ځواب ورکولو غوښتنه کوي .
 په همدې ډول هغوى د يو ويروونکي کورنۍ جګړې بنسټ ايښى دى .د سني عرب مشرانو ولسي بيانونه چې هرڅه وي ، ليکن په حقيقت کې هغوى پر عراق خپل اقليمي حکومت غواړي . همدا لامل دي چې هغوى داسې جابرانه نظام غواړي د کوم لاندې چې د هغو ګټې همغسى خوندى شي څرنګه چې د بريتانيې په لاس عراق تخليق شو او ترهغې لامخکې هغه څه چې د عثماني سلطنت په دور کې کېدل . څرنګه چې سني عربان يو وړوکى اقليت وو، د همدي له امله جوړيدونکې هرسني حکومت په ځانګړي توګه جابرانه حکومت وو .
اودخپل اقليتي بنسټ دتلافي په خاطر په دې حکومت کې شاملو افرادو په شيعه اوکرد اوسيدونکو باندې غير معمولي ظلمونه کول . په شلمې پيړۍ کې عراقي ټولنې دنوي پرمختګ په لار ګام اخيستى وو . په دغه دوران کې شيعه ګانو او کردانو ورو ورو ډير اقتصادي او تعليمي وسايل ترلاسه کړل،همدغو وسايلو دهغوى سياسي تحرک اونظم ممکن کړ . له دې څخه داخبره واضح کيږى چې وروسته رامينځته شوو حکومتونو ولې داسې ظالمانه تګلاره غوره کړه دکومې له امله چې دبعث ګوند ظالمانه حکومت منځ ته راغى اودصدام حسين دحکمرانۍ وينه تويونکى دور پيل شو . حکومت له بره څخه فشار زياتولو ترڅو له ښکته څخه دشيعه ګانو او کردانو دفشار مخه ونيسي .
دصدام دحکومت پرتله اکثراً دشوروي يانازي حکومتونو سره کيږي ، بهرني تنظيمي اسکليټ يى ډير دشوروي اتحاد بڼه غوره کړې وه ، په داسې حال کې چې دداخلي هيکل لپاره يى ترټولو ډير نازي اندوخيال نمونه ګرځولى وه .
دبلې پرتلې سره سم صدام حسين دهټلر – بعث ګوند دنازي ګوند او عراقي ولس دجرمني ولس کردار ادکاوه . له دې څخه هم سمه پرتله داکيداى شي يعنى چې بعث ګوند دنازي ګوند دخاصې څانګې اس ، اس (S.S) او ُسني عربان په ټوليز حيثيت سره دنازي ګوندتمثيلونکي وګڼل شي داپه داسې حال کې چې دنازي ګوند شمير دټول جرمن اوسيدونکو ٢٠% وو.
د١٩٩٠ لسيزې ترپايه سني عربانو نه يوازې داچې ددغې جابر حکومت په واسطه بې شميره ګټې ترلاسه کړى بلکه هغوې ددې حکومتي نظام دبديل په توګه  دبل منلو وړ حکومتي نظام تصور هم نه کاوه . اوهيڅ راز جمهوري نظام يې هم نه منلو. هغوى ته داهم معلومه وه چې که چيرته دهغوۍ دحکومت تخته واوښتله اودهغوۍ ساتندويه ادارې ختمې شي نوبيا به په هيواد کې دبشپړ انتشار راج وي ، اوله اوږده مهاله کړيدلي شيعه ګان اوکردان به يقيناً دکسات په خاطر ميدان ته راکيوزي .

په اپريل ٢٠٠٣ کې چې کله امريکادصدام حسين حکومت ړنګ کړ نو دسنيانو له  آنده دا ډير بدکار وشو ، خو بيا هم تراوسه لادعراقي اردو اوبعث ګونددپاته شونو په بڼه دهغو ى لپاره دتحفظ اسباب موجودوو. ليکن په مۍ ٢٠٠٣ کې دامريکادنيواکګر فوځ متکبر خو نااهله مشر پال بريمر دعراقي فوځ او بعث ګوندونو ديوى مخى څخه دختمولو حکم جاري کړ . هغه داحکم هم جاري کړ چې ټولي حکومتي اداري دروغتيااو ولسي اسانتيا برابرونکو ادارو په شمول دې له بعث ګوند څخه پاکى شي .
دبريمر داحکاماتو مطلب داوو چې په لکونو سنيان دې بى روزګاره شي .
په اقتصادي توګه سنيان دانتهاي نهيلي کيفيت ښکاره شول ، له دې څخه هم بدتر صورت داشو چې کله هغوى پوه شول چې لکه  څنګه چې په منځني ختيز کې نورې عامي وژنې شوي ( دبيلګو په توګه ١٩١٥-١٩١٨ کې دارمينيا نسل وژنې ، ١٩٧٥-١٩٩٠ دلبنان کورني جنګونه او بيا په ١٩٨٧-١٩٩٠ پورې دصدام حسين په لاسونو دکردانو وژنه ) دوۍ به هم په دغه څير دعامو وژنو ښکارګرځيږي . داخبره دحيرانيدووړنه ده چې په دى حال کې به سنيان نهيلي کيدل بلکه هغوى ته به د ( ژونديا مرګ ) په شان کفيت پيداکيده او بيا به هغوى په هرې ممکنى طريقې سره دامريکادنيواک په خلاف منظم مقاومت پيلاوه . دبعث ګوند د پټو فوځيانو او ُسني اسلامي حرکتونو څخه ناببره راپورته شويو باغي ګروپو نو هغوى ته زمينه برابره کړه .
په دې کې ډير وخت ونه لګيده چې دزمانې په بدنام سني مثلث کې (د مضمون دليکوال په اند) بشپړه روزل شوى بغاوت رامينځ ته شو او په دې کې هم ډير وخت ونه لګيده چې سني جګړمارو په شيعه اوسيدونکو شديدې او مستقلې حملې پيل کړې .
دبش حکومت په خپلو کوښښونوبوخت دي . ليکن دهغو دامقصد په ممکنه توګه غير حقيقى اونه ترلاسه کوونکى ښکاري .
عراق دويش دکړنلارې لپاره مناسب تجربه ځاى ګرځيداى شي . اوپه ريښتينې توګه د ( سني دشيعه په مقابل کې اوکرد مليشې دسني ترهګرو په مقابل کې ) ترمينځ ويش رامنځته کيداى شي . دامريکاپواسطه روزل شوي وسله وال شيعه ګان اوکردمليشى په خپلو سيمو کې په بشپړه ډول دسني مقاومت کوونکو دتباه کولو وړدي . (له شکه پرته دامهال دامريکا دسرپرستۍ لاندې نوي جوړيدونکى ساتندويه فوځ ډير په شيعه او کرد وګړو مشتمل دى .په فطري ډول به اوس هغوى دشيعه اوکرد فوج  بڼه غوره کوي ) . په دې حالاتوکې به  په فطري ډول د وسله وال شيعه اوکرد فوځ تګلاره بى رحمانه وي .  اوهغوى به له خپلو خپلو سيمو څخه ډير سني اوسيدونکي په داسې توګه وباسي لکه څنګه چې په يو ګوسلاويا کي نسل وژنې وشوى . په دې ډول به سني اوسيدونکي دمرکزي اولويديز عراق اودبغداد اوموصل ځينو برخو پورې محدود شي . که چيرته امريکا دشيعه اوکرد وسله والو په واسطه سني جګړه مارو ته دماتې ورکولو کړنلاره تياره کړاى هم نه واى نو بيا به هم شيعه ګانو اوکردانو څوک چې دسنيانو مخالفانه بريدونه پارولي وو په خپله دسني جګړمارو دماتولو کړنلاره جوړه کړى واى . ايران له لومړيه دشيعه مليشو سره مرسته کوله اوکرد مليشه خو ديو بشپړ فوځ دصلاحيت ترلاسه کوونکې ده . دعراق پاى هم ديو ګو سلاويا په څير دمتضادو نسلي دولتونو دويش په څير ښکاريږي . ليکن ددې ويش له امله به په شيعه او کرد سيمو کې اسلامپاله بغاوت ختم شي .
داډيره واضحه ښکاريږي چې دسني ، شيعه او کرد جلا، جلا دولتونو دقيام لپاره د ددغو ډلو ترمنځ جګړي به دامريکا دگټو په خلاف وي اودابه امريکا په يو ستونزمن او پريشانونکي صورت حال کې وغورزوي . په هر حال ، که چيرته امريکايى وسله وال فوځونه په عراق کې ډير پاتى نه شي نوبيا به هم عراقي نسلى ډلې يا دولتونه يو دبل عظيم دښمنان وي ، له عراق څخه دامريکايى فوځو تر وتلو وروسته به دعراقى ولس داکثريت په زړونو کې امريکا ديو عظيم دښمن په توګه موجودوي ، سنيان او ښايى شيعه ګان به هم په يقينى توګه امريکا ددښمن په توګه يادوي . او په همدې توګه کردان هم . اوداددې په خاطر چې امريکا به يو ځل بيا هغوى يوازې پريږدي .  ليکن دنسلى ډلو په حيثيت به هاغه جماعتونه په آني اوعملي ډول دهغوى دښمنان وي څوک چې دهغو په قتلولو بوخت وي .
په عراق کې دامريکاپه خلاف داوسنى بغاوت اوشورش څخه داسلامپالو اواسلامي ترهګرو نړيوالې شبکې په طاقت کې زياتوالى رامينځته کيږى .  ددې پرعکس په عراق کې دمختلفو ډلو ترمينځ دجنګ له امله دمنځنى ختيز په نورو هيوادونو کې که نه وي نو لږ ترلږه په عراق کې خو اسلاميت بى مانا پاتى کيږى .
که سني عرب مسلمانان ، شيعه ګان دسني کردانو په شمول هلاکوي اوددې په ځواب کې شيعه ګان ، سني عرب مسلمانان قتلوي نو اسلام ته به کوم حيثيت پاتى شي ؟
په دغه ډول جنګ کې به دعراق سني عربان دسني مسلمانانو انتهايى سخت دريزو مسلکونو يعنې وهابيت اوسلفيت ته مايل شي او د ردعمل په توګه به شيعه اوکرد په سني سيمو ، سني مثلث اودبغداد وموصل په سيمو بريدونه وکړي . داوسني نهيلۍ اوخپګان په عالم کې داسې ښکاري چې سنيانو دخپل قوم او بقا په مخکى له پرتو خطرو څخه بې نيازه دکوترې په څير سترګې بندې کړي اوناست دي ،دوۍ دخپلو حکومتي وړتياو ، دمهذبو اوښکلو دودونو اوطريقو، انصاف او په خپل سلطنت کې په نورو وګړو داغيز منې حکمرانۍ په سبب دعروج او نه ماتيدونکې احساس لري . هغوى داسوچ هم نه شي کولاى چې په هغوى هم تباهي اوبربادي نازليداى شي . نن هم غټ غټ سنيان دا غلطونکې دعواکوي چې په عراق کې سني عربان په اکثريت کې دي .
سني عربان خپل ځانونه حقيقي جنګيالي او په کمزورو او بى وسو شيعه ګانو حکمراني خپل ميراثي حق ګڼي .
ډير به ښه وي که هغوى په ياد کړي چې په ١٩٥٤ کې ددويم نړيوال جنګ په پاي کې په جرمني فاتحانوڅه تير شول ؟ ٣٠ لکه وګړي هلاک شو ل ، ٨٠ لکه وګړو خپل وطن دهميش لپاره پريښود او ٩٠ لکه وګړو په ختيز جرمني کې دشوروي اتحاد له لورې تر ٤٠ کلونو کمونيست حکومت وزغامه.او بياله شکه پرته دممتازو وګړو حيثيت ددغو فاتحانو نوم ونښان خاورې کړ. دشيعه ګانو په اړه دهر راز خبرو په ضمن کې دايران حواله ضروري ده . ايران دشيعه ګانو ترټولو لوى هيواد دى، ددوۍ اسلامي حکومت له ١٩٧٩ څخه د امريکا سخت مخالف دى. او ددې پايله داشوه چې امريکا له اوږدې مودې څخه داسلام شيعه فرقه دسنيانو په نسبت د ځان لپاره يوه ستره خطره تصورکړې ده،لکه څنګه يې چې يوځل (په ځانګړې توګه په ١٩٤٠ لسيزې کې) دشوروي اتحاد په ځاي چېنايي کمونېزم دځان لپاره ستره خطره محسوس کړې وه، دايران له لورې ډېره خطره په هاغه توګه  داتومي وړتيا ترلاسه کول دي لکه څنګه چې د ٥٠ لسيزې په ورستيو او ٦٠ لسيزې په لومړيو کې چين ترلاسه کړې وه.او بيا يې په ١٩٦٤ ميلادي کې بريالۍ اتومي تجربه هم وکړه.
که دايران شيعه وي او که ددنيا دبل کوم ځاى شيعه ، هغه امريکا ته په پرله پسې توګه دشک وشبهې په سترګه ګوري او دامريکا په خلاف نفرت څه چې حقارت په زړه کې لري.شيعه ګان د امريکا ريښتيني اتحاديان نه شي جوړيداى ليکن هغوى دکومې سخت دريزې سني ډلې يا حکومت په  ضد چې ددواړو دښمن وي دامريکا حربي اتحادي جوړيداى شي.چې ددوۍ همدغه معامله دالقاعده او دهغوى له ملګرو سره ده او که چېرته انقلابي وهابيان او سلفيان په سعودي عربستان کې حکومت تر لاسه کړي نو همدغه معامله د هغوى سره هم کيداى شي. 
ايران لومړنى اسلامي اتومي ځواک نه دى ، په پاکستان کې هم اسلامي عناصر شته اوله هغوۍ سره خوله لومړيه اتومي وسله شته ، په ځينو معاملاتو کې پاکستان اوايران يو دبل عکس دي ، په ايران کې حکومت دامريکا سخت مخالف دى په داسې حال کې چې دولس رويه نسبتاً دوستانه ده . ددې پرعکس ، په پاکستان کې حکومت زياتره له امريکا سره مرسته کوي په داسې حال کې چې عوام هميشه دامريکاسخت مخالف وي .  پردى برسيره ، په ايران کې ډيرى اوسيدونکي شيعه ګان دي ليکن سنيان هم واضح اقليت (تقريباً %١٠) دى . ددې پرعکس په پاکستان کې سنيان واضح اکثريت لري ليکن شيعه ګان هم واضح اقليت (تقريباً %١٥) دي .
ددغو دواړو خطرناکو اسلامي بمونو په ضد له امريکا سره کومه ښه متبادله کړنلاره نه شته . دبوش  دحکومت له شورماشور سره سره دامريکا سره دايران داتومې پلانونو په بشپړ اومستقله توګه دتباه کولو د عملي وسله والې کار کړنى لاره نه شته اودپاکستان پرضد دفوځي کار روايۍ شونتيا خوبيخي لږه ده . ترکومه چې دويش کړنلارې تعلق دى ، لومړۍ طريقه (اعتدال خوښي دسخت دريزو په مقابله کې ) ښاي په پاکستان  اوايران کې داتومې وسلوپه ضمن کې اغيزمن ونه خيژى . ددواړو هيوادونو اعتدال خوښي او سخت دريزې دواړه خپل خپل ولسونه داتومي ځواک په توګه ليدل غواړي . دتقسيم په دويمه کړنلاره (دسنيان اوشيعه ګانو ترمينځ ) کې ښه او بد دواړه امکانات شته دى . دايران اکثريت شيعه ګان اودپاکستان اکثريت سنيان په خپلو خپلو هيوادونو کې داقيتونو پرضد په ناروا کار روايانو کې بوخت دى .
په دواړو هيوادونوکې موجود دغه صورت حال ددواړو هيوادونو ترمينځ دشخړو لپاره کافي امکان برابر وي . پردى سربيره ددواړو هيوادونو ترمينځ هغه بريد (سرحد) چې بلوچستان ويشي هم متنازع دى .
که چيرته دا دواړه هيوادونه اتومي ځواکونه وي نو ددواړو هيوادونو ترمينځ داتومې جګړې دخطرې او بحران پيداکيدو کافي امکان شته .  که چيرته په عراق کې دشيعه – سني شخړې نهايت سختى اوداوږده کورني جنګ بڼه ونيسي نو بياپه پاکستان او ايران دموجودوو شيعه – سني شخړو دزياتيدو امکان ډير دى . ددغوحالاتو له امله به دعراق په ګاونډ يو هيوادونو ايران او پاکستان کې داوسيدونکو په جدا جدا هويتونو او يو دبل په ضد په کينه کښو رويو کې ډير زياتوالى رامينځ ته شي  . دشيعه او سني دپراخه ويش له امله به اتومې ايران او اتومې پاکستان په نهايت خطرناک او ويجاړونکي توګه يو دبل مخى ته راووځي . دامريکا دبهرنۍ پاليسۍ هيڅ معقول پوه او ماهر ددغه ډول صورت حال دپيداکيدو غوښتونکى نه دى .
په هر حال ، دامهال که دامريکاتګلاره هر څه وي ، بالاخره به دايراني بم په ګاونډ کې پاکستان بم وى لکه څنګه چې اوس دهندوستاني بم په ګاونډ کې پاکستانى بم دى . په نورو الفاظو ئى که ووايو نو دزمکى ددى کرى په يو ې انتهايى اورغورزونکى اوله تشدده ډکى سيمى کې به درې نوي او غير معتبر اتومې قوتونه په يو صف کې ولاړ وي .
ددرې اړخيزو ستونزو په څير ددغو دريو اتومې ځواکونو دحرکياتو په اړه هم کومه وړاندوينه نه شي کيداى ، ليکن کله چې دغه حرکيات عمل ته مخه کوي نودنړيوال اسلامي تحريک په ډيرو اوسنيو پريکړو به وغوړيږي او دماضي برخه به يى وګرځوي . په دغو حالاتوکې به دشيعه اتومي ايران او دهندو اتومي بهارت ترمينځ سني اتومې پاکستان دعراق دسنيانو په څير دتباهۍ اوبربادۍ له ويرونکې خطرې سره مخ شي .
لکه څنګه چې امريکا دکمو نيزم په حوالې سره دلومړي ځلى لپاره دچين او شوروي اتحاد دويشلو تګلاره نه وه پيل کړې دغه څير د اسلام په تناظر کې امريکا دسنيانو او شيعه ګانو دخپل منځى ويشنى پيل نه دى کړى . په هر حال لکه څنګه چې دسړې جګړې په دوران کې امريکا دويش له عمل څخه ګټه پورته کړى وه اوس هم دويش له کړنې څخه ګټه پورته کواى شي .
کله چې امريکايى ځواکونه له ويتنام څخه وويستل شول . نو امريکا په هندوچين سيمو کې دغير کمونيستو حکومتونو دجوړولو پلانونه پريښودل دنيمې لسيزې په دوران کې لومړى دشوروي اتحاد حليف کمونيست ويتنام دچين په يو حليف کمونيستې کمبوديا باندې حمله وکړه اوبيا کمونيست چين په کمونيست ويتنام باندې بريدو کړ .
امريکايى حکومت دريګن په مشرۍ ددغه صورت حال اوکمويستو دولتونو دخپل منځي اختلافاتو څخه په ګټه اخيستنې کې بريالى وو . دهمدغو اصولو لاندې که چيرته امريکاله عراق څخه وتل غواړي نو هغوى به په منځنى ختيز کې دجمهوري حکومت دقيام لپاره غير حقيقى پلانونه پريږدي .
ديوې لنډې مودى لپاره به داسلامي امت ترمينځ مرکزي تنازع هغه وي کومه به چې دسنيانو اشيعه ګانو دمينځ څخه راپورته کيږى . دابه لومړى دعراق دسنيانو مقدروي اوله څه مودى وروسته به دپاکستاني سنيانو مقدرشي .  داعمل به په حيرانوونکي ډول سنيان سره په متحدکيدو اړ باسي ، په دغه تناظر کې به دامريکا په خلاف دسني مسلمانانو توجه بى ځايه او په حقيقت کې بى مانا وي .
امريکاته په کارنه وه چې په اسلامي نړۍ کې دپرمختګ په حوالى سره يى دپرديو اوناخوښو تصوراتو په تپلو سره په عراق حمله وکړه . اوس دامريکا لپاره بهتر ينه لاره داده چې له عراق څخه ووځي او په اسلامي امت کې موجود داخلي اوفطري اختلافات په خپل انداز کې زيات کړي. امريکا ته په ملتونو اوهيوادونو کې دموجودو ځايي حقايقو او له لومړيه دموجودو اختلافاتو څخه په خپل انداز سره دګټې اخيستنې کوښښ کول په کار دي .