• مجموعي کتنې: 110617

مروه الشربيني؛ د حجاب شهيده!

261 لوستونکي   کلونه وړاندې 4

مروه الشربيني؛ د حجاب شهيده!

ډاکټر وحيدالله مصلح

وينه، هو په وينې لا هم د اروپا د وحشي تمدن، وږې سُولې، او تږي فرهنګ تنده نه ده ماته، د پرون تاريخ  او د نن كيسو يې زمونږ په لوى وطن كې د ارزښتونو لوبه دومره ذليله بايللې چې كساتګرو او ترهګرو لارويانو يې هغه د خپل پړسيدلي او مغرور تمدن په خېټه كې هم لكه ټپي دښمن پر مېرمنې ګوزارونه د خپل تاريخ،وطن، او تمدن لپاره پيغور ونه ګاڼه.

هو هغوى پيغور، اخلاق، تمدن او نور فطري ويونه له خپل فرهنګه ويستلي، او د لغړې او بې مهاره ازادۍ پر كلتور  يې د تمدن او غيرت  مرۍ ته زندۍ ور اچولې، د كليسا تاريخ ، اروپايي  شاهان او د دوى تمدن ټول په يوه  هديره كې ښخ دي.

د مروه نيمګړى ژوند!

مروه الشربيني يوه 32 كلنه مصرۍ مېرمن ده، مېړه يې علوي علي عكاظ نوميږي، عكاظ چې د خپل دولت له خوا المان ته د زده كړو په خاطر لېږل شوى وو، له ځان سره يې خپله مېرمن مروه هم وړې وه، له بده مرغه له شهادته يو كال مخكې نوموړې د كوچنيانو په يوه  باغ كې له يوه  الماني28 كلن ځوان الكس ډبليو سره لفظي شخړه راغله، الكس چې په خټه روسى دى او په المان كې ميشت شوى له مروه څخه وغوښتل چې د كوچنيانو ټال دې د هغه ځوى ته پريدي، او ورپسې يې سمدلاسه ورته پر كنځلو لاس پورې كړ، هغه پر مروه ورټوپ كړ، حجاب يې ترې وغورزاوه او ترهګره يې وبلله.

مروه په محكمې كې پر الكس ډبليو دعوه وكړه، بالاخره پر مجرم 750 يورو جريمه كيښودل شوه، الكس ډبليو په محكمه كې مروه تعقيب كړه اودچړو اتلس ګوزارونه يې پرې وكړل،مروه د ګوزارونو تاب رانه ووړ او په داسې حال كې شهيده شوه چې د دريو مياشتو ميندواره وه. هغې ډېرې چيغې وكړې، سلګۍ يې ووهلې او چې كله د وحشي ګوزارونو په تل كې پرېوته نو ژغورونكى يې ونه مينده!  هو! هغه وغورځيده خو د امت عظمت يې غورځيدو ته پرينښوده.

دمروه بورې مور په ژړا ويل  چې ما هيڅكله  ددې تصور نه شواى  كولاى چې لور به مې د ترهګرۍ ښكار او انځورونه به يې په رسنيو كې خپاره شي، هغې ويل  چې ددې پرځاى چې د بيا راتلو پر مهال مې لور په غېږ كې نيولې  واى  او ښكلولاى مې اوس به يې پر تابوت ورغورځم .

دا د نن كيسه نه ده !

هو كله چې مروه د چړو په څوكو بې پته كيده او حجاب يې غورځيده ښايي بيخي  په همدې مهال به د اسلام په لوى وطن كې  ډېرو عربو اوعجمو د رقصونو او پايكوبيو محفلونه ننداره كول!

هلته كه له هر ګوزار سره د مروه الشربينى عزت خاورې او سر سرتور كيده،نو دا ځكه چې زمونږ امت لږ تر لږه حجاج بن يوسف نه لري!

كه  پرون  مالديپ د ناهيد د بند جرم ته تن وركاوه نو د ناهيد په وينو ليكلي دستمال هم د حجاج غوندې  ظالم حكمران غيرت  دومره پاراوه چې له امله يې د هند نيمه وچه د اسلامي لښكر كوربنه وه، هلته بيا د ارزښتونو لوبه ماتې ته نه پريښودل كيده او ترهغه توده وه چې د پيغلو غچ يې په ډيره مهذبه بڼه واخيسته، هو دومره مهذبه چې بيا كله محمد بن قاسم د خپل برخليك لپاره بغداد ته ستنيده نو د هند ولسونو يې مجسمې جوړې كړې او ويل  يې چې تر دې وروسته ته زمونږ ژغورونكى او ديوتا يې !

مونږ د عافيې لوټ شوى پت ژړلو!

دا خو يوازې مروه نه ده، د عافيه صديقي كيسه هم لا نه ده هيره شوې، هغه چې د نفتو سوداګرو يې د بګرام په زندان كې پر پت او روان لكه وحشي ايږانو حملې وكړې،پر هغې يې دومره تيري وكړل چې له امله يې ذهني توازن وبايله، عافيه په بګرام كې د پرله پسې جنسي تيريو لاندې وه، هغه يې د غسل او نورو اړتياو لپاره د نارينه وو داسې تشنابونو ته وړله چې ټولو به لغړه ليدله … عافيه د عدل او ديموكراسۍ په امريكا كې هم مصئونه نه ده، هغى د محكمې قاضي ته وويل  چې په زندان كې  پرماتيري كيږي، لاسونه راباندې تړي او بيا مې په زوره لوڅوي او ددې ټولو ويديويي انځورګري هم كيږي، هغې ويل  چې نه يوازې لوڅوي مې بلكه په پښو كې راته قرانكريم غورځوي او ځوروي مې ….ځكه خو د عافيې ويرجنې خور د مسلمانانو په اجتماع كې چيغې كړې، په سلګيو شوه او ويې ويل  چې چيرته دى محمد بن قاسم چې له امريكايانو زما د خور پت راو ګرځوي؟ هلته خو بيا د محمد بن قاسم ارمان ګډونوال هم ژړا ته كينول، ټول سلګيو ونيول، او اوښكو يې د بې وسۍ خجله انځور جوړاوه.

لويديزې رسنۍ ولې زكام دي!

د ډېرې مودې پخواخبره ده، د شارون د ځوانۍ منګ وو، فلسطينيان د صبره او شاتيله په كمپونو كې در په دره خواره پراته وو، شارون لكه قصاب له  خپلو لښكرو سره راغى او كمپونه يې محاصره كړل، هغوى به پيغلې او ځوانې ښځې لومړى  بې پته او بيا به يې د مرګ پر كومې تيرولې، زاړه، واړه او ځوانان يې ټول له يوې مخې له تيغه تيرول، په دريمه ورځ چې رسنۍ خبرې شوې نو تر3000 ډير فلسطينيان له ژونده محروم وو. پوښتنه دا ده چې دغه  مهال رسنۍ ولې وركې وې؟ او ولې يې خبر نه جوړاوه؟ دا په دې مانا نه چې رسنۍ لږې وې، او يا يې خبر ته لاس نه رسيده، هغوى خو د شوروي اتحاد له منځه او د سايبيريا له دښتو د ظلمونو كيسې راسپړلې او خبرونو به يې د خلكو غوږونه كڼول، خو اّيا د اسرايل په خوا كې د دوه وړو كمپونو له ټولوژنو نه خبريدل؟

د ا څو ورځې مخكې رخسانه صابري امريكا ته د جاسوسۍ په تور په تهران كې بندۍ وه، ومو نه ليدل چې لويديزو رسنيو څومره هوا وركړې وه؟ ته به وايې چې په نړۍ كې نورې پيښې قيامت شوې او د رخسانې په بنديتوب نړۍ بدمرغه شوې !

خو كه د مروه د شهادت كيسه د لويديز په رسنيو كې لټوئ نو ستړي به شئ، او څرك به يې پيدا نه كړئ! ايا دا ظلم نه دى؟ لږ تر لږه مروه يوه  ښځه وه نو امريكا او د بشر د حقوقو دعوه داران چېرته په زمكه ننوتل؟ كه نوموړې يهودۍ واى  نو رسنيو به اور لګولى واى ، كه هغه د كوم ليبرال حركت برخه واى ، كه هغه د كليسا پاپانو ته كږه واى ، كه هغه يوه  ذليله نڅاګره واى  نو د لويديز ټولو رسنيو به ورته د اتلې كردار وركړى واى . له دې ټولو څرګنديږي چې د لويديز رسنۍ د يو نا سپيڅلي هدف په تعاقب كې پرله پسې سانسوريږي، لورى وركول كيږي او د صهيوني، صليبي تمدن د ګټو په چوپړ كې په ريښتينيو خاورې اړوي.

يو جاپاني ژورنالست يو وخت ليكلي وو: هغه ورځ تللې ده چې امريكا به  پرنجى وكه نو اّسيا به زكام ونيوه ، دا يو ډېر پر ځاى طنز دى، اوس اسلامي نړۍ د لويديز له رسنيو بې نيازه ده، په خپلو هيوادونو كې يې داسې  رسنيو وده كړې چې لږتر لږه پرې اروپايان هم تر نيواكګرو لويديزو رسنيو ډېر باور لري. له ښه مرغه په نړيواله كچه اسلام انلاين، الجزيرې او نورو عربي رسنيو او په ګران هيواد كې اصلاح انلاين، ملي اصلاح او نورو ژمنو رسنيو ډېر په وخت موقف ونيوه ، او خبرونه يې پرې جوړ كړل.

اروپا د تمدني تقابل ډګر!

د مروه شهادت كومه ځانګړې او نا څاپي پېښه نه ده، دا ټول په يوه  پراخه  تمدني تناظر كې كيږي، په نړۍ كې داسې دوه تمدنونه سره په كشمكش كې دي چې يو يې حيا، پت، او حجاب خپل تمدني ارزښتونه بولي او بل يې د ارزښتونو هديرې لري، هغوى ميرمنې د دويم مخلوق په توګه د سړيو لپاره زيږيدلې سات تيري ګڼي، لوڅوي يې، نڅوي يې او د كور له عزته يې د ټولنيزې متعې په توګه بازار ته باسي، پرهغوى د هوسونو وحشي شهوتونه  ماتوي، شپه يې د سړيو په غيږ كې او ورځ  يې د ماشين په كار كې بوخته  وي، په لويديز كې دغه ستړې ميرمن د ورور له لورينې ، د پلار له شفقته، د مور له بې پنا مينې او د مېړه له ځواكمن مصئونيت او ملګرتيا بې برخې ده، هلته ښځه  يوازې ده، محرومه ده او ذليله ده.

مروه ولې ووژل شوه؟ هغه ددې له امله نه ده وژل شوې چې مصرۍ  وه او يا د المان په ملت كې پردۍ! بلكى هغه د هغې حجاب له امله  ووژل شوه چې د اسلامي تمدن وياړلې ځانګړنه ده، كه نه هلته په اروپا كې ډېرى مسلمانانې شته چې بې حجابه او لنډه غرې ګرځي، ويدا صمدزۍ هم ګرځي او د عربي نړۍ ډېرې د حسن ملكې هم د خرمستانو شهوتونو ته نڅيږي، ولې پر هغوى ګوزار نه كيږي؟ دا ګوزار پر يوې مصرۍ ميرمنې نه، بلكه بريد پر دين، كلتور او  تمدن شوى، مروه په اروپا كې د اسلاموفوبيا قرباني شوه، د هغې  د ژوند پاى د اروپايانو د ډيالوګ د پاى په تعقيب پيښيږي، د بي  بي سي عربي خپرونې سره سم د هغې قاتل له مسلمانانو ژوره  كركه درلوده او په محكمې كې يې د مسلمانانو د ذليلتابه څرګندونه كړې وه.

زما خورې، ګيله مه کړه…

په پاى كې زما خورې او اې په سلګونو ټولو هغو خويندو چې د اشغال په  زندانونو كې بې پته  او شهيدې شوئ! تاسو له امت نه ګيله مه كوئ، زمونږ مشرانو د غيرت  او اسلام پر سر له خپل غليم سره سودا  كړې …  نو ځكه  تر څو چې ويشلى امت بيرته راټول او د يووالي مزله ته  هوډ ونه كړي، د عظمت  پړاوونه  او نښې ونه وهي، او پر اسلام عزتمن نه شي، تر هغې به لكه د پروني اندلس او نني لويديز، ابوغريب او بګرام زمونږ په كورونو كې د صليب لښكرې زمونږ د ميرمنو پتونه لوټي .

يادونه:

نوموړې ليکنه په جولای ۲۰۰۹ کې ملي اصلاح اونيزې ته ليکل شوې وه.