وحیدالله مصلح
یوه لویه
امپراتوري چې په قلمرو کې یې لمر نه ډوبېده، په همدې ورځ د افغان په توانمنو مټو
شرمېدلې ماته شوه، په دې خاوره د انګلیس استعماري ظلمونو او محرومیتونو او د
پلورلیو دولتدارانو غلامانه تحمیل نور حماسي او پارېدلی ملت لاشعوره او ویده نه شو
ساتلی، د دې خاورې یو مېړنی ولس چې له خپلې خاورې او دین څخه ننګه تر ټولو لوړ
ارزښت بولي، او خپل ځان د همدې خورا لوړ رسالت ساتونکي بولي، نور د بنګړو دا
بار په شا نه شو ګرځولای.
د خپلواکۍ
مبارزه!
داسې تاریخي
شواهد شته چې د لومړۍ نړیوالې جګړې په تيارۍ کې د انګلیس سیالو خواوو امیر حبیب
الله ته پلاوي رالیږلي وو او د انګلیس په مقابل کې د جهاد د اعلان په مقابل کې یې
د پراخو مالي او پوځي مرستو ژمنې ورسره کړې وې، خو امیر د خپل محافظه کارانه
پالیسۍ له مخې هغوی منفي ځواب کړي وو، او په دې ډول پاچا یوه تاریخي موقع له لاسه
ورکړې وه.
په لومړۍ
نړیوالې جګړې کې د انګلیس بېساري ګډون د هغوی ځواک ټکنی کړی وو، هغوی په دې برید
کې نه وو چې د هند نیمه وچه او د حماسو غرنی افغان هیواد دې په خپله ولکه کې
وساتي، هغوی بانې او پلمې لټولې او په تطمیع یې ځایي خرڅ شوي دولتونه له ځان سره
مل ساتل، د انګلیس همدغه ضعیفه موقعیت په هیواد کې د پاچا له سوړ او غلام موقف نه
مرور سمون پالي خپل ښه راتلونکي ته هیله من کړي وو، داسې ویل کیږي چې سمون پالو په
ګډه د امیر حبیب الله خان د وژلو پلان او تطبیق عملي کړ.
ولس د یوه پاخه
مشرتابه په لټه کې وو چې نور یې د مکناټن د ارمونو له غلامۍ وژغوري، د سردار
نصرالله خان او امیر امان الله خان تر لنډې سیالۍ وروسته امان الله خان پاچا شو،
په ټاکل شوي نوي پاچا کې د دې وړتیا وه چې د ولس هیلې ریښتینې کړي، د هغه پر
افکارو د محمود طرزي اغېز پروت وو، طرزی چې په سیمه کې د انګلیس پر ضد د مقاومت
سمبول وو، هغه د انګلیس پر خلاف زښتې ډېرې لیکنې کړې وې او د انګلیس ضد دې حد کې
له افغان سید جمال الدین له مبارزې متاثر وو، نو له همدې امله د ولس هیلې او
امیر امان الله خان عزم سره جوړ راغله، او په دې ډول د قیادت او قاعدې همغږې
مبارزې انګلیس د یوې بوږنوونکې ماتې په کرښه ودراوه.
د هیواد
عصري کولو هڅې!
تر ازادۍ
وروسته امیر امان الله خان د هیواد د پرمختیا لپاره د سمونونو تدابیر ونیول، د
نوموړي دغه تدابیر په دوه مرحلو کې د یادونې وړ دي، په دې ډول چې په لومړي پړاو کې
امیر د پرمختګ ګڼ پلانونه تر کار لاندې ونیول لکه د حمل و نقل وسیلې او لوی سړکونه
جوړول، د زراعت په میدان کې د شکرې، چایو همداراز د شنو میوجاتو او وچو میوو د
تولید ډېرول او په معیاري بڼه د اروپا بازارونو ته لیږل، له کابله تر
کندهاره او تر ډکې د اورګاډي پټلۍ په پام کې نیول شوې وې، یو لوی دولتي بانک
جوړول یې په نظر کې وو، د دې تر څنګ یې په هیواد کې د عصری ښوونځیو او دولتي
تشکیلاتو نوي کولو ته پاملرنه کړې وه.
دا او دېته
ورته نور پلانونه او کړنې هغه عیني او عملي سمونونه وو چې واقعاً زمونږ هیواد ورته
اړتیا درلوده، د دغسې مترقي پلانونو په عملي کیدو سره کیدای شو نن زمونږ هیواد په
سیمه کې بې سیاله وای، مونږ به د اسیا په پرمختګ او اقتصادي ښېرازتیا کې خام
مواد نه بلکه لوبغاړي وای.
د اروپا
سفر هغه پردی کړ!
د سمونونو دویم
پړاو هغه مهال پیل شو چې پاچا د اروپا له بېسارې اوږدې شپږ میاشتینۍ دورې هیواد ته
راستون شو، پاچا د اروپا له داسې پرمختګ نه اغېز من شوی وو چې د پېړیو خواریو
شالید او تاریخ یې له ځان سره لرلو، د اروپا پرمختګ د کوم سلیقوي رېنسانس په پایله
کې نه وو رامنځته شوی، بلکه د اروپا صنعتي انقلابونه او پرمختګونه تر دې ډېر
بنسټیز وو چې مونږ دې یې د سلیقوي او کلتوري بنسټونو په ړنګولو کې ولټوو،
پاچا او ورسره ټیم چې کله د ترکیې په هیواد کې تم وو، او د هغه ځای پرتم او تمدن
ته یې عقل هیښ شوی وو نو فکر یې کاوه چې دا د کمال اتاترک کمال دی، دا د هغه نظامي
هجوم برکت دی چې په پایله کې یې عثماني خلافت وړنګیده، ترکیې خپل هویت
وبایله او له خپلې ماضي وشکیده، خو دا خوارکیان په دې کله پوهېدل چې د ترکیې دا
تمدن او دا عظمت د عثماني خلافت احسان او میراث دی، او ځوان سیکولر قیادت که
څه کړي وو نو هغه یوازې د څو سلیقوي او مذهب ضد ریفورمونو په حد کې وو.
د ماتې
کیسه!
په هر صورت،
لومړی خو دا چې په دومره اوږود سفر د پاچا وتل خپله یو معقول کار نه وو، له بلې
خوا د اروپا او نزدې ترکیې څخه دومره نامانوس او پردي ریفورمونه له ځان سره راوړل
چې نزدې ټول یې سلیقوي او غیر عیني وو یو خام کار وو.
پاچا خپل هیواد
په راستنېدو پرته له دې چې د خپل ملت دیني او کلتوري ارزښتونه درک کړي په
داسې بیړنیو رفورمونو یې لاس پورې کړ چې د ملت د متدینو او سنتي خلکو پراخه غبرګون
یې راوپاراوه، هغه د کابل په مختلفو سیمو کې پولیس ودرول او د محجبو میرمنو له سره
یې د خنجکونو په واسطه چادریانې وغورځولې، د خلکو په مخ کې یې د خپلې مېرمنې له
سره ټیکرې وغورځاوه، اروپایي لباس او شپو خولۍ یې په ښوونځیو او دولتي ادارو کې
جبري کړی وو، د څلورو مېرمنو نکاح یې منع وګرځوله، هغه په عسکري نظام کې د ږیرې
خریل جبري کړل، او تر ټولو مهمه دا چې د اروپا په سفر کې د ملکه ثریا سر لوڅي
او د میني ژوب انځوران په کافي شمېر کې خپاره شول.
له همدغه ځایه
وو چې د ملت او پاچا د افکارو او لیدونو په منځ کې نه یواځي توپیر رامنځ ته
شو، بلکه واټنونو یې مخالف لوري واخیستل، څومره چې پاچا پردي فکرونه جبري کول تر
هغې ډېر په خپله په ملت کې پردی کېده، ډېر ژر عامه غوسه او خپګان پېل او په تعقیب
یې پر یوه غښتلي مقاومت واوښته، داسې چې د پایلې په توګه یې نور پرونی محبوب او
غازي امان الله خان د پردیتوب او تنهايۍ له یو عالم احساس سره ایټالیا ته کډوال
شو.
سره له دې چې
ځینې تاریخپوهان د امان الله خان پر ضد د دې مرحلې په مقاومت کې د انګلیس مداخله
نه ردوي خو په دې اړه کوم لیکلي کره شواهد په لاس کې نه شته او صرف د تحلیلونو په
حد کې ثبت دي.
یو ځل بیا
د استعمار کوربانه!
د زمري تر اته
ویشتمې وروسته دا لومړی ځل نه دی چې مونږ یو وار بیا بې واکه کیږو، د
کمونیستي کودتا په تعقیب د شوروي ځواکونو بې شرمانه تیري له امله ټپریدلی ملت د څو
لسیزو قربانیو وروسته د انګلیس او امریکايي ځواکونو اشغال دمې ته پرېنښود،
امریکايي ځواکونو په یوه داسې ملت حمله وکړه چې د یوې پېړۍ په اوږدو کې یې د دوه
سترو ځواکونو د ماتولو ویاړ لرلی، او په دا نزدې تیر کې خو یې د هغوی سیال شوروي
ته بیخي تاریخي ماتې ورکړې وه، په دې حساب یواځې امریکا نه بلکه نړۍ د افغان
اسلامي جهاد مرهونه وه، د دې پر ځای چې نړۍ تر جګړې وروسته افغانانو سره د
مرستې او دلاساینې سیاست کارولی وای پر ځای یې امریکا د ټولو نړیوالو قوانینو پر ضد
د افغانستان پر حریم تیری وکړ، هغوی د شورویانو په څېر نابللي ځواکونه دي چې د خپل
مشروعیت لپاره د ملګرو ملتونو مادې تعبیروي، هغوی لږ تر لږه د پوهاند رباني د دولت
لیکلې هوکړه هم له ځان سره نه لري، او د تیري ټولې مرحلې یې د سیا او متحدې ټلوالې
له قومندانانو سره په پنجشېر او تاجکستان کې د پټو شفاهي خبرو په بنسټ عملي
شوي.
د ملت پر
ضد جګړه!
د جګړې شوق
افغان ملت نورو هیوادونو ته نه دې وروستلی، دا د نفتو او صلیب جګړه ماران دي چې د
خپلې ماتې شوق دې هیواد ته یو ځل بیا رارسولي، هغوی اصلاً تاریخ نه لولي، د
ننۍ پرمختللې ټیکنالوژۍ نازولي ځواکونه د دې تحلیل له درک نه عاجز دي چې که پرون
دلته د انګلیس ځواکونه د هغې مهال د پرمختللیو وسلو په لرلو سره د میوند په دښته
کې د ایوب خان د تورې او ملالې د ټپې تاب نه شو لرلای نو نن یې هم دا وژونکې
ټیکنالوژي د افغان مقاومت له عتابه نه شي ژغورلای.
د امریکا او
انګلیس د تیري په بیخي تازه لومړیو کې رسنیو د ننګرهار په کړم کې د امریکايي
بمبارډ له امله د ۱۰۰ په شاوخوا کې افغانانو د ټولوژنې خبر ورکړ، کله چې رحیم الله یوسفزي
له سیمې د سترګو لیدلی حال بي بي سي ته وایه نو اواز یې په ستوني کې غریو
ونیو او راپور یې پوره نه شو کړای، هلته ځینوخلکو دا پېښه د طالبانو پر ضد د
امریکايي جګړې یوه نادره کیدونې پېښه انګېرله، خو د تیري په ټولې مودې کې د نظامي
او ملکي خلکو نه توپیر خلک د حقیقت درک ته اړ کړي دي، کله چې د بمبارډ او نظامي
عمل په ترڅ کې وژل شوي افغانان ولسمشر هم ژړا ته کیناوه نو خلکو د وژل شویو
افغانانو په نسبت په خپلې بې وسۍ وژړل، کله چې د ننګرهار په هسکې مینې کې پر
ورا بمبارډ وشو نو د برید قربانیان ددوه ناوکیانو په شمول نزدې ۵۰ میرمنې
او کوچنیان وو، کله چې په نورستان کې د سورلیو پر موټر بمبارډ وشو نو قربانیان یې ۲۲ ولسي
خلک وو، کله چې په بالا بلوک کې پر خلکو سپین فاسفورس استعمال شو نو تر ۱۵۰ ډېر
افغانان یې قربانیان وو، او بالاخره کله چې له ۲۰۰۱ نه تر
اوسه د دغه نظامي تیري له امله تر ۸۰۰۰۰ ډېر افغانان له منځه تللي، ترې
ډېره ښه معلومیږي چې جګړه د چا پر ضد روانه ده! دا ټولې وژنې او ورانۍ
د جګړې موخه او لوری ډېر ښه ټاکي، اصلاً دلته په دې سیمه کې د افغانانو او په
ځانګړي توګه د پښتنو د نسل وژنې او قامي ذلیلتوب، دیني او ملي غرور د ځپلو او قتل
توطئې روانې دي.
دا څرنګه
غوسه ده چې د نیویارک د ۳۰۰۰ قربانیانو په بدل کې د لکونو عراقیانو او په لسګونو زرو افغانان
وینو یې لا هم تنده نه ماتوي، دا څومره له اټکله لیرې نه پرتله کیدونکې
مقایسه ده!
د خپلواکۍ
لمانځنه او ټاکنې!
په ګران هیواد
کې د بدمرغې کمونیستي کودتا نه وروسته دولتي تلویزیون خلکو ته په پاکستان کې پښتنو
پر تاریخي کردار جوړ شوي فلمونه نندارې ته ایښودل، د بېلګې په توګه د خیبر دره،
عجب خان افریدی او ډېر نور ، دې فلمونو به د مطلوب حالت پر ضد په خلکو کې دیني او
ملي ننګ او حماسه پاروله، او تر پخوا به یې لا ډېر د نظام پر ضد پاڅون ته هڅول، کټ
مټ همدغه تجربه نن هم روانه ده، د ازادۍ د ورځې لمانځنه په ملت کې د خپلواکۍ
شعور نه یوازې پیدا کوي بلکه پخوي یې هم، زمونږ په هیواد کې ددې ورځې لمانځنه په
خلکو کې د خپلواکۍ بایللی احساس ژوندی کوي، خلکو ته لږ تر لږه دا پوښتنه
دروي چې مونږ په نړۍ کې د ازاد ملت په توګه اوسیږو او که بې واکه؟
اوس نو باید دې
پوښتنې ته ځواب ولټول شي چې ولې زمونږ د خپلواکۍ ورځ د ټاکنو په جنجالي مبارزو کې
پټه او تته شوه؟ ایا نه شوای کیدای چې ټاکنې دې له دې نېټې مخکې او یا
وروسته تر سره شوې وای؟
تاریخ بیا
تکراریږي!
داسې ښکاري چې
په دې سیمه کې د ماتې تاریخ یو ځل بیا د مکناټن په بچو را څرخېدلی، دلته کټ مټ
د تېرې خپلواکۍ د جګړې کردارونه په نویو بڼو کې لوبیږي، دلته د شاه
شجاع، مکناټن، ایوب خان او ملالۍ، او په لیرې بنګال کې د مسلمان نما میر صادق او
میرجعفر کردارونه ډېر څرګند دي، ښايي د اوس لپاره تخمیر شوي ځينې افغاني
ذهنونه دا استدلال وکړي چې د کومو عواملو له امله ګوډاګیانو دې تیري ته د مشروعیت
ورکولو هڅې کړي او په ګدیو یې ناست دي؟ خو د سبا ورځې لپاره په تاریخ کې د
دوی ځای او مقام ریزرف دی، که نن څوک د شاه شجاع د بې وسۍ او مجبوریت لاملونه د
هغه مهال اشغال ته د مشروعیت د استدلال په توګه نه مني، نو اوسني دې یې هم خپل
ځانونه په همدې معیار کې اندازه کړي.
دا یوازې
احساساتي دعوه نه ده چې د حماسو په تاریخ کې یو ځل بیا د ګټندویه افغان او
بایللي اشغال کیسې زمونږ راتلونکو بچیانو ته د ویاړ نو مقام ورکړی، بلکه خپله د
لویدیز مشران او څیړونکي یې هم پر اعتراف اړ کړي دي، دا څه موده مخکې د لندن په
شاهي کالج کې د دفاعي مطالعاتو استاد هیو ډیوېز په خپلې یوې لیکنې کې ویلي وو چې
که د افغانستان پر ماضي نظر وا چول شي نو څرګندیږي چې هلته د بریتانویانو تیريو
کوم ښه تاریخ نه دی لرلی، د ماضي له تجربو دا اخېستل کیږي چې د بریتانویانو
پوځونه به یو ځل بیا په افغانستان کې ماته خوري … باید بریتانیه په افغانستان کې
له خپل تاریخه ډېر څه زده کړي، له ۱۸۳۹ زیږدیز څخه نیولې تر ۱۹۱۹ پورې
په دوران کې بریتانوي پوځونو په افغانستان کې درې جګړې کړي او په درېواړو کې یې
ماتې خوړلي.
همداراز د بي
بي سي په یوه راپور کې راغلي چې د برتانیا ابزور ورځپاڼې هم دافغانستان په هکله
یوې تحلیلي مقالې کې دیو برتانوي لوی پوځي منصبدار داخبره راخیستې چې په کابل کې
یې دیوې هلي کوپټرې دسپرلۍ په مهال دورځپاڼې خبریال ته ویلي دي چې دافغانستان
منظره پاس له هوا ښه ښکاري، له پاسه هرڅه سیده او مستقیم ښکاري، سړکونه لیدلای شي
، سیندونه ، او کلی هرڅه واضح او څرګند ښکاري خودخواشینۍ خبره داده چې لاندې په
ځمکه بل واقعیت دی .
خو د
تاریخ تر تکرار وروسته ؟
نن که نړۍ یو ځل بیا د افغان جګړې په خونړي تل کې د یو قطبیتوب له زبيښلي نیواکه ووځي نو د پایلې په توګه که یې ګڼ سیمه ایز ځواکونه راپورته کیږی یو به یې د هند دولت وي، پاکستان هم داسې پرمختللی نظام او ټکنالوژي لري چې له بلا ننګونو روغ ووځي، خپل هیواد او ویشلی ملت په وفاق کې دومره کلک ساتي چې که پرون د شوروي اتحاد ګواښونو او پلانونو تجزیه نه شو کړای نو نن یې هم د لویدیز دا بې مهاره ناتارونه د پرونۍ تجربې په رڼا کې د ټپریدلي افغان په ټاټوبي کې ایسار کړي، ایران او زمونږ نورو ګانډیانو خو په خړو اوبو کې له پخوا خپل کبان نیولي دي، خو د افغان غریب بخت لا هم لکه جواري د هیلو او بوږنوونکو وېرو په منځ کې ټکنی دی، ایا تر بریا وروسته به بیا هم ننګونې وي چې لکه سپېره برخه به زمونږ پر تاریخي بریاو راغوړیږي؟ او که به زمونږ د اسلام پالي ملت دا خواروزارې لسیزې نورې د هیواد مادي او معنوي رغونو او د یوه صحیح خپلواک اسلامي نظام په سیوري کې لږه دمه وويني
لیکوال او تحلیلګر
وحیدالله مصلح د ننګرهار ولایت، روداتو ولسوالۍ اصلي اوسیدونکی او اوسمهال په کابل کې مېشت دی. نوموړی له ننګرهار طب پوهنځي څخه په ۱۳۸۴ ل کال کې فارغ شوی دی.