وحيدالله مصلح
زمونږ ګران
هېواد په خپله غېږ کې ډېر اتل کردارونه پاللي او لوی کړي، سلطان محمود غزنوي، ميرویس نيکه او ابدالي احمدشاه
بابا د همدې تلپاتو اتلو کردارونو هغه نومونه دي چې که مونږ نن د وياړ لپاره څه
لرو نو ښايي د همدوی د ملي او اسلامي کارنامو مرهون منت وي. د سومنات او پاني پت
جګړې، دصفويانو بېسارې ماته او د ګرګين وژل هغه پېښې دي چې ددې ملت ارزښتونه ورپورې
تړلي او مونږ د خپل يو داسې ماضي سره تړي چې عظمت يې مونږ ته د نن په نامراديو کې هم
هویت، مورال او معنويت رابښي.
دې ملت تل د ارزښتونو په ننګه شاندارې جګړې
پر مخ نيولي، دين او خپلواکي هغه ډېر قوي موردونه دي چې ملت پرې هيڅکله سودا نه ده
کړې. هو! له دې ملت نه پردي شوي او تپل شوي محدود غلام کرکترونه هيڅکله ددې ملت
دهویت او تاريخ استازيتوب نه شي کولای…
زمونږ د هېواد په تاريخ کې د زمري اته ويشتمه
ځانله یو ځای لري. خو د اسد اته ويشتمه نه زمونږ د وياړونو او خپلواکۍ د پيل
مبدا وه او نه د پای ټکی… بلکه دا یو داسې مېړنی تسلسل وو چې ددې ملت په تاريخ او حال
دواړو کې ريښې لري… همدې تسلسل دا ملت د زمري د اته ويشتمې پر خپلواک تاريخ ودراوه.
د اسد اته ويشتمه له انګليس سره د پراخو جګړو د قربانيو یو شاليد له ځان سره
لري، دا نېټه ښايي يوازې د افغان قربانيو او انګليس د ماتې د تمثيل په توګه
وګڼل شي… که نه د خپلواکۍ د تاريخ په متن کې د ملت غازي کردارونه او د انګليس د ماتو
ډېرې کيسې خوندي دي.
افغانانو د خپلواکۍ
تسلسل وقفې ته نه دې پرېښی، د اسد اته ويشتمې پسې لسيزې وروسته د سلواغې شپږويشته (د
شوروي اتحاد ماته) او بیا د نن تاريخ جوړوونکې پېښې ټولې ددې لپاره شته ثبوتونه دي. خو
له بده مرغه چې مونږ کله هم د خپلواکۍ تر ګټلو وروسته د جګړې پايلې نه دي راټولې
کړي… د زمري پر اته ويشتمه که له يوې خوا امير امان الله خان د غازي لقب ګټي او دده
په مشرۍ دا ملت د اتل پر مقام دريږي نو له بده مرغه تر خپلواکۍ وروسته ددې ملت
له ديني ارزښتونو سره د ټکر هغه پلمه لويديز ریفورمونه نوموړی د بلې ماتې پر مرحلې
ننباسي… لسيزې وروسته دې غازي ملت بیا هم خپل رشادت وښود، له شوروي اتحاده د هيواد
د ژغورنې په ليار کې يې د اسلامي نهضت ملا وتړله او د خپلواکۍ جګړې يې د تېرې پېړۍ
یو نه ماتېدونکی ځواک د تاريخ په تيارو کې ورک کړ… خو تر خپلواکۍ وروسته د داخلي
تپل شويو جګړو اور يو ځل بيا دا ملت د خپلواکۍ له ثمره لېرې او نامراده کړ.
نو ځکه خو د يوې منطقي پايلې په توګه بايد
اعتراف وکړو چې د افغان ملت پر اسلامي ګروهه، اعتماد، قربانيو او اخلاص شک ونه کړو، هغه څه
چې تشه يې مونږ له خپلو ګټلو وياړنو شکوي د قيادت خامي او ارزښتونو سره واټن دی. دغه
ستونزه کوم بيړنی حل نه لري بلکه د حل په توګه يوې اوږدې تمدني حرکي پروسې ته
اړتيا ده چې په پايله کې يې د ملت له متن نه راخوټېدلی افغان قيادت راپورته او د
پېړيو دغه تشه ډکه کړي.