وحيدالله مصلح
د استعمار ريښه په تاريخي لحاظ ډېره لرغونې او ډېره ژوره ده، اصلاً کله چې انسان د الهي غوښتنو او انساني ارزښتونو څخه انحراف کړی، انانيت يې پر ورمېږ سپور شوی، قومي لوړتيا يې پارېدلې، بل انسان يې د دويم او سپک مخلوق په توګه ګڼلی، وږې سترګې يې د بل ملت پر سرشارو سرچينو ښخې شوي، نو بيا يې د شخصي او يا قومي انانيت په حسدونو کې نور انسانان يوازې د خپلو لوېدلو اخلاقو، تمدن، اجتماعي حيثيت، اقتصادي او سياسي جوړښت، مقلدين بللي او هر راز ازادي يې ترې سلب کړې ده.
استعمار د نوم په لحاظ ډېر په زړه پوری دی، د جوړولو او ابادۍ د غوښتنې نوم دی. په همدې پلمه ځواکمن قدرتونه نورو هېوادونو ته ځي د هغوی پر طبيعي او انساني سرچينو خېټه اچوي د هغو ثروتونه لاندې کوي او ځان ته ددې حق ورکوي چې پردي هېوادونه له خپلو استکباري نظريو سره سم وتراشي او خلک يې د تحميل شوي پرمختګ په لور رهبري کړي.
استعمار هيڅکله ددې په موخه يرغلونه او پراختيا نه کوي چې ملتونو ته پرمختګ او هوساينه ورکړي، بلکه دغسې پراختيا غوښتنې د استکباري راتلونکي په موخه د ضعيفو ملتونو سياسي، اقتصادي، ټولنيزې او فرهنګي سرچينې تر ولکې لاندې راوړي او په بېساري ډول يې استثماروي. استعمارګر د ظلم په هغه ګدۍ ناست وي چې دنده يې يوازې د ملتونو سپکاوی، غريبول، په اختلاف اچول، بې علمه کول، له مادي پرمختګه په شا کول، غلامول او له خپل ديني او ملي تاريخ او ارزښتونو شکول دي.
په همدې بنسټ دا سمه نه ده چې دغسې يوه تعريف ته استعمار وويل شي، دغسې تعريف ته تر ټولو مناسبه کليمه استخمار (يو څوک په قهر غلامول)، استعباد او يا استدمار (ړنګول) دي.
د استعمار ډولونه!
استعمار په تاريخي لحاظ څو دورې وهلي دي:
۱- زوړ استعمار:
په دغسې استعمار کې نيواکګرو ځواکونو پر ملتونو لښکرکشۍ کولې او په نيول شويو سيمو کې به يې پر خلکو خپل چارواکي مسلطول، دوی به د خلکو ټولې سرچينې د خپل هيواد په خدمت کې غلا کولې او په لاس لاندې سيمو کې به خلکو د غلامۍ او استثمار بېسارې تعذيبونه زغمل. استعماري ځواکونو به په دغسې لښکرکشيو کې بېساري قتلونه، او د ترهې فضا رامنځته کوله. په دې تعريف کې د انګليس، شوروي اتحاد، اسرائيل، ايټاليا، المان، فرانسې، هاليند، او نورو هيوادونو په واسطه د هند، افغانستان، مصر، مراکش، ليبيا، فلسطين، ايران، اندونيزيا، منځنۍ اسيا، او د نورو عربي، اسيايي، ختيزې اروپا او افريقايي هيوادونو مستقيم اشغال يادولای شو.
۲- نوی استعمار:
د زمانې په تېرېدو سره په ملتونو کې د مستقيم استعمار پر ضد د مقاومت پېښې اساسي کېدې او ريښې يې غځېدې. په ځانګړي ډول اسلامي هېوادونه چې اسلام په کې د جهاد د تصور له مخې د استعمار ټولې بېلګې د ړنګېدلي انجام سره مخ کولې. له بلې خوا مستقيم استعمار په خپله استعمارګرو ځواکونو ته هم ډېر دروند تمامېده نو ځکه د مقاومت او ماتې ددغه واقعيت په تناظر کې استعماري ځواکونو يو بل ډول استعمار تعريف او پلی کړ. دې ډول استعمار د نوي استعمار په نوم شهرت وموند. په دغه استعمار کې فکري غلامي بېسارې وه او استعماري ځواکونو به په کې د لښکر کشۍ پر ځای نخبه او د کار سړي په ذهني ډول پېرودل د هغوی ذهنونه په لويديزو ارزښتونو کې تر ذوب وروسته د خپل ملت پر ورمېږونو سپرېدل او د چارو واګې يې په لاسونو کې نيولې. دنوي استعمار په تياريو کې د درېمې نړۍ هيوادونو خپل لوستی قشر اروپا ته د زده کړو په موخه ولېږه او هغوی چې کله راستنېدل نو د يو تمدني مات ذهنيت سره راننوتل، داسې چې د ژوند په ټولو بعدونو کې يې د لويديز تقليد د پرمختګ راز باله، دوی پرمختګ يوازې په مادي او علمي خپلونې کې نه بلکه د لويديز فکري، اخلاقي او فرهنګي پيروۍ يې ددغه پرمختګ نه جلا کېدونکي برخې بللې. همدغه اروپايي زده کړو په خپلو هيوادونو کې د چارو واګې په لاس کې واخېستې او بيا يې د هيواد ټول اجتماعي، اقتصادي، فرهنګي او سياسي بعدونه په يوې نظرياتي ماتې سره د پرديو په خدمت کې واقع کړل. په دغه دوره کې استعمار په هيوادونو کې درواغجن اتلان وزيږول، دغو اتلانو په ښکاره د استعمار او استثمار پر ضد شعارونه ورکول خو په عملي ډول يې په لا ډېر تقليدي ډول د هغه مهال د غربي او شرقي ديموکراسۍ تجربې کټ مټ عملي کولې، دوی د شعار تر حده ازاد او په عملي او تطبيقي ډګرونو کې ډېر تړلي وو، دوی د فکري غلامۍ په لومو کې ژوند کاوه. نو همدا لامل وو چې دلته استبداد وده وکړه، فرهنګي تهاجم د فرهنګي تبادل ځای ونيو، د لويديز ارزښتونو لکه د ښځو فيمينيستي تحريکونو، دين د خدای او بنده تر منځ شخصي اړيکه ده، دين او سياست سره جلا دي، او داسې نورو د ځايي ملي او ديني ارزښتونو ځای ونيوه.. د همدې موخو په خاطر لويديز د نړۍ په کچه ستر خبري اژانسونه، تلويزيونونه، سينما، انټرنيټ، فيسبوک، ټويټر، چاپي رسنۍ او نور عامه وسايل په ليار واچول.
تر دې دمه لا نوی استعمار خپلې تکاملي مرحلې وهي، د نوي استعمار يو پړاو دا و، چې دوی د حاکميت پر مهرو کار کاوه، دوی په هيوادونو کې لښکريز شتون نه درلود خو حاکمان يې په مختلفو وسيلو خپل کړي وو. خو داسې انګېرل کېږي چې ښايي د تکامل هغه مرحله هم تجربه کړي چې د حاکمانو پر ځای د ملت په منځ کې خپلو ارزښتونو ته د ودې او چاپيريال جوړونې له ليارې کار وکړي او د عيارو ولسي غبرګونونو له ليارې استعماري موخو ته ورسېږي، همدا هغه تر ټولو خطرناکه مرحله ده چې که اسلامي حرکتونه ورته له سنجيده ستراتيژيو او پلانونو داخل نه شي نو ښايي پايلې يې د غرب په ګټه وڅرخېږي.
دلته ددې خبرې يادونه اړينه ده چې د زوړ او نوي استعمار توپيرونه نن هم د استعمارګرو ځواکونو د ګټو له مخې تعريفيږي، ځکه نن هم د نړۍ مستضعف هيوادونه د استعمارګرو ځواکونو لښکرې لري، نن هم د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د استعماري ځواکونو په سلګونو نظامي اډې شته، نن هم په ځانګړي توګه د اسلامي او عربي نړۍ په سمندرونو کې د استعمارګرو نظامي ابتلونه مزلونه کوي او نظامي سترو بېړيو په کې لنګرونه اچولي دي.. او بالاخره نن هم د افغانستان په شمول ډېر هيوادونه د بهرنيانو نظامي شتون او يرغلونه ځپي. دا ټول په دې معنا چې استعمارګر هر مهال چې وغواړي خپلو ګټو ته ځانګړي حالتونه رامنځته کوي او په دې ډول کله مستقيم او کله د فکري استعمار له ليارې د خپلو موخو جګړې پر مخ وړي.
اسلام او استعمار:
اسلام په هيڅ ډول د استعمار، استثمار، ظلم او تيري په وړاندې له اسانتيا او تېرېدنې کار نه اخلي، بلکه اسلام يې په وړاندې هر اړخيزه مبارزه او جهاد د کار بنسټ بولي. فرهنګي، اقتصادي، اجتماعي، سياسي او هر اړخيزه مبارزه او په بل قدم کې قتال په دې اړه له خپل حالت سره سم د اسلام اساسي خطونه دي.
په تاريخي لحاظ د مصر د فرعونيانو دوره د استعمار او استعباد يوه تر ټولو بدترينه دوره ده، هلته چې د مصر فرعون او د هغه قوم، بني اسرائيل له اجتماعي، سياسي، اقتصادي او فرهنګي ټولو ازاديو محروم کړي وو. بني اسرائيل چې په ټوله کې موحدين وو، او د فرعون پر بوتانو يې باور نه درلود، هغوی چې خپل جلا فرهنګ او دين يې درلود، او پوهه او ځيرکتيا يې پر قبطيانو لوړه وه نو دا هر څه فرعون نه شوای زغملی او خپلې خدايۍ ته يې خطر باله... نو ځکه خو يې هغوی په بېساري ډول وزبېښل او د استعمار هيڅ راز ظلم او تېری يې ترې ونه سپماوه، هغوی يې په ډلو وويشل، سپک او ذليل يې کړل، فساد يې په کې خپراوه، د هغوی ميندوارو مېرمنو ته يې دايه ګانې ونيولې او په دې ډول به فرعونې استبداد ددوی زيږيدلي نارينه وژل او ښځينه به يې ژوندۍ پرېښودې او تر ټولو ځورونکې دا چې د ځينو مفسرينو په وينا د هغوی ښځينه به يې بې حيا کولې.. قرآن کريم يوازې دغه کيسه نه بلکه له مظلوم قوم سره د الله تعالی د انعامونو د وعدو يو ډېر ښه انځور لري، الله تعالی په دې اړه فرمايي:
إِنَّ فِرْعَوْنَ عَلا فِي الأَرْضِ وَجَعَلَ أَهْلَهَا شِيَعاً يَسْتَضْعِفُ طَائِفَةً مِنْهُمْ يُذَبِّحُ أَبْنَاءَهُمْ وَيَسْتَحْيِ نِسَاءَهُمْ إِنَّهُ كَانَ مِنْ الْمُفْسِدِينَ (4) وَنُرِيدُ أَنْ نَمُنَّ عَلَى الَّذِينَ اسْتُضْعِفُوا فِي الأَرْضِ وَنَجْعَلَهُمْ أَئِمَّةً وَنَجْعَلَهُمْ الْوَارِثِينَ (5) وَنُمَكِّنَ لَهُمْ فِي الأَرْضِ وَنُرِي فِرْعَوْنَ وَهَامَانَ وَجُنُودَهُمَا مِنْهُمْ مَا كَانُوا يَحْذَرُونَ (6) (سورة القصص، ۴-۶ ايتونه)
په ريښتيا چې فرعون په زمکه کې لويي وکړه او د هغې اوسيدونکي يې په ډلو وويشل، خينې يې خورا بې وسې کول چې زامن به يې ترې وژل او ښځې به يې ورته ژوندۍ پرېښودې، په ريښتيا چې هغه له ورانکارو څخه وو. او مونږ غواړو چې له هغو خلکو سره چې په زمکه کې بې وزله کړای شوي وو ښېګڼه وکړو، مشران او د زمکې وارثان يې وګرځوو. او په زمکه کې يې واکمن کړو. (سورة القصص، ۴-۶ ايتونه)
په دې ډول نو قرآن کريم د استعمار هغه عناصر چې د استعمار په تعريف کې شته د فرعون لپاره ثابتوي او دا د نوموړي په بدو ځانګړتياو کې شمېري، قرآن کريم ددې ټولو په مقابل کې له مستضعف قوم سره خپله خواخوږي او ملاتړ اعلانوي او د يو ښه راتلونکي لپاره هغه چې هغوی به پکې واکمنان او مشران وي ژمنې کوي. دا نو د اسلام د هغه استعمار او استعباد ضد مبارزې اساسي ټکي دي چې په هيڅ حالت کې ترې مسلمانان تنازل ته نه پرېږدي. اسلام مسلمانان د بنده ګانو له غلامۍ ازاد اوسول غواړي او په هيڅ صورت يې د ژوند په ډېره وړه پېښه کې هم د بل انسان غلامۍ او بنده ګۍ کې نه پرېږدي. په همدې اړه به تاريخ د قادسيې د جګړې په تياريو کې د رستم په دربار کې د ربعي بن عامر هغه وينا هيره نه کړي چې رستم ته يې ويلي وو چې: (نحن قوم بعثنا الله لنخرج العباد من عبادة العباد إلى عبادة رب العباد) مونږ هغه قوم يو چې الله تعالی ددې لپاره رالېږلي يو چې بنده ګان د بنده ګانو له بنده ګۍ د بنده ګانو د رب بنده ګۍ ته راوباسو.
د سبا ملکه استعمار تعريفوي!
قرآن کريم په بل ځای کې هلته چې د سليمان عليه السلام او د سبا د ملکې په منځ کې د برخورد او تعامل کيسه کوي نو د سبا د ملکې له خولې د پاچاهۍ يوه په زړه پورې تشرېح هغه چې د استعمار ټوله مانا په کې پرته ده رااخلي، الله تعالی فرمايي: (قَالَتْ إِنَّ الْمُلُوكَ إِذَا دَخَلُوا قَرْيَةً أَفْسَدُوهَا وَجَعَلُوا أَعِزَّةَ أَهْلِهَا أَذِلَّةً وَكَذَلِكَ يَفْعَلُونَ). ملکې وويل چې پاچايان چې کله يو هيواد ته ننوځي نو هغه ورانوي او د هغه عزتمند خلک ذليله کوي، هغوی همدغه کار کوي. (سورة النمل ايت ۳۴)
ددې ايت په تفسير کې تفهيم القرآن ليکي: په دې يوه فقره کې پر امپريالېزم او د هغه په اغېزو او نتيجو باندې بشپړه تبصره شوې ده، د پاچايانو پراختيا غوښتنه او پر نورو ملتونو باندې د برلاسو ملتونو تېری او تجاوز هيڅکله د اصلاح او خير خواهۍ لپاره نه وي. د هغو اصلي هدف دا وي چې نورو ملتونو ته چې خدای کومه روزي ورکړې ده او کوم وسايل او ذرايع يې ور په برخه کړي دي له هغو څخه دوی پخپله ګټه واخلي او هغه ملتونه تر داسې اندازې بېوسي او استعمار کړي چې هغوی هيڅکله د دوی په مقابل کې د حق غوښتلو سر پورته نه شي کړای. ددې لپاره د هغو د اقتصاد، قوت او پرمختګ ټول وسايل له منځه وړي. د هغو په کومو وګړو کې چې د خودۍ کوم احساس او ولوله رابيداريږي هغه ځپي، د هغو په افرادو کې د غلامۍ، چاپلوسۍ، خپل منځي نفاق، پخپلو منځو کې د يو بل جاسوسۍ، د استعمارګرو ستاينې، د خپل تهذيب سپکول، د استعمارګرو د تهذيب درناوی او همدارنګه نور ټيټ صفتونه پيدا کوي. او په کراره کراره يې له دې خبرې سره بلدوي چې هغوی بيا د خپلو مقدساتو د هيڅ يو شي په خرڅولو څه چورت خراب نه کړي. او د اجورې په بدل کې د هرې ذليلې نوکرۍ لپاره حاضر شي.
افغانستان او استعمار!
په تاريخي لحاظ افغانستان د استعمار له لرغونو يرغلونو نيولې تر معاصرو استعمارونو پورې ټول استبدادونه او تيري کتلي دي. دلته د لېرې اروپا د مقدوني سکندر له يرغلونو نيولې بيا د چنګېزيانو، ګرګين، انګليس، شوروي اتحاد استعمارونو او په بلې تازه سناريو کې د تر څلوېښتو ډېرو هيوادونو د تجاوز تجربې لري.
په دغو ټولو لښکرکشيو کې استعماري ځواکونو دلته د قتل، ويرې او لوټ تاريخ پرېښی دی، هڅه يې دا وه چې څنګه د افغانستان د ژيو پوليټيک موقعيت په خپلولو سره د نړۍ نورو هيوادونو ته ټوپ ووهي. خو دوی دا هر څه دلته د پراخو جګړو په تل کې د افغانانو ازادۍ او جهادي ارزښت پالنې ته بېساري بايللي دي. مقدوني سکندر همدې هيلې ګور ته ورساوه، د چنګېز اولادې دلته د ملت د خپلواکۍ عظيم مقاومت تجربه کړ، د ميرويس نيکه د تورې شرنګ ګرګين او د هغه استعماري عزمونه وژونکي رانسکور کړل. او بالاخره انګليس درې پلا دلته د ماتې تاريخ پرېښود، د انګليس د لښکر ميکناټن، کيوناری، ډاکټر برايډن، او زمونږ د ازادۍ د اتلانو وزير محمد اکبرخان، هډی صاحب، ترنګزو ملا صاحب، ملا مشک عالم، امين الله خان لوګری، سکندرخان، سيد هاشم کونړی، محمد ايوب خان، ملالۍ او په وروستۍ جګړې کې د خيبر، چترال، کندهار، پکتيا، وزيرستان او نورو ډګرونو کې د غازيانو اتلولۍ د افغان او برېتانيې دواړو د تاريخ په ارشيفونو کې خوندي دي.
افغان تاريخ په خپل متن کې د غزا هغه کيسې ډېرې ښې خوندي کړي چې د ميوند په ډګر کې د ايوب خان مدبرې او انقلابي مشرۍ او د ملالۍ د جنګ حماسي لنډيو ستړي او نهيلي مجاهدين داسې بريالي کړل چې بيا نو له ۱۲ زره انګليسي عسکرو څخه يوازې ۲۵ تنه ژوندي پاته شول.. زمونږ تاريخ د وياړ هغه واقعيتونه هم لري چې ښايي اوس يې نړۍ يوازې افسانې وبولي، دلته چې د کابل-جلال اباد پر لويه لاره په پراته تنګي کې د انګليس له اتلس زره پوځيانو يوازې ډاکټر برايډن ژوندی پاته کېږي دا نو ددې مېړني ملت د حماسو او قهر هغه لمبه ده چې په هر تکرار کې يې کله مکناټن، کله کيوناری او کله د هغوی بسته لښکرې د مرګ پر انجام غورځولي دي.
د شوروي اتحاد ماته د معاصر تاريخ هغه غټ کتاب دی چې بوريس ګروموف په کې پر لويه سرخۍ ليکلي دي چې: (غواړم هغو کسانو ته د زړه له کومي کنځلې وکړم چې افغانستان ته يې د سرتیرو د لېږلو پرېکړه کړې وه، ما غوښتل هغه څوک رایاد کړم چې تر دې ورځې ژوندي را ونه رسېدل او د هغو له مېندو بښنه وغواړم..)
اوس هم د حماسو دغه تسلسل درېدلی نه دی.. اوس هم تېری دی او جګړې دي او اوس هم د يوه ملت مبارزه د خپلواکۍ ارمانونو ته ليار لنډوي...
له استعمار سره څه بايد وشي؟
له استعمار سره په درې مرحلو کې مبارزه کېدای شي:
تر استعمار مخکې:
په دغه مرحله کې ډېر اړين توکي د خپلو ديني، فرهنګي، اقتصادي، ټولنيزو، نظامي او سياسي ارزښتونو تقويه او پالنه ده. ملت او ځوان نسل ته په اسلامي تناظر کې د ازادۍ، خپلواکۍ، ملي حاکميت، زمکنۍ بشپړتيا، او ملي ګټو مشروع تعريفونه او لوری ورکول دي... ملت ته د استعمار زيانونه ورښودل او د غلامۍ نتايج ورپه ګوته کول دي... او ملت له خپل تاريخ سره داسې تړل چې بيا نو د استعمار له ټولو بڼو سره لکه د خپلو مېړنيو نيکونو مبارزه وکړي.
د استعمار په جريان کې:
ددې مرحلې قوت لومړۍ مرحله ټاکي، په دغه مرحله کې د استعمار په وړاندې په خپلو ټولو ظروفو او وسايلو وړ او مناسبه مبارزه شامله ده... د اشغال په جريان کې ملت له دوه حالتونو بايد يو حتماً ولري يابه غلامي کوي او يا مقاومت...
تر استعمار وروسته:
دا مرحله تر نورو مرحلو ډېره سنګينه او شعوري ده.. دا مرحله اعداد غواړي، کدرونه غواړي او مهذب تعامل... همدغه هغه مرحله ده چې په ځانګړي ډول افغانان په کې تر هرې ګټې وروسته پر ماتې غورځېږي. دا چې زمونږ په هېواد کې تل جګړې شوي او ګټل شوي دا يو واقعيت دی، خو دا هم يو واقعيت دی چې دلته ډېری مهال تر جګړې وروسته مرحله کې د ماتې بل پيل شروع شوی، او هغه تر ټولو بوږنوونکی انجام دی. دا نو يا د ملي قيادت خامي او تشه ده او يا د قيادتونو دومره تعدد دی چې بيا ګټلې پايله پر ويشلي نفاق دومره خوره شي چې د دولت نظام پرې بيا راټولېدای نه شي. له همدې امله څومره تياری چې د استعمار د محوې لپاره اړين دی تر هغې په ډېره سنجيدګۍ سره يو بل حکيمانه تياری د استعمار تر محوې وروسته مرحلې لپاره لا ډېر اړين دی.
د يوې منطقي پايلې په
توګه د استعمار په وړاندې د مبارزې په جريان کې بايد په داسې کدرونو، سېستمونو او
تجربو کار وشي چې د خپلواکۍ په مرحله کې پرې نوي دولتي طرحه ودروي. دلته داسې ملي
زعامتونو ته اړتيا ده چې د هېواد ټولې پرګنې او سياسي-ټولنيز جريانونه په يوه
طبيعي محور داسې سره راټول کړي چې بيا داخلي جګړو ته پلمه پاته نه شي، يو داسې زغم
ته اړتيا ده چې په هېواد کې ټول سياسي او ټولنيز جريانونه په کې متوازن شتون ولري،
او د محروميت او بلې پيليدونکې جګړې ټولې پلمې په کې تر خاورو لاندې وي. اوبالاخره
د يوه داسې حکومت وړتيا موجوده وي چې له منطقې او نړۍ سره د کار او تعامل هنر
ولري.
لیکوال او تحلیلګر
وحیدالله مصلح د ننګرهار ولایت، روداتو ولسوالۍ اصلي اوسیدونکی او اوسمهال په کابل کې مېشت دی. نوموړی له ننګرهار طب پوهنځي څخه په ۱۳۸۴ ل کال کې فارغ شوی دی.