• مجموعي کتنې: 110630

اسلامي نهضت؛ څو اتلان څو شهيدان!

315 لوستونکي   کلونه وړاندې 4

اسلامي نهضت؛ څو اتلان څو شهيدان!

وحيدالله مصلح  

پېښې د وخت په يوې مقطع کې حال وي، او بيا کرار کرار پر تاريخ واوړي، خو هر تاريخ پرتم نه وي عظمت نه وي، او هر اتل کردار حتمي نه ده چې نه مري خو چې شهید شي  نو ژوند او اتلوالى زيږوي، زمونږ د بيخي معاصر تاريخ پرتم او عظمت د شاهي فساد او داودخان د استبداد پر ضد له مبارزې پېل او د خلقي- پرچمي دولتونو په ضد د جهاد پر مهال خپل اوج ته ورسېده، خو پرتم زمونږ د نوي تاريخ يو مخ دى، دغه عظمت چې څومره پر قربانيو اوج ته رسېدلى وو له بده مرغه په هماغومره ناخوالو يې قامت را ټيټ شو،  

سايل وايي:
زما د څو پېړو د غم تاريخ د زغــــــم تاريــــــــخه
چې کله زر دې کړم، پردو خلکو له ور دې کړمه
په هر حال، څه له خپله لاسه او څه د غليم له ټسه، د سوسياليستي نظريې او ښكېلاك سره د  افغان اسلامي جهاد په وړاندې لاندې شعوري هڅې ډېرې په شد ومد سره شته:

‌أ.    د ثور له اتمې وروسته پيښو په پلمه غوښتل كيږي  چې د خلق ديموكراتيك ګوند او حكومت ټولې نادودې له خلكو هيرې شي.

‌ب.    د ثور له اتمې وروسته په پيښو غوښتل كيږي  چې تر هغې مخكې جهاد داغي كړي.

‌ج.    څنګه وكولاى شي چې جهادي تاريخ يوه عادي پيښه وګرځوي ، وړه يې كړي او د خلكو له يادونو يې وباسي.

‌د.    او دا چې څنګه د جهاد ليكه په ځانګړي توګه هغه شخصيتونه چې شهيدان شوي مسخ كړي. دوى  په دې نوم چې ( جهاد خو ملت كړى دى )، د اسلامي حركت رول او دنده نه يوازې له مينځه باسي، بلكې په پراخو تبليغاتو سره يې د خلكو په ذهنونو كې مغشوشوي هم، دا خبره بيخي سمه ده چې، همدا  ملت وو چې ددين او اسلامي خاورې نه  په دفاع كې  راپورته شو،  افغان ميړني ولس ښه په نره له سره ښكېلاكه د ازادۍ په مبارزې كې د  اسلامي حركت ننګه وكړه، په مټ يې راپورته شول او نه يوازې چې ښكېلاك يې وتښتاوه، بلكې په يوې بيخي بې انډوله جګړې كې يې نړيوالې نظريې ته ماتې هم وركړه، خو اّيا دا هرڅه په خپل سر وشول؟ ايا دا طبيعي ده چې پرته له منظمې سازماندهۍ  دې په يوې نسبتاً اوږدمهالې جګړې كې  ملت د ګټات پر ليكه ودرول شي؟  ايا بايلونكي دې وي خو ګټونكي دې نه وي؟  او بالاخره  جګړه دې وي خو اتلان دې نه وي؟

 هو! دې ملت جهاد كړى دى او حماسې يې زيږولي ، نو دا د همدې ملت حق دى چې ګټونكى دې وګڼل شي، خپل اتلان دې ولري او بې اتلو دې نه ګڼل كيږي، ددوى تاريخ دې ژوندى وساتل شي او ددوى پر ګروهو او الواكونو دې لوبې نه كيږي، دا ددوى حق دى له دې حقه يې مه محروموئ.

زمونږ اتلانو تاريخ جوړاوه!

 دا يوازې د جوزا مياشت  نه وه چې يا خو يې اتلان واخيستل او يا يې وپنځول، د مرحوم  استاد عبدالرحيم نيازي، شهيد مولوي حبيب الرحمن او شهيد غلام محمد نيازي د لاس نيالګيو خو په خپلو بې سارو قربانيو سره د كودتا نه وروسته په ټول مهال كې تار يخ ته لورى وركړ، دارونه يې ونڅول او نظريې يې وننګولې،  زندانونه يې ومنل او اتلولۍ يې وزيږولې.

كله چې د ١٣٥٨ د غبرګولي په اتمه پوهاند استاد غلام محمد نيازي، انجينير سيف الدين نصرتيار او استاد غلام رباني عطيش د څرخي پله په زندان كې په دارونو زنګېدل،  كله  چې د څرخي پله په زندان كې د شهيد عبدالهادي پدر په مشرۍ د اسلامي حركت  ١١٧ اصيلو بچيو خپلې وينې ددين د لوړاوي او اسلامي خاورې د ازادۍ په خاطر تويولې،  او  كله چې د همدې مياشتې  په ١٤ مه، غازي سيد اكبر د څرخي پله د زندان مسول سيد عبدالله په بيخي انقلابي توګه په  ځمكه پرزاوه او بيا يې  د خپلو٤٥ ورونو سره سينې د غليم مرميو ته نيولې،  نو دوى يوازې قربانۍ نه وركولى، دوى خلكو ته د منزل نښې جوړولې،  دوى خلكو ته د قربانۍ موخې او لارې ورښودلې،  دوى اتلان وو او  د دارونو پر سرو  يې  تاريخ جوړاوه.

نړۍ زمونږ د اتلانو پوروړې ده

د سوسياليستي يرغل  په وړاندې نړۍ ګونډې وهلې وې، لويديز يوازې سړه جګړه پر مخ وړله، د منځنۍ اسيا هيوادونو خو لا له پخوا  هم نظرياتي او هم د ازادۍ لوبه بايللې وه، دقفقاز او چيچنياملت نور د امام شامل يادونه هير كړي وو، په فلسطين، او ټولې عربي نړۍ كې د جهاد او مقاومت حركتونو پرله پسې ماتې خوړلې وې، دغو ماتو په مسلمانو ملتونو كې د كمترۍ ډېربد احساس زيږولى وو، او كرار كرار د سرسيد احمد خان هغې نظريې زور اخېست چې په بنسټ يې د ښكېلاك پر ضد جهاد د ناكاميو او رسواييو څخه پرته نور هيڅ له ځان سره نه درلودل. افغان اسلامي جهاد موازنې ته تغير وركړ، سوسياليستي نظريې ته يې سينه ووهله او ماته يې وركړه، نه يوازې دا چې د نړۍ ولسونه يې د شوروي له اسارته وويستل،بلكې سوسياليستي غير فطري نظريې ته يې داسې ماتې وركړه چې نور به يوازې د تاريخ په كتابونو كې لوستل كيږي.

هو! دلته جهاد وشو، د جهاد يوه ستره موخه په ډېر برياليتوب سره تر لاسه شوه، مونږ شوروي اتحاد ته ماته وركړه، مونږ په نظرياتي جګړه كې هغوى بايلونكي كړل، مونږ د هغوى لاسپوڅي هم وپرزول، خو تر همدغې پرزولو وروسته لوري تغير وكړ، موخو تغير وكړ او يوې بلې دورې پيل واخيست چې خپله په كې وسوځيدو.

له سوبې وروسته

افغان انقلاب ډېر خورور او څانګه ور وو، له يوې خوا د جهادي تنظيمونو د شمېر ډېرښت او له بلې خوا د اسلامي جريانونو په وړاندې  نړيوال پټ تړونونه ددې لامل شول چې سوبه مو ولجه شي، دا چې د جهاد د پايلو پر ضد د نړيوالو تړونونو څېړل ډېر وخت غواړي او زمونږ لاس تنګ دى نو دلته ددې هڅه شوې چې په داخلي لاملونو باندې خبره وشي.  بايد ومنو چې دسوبې ولجه كېدل ناڅاپي نه وو، دا لږ څه تاريخي شاليد هم لري:

أ.    غبرګون نهضت پنځوي!

د اسلامي حركت د ډېرو فعالينو په وينا، د افغانستان  اسلامي حركت په داسې حالاتو كې رامينځته شو چې د هغه وخت ټول علمي ډګرونه  د لويديز او سره ختيز د لايك فكرونو د ودې  ښې سر چينې وې،  سوسياليستي ګوندونو، ملت پالو او  مليت پالو فاشيستي ګوندونو په ټول  زور سره فضا ددين او كلتور سره د ټكر په بريد درولې وه، ( مسلمان محصلين مشوش او لا لهانده ول، له يوې خوا پر پوهنتون د كمونستانو سلطې، او د غير اسلامي سياسي ډلو ورځ په ورځ خوريدونكو هڅو او په ديني شعايرو د كمونستانو بې باكانه تيري ځورول له بلې خوا د يوه اسلامي جريان نېشتوالي ځورول) ١، هلته چې د كابل چاپيريال سيكولر رنګ اخېستى ووقراّن كريم له دنګو ودانيو زمكې ته  پرزېده، په ورځپاڼو كې پر لينن درود ويل كېده، د ډېرى ګوندونو مرام له مذهب سره په ټكر ولاړ وو او حكومت هم  د شلمې پېړۍ په حساب د اسلام په كيسه كې نه وو، نو ځكه د ځينو په وينا د اسلامي حركت په جوړونه كې عكس العمل ډېر كارنده وو او د كيڼ اړخو په مقابل كې د مسلمانو ځوانانو شديد عكس العمل په يوه اسلامي حركت وپايده.

ب.    تپل شوې قضيه!

اسلامي خوځښت په خپلو ډېرو لومړنيو پړاوونو كې وو چې د يوې تپل شوې قضيې سره مخ شو، په هيواد كې د شوروي په لارښونه او مرسته پيل شوې كودتا بريالۍ شوه،  د اسلامي حركت پر غړو يې زمكه سره كړه، ځاى په ځاى نيونې، وژنې او تبعيدونه پيل شول، هغوى انقلابي غرور پړسولي وو، نو ځكه يې د دين، ملت او هيواد  له  ارزښتونو سره جګړه پيل كړه،  دغه ټولې سپكې او ظلمونه ددې لامل شول چې نوى مينځته راغلى اسلامي خوځښت مخكې له دې چې حركي نبوغ او پراخې تجربې وموندي  قضيې ته ننوتل.

ج.    انشعابونه

د اسلامي خوځښت انشعاب او بيا د تنظيمونو تر مينځ سليقوي او كله كله ژور اختلافات يوه بله ستونزه وه،  په ښكاره خو د ١٣٥٤ كال عمليات د اختلاف لپاره  پلمه شول، او بيا په منځ منځ كې پيداكيدونكو ځينو نورو ستونزو دغه اختلاف نور هم سورور كړ، دغه اختلافونه په انشعاب وپاييدل، او بيا د هرې مرحلې د انشعابونو د پخلا كولو په خاطر رامنځته شوي اتحادونه، له ماتېدو وروسته په نويو تنظيمونو واوښتل.

 تنظيمونه په عمده توګه په دريو لوريو ويشل شوي وو: اسلام پالي، سنت پالي او ملت پالي،  ددوى تر مينځ   پيښو او دريځونو ډير توپير درلود، كله به دغه اختلافات ډېر واړه او سليقوي وو خو موقفونه  به پرې  ډېر غټ نيول كېدل، خو كله كله به اختلافات اساسي او ژور وو او حالات به يې ترمينځ ډېر ترينګلي كول. اختلاف  طبيعي پديده ده، خو ډېر كله به د اختلاف اصولو او ادابو ته لږ درناوى ددې لامل كېده چې اختلاف پر مخالفت واوړي او په ډېرو بدو پايلو وپايي.

د.    د زغم تشه

كومو كدرونو چې د كابل رژيم پريښوده، او پېښور ته به راتله، ددې به ډېره هڅه كېده چې سيمه پرې تنګه شي، د زغم تشه ډېره وه، دغه له كمونيزمه راتښتيدلي افغانان دهمدغه نه زغم له امله ياخو وركېدل، او يا به په پاكستان كې بهرنيو سفارتونو ته له  ډېرو زاريو او ټيټيدنو وروسته اروپا ته په تجريديدو اړ كېدل، دا سمه ده چې دغه نوي راغلي افغانان په دې پړه وو چې په وخت سره يې له سوسياليستي نظام سره پريكون نه ووكړى، دوى له شعوري او حركي اسلامي جريانونو سره هم كوم زړه راښكون نه درلود، خو بيا هم په دغې مقطع كې چې دوى خلقي نظام پريښوده او د مجاهدينو غيږې ته يې پنا راوړله، او دا چې سره له ټولو نيمګړتياو دوى عام ولسي مسلمانان وو بايد منل شوى او پالل شوى واى، استاد محمد زمان مزمل په دې اړه داسې وايي: ( يقيناً دا يوه لويه اشتباه وه چې مونږ د جهاد په دوران كې له كمونيزم څخه را مهاجر شوي علمي او سياسي شخصيتونه په دې تور چې هغوى د تيرو نظامونو په چوكاټ كې كار كړى تر حد زيات متهم كړل، او په هغوى باندې مو پيښور تنګ كړ، تر دې چې ځان يې يوې څنډې ته كړ، دغه زمونږ د هيواد علمي او سياسي پانګه بايد په همدې حد كې نازول شوې واى، په دې چې هغوى ونه غوښتل چې تر كمونيستي نظام او روسي اشغال لاندې ذلت باره ژوند وكړي، ولى مونږ يو طرفه هرڅه ټوله پړه په هغوى واچوله او له هغوى مو فاصله ونيوه )٢ 

ه.    شامله تربيه!

د اسلامي حركتونو د ژوند او بقا په خاطر  د غړو منظمې، فكري او هر اړخيزې تربيې ته اړتياشته، د حالاتو سره د تعامل په خاطر ستراتيژيو، پلان جوړونو  او د لومړيتوبونو پيژندلو ته ضرورت دى او  خبره يوازې د شته  نسل نه ده، د راتلونكي نسل جوړونه او د هغوى له منځه ورته د مشرتابه مرحله ايزه روزنه هغه څه دي چې د اسلامي حركتونو راتلونكى خوندي كوي.

ددې له امله چې  حالات نظامي وو، جنګ تپل شوى وو، او هيواد مو ازادي غوښته، نو  په جهادي تنظيمونو باندې نظامي رنګ تيز وو، خو ددې تر څنګ بايد جهادي تنظيمونه لږ تر لږه د خپلې بقا لپاره د پورتنيو مواردو په  اړه ډېر جدي واى.

و.    مشرتابه ته د اطاعت ستونزه

د جهاد په جريان كې او په ځانګړې توګه لږ څه وروستيو كې ددې ډېرې جدي هڅې وشوې چې مشرتابه ته د قومندانانو اطاعت ختم كړي، په دې لړ كې تر ټولو لومړى د هغه وخت د “سيا”  مشر ويليم كيسي په وار وار د پاكستاني استخباراتو له مسئول جنرال اختر عبدالرحمن څخه غوښتنه كړې وه چې وسله بايد ددوى په شتوالي كې د مجاهدينو لوريو ته وويشل شي، او دا ددې لپاره لومړى ګام وو چې قومندانان د خپلو تنظيمي مشرانو له اطاعت څخه بغاوت ته تيار كړي، په دې اړه كيداى شي چې د ډګروال محمد يوسف كتاب ” خاموش مجاهد” ته مراجعه وشي.  ډېر ژر د هيواد په ډېرو سيمو كې د قومندانانو خپلسرې شورا ګانې جوړې او په دې ترتيب سره په ډېرى تنظيمونو كې له راسه – قاعدې ته اطاعت ټكنى شو، تاريخپوه او څيړونكى داكتر محمد حليم تنوير په دې اړه وايي: ( د افغانستان د قومندانانو شورا د بيلتون غوښتونكو پلانونو څخه يوه وه چې د افغانستان زياتره قومندانان يې له خپلو تنظيمونو څخه خپلسرۍ او بيلتون ته هڅول، او په غالب ګومان د قومندانانو طرحه د پاكستان د ” اّى اس اّى” له خوا جوړه شوى وه، چې دننه د قومندانانو څخه د تنظيمونو له اداري تشكيلاتو څخه بهر يو قوت جوړ شي او دا يو مستقل حركت وو، په ١٣٦٩ كال د ثور ١٧-١٩ مې پورې په پكتيا كې په تاريخي پرېكړې كې يادونه شوې ده چې د قومندانانو د شورا له تصميم نيولو پرته هيڅ عمل ورته د منلو وړ نه دى )٣.

ز.    خپل منځي جګړې!

او بالاخره كله چې د نجيب حكومت نور له موده ولويد، مبارزو رنګ راووړ، د شهيدانو، كونډو ، يتيمانو او په لكونو در په دره مهاجرينو هيلې د پوره كېدو په درشل كې وې،  يو دم د ارمانونو لوري تغير وكړ، ايتلافونو او د اقتدار هوسونو هرڅه لمبه كړل او د اسلامي يووالي پر ځاى ايتلافونه پر ژبنيو ارزښتونو را وڅرخيدل، د موضوع ډېرو څيړلو ته ځكه ډېره اړتيا نه شته چې  مونږ ټول د همدغې بدمرغې تجربې عيني شاهدان يو.

افسوس! هاغه مهال چې زمونږ اتلانو د څرخي پله په زندان كې د ارمانونو پر ننګه د سرونو لوبې كولې او د خپلو وينو په بدل يې د ازرښتونو جګړه بايلات ته نه پريښوده، هغوى له دې څه خبر وو چې يو ورځ به يې د خلفو نندارې او كردارونه ددوۍ شهيدې ارواوې، نيمګړي ارمانونه او سپيڅلي ارزښتونه د بيلات پر بريد راتاو كړي، مغشوش به يې كړي، او له نيمې لار به راستانه شي.

اخذ ليكونه

١.  ميثاق ايثار، پنځم كال، ١٢مه  شمېره – ١٣٨٠، ٣، ٢١”    

٢. مستقبل مياشتينۍ خپرونه، سنبله-١٣٧٩

٣. د افغانستان تاريخ او خپرونې، دكتور محمد حليم تنوير ٤١٩ مخ