وحيدالله مصلح
د ثور كودتا له خپل ټول ښخ شوي تاريخ سره بيا هم زمونږ پر ملت لكه شړېدلى پرهار هسې
عذاب دى، دا د پېړيو غم دى، د ثور غميزه يوازې ددې نسل درد نه دى، دې ناورين خو زمونږ
سبا هم متاثره كړى…
درېغه چې
مونږ خپل سبا د نن له اتلوليو، اتلانو، او سپېڅلي جهاد له هيريدونكو كيسو
سره پر پنډو پنډو ريښتينوتاريخونو پييلى واى…
درېغه چې
زمونږ سبانى نسل د كمونېزم نابودوونكې جګړې شفاهي افسانو او د خلق-
پرچم شعوري مسخه كونكو كتابونو ته نه واى پاتې…
درېغه چې زمونږ د ملت دومره بېسارې
قربانۍ د كودتا شرمېدلو ننيو وياړنو ته نه واى پاته…
درېغه چې
زمونږ غازي ملت او تاريخ دومره نه واى بې وسه شوى، دومره نه واى ووړ شوى چې نن يې مسخې ته د
لويديز ددغه احسان فراموشه نړۍ له مېكروفونو د پرونيو خلقي- پرچمي قصابانو خولې پر
كنځلووازې دي…
درېغه چې
ددې مجاهد ملت دازادۍ مبارزه او د كمونېزم د انټرناسيونالېستانو غلام
كردار او كودتا د هېواد په غميزه كې برابر شريك ښوول كېږي…
د لويديز
رسنيو خو اوسمهال همدې ته كار ويلاى چې د مجاهد ملت له پت او عزته د
ګټونكو په ګواښلو، اصلاً سپېڅلى جهاد بدنومى كړي…
درېغه چې
ددې تاريخ جوړونكې جګړې په تل كې بيا هم زمونږ د غازي ملت اتلان معلومه نه شول… څوك چې خاورې
شول هغوى خو د سپېڅلو ارمانونو لرليد ته خپل ژوند لوګى كړ… خو دا چې ډېرى ژونديو
سرلارو لورى ورك كړ… دا نو دنهضت د مولوي او انجنير حبيب الرحمن او نيازيانو له
رشادتونو هغه له پېغور ډك شاګرڅ دى چې اسلامي ويښتابه يې پر يوې بې اعتماده پديدې بدل كړ…
درېغه چې
زمونږ د ملت كونډې له جهادي موخو د كږون په وركو كې چاد مېړونو له
قبرونو دلاسه راستنې نه كړې، چا يې د زلمو شويو يتيمو اولادونو د ښوونې، او خوندي
راتلونكي غم ونه كړ… نن خو د شهيدانو د اولاد او د شهيد پر وينو د ټنډ شويو انسانانو
په زامنو كې ستر امپرياليستي توپير شته… اصلاً نه سره پرتله كيږي…
درېغه چې د كمونېزم پر ضد د غازي ملت
د شهيدو شويو اتلانو مېندې دومره نامينده له دنيا نه رخصتېداى… كاش كې هغوى د
ننګرهار ادم خان او رسول خان په څېر لكونو شهيدو ارواوو ته د هغو له ارمانونو د كاږه شوي
يون نامرادۍ نه وړلاى…
درېغه چې
زمونږ په ملت كې د ننګياليو شهيدو پر ټپرېدلو او ويرجنو خوېندو داسې مهال نه
واى راغلاى چې:
بې وروره خور په كلي راغله نارې
يې وكړې شپه به چا كره كومه
زمونږ پر نن هم درېغه درېغه!
درېغه چې د ازادۍ له جګړې وروسته بيا هم ازادۍ ته
ارمانونه هماغسې تاند پاته شول… دا كوم عذاب دى چې مونږ په پېړيو پېړيو د
ازادۍ مبارزې داسې ړندې پر مخ وړو چې تر شا يې يو روڼ او ټاكل شوى هدف نه شو تر لاسه كولاى…
دا كومه سزا ده چې د هرې خپلواكۍ وروسته بېرته ژر په بېواكۍ اوړو…
دې ملت
ته چا ازار كړى؟ دا پرله پسې ګوزارونه د چا دي؟ حمزه بابا چې وايي:
ما خو يو غريب ته سپك نه وو كتلي
دا د چا په بد ازار خاورې ايرې شوم
نو مونږ
خو چاته سپك هم نه دي كتلي! نو بيا ولې زمونږ د احسانونو پوروړې نړۍ او سيمه مونږ لكه ګناهګار پر
اور نڅوي…
دا نن چې زمونږ د پرونيو رشادتونو او
ګټلې جګړې پوروړي لويديز زمونږ د ملت پر سر ګوزارونه پېل كړي دا دبې ننګۍ كومه بڼه
ده؟ او ورسره ددې ټولې جګړې د قربانيانو كيسې همغسې مسخه كيږي لكه څنګه چې ور سره
غبرګ زمونږ پرونۍ حماسه د پرديو د ملاتړ او سټېنګر پوروړي بولي…
خو كله
چې دلته د ملت دشهادتونو كيسې له خلكوپټول كيږي او پرځاى يې داسې انګېرنې پر خلكو ورتپي چې
ګوندې ددې جګړې قربانيان د پرديو لښكرو د عملياتو پايله نه ده دا نو د لويديز د
ناسپېڅلو موخو لرونكو رسنيو هماغه شوم رسالت دى چې دلته په دې خاوره زمونږ د
شهيدانو او خپلو وژلو شويو عسكرو احصايه د نړۍ له سترګو پټوي… هو! كله چې رسنۍ بې
رسالته شي، سپېڅلې موخې وركې كړي او د اسراييلي لابي او لويديز امپرياليزم په چوپړ كې
ناڅي، نو بيا د داسې ښكرورو خبرونو اورېدل كومه اريانتيا نه ده، هو! كه څوك
دلته د زرګونو بې ګناه انسانانود وژنو پر احصايو استدلال كوي نو د افغان وژنو
له خوني مبدا قلعه جنګي تاريخي پېښې دې پيل كړي هغه چې لږ تر لږه يې د المان پارلمان
هم اوښكو تويولو ته كېناوه، هغه چې د وير پر ټغر ناست افغانان يې قهروړي د مقاومت پر
ليكه ودرول… هغه پركانتينرونو كې يې چې له خداى وركړي اكسېجنه په محروميت سره
افغان وژنه د چنګېز خان ستمونو ته ستنه كړه…
دلته خو پل په پل كله د اندلس نسل
وژنې تكرار واخېست او كله د غزني او بغداد د كوڅو هغه په وينو سور تاريخ رامخې ته شو
چې د چنګېز لښكرې لكه د نن صليب زمونږ پر اسلامي پرتم رانازلې شوې وې… قلعه
جنګي يوه مبدا وه، او په تسلسل يې نورې لسګونې پېښې راغلې، كله د هسكې مېنې پر ورا
بمونه غورځېدلي، كله د نورستان پر عام ولس، كله د جنوب ، لويديز او ختيځ پر
ځانګړيو نښه شويو پرګنيو ثقيلونه ازمويل كيږي…
د هاګ محكمه، يو لاسپوڅى مانور؟
كله چې د قاتلينو او د هغوى د محاكمې خبره راپورته كيږي
نو لويديز ځانونه داسې سپين كړي ته به وايې چې د عدالت ټيكه دارانو دلته د وينو
په لوبه كې ځانونه بې داغه پرې يېښي دي… هو هغوى هم ملتونه وژني او هم يې بيا
د هاګ په لاسپوڅې محكمه كې د محاكمې هڅې رامخې ته كوي…سمه ده، د ټولو افغانانو توقع دا
ده چې عدالت واكمن شي، او د زرګونو افغانانو قاتلين محاكمه شي، خو ددې محاكمې لپاره
افغانان د لويديز د قضاوت په پرتله خپل قاتلين ډېر ښه پېژني، افغانان پوهيږي چې چا
ددوى هيواد يرغمل كړى او ددوى د وژنو پړه د چا په غاړه ده…
سړى
حيرانيږي، لويديز د كوم عدلي سېستم خبره كوي؟ هغه چې عافيه صديقي په كې
بې پته كيږي، جنسي تيري پرې كيږي، لغړ انځورونه يې اخېستل كيږي، او په پښو كې يې
قراّن كريم غورځول كيږي… هغه چې د كابل او بغداد د ټولوژنو قاتلان په كې مستانه
ازاد ګرځي خو د ملت متن په كې د قاتل په نوم پټې شپې كوي… دا څنګه عدلي سېستم دى چې
د ګوانتامو، ابوغريب او بګرام كيسو يې نړۍ د كمونېزم د دور ظلمونو ته ستنه
كړې…
دا دوه
مخې نړۍ ده چې د مظلومو ملتونو د ځپلو لپاره يې د هاګ محكمه جوړه كړې، هغه چې هيڅكله يې د
مظلوم افغان ملت د يونيم ميليون وژنو په تور د كمونېزم شوروي جنرالان محاكمه نه
كړل… هغه چې هيڅكله يې د غزې او ټول فلسطيني ولس د ټولوژنو په تور اسراييلي
جنرالان او زبېښاكګران محاكمې ته راكش نه كړل… هغه چې هيڅكله يې د عاموژنو په اړه د
كابل او بغداد لويديز نيواكګران محاكمې ته رانه ښكل… خو! كله چې د خپلو
ارزښتونو په ننګه راپورته شوي مظلوم پاټكي سر راپورته كړى نو دوى كه پرون د شوروي
پر ضد جنګيالي او مجاهدين ګڼل او مبارزه يې مقاومت ياداوه خو نن يې د ځانونو په مقابل
كې د ترهګر او جګړه مارو په نامه د هاګ د محاكمې خبرې كوي… دا كوم قضاوت دى؟