• مجموعي کتنې: 110619

اسلامي ترکيه او عيسوي اروپا!

216 لوستونکي   کلونه وړاندې 4

اسلامي  ترکيه او عيسوي اروپا!

وحيدالله مصلح

ښايي کلونه پخوا کله چې اتاترک د خپل هیواد پر تاریخ او پرتمینې ماضي راوګرځید هیچا ددې تصور نه شوای کولای چې د سیکولر ترکیې په خیټه کې دې یو ځل بیا اسلامي ویښتابه دومره شعوري او هوښیاره وده ومومي چې پر مټ یې له خپلې ماضي شکیدلې ترکیه یو ځل بیا د اسلام په تار له خپل تیر سره ونښلوي.

کله چې پر غزې د اسرایلي تیري په مهال د ملت پالو عربانو مرګوني سکوت د غیرت پر ضمیر داغ پریښوده، نو بیخي په همدې مهال طیب اردوغان وویل چې اسرایل به د فلسطیني کوچنیانو په وینو کې ډوبیږي او بیا یې چې کله چې اسلامي اصالت ته د ورګرځیدونکي ملت پر استازیتوب د داووس  له غونډې د اسرایلو پر ضد احتجاجي پریکون وکړ نو اسلامي امت  د سلطان عبدالحمید ځایناستي ته بېساری داد ورکړ.

او باما په ترکيې کې !
ترکیه د اسلامي هیوداونو په کتار کې لومړنی هیواد دی چې د اروپاي سفر په پای کې ورته اوباما ولاړ، په عنقرې کې پر هر راز الوتنو بندیز لګیدلی و، یوازې نظامي الوتکې وې چې په خپلو الوتنو سره یې د عنقرې فضا ساتله،  ترکیې ته د اوباما سفر له څو ټکو له پلوه مهم دی:
۱- میاشت مخکې د میرمن کلنټن د سفر په مهال ترکیې له عراقه د امریکايي سرتیرو د وتلو په خاطر د خپلو هوايي اډو د ورکولو اعلان کړی وو، له عراقه د امریکا تر وتلو وروسته  په سیمه کې ټیکاو او ترکي نفوذ ترکیې ته ډیر مهم دی، همداراز په ترکیې او عراق کې میشت ازادي غوښتونکي کردان هر وخت د ترکانو لپاره سردرد دی.
۲- ترکیه په افغانستان کې د ناټو په چوکاټ کې ۱۲۰۰ سرتیري لري، له همدې امله به اوباما د افغانستان لپاره په خپلې طرحې کې د ترکيې موقف ته پام وکړي او په اړه به یې له ترکیې مرسته وغواړي.
۳-ترکیه په سیمه او منځني ختیز کې ځانګړی نفوذ لري، د همدې نفوذ له مخې به له امریکا سره  د منځني ختیز د سولې په پروسې او همداراز له ایران سره د اړیکو په ښه کولو کې مرسته وکړي.
۴-  ارمنستان  دعوه لري چې په ۱۹۱۵ کال کې ترکان د ارمنیانو د ټولوژنې مسول دي، سره له دې چې اوباما د خپل انتخاباتي کمپاین په مهال ویلي وو چې که بریالی شي نو د ارمنیانو وژنې به د ټولوژنو په نوم په رسمیت وپیژني، خو د ترکيې هڅه داده چې امریکا نوموړې وژنې د ټولوژنو په نوم  یادې نه کړي.

د اوباما ننواتې!
اوباما په چیک کې د اروپايي اتحاديې مشرانو ته په وینا کې  وویل چې په نوموړې اتحاديې کې د ترکیې شاملیدل اسلامي نړۍ ته مهمې نښې لیږي، امریکا او اروپا باید مسلمانانو ته د بې عدالتۍ، خشونت او تعصباتو پر ضد د دوست، همسایه او شریک په سترګه وګوري.
پښتانه یو متل کوي چې چاچا ځي نښې پرېدي، بوش لاړه خو دومره نښې یې پریښي چې اوباما یې پر ننواتو اړیستلی،  هغه مجبور دی چې د بوش له جګړې زیږیدلي کساتونه په همداسې موقف نیونې  پخلا کړي، اوباما کوښښ کوي چې اسلامي نړۍ سره خپلې اړیکې ورغوي هغه خو دې پالیسۍ په اسلامي نړۍ کې د بوش په کچه د منفور ملک عبدالله په لاسونو هم ورټيټ کړ چې له ځانه سره یې پراخه عکس العملونه ودرلودل، خو اوباما باید دا درک کړي چې کومه لاره یې خپله کړې دا هم ترکستان ته تللې ! هغه باید د اسلامي دولتونو مشرانو ته نه بلکه د اسلامي ملتونو اقدارو ته ټيټ شي.

خوسرکوزی او انجیلینا یې نه مني!
سره له دې چې ترکیې د ناټو په چوکاټ کې خپله ټوله پوځي وړتیا په کار اچولې، د افغانستان په اشغال کې یې هم د ناټو په مشرۍ خپل ۱۲۰۰ سرتیري له خطر سره مخ کړي، خو بیا یې هم تردې دمه لا د عیسوي اروپا اتحاديې ډاډینه او ورته د ننوتو اجازه نه ده ترلاسه کړې، پوښتنه داده چې فرانسه او المان ولې په اروپايي اتحاديې کې د ترکیې د ګډون دونه کلک مخالفت کوي؟
ځواب ډېر روښانه دی، اروپا په اسلامو فوبیا اخته ده، دوی چې له یوې خوا په اروپا کې د اسلام له  پراخې مننې ویرې په سر اخیستي نو له بلې خوا نه غواړي چې په نوموړې اتحاديې کې د اسلامي ترکیې په منلو سره اروپا نوره هم ترګواښ لاندې وساتي، دا  ګواښ ریښتیا هم همدومره زورور دی څومره چې ترې اروپا په ویره کې ده، یو خو په اروپا کې د روحي تشې له امله اسلام د خلکو اعتبار خپل کړی او د یوه نظام په توګه پرې خلک ورمات دي، دا اوس په اروپا کې په میلیونونو مسلمانان شته، له بلې خوا د اسلام قبلونې همدا طبیعي بهیر بیا د ترکیې د منظمو اسلامي جریانونو په واسطه نور هم چټک کیدای شي، یوازې دانه بلکه اروپا ته دا هم له زغمه اووښتې چې ګوندې په اروپايي اتحادیې کې دې مسلمان هیواد هم غړیتوب ولري.
هو! ددې ټولو په پای کې به اروپا خپل تاریخ له سره جوړوي چې مبدا به یې د تحریف شوي عیسویت پای او د اسلام پیل وي، بیا به نو اروپا یو بل هویت لري او خلک به یې د اسلامي اروپا په نوم یادوي،  همدا ویره هغه عمده لامل دی چې د اروپایانو په دلایلو کې لا پټ دی.

يادونه!

نوموړې ليکنه په فبروري ۲۰۰۹ ملي اصلاح اونيزې ته ليکل شوې وه.