• مجموعي کتنې: 110629

د ثور کودتاچيانو جرمي کرونولوژي!

299 لوستونکي   کلونه وړاندې 4

د ثور کودتاچيانو جرمي کرونولوژي!

وحيدالله مصلح

د ۱۳۵۷ ثور په اومه د شوروي کی جي بي لاسپوڅو پر سردار محمد داودخان کودتا وکړه او په دې ډول يو سوسياليستي او له خدای، دين، ملت او هېواده منکر قيادت پر ملت مسلط شو. دوی د ثور په همغه اومه د داودخان د کورنۍ ۳۲ غړيو په وژلو سره د وينو تويولو يو بدرنګ پيل باندې شروع وکړه.
خلقي پرچمي دولت د خپل تسلط په اوږدو کې ۶ ميليونه هېوادوال بهرنيو هېوادونو ته په هجرت اړ کړل، تر يونيم ميليون ډېر يې شهيدان او په زرګونو زرګونو يې معيوب کړل. ددې بدرنګې کودتا د قربانيانو په توګه زرګونه يتيمان، کونډې، بورې او بې ورونو شوې خوېندې نن ډېرې سپېره وختونه او بدمرغۍ لري.

لاندې د  خلقي پرچمي دولت د ځينو ډله ايزو وژنو بېلګې وړاندې کيږي:
۱۳۵۷، حوت، ۲۴مه: په هرات کې د ولسي پاڅون د ځپلو په ترڅ کې د ۲۴ زره مسلمانو هېوادوالو ډله ايزه وژنه.

۱۳۵۸، عقرب، ۳مه: په داخله وزارت کې د ۱۲ زره وژلو شويو هېوادوالو د لست ځړول.

۱۳۶۴، حمل، ۲۵: په لغمان قرغه یو کې د درې زره بې ګناه هېوادوالو وير جن ډله ايز شهادت.

۱۳۵۸: په پوځ کې د کودتا په تور د ۲۰۰۰ مسلمانو صاحبمنصبانو ډله ايز اعدامونه.

۱۳۵۸، حمل، ۳۱ مه: د کنړ په کېراله کې د تر ۱۰۰۰ ډېرو هېوادوالو ډله ايز شهادت.

۱۳۶۴، حمل، ۶ مه: په کندز کې د ۹۰۰ مسلمانو هېوادوالو ډله ايز شهادت.

۱۳۵۹، اسد، ۲مه: په ميدان وردګو ولایت  په چک او سيد اباد ولسواليو کې د تر ۸۰۰ څخه د ډېرو مسلمانو هېوادوالو ډله ايز شهادت.

۱۳۵۸، جدي، ۲۵مه: د کندز په چهاردره کې د ۷۵۰ هېوادوالو ډله يزه وژنه.

۱۳۵۸، دلوه، ۱۶مه: د کندز په امام صاحب کې د ۷۰۰ هېوادوالو ډله ايز شهادت.

۱۳۵۸، سنبله، ۱۵مه: د لغمان عليشنګ په قلعه نجيل کې د ۶۵۰ هېوادوالو ډله ايزه وژنه.

۱۳۶۴: د ميدان وردګو ولايت په نرخ او ميدان کې د درې بريدونو په اوږدو کې د ۶۰۰ هېوادوالو ډله ايزه وژنه.

۱۳۶۳، حوت، ۲۲ مه: په قره باغ او شکردره کې د ۵۰۰ هېوادوالو ډله ايزه وژنه.

۱۳۶۳، دلوه: په کندزو چهاردره کې د ۴۲۵ هېوادوالو ډله ايزه وژنه

۱۳۵۸، دلوه، ۲۱مه: په دشت ارچي کې د ۲۵۰ هېوادواله ډله ايزه وژنه.

۱۳۶۲، قوس، ۱۸مه: په غزني کې د ۲۵۰ هېوادوالو ډله ايزه وژنه.

۱۳۵۹، جدي، ۱۹مه: په خان اباد کې د ۲۰۰ هېوادوالو ډله ايزه وژنه.

۱۳۵۷، د روژې مياشت: په بګرام هوايي ډګر کې د ۲۰۰ صاحبمنصبانو ډله ايزه وژنه.

۱۳۵۹، جدي: پر خان اباد د هاوان فيرونو په واسطه د ۲۰۰ څخه د ډېرو هېوادوالو ټپي او شهيدانول.

۱۳۶۳، سنبله، ۲۸مه: په بغلان کې د بمبارد له امله د ۱۵۰ ځايي اوسيدونکو شهيدانول.

۱۳۵۸، جوزا، ۸مه: د  پوهاند غلام محمد نيازي، انجنير سيف الدين نصرتيار، او استاد غلام رباني عطيش په شمول د اسلامي نهضت د ۱۳۵ غړيو ارمانجن او ويرجن شهادت.

۱۳۵۷، حوت: د خوست په ۲۵مه فرقه کې د ۱۳۳ صاحبمنصبانو ډله ايزه وژنه.

۱۳۵۸، جوزا، ۸مه: د څرخي پله په زندان کې د اسلامي نهضت د ۱۱۷ غړيو ارمانجن شهادت.

۱۳۶۳، دلوه، ۱۰مه: په ننګرهار کې د ۸۰ مسلمانو هېوادوالو ډله ايز شهادت.

۱۳۶۳، سنبله، ۲۱مه: په نورستان کې د ۶۷ هېوادوالو شهادت.

۱۳۵۸، جوزا، ۱۴مه: په څرخي پله زندان کې د د غازي سيد اکبر په مشرۍ د اسلامي نهضت د ۴۵ غړيو ويرجن شهادت.

۱۳۶۱، جدي، ۲۵مه: په هرات کې د ۴۰ هېوادوالو ډله ايز شهادت.

۱۳۵۹، ثور، ۹مه: په کابل کې د خويندو د پاڅون په ترڅ کې د درېو خويندو هرې يوې ناهيد، وجيبه او جميله په ګډون د تاريخ تر ټولو مظلومانه شهادت.

يادونه:

نوموړې ليکنه اصلاح انلاين ته په اپريل ۲۰۱۳ کې ليکل شوې وه.