زما په خيال د پښتو ژبې د ودې لپاره حتمي نه ده چې کره لغتونه دې په افراطي ډول استعمال شي، بلکه ډېر کله خو نامانوس کره توب د ژبې خواږه، ترخه کوي. له يوې خوا زموږ د ټولنې ادبي ذوق او تعليمي حالت په مطلوب حد کې نه دى او له بلې خوا د نويو لغتونو او عامولو لپاره د اکاډميو پر ځاى د شخصي تصرفاتو بيروبار بېخي بې واګو دى.
زما ګران همصنفي ډاکټر ملنګ جان د ۲۰۱۸ مۍ پر ۵ مه په ولايتي روغتيايي همغږۍ مجلس کې د ګډون لپاره نورستان ته روان وو، په يوه ځاى کې د مانځه لپاره له موټره کوزېږي، کله چې د سيند پر غاړه اودس کوي له هغه غاړې له لرې په نښه او شهيديږي.
مرشده! ته لاړې خو د واک دا استبداد به حتما رانړېږي, دا پر ملتونو مسلط سلطنتونه او دا دیکتاتورۍ به یو یو راشړېږي, یو ورځ به راشي چې دا ټول ويشلي ملتونه به ځانونو ته مرسیان وټاکي او مرسیان به راټول شي او د نړۍ سردارۍ ته به استازی وټاکي...
اقبال چې د افغانستان له خاورې او ملت سره کومه مينه لري هغه لکه جنون وو او هغه د اقبال د عشق مرکز وو، اقبال چې احمد شاه بابا، سيد جمال الدين افغان، غازي امان الله خان، نادرخان او نور مشاهير په کومو لفظونو کې اوډلي دا د کوزې پښتونخوا په ټوله شاعرۍ کې نه شته، که نه دا يې ګز او دا يې ميدان...
په ترکيه کې ښاروالۍ د خدمت مرکزونه دي، ښاروالان په انتخابي شکل ټاکل کېږي، اوسني حاکم ګوند د همدغو ښارواليزو خدمتونو له لارې په ولس کې محبوبيت پيدا کړی، د دوی مشران اکثره د سترو ښارونو ښاروالان پاتې شوي، حتی ارواښاد استاد نجم الدين اربکان په خپل وخت کې د استانبول له برياليو ښاروالانو وو، رجب طيب اردوغان هم د استانبول ښاروال پاتې شوی
د عمومي مجمعې په دويمه ورځ سهار په هرات کې د جمعيت اصلاح د زون مسئول استادامين الله معتصم د اسلامي حرکت د غړيو د مواصفاتو په اړه محاضره وړاندې کړه، د هغه مقدمې پرما بيخي اغېز وکړ، کله چې هغه وويل چې ۱۷ کاله مخکې ما خوب ليدلی وو، نن هغه ريښتيا کيږي، کټ مټ همغسې لکه چې امام شهيد حسن البنا په ۱۹۲۸ کې د اسلامي حرکت د يوې وړې حلقې د جوړولو په مهال کوم خوب ليدلی وو…
لیکوال او تحلیلګر
وحیدالله مصلح د ننګرهار ولایت، روداتو ولسوالۍ اصلي اوسیدونکی او اوسمهال په کابل کې مېشت دی. نوموړی له ننګرهار طب پوهنځي څخه په ۱۳۸۴ ل کال کې فارغ شوی دی.
وحيدالله مصلح