غبرګې لوړې؛ د معاملو ژورې!
سږنۍ ولسمشريز ټاکنې د کمي او کيفي دواړو اړخونو ډېرې ضعيفې وې، په کمي لحاظ د خلکو ګډون خورا لږ و، په ۳۶ ميليونی نفوس کې چې ښايي رای ورکولو وړ په کې د ۱۸ ميليونو شاوخوا وي، ايله يو نيم ميليون شاوخوا وګړو خپله رايه وکاروله. په کيفي لحاظ ټاکنې ډېرې ناندريزې وې، پر درې لکو رايو تر پايه له ولسمشر غني پرته نور اکثره کانديدان معترض دي او وايي چې هغه مخکې او وروسته له وخته استعمال شوي او د بايو ميتريک ستونزې يې سرباري.
519 لوستونکي
کلونه وړاندې 5