وحيدالله مصلح
خبريال نجفي زاده ډېر نامي ننګونکى
دى، هغه چې له ډاکټر عبدالله عبدالله په خپلې پاروونکې لهجې وپوښتل چې د طالبانو
له دويم درجه مشر سره ولسمشر ټرامپ 35 دقيقې خبرې وکړې خو د جمهور رئيس غني لپاره
يې پمپيو ته دنده ورکړې چې خبرې ورسره وکړي دا کوم تصوير وړاندې کوي، تاسو په تېرو
پنځو کلونو کې افغانستان چرته وړى دى؟
عبدالله وويل چې اسلامي جمهوريت کولاى
شول چې په صلابت سره يې د خپلو خلکو استازولي کړې واى، که تفرقه نه واى اچول شوى،
که انحصار نه واى، که مونږ د خلکو حقونو ته قايل واى، که د سياست مشرانو او مدني
ټولنو حق ته قايل واى نو وضعيت به متفاوت واى او غږ به مو رسا واى.
افغان حکومت او امريکا؛ دوه پرتلې!
ما چې د نجفي زاده په دغه پوښتنه او د
عبدالله په ځواب کې فکر کولو نو ريښتيا هم په تېرو پنځو کلونو کې له امريکا سره د
سيال په مقام خبره نه ده شوې، يو وخت داسې و چې کرزي ته سپينې ماڼۍ ډيپلماټيکې
زارۍ کولې، خو کرزي ورسره د دويم امنيتي تړون په سر چنې وهلې او پاى يې لاسليک هم
نه کړ، د همدې امريکايي پوځونو په حمايه کې راغلي کرزي چې کله له امريکايانو سره د
سيال، عزت نفس او خودۍ له دريځه عمل او عکس العمل کاوه نو کرزى په کې اوباما ته د
بګرام د تګ لېمه ټيټ نه کړل او په بله پلا يې همدا اوباما اړ کړ چې په نيمه شپه له
سپينې ماڼۍ ارګ ته د لاسليک لپاره راشي.
سوله او ټاکنې؛ د عبدالله څو خبرې!
عبدالله د ټاکنيزې لانجې د حل خبره
کوله او هغه په کې د بحران د تشديد پلوى نه و، کله چې هغه نه د افغانستان د تجزيې
پوښتنه وشوه نو ويې ويل چې ده هېڅکله د افغانستان د تجزيې پلوي نه ده کړې او تل يې
د وطن د سالميت نه دفاع کړې ده.
د سولې په لار کې د څوکۍ پرېښودلو په
اړه يې وويل چې روزانه تر 50 افغانان وژل کېږي او د دې لپاره دى اماده دى چې له
څوکۍ تېر شي.
نوموړي د سولې په لار کې د طالب
بنديانو د خلاصون پلوي وکړه، او ويې ويل چې سوله تر هغه نه شي راتلى چې د دې او
هغه طرف زرګونه بنديان په زندانونو کې وي.
نوموړي د طالبانو د اسلامي امارت د
بڼې لپاره د انتخاباتو له لارې د اکثريت په صورت کې امارت توجيه کړ او ويې ويل چې
د افغانستان خلک بايد د نظام بڼه وټاکي، که طالبان مبارزه کوي چې د نظام بڼه بايد
اسلامي امارت وي نو د خلکو د اکثريت ملاتړ بايد دې لپاره ولري.
د مرکې لنډ جاج!
د ډاکټر عبدالله عبدالله خبرې حساب
شوې خبرې وې، د ټاکنو او سولې په موضوعګانو کې سنجيده او مسئولانه غږېده، نه يې
هوا ګزوله او نه يې چغې وهلې.
سولې او ټاکنو اړوند د عبدالله په
خبرو کې د منځلارتوب، تسامح او ملي ګډون د ماهيتونو څرکونه وو.
هغه د ټاکنو او سولې دواړو قضيو کې
عملي وغږېد، هغه داسې ښوده چې په ملي قضيو کې اوږده موخه ګوري، د سولې په چاپېريال
او حتى د دغه ډېرو ژوبلو څو لکي انتخاباتو په کشمکشونو کې يې د انتقامي او کساتګرو
ادبياتو پر ځاى د کوشېر او مينې لفظونه راخېستل. ارګ هم يو وخت د خبرو او مرکو سړى
لرلو، حنيف اتمر؛ چې ويل کېږي په راتلونکي کې ښايي بيا ارګ ته راشي.
سوله ييز موقف د اوسنۍ مرحلې لويه
اړتيا ده، له بده مرغه په ځانګړي ډول يو شمېر نوکي ځوانان په جنګي ادبياتو کې روزي
ګټي، په رسنيو کې پر سوله ډزې کوي او فېسبوکونه يې پر کنځلو ککړ دي، دوى په پرله
پسې ډول يو جنګي او زغم نه لرونکى صف ايجادوي او دغسې کار هېڅکله د سولې په خير نه
دى.
يادونه:
نوموړې ليکنه په مارچ ۲۰۲۰ کې ليکل شوې وه.
لیکوال او تحلیلګر
وحیدالله مصلح د ننګرهار ولایت، روداتو ولسوالۍ اصلي اوسیدونکی او اوسمهال په کابل کې مېشت دی. نوموړی له ننګرهار طب پوهنځي څخه په ۱۳۸۴ ل کال کې فارغ شوی دی.