وحيدالله مصلح
د امريکا له
جګړه ايزې ستراتيژۍ داسې ښکاري چې په افغانستان کې اوږد مهاله پاته کېدنې ته زمينې
مساعدوي، ډېر احتمال دا دی چې امريکا او افغانستان به د دايمي اډو پر سر د
هوکړې پرېکړه وکړي او په دې ډول به دا پرېکړه هم لکه د ډېورنډ، ګندمک، او پنډۍ
تړونونو د تاريځ بدنام او غلام تړون ياد شي.
د افغانستان
فرهنګي او تاريخي شاليد ته په کتو سره به امريکايان اړ وي چې ددې سيمې د کلتوري
پردۍ کونې پر پروسې غور وکړي. تر هغه چې ددې سيمې فرهنګي ارزښتونه ذليل نه شي
ترهغې به دلته جګړه وي او دلته به د امريکا اوږدمهاله نظامي شتون له پراخه جګړه
ايزې محاصرې په دننه کې بې امنه وي. کله چې هغوی د اوږد مهاله شتون خبره کوي نو
ددې اړتيا ده چې ددې سيمې ازادي پالنه، دينداري، کورنی نظام، د ښځې تمدني حيثيت، د
ژبو انډول، قومي ورورولي، د دولت مرکزي نظام، اخلاقي ارزښتونه، تعليمي نظام او
دټولو کلتوري بنسټونو د اړولو او تخميرولو منظم فرهنګي تیری ولري. د امريکايي يرغل
د تمدني او فرهنګي مخ تر ټولو ښه سند پر افغانستان د جګړې په پيليزه کې د بوش هغه
وينا ده چې باب وډ وارډ په خپل کتاب (Bush at War بوش په جګړه کې) راخېستې،
هلته چې بوش وايي: دا صليبي جګړه (Crusade) به د تره ګرۍ په وړاندې تر
اوږدې مودې پورې روانه وي.[1]
فرهنګ تمدن او
ټولنه!
هر انسان چې
دلته په نړۍ کې شته هغه د يوه فرهنګ لرونکی دی، ځکه هغه ديوې کورنۍ، قبيلې، قوم،
ملت، هېواد او نړۍ په محدوده کې اوسيږي، په دې ډول نو هغه د ژوند په بيلابيلو برخو
کې له خپلو اسلافو څخه يو لړ ارزښتونه په ميراث وړي چې که دغه ارزښتونه يې له نورو
سره ګډ وي نو فرهنګ يې بللای شو.
مشهور
انګليسي انسان پېژندونکی ايډوارډ ټايلر (E.B.Tylor)
فرهنګ داسې راپېژني: فرهنګ يوه پېچلې مجموعه ده چې پوهې، ګروهې، هنرونه، افکار،
صنعتونه، تخنيکونه، اخلاق، قوانين، مقررات، خبرې عادات، رسوم او ضوابط په
ځان کې رانغاړي. داسې چې انسان يې له خپلې ټولنې زده کوي او په وړاندې يې تعهد
لري.[2]
فرهنګ او
اجتماع يو له بله نه بيليدونکي دي، د اجتماع د تعريف په اړه د (مباني جامعه شناسي)
مولف بروس کوين داسې وايي:
اجتماع د
خلکو هغه ډلې ته وايي چې په يوه ټاکلې جغرافيايي سيمه کې ژوند کوي، داسې چې د ګډو
اهدافو د ترلاسه کولو لپاره يووالی ولري او يو فرهنګ او د ژوند تېرولو ګډه ليار
ولري.[3]
دا پوښتنه چې
ايا فرهنګ او تمدن سره توپير لري او که يو د بل مترادف دي، په دې اړه د پوهانو تر
منځ اختلاف شته، ځينې يې دې توپير ته قايل دي چې تمدن پر مادي او تخنيکي شيانو
څرخي او فرهنګ پر معنوياتو. ځينې يې داسې سره ويشي چې ګنې فرهنګ کليوالي دودونه دي
او تمدن په ښاري ژوند کې پر ارزښتونو راټول دی. خو ډېری پوهان دغه توپيرونه له آره
نه مني او وايي چې فرهنګ او تمدن يو د بل مترادف دي. پروفيسور سمويل هنټګټن وايي
چې تمدن وي او که فرهنګ دواړه د انسانانو د اجتماعي ژوند ترجماني کوي، يو تمدن په
پراخه تناظر کې فرهنګ په ځان کې رانغاړي. هغه وايي چې د تمدن په ټولو تعريفونو کې
فرهنګ شامل دی.[4]
ايا ريښتيا هم
فرهنګونه، په جګړه دي؟
کله چې شوروي
اتحاد مات شو نو د کمونېزم سره د نظرياتي او اقتصادي جګړې ځای يو تمدني او فرهنګي
تقابل او حتی جګړو ونيوه. دا کار کوم تصادف نه وو بلکه د وارسا تر شړېدو وروسته
لويديز يوه داسې کشمکش ته اړتيا درلوده چې ددوی بقا خوندي کړي. دوی اسلامي تمدن د
خپل بريد مرکز وګرځاوه او دا ځکه چې اسلام نړيوال دين، بلنه يې نړيواله ده، جهادي
بنسټونه لري، او د شمېر له لحاظه اوسمهال د نړۍدويم منل شوی دين دی چې شمېر يې
يونيم زر ميليونو ته رسيږي. اسلام تمدني پروسه لري، پر نړۍ د سردارۍ يو اوږود
تاريخ لري، د حکومت تيوري، اقتصادي نظام، اخلاقي ارزښتونه، او اجتماعي بنسټونه او
لارښوونې لري نو همدغسې يوه قوي، تاريخي او له ارزښتونو ډک تمدن کولای شول چې
لويديز وننګوي. داسلام په مقابل کې نور دينونه په دغو ټولو ډګرونو کې نيمګړي وو
هغوی اصلاً د لويديز نړيوالتوب نه شوای ننګولای، او ډېر زر د نړيوالتوب په روانې
استعماري لوبه کې ويلي کېدل. د هغوی تمدن او فرهنګ هومره ضعيف وو څومره چې د
لويديز يرغل قوي دی.
د تمدنونو د
ټکر تيوريسن پروفيسور سمويل پي هنټګټن چې په هاروارډ پوهنتون کې څو لسيزې استاد
پاته شوی او د امريکا پر مدني او نظامي ستراتيژيکو مسئلو يې ځانګړی تحقيقي نظر
درلود، د امريکا او کمونېزم جګړه د اسلام او عيسويت د ټکر په نسبت سطحي بولي
هغه وايي چې: د اسلام او عیسویت د ځانګړي او ژور ټکر په
مقابل کې د شلمې پېړۍ د لبرال ډیموکراسۍ او مارکسي لینینېزم شخړه محض یوه لنډمهالې
او سطحي معامله وه.
د فرهنګي او
تمدني ټکر په اړه به دلته هڅه وشي چې د پروفيسور هنټګټن د کتاب (Clash of Civilizations تهذيبو کا تصادم) ځېنې اقتباسات
راواخېستل شي:
[واکليو هيول
ليکي چې فرهنګي جګړې پر مخ روانې دي او د ماضي له هر پړاوه نن ډېرې خطرناکې شوي
دي... ژاک ډيلورس وايي چې راتلونکې جګړې به د اقتصادي يا نظرياتي وجوهاتو پر بنسټ
نه بلکه د فرهنګي لاملونو پر بنسټ وي.
دا مهال د
نړيوالې اجنډا د سر مسئله د تمدنونو اختلافات جوړوي... په نړيواله کچه سياست د
تمدن پر بنسټ لوبول کيږي، د سترو ځواکونو (سوپر پاور ) جګړو ځای د تمدنونو ټکر
نيولی دی... له سړې جګړې وروسته په نړۍ کې د خلکو تر منځ اختلافات نظرياتي، سياسي
يا اقتصادي نه بلکه تمدني دي. اوس خلک د انسانانو دې پوښتنې ته د حل موندلو کوښښ
کوي چې مونږ څوک يو؟ او خلک خپله پېژندنه دنسل، مذهب، ژبې، تاريخ، ارزښتونو، رسم و
رواج له مخې کوي.... له سړې جګړې وروسته په نړۍ کې د تمدني تشخص نورو نښو لکه
صليب، هلال او حجاب اهميت موندلی دی، ددې لامل دا دی چې فرهنګ مهم شوی او فرهنګي
اهميت د اکثره خلکو په نزد د معنويت لرونکی دی. خلک پخوانۍ نښې او هويتونه له سره
اخلي، د پخوانيو بيرغونو لاندې راغونډيږي او د نويو مګر پخوانيو دښمنانو سره د
جګړې په لور پر مخ ځي... د ۱۹۹۳ په پيل کې د نړۍ له ۴۸ شخړو نيمايي
يې د مختلفو تمدني ډلو تر منځ شوي دي.][5]
له بلې خوا د
(Institute of Policy Studies) رئیس او د مشهورې مياشتنۍ
ترجمان القرآن مسئول مدير پروفيسور خورشېداحمد ليکي چې:
يو ډير مهم
يهودي مفکر برنارډليوس څوک چې په لندن پوهنتون کې پروفيسور وو . او بيا په ١٩٨٠ کې
امريکا ته منتقل شو، هغه په امريکا کې د سټيټ ډيپارټمنټ د سلاکار ، د امريکا
پاليسي جوړونکيو او اسرايل لپاره د مغز حيثيت لري ، کله چې شورويان له افغانستانه ووتل هغه په
١٩٩٠ کې د امريکا يوي مهمې مياشتنۍ اتلانتيک مانتلى (
Atlantic Monthly ) ته په خپلې يوې ليکنې کې د لومړى ځل لپاره د (
Clash of Civilizations ) الفاظ استعمال کړل هغه په دغه مضمون کې وايي
: ” اوس بايد دا خبره سپينه شي چې موږ له يوه
داسې تحريک سره مخ يو چې هغه د خپل ځان په وړاندې حکومتونو او پاليسيو څخه پرته
نور څه دي. دا د تمدنونو له ټکر څخه وړه خبره نه ده . ښايي دا به غير منطقي وي خو
غالباً دازموږ د يهود – مسيحى ماضي ، زموږ
د سيکولر – حال او ددې دواړو د نړيوالې پراختياپه خلاف ديوپخوانى دښمن تاريخي
غبرگون دى “[6]
د عربي نړۍ
نامتو اسلامي پوه استاد مصطفی محمد طحان په خپل کتاب ” ماذا بعد
احداث سبتمبر“ د ځينو مشهورو لويديزوالو
ويناوې رااخلي او وايي:
(د فرانسې يو
سرلښکر چې د الجزاير د اشغال پر مهال يې ډېر وخت هلته تېر کړی وو، وايي؛ پر
مسلمانانو د برياليتوب لپاره اړينه ده چې قرآن يې له مينځه وويستل شي او فرهنګ او
ژبه يې ترې واخېستل شي.
سالازار
وايي: کوم جدي خطر چې مونږه ننګوي هغه د اسلام خطر دی، هغه نړۍ چې مسلمانان په کې
اوسيږي هغه کاملاً زمونږ لويديزوالې نړۍ سره توپير لري. هغوی خپل يو ځانګړی معنوي
فرهنګ لري او له اصيل تمدن او تاريخه برخورداره دي. هغوی ددې وړتيا لري چې پرته له
دې چې خپل شخصيت، فرهنګ او تمدن په لويديز تمدن کې ويلي کړي د خپلو اصولو او
معيارونو پر بنسټ نوی نړيوال نظم رامنځته کړي.)[7]
فرانسس
فوکوياما په نيوزويک کې د خپل يوه مضمون (The Real Enemy) په ترڅ کې ليکي:
انقلابي
اسلامپالي چې هيڅ راز اختلاف نه شي زغملای زمونږ د زمانې فاشېستان دي. په اصل کې
مونږ ددوي پر ضد جنګيږو.[8]
ایا فرهنګ
اغېزمن کيږي؟
دا مسئله چې
ايا فرهنګ اغېز اخلي او که نه د فرهنګونو د بحث يوه ډېره توده موضوع ده. لويديز په
دې تمه چې د (Globalization) نړيوالتوب تر پلمې لاندې به د
نړۍ ټول فرهنګونه د لويديز رنګ واخلي او په دې ډول به پر نړۍ د (New World Order) نوي نړيوال نظم نظريه په ډېرې برياليتوب
عملي شي. هغوی په دې لړ کې د رسنيو، انټرنېټ، او د اړيکو د ټولو ډولونو څخه اعظمي
ګټه واخېسته. د لويديز د ژوند ټولې ليارې يې خلکو ته د برياليتوب د يوازينۍ خپلونې
په توګه معرفي کړې. هغوی په دې لړ کې د خپل فرهنګ ډېرې سپکې او ذليلې برخې هم غير
لويديزو ټولنو او حتی کورونو ته د همدغه وسايلو له ليارې په ډېرې اسانۍ ننويستې.
د فرهنګي
يرغل په وړاندې د اغېز اخېستلو له اړخه ملتونه دوه عمده حالتونه لري؛ هغه ملتونه
چې هغوی قوي فرهنګ لري او هغه چې فرهنګي بنيه يې ضعيفه وي. دا دواړه حالتونه د
فرهنګي يرغل په وړاندې بيا جلا جلا مقامونه لري.
تاريخ
په دې شاهد دی چې کله مغول د تيموچين چنګېزخان په مشرۍ د له لېرو دښتو راتېر شول
او دلته يې زمونږ په سيمه کې د غزني په شمول د خوارزمشاهيانو اسلامي مپراتوري
بېسارې ړنګه او بيا يې په بله شېبه کې د بغداد وروستی عباسي خليفه په ليمسي کې
نغښتی د فيلانو په پښو کې وغورځاوه او په دې ډول يې په يوې اوږدې ليکه پراته ستر
تمدنونه په فيزيکي ډول خپلې واکمنۍ ته ړنګ کړل. خو کله چې د همدغه سيمو د فرهنګ او
تمدن په ستروالو کې د چنګېز د کورنۍ تيمور لنګ اغېز اخلي او مسلمانيږي دا نو هغه
تمدني قوت وو چې قرآني سرچينو خړوبه کړی وو. همدغه ځای دی چې قوي فرهنګونه په
فيزيکي لويدلي حالت کې هم نه يوازې خپله ماته نه خوري بلکه پر جارح لوري هم اغېز
شيندي. هو دا هغه حالت وو چې د عباسي خلافت، خوازمشاهيانو او د غزني اسلامي
تمدنونو خپلو وارثانو ته ډېر غني فرهنګونه پرېښي وو. او جارح لوري يوازې د نړۍ
نيونې له انګېزې پرته نور تمدني توکي نه درلودل.
ددې په مقابل
کې يوه بله معاصره بېلګه بيا يو بل انداز لري، کله چې په ترکيه کې عثماني خلافت د
داخلي اختلافاتو او بهرنيو منحوسو نيواکګرو انګليسي توطيو سره په يوه اوږده تقابل
کې د مريض جسم پر پېر تر تېرېدو وروسته ترور شو نو ورسره د هغه مهال ټول فرهنګي
توکي هم په بېساري توګه يوه ماته او غورځېدلې معامله وکړه. په دغه معامله کې که د
کماليانو د غلامې نظريې دولتي ترهه د لويديز يو مخيز تقليد ته د خپل ملت پر اورمېږ
ځوړنده توره وه نو له بلې خوا د هغه مهال د عصري کېدنې چټکه پروسه داسې عيار شوې
وه چې بايد په يومخيز ډول د لويديز ټول معنوي او مادي ارزښتونه ومنل شي که نه په
بل صورت کې عصري کېدنه شوونې نه ده! د لويديز په مقابل کې د ترکيې ځايي تمدن غريب
او بې وسه شوی وو. داسې تمدن به د لويديز سره څه مقابله کړی وای چې جرمني کې ګوټن
برګ د چاپ مشين جوړ او عثماني خلافت تر ۱۷۲۷ پورې په ترکيه کې پر چاپ بنديز ولګاوه.
داسې تمدن چې ډېری طريقي يې کليشه ايي او له نوښتونو خالي شوې وې له يوه داسې تمدن
سره به يې چې خپل فرهنګ ته يې په ډېر علمي او سېستماتيک ډول کار کړی څه مقابله کړې
وای... د ترکيي نسل د لويديز په پوهنتونونو کې فرهنګي شوي او د يوې لويديزې فرهنګي
کونې له اجنډا سره مينځلي راغلي وو. ددغو ځوانانو شمېر کم نه وو دوی په خپلو
ملتونو کې د مدني ټولنو، مسيونري فعاليتونو، او د لويديز د فکري ترويجي کلبونو له
لارې بلا نور ځوانان پر ځان راټول او په دې ډول يې ترکي ټولنه بيخي لويديز وهلې او
منلې کړه. هلته چې بيا د ضيا کوک الپ، خالده اديب او نورو سکولر ليکوالانو خلکو ته
لويديز فکر د يوه ژغوروندوی په بڼه وړاندې کولو سره د مېرمنو له سره ټکري او پښو
پت وغورځاوه، هلته چې بيا د خپل تېر عظيم تمدن څخه د بشپړې شکېدنې په خاطر عربي پر
لاتينې واوښته، هلته چې بيا اسلام او مادې د ابد لپاره خدای پاماني وکړه، هلته چې
بيا مسجدونه موزيمونه شول، هلته چې قرآن او اذان له عربۍ نه وشکول شول، هلته چې
بيا له محاکمو قرآن وويستل شو او هلته چې بيا عصري کېدنه يوازې په کلتوري تقليد او
خپلونې کې پردۍ شوه او هلته چې بيا... خو! دا ټول يوازې د زور په واسطه نه دي شوي
بلکه دا د يوه اوږده تمدني کار په پایله کې رامنځته شول. دا چې اوس د ترکيې ملت يو
ځل بيا خپل عظمت ته ستنيږي دا يوه جدا فلسفه او کيسه ده چې د مرحوم اربکان رح نسل
يې ټول وخوړ او راتلونکي نسلونه ورته په ډېر حکمت او بصيرت لنګتې اچوي... هغه ورځ
لېرې نه ده چې په دغه کشمکش کې ترکيه يو ځل بيا په خپل تمدني تشخص ودريږي او په
نړۍ کې د امامت هغه تشه ډکه کړي چې ټول امت يې د لويديز پر درشل ذليل ورغورځولی.
که موضوع
رالنډه کړو نو: د استعمار په مقابل کې ضعيفه هويتونه او فرهنګونه ګونډه وهي او
ماتيږي خو که همدغه فرهنګونه قوي وي نو د فزيکي ماتې د خوړولو سره سره ددې وړتيا
لري چې له يوې خوا د خپلو خلکو او ملت د خپلواکۍ او هويت لپاره اوږده مبارزه وکړي
او له بلې خوا غالب او جارح لوری هم په خپل فرهنګ کې ذوب کړي.
استعمار او
زمونږ ټولنيز تيتوالی؟
د فرهنګ او
تمدن د توکيو له نظره په خپله اسلامي هېوادونو کې د ملتونو لوړې ژورې شته. په
مختلفو مسلمانو ټولنو کې د ديني،قومي، ژبني، اخلاقي، هنري، تعليمي او بلانورو
ډولونو له نظره توپيرونه ميندل کيږي. د همدغه توپيرونو په پام کې نيولو سره ملتونه
له خپل جارح لوري سره تعامل کوي. که مونږ د همدغه توکيو له مخې خپل فرهنګ وشنو نو
لاندې يو واضح تصوير مو مخې ته راځي:
مخکې تر دې
چې د ثور کودتا پېښه شي په افغانستان کې د قومونو په منځ کې په عام ډول فرهنګي
اړيکې او بنسټونه ډېر طبيعي وو. د ملت او مليت او اکثريت او اقليت خبرې لکه د نن
سرچوک نه وې، هلته د سولې په فضا کې د خلکو دينداري، دود او دستور، جرګې، مرکې،
ننواتې، مېلمه پالنې، خپلوليو، حيا، غښتلي کورني او ټولنيز نظام او نورو خپل
ځانګړی مقام درلود. خلکو له خپل تاريخ سره اړيکې درلودې، د افغان او افغانستاني
مسخره او تپل شوې لوبې نه وې. د لغتونو د بدلون اجنډاوې نه وې، هر څه په يو ه طبعي
جريان کې وو.
د ثور تر
کودتا وروسته سره له دې چې د خلق ديموکراتيک ګوند انټر نشنلېست بنیه درلوده او پر
ملي، مليتي او قبيلوي هغو يې فکري باور نه درلود. خو د افغانستان لپاره د شوروي
اتحاد ستراتيژيک فکر دا ووچې دلته هم د لږکيو او اکثريت تر منځ د نفاق په کرلو سره
د منځنۍ اسيا د نورو هېوادونو د غلامولو تجربه تکرار کړي. همغه وو چې د جګړې د
نورو بدرنګو مخونو تر څنګ دا مخ هم خورا کرغېړن راوخوت چې د خلکو تر منځ يې د
فرهنګي بېلتون تخم وکاره، دلته يې د شيعه او سني، پښتون، تاجک، ازبک او ترکمن شخړې
پيدا کړې، د قومي پاکونې پلانونه يې عملي کړل، د فدرالي نظام مفکوره يې وکرله، د
ژبو پر سر يې ناندرۍ وپارولې، ښځه يې لنډغره او له کوره وويسته، تعليمي نظام يې له
کيفيته او کميته وغورځاوه، د قومي ملېشو يا اربکيانو په رامنځته کولو سره يې د
قومونو په منځ کې عملاً د بېلتون او نفاق اور په لمبو کړ په دې ډول نو د نظامي
اشغال تر څنګ پراخه معنوي اشغال زمونږ ټولنه ډېره بده وځپله...
په همدې شکل
په ميليونونو هغه افغانان چې نورو هېوادونو ته مهاجر شوي نوی نسل يې په بېساري ډول
د يوه طبيعي هيوادني چاپېريال په تشه کې رالوی شوی، په دې ډول نو طبيعي ده
چې د مېشت هېواد دود، دستور او هجومي رسنۍ د هغوی پر ذهن خپل تاثير پرېږدي.
دلته به بده
نه وي چې د هماغه مهال د بيلتون پاله توطيو په اړه د استاد عثمان روستار تره کي
لاندې وينا ولرو:
شورويانو
غوښتل چې د قومونو (د شورويانو په اند مليتونو) خپلواکه فرهنګي پېژندنه، د ملي
فرهنګي پېژندنې ځای ونيسي. چې په دې ډول د فدرالېزم د يو سياسي جوړښت لپاره لاره
هواره شي.[9]
د دغو توطيو
په اړه د معلوماتو د ترلاسه کولو په خاطر دې د بروس ريچاردسن، په افغانستان کې د
شوروي جنرالانو لکه بوريس ګروموف، ستر جنرال ماياروف، جنرال لياخو فسکي، جنرال
احمدييف، ډګروال شيبارشين او نورو مهمو پوځي او کی جي بي مامورانو د يادښت کتابونو
ته مراجعه وشي. په نوموړو کتابونو کې د هېواد د تجزيې په اړه د پلان ډېرې خاکې
شته.
د ډاکټر نجيب
الله تر سقوط وروسته د مجاهدينو ځينو حلقو دداخلي شخړو په ترڅ کې دغې بېلتونپالې
داعيې ته د بدنامو تړونونو په ترڅ کې ادامه ورکړه او د قومونو په منځ کې يې
بې اعتمادي لا نوره پراخه کړه.
کله چې
امريکا پر عراق حمله وکړه نو همغه مهال د امريکا په سوارتمور پوهنځي کې د سياسي
علومو پوهاند جيمز کرت د (په منځني ختيز کې امريکايي کړنلاره!) تر عنوان لاندې
مقاله کې امريکا ته د اسلامي هيوادونو د ويش او هلته د تفرقې اچولو په اړه مشورې
ورکړې وې، د نوموړي د ليکنې ځينې مهمې برخې په لاندې ډول دي:
له شکه پرته
که چيرته د سني او شيعه مسلمانانو اختلافات نه يوازې شديد او پراخه کړای شي بلکه
تراوږده مهاله وهم چليږي، نو دا به د سړي جګړي په وروستيو درې لسيزو کې د چين او
روس ترمينځ د زيږول شويو شخړو څخه په هيڅ توګه کم حيثيت ونه لري . په دغه صورت کې
به نړيوال اسلامي تحريک خپله معنا او افاديت وبايلي او نوم اخيستونکى به يې پاتى
نه شي . په اسلامي نړۍ کې به سني اسلامپالي او شيعه اسلامپالي او سيږي او دا دواړه
ډلې به د امريکاپه ځاى خپل ځانونه د يو بل ترټولو زيات د ښمن ګڼي... اوس دامريکا
لپاره بهتر ينه لاره داده چې له عراقه ووځي او په اسلامي امت کې موجود داخلي
اوفطري اختلافات په خپل انداز کې زيات کړي. امريکا ته په کارده چې په ملتونو
اوهيوادونو کې دموجودو ځايي حقايقو او له لومړيه دموجودو اختلافاتو څخه په خپل
انداز سره دګټې اخيستنې کوښښ وکړي .[10]
له دې پرته د
سيمي د هيوادونو لپاره چې پنتاګون پر افغانستان د تيري په همغه لومړيو کې کومه
نقشه وړاندې کړې وه په هغه کې يوه نوې جغرافيه په څرګندېدو وه، نوموړې نقشه يوازې
د کاغذ د مخ رسامي نه وه، بلکه دغسې عزايم د فعاليتونو يوه پېچلې مجموعه ده چې
ښايي اوس هم پرې کار روان وي. د قومونو، قبيلو، مذهبونو، ژبو، داخلي ازاديو،
فدرالي غوښتنو، د اقليتي محروميتونو او نورو بلا فرصتي غوښتنو پر محور پلانونه او
فعاليتونه دغسې ستراتيژي د تطبيق پر مرحلې ورخېژوي.
اوس نو د
اسلامي هيوادونو لپاره د پاليسيو په دغه دښمن تناظر کې ددې اړتيا ده چې زمونږ دغسې
يو ځپل شوی فرهنګ د هغه لوی تمدني يرغل په وړاندې تحليل کړو چې دلته د پاته
کېدو لپاره يوه فرهنګي بدلون ته اړتيا لري.
کله چې هغوی
له يوه داسې ملت سره مخ وي چې د تېرو دېرشو کلونو جګړې په اوږدو کې د پرديو اجنډاو
له امله يو پر بل په بېساري ډول بې اعتماده شوي وي، داسې ملت چې په منځ کې يې ځينې
کړۍ د فدرالي نظام او په نهايت کې د تجزيې خبرې کوي، داسې ملت چې په منځ کې يې د
ژبو په سر ناندرۍ هيڅ نه سړيږي، داسې يو ملت چې د شيعه پراختيا غوښتنې په وړاندې
سني طبيعي غبرګونونه په کې اټکل نه واقعيت دی، داسې يو ملت چې لا تر اوسه يې هم په
ميليونونو وګړي له هېواده بهر د نورو هېوادونو فرهنګونه اخلي، نو په دغسې يوه
متزلزل وضعيت کې به افغاني ټولنه څنګه د لويديز فرهنګي يرغل په وړاندې مقاومت
وکړي؟
کله چې د
لويديز استعمار خبره کيږي نو د هغوی ستونزه يوازې نفت او د نړۍ ستراتيژيک
موقعيتونه نه دي، بلکه دا جګړه د يوه تمدني او نړيوال نظم په تناظر کې مخې ته د
عيسوي پراختيا يوه خطرناکه اجنډا هم لري. د امريکا پوځونو ته د مورال ورکولو په
خاطر که په پوځي چاوڼيو کې عيسوي راهبان عيسوي خيالي فلسفې غږوي نو د ځايي خلکو د
عقيدوي بدلون په برخه کې د کليسا د ناقوس ګردونه د مسلمانو ملتونو پر عقيدوي
سپېڅلتياو هم پردې اچوي.
کله چې مونږ
د استعمار په تاريخ کې د بېلګې په توګه د اوکيناوا د استعمار امريکايي پېړۍ څېړو
نو مخې ته موبلا داسې واقعيتونه راځي چې په ترڅ کې يې د امريکا پوځ هلته د ځايي
خلکو د مسيحي کولو په موخه خپل پادريان درلودلي، انجيلونه يې ژباړلي، چاپ او توزيع
کړي او خلکو ته يې کليساوې جوړې کړي دي.
(ERIC ، Educational Resources Information Center) يا د تعليمي سرچينو معلوماتي
مرکز چې کفالت يې د (U.S. Department of Education)
پورې اړونده [Institute of Education Sciences (IES)] کوي، یوه څېړنه کړې ، په نوموړې څېړنه کې د
مسيحيت په ليار کې د امريکايي پوځونو نقش ډېر څرګند دی، لاندې يې بېلګې وړاندې
کيږي:
The army and air force protestant churches began providing
literature in 1953 to the Sunday schools of the UCCO. Chaplains and servicemen
rebuilt nine churches for Okinawas or okinawan congregations between 1950 and
1951.
Both protestant and Catholic Church movements gained considerable
support from military chaplains after world war2. Several American catholic
missionaries came to Okinawa and established “an orphanage, a dispensary, schools, and
churches”.
د اردو
او هوايي ځواکونو پروتستانت کليساګانو د اوکيناوا د مسيحي کليساګانو د بنسټ
(UCCO) کليسايي ښوونځيو ته په ۱۹۵۳ کې د چاپي
مطبوعاتو په برابرولو پيل وکړ. د کليسا نظامي پادريانو او نظامي خدمتکارانو د
اوکيناوا مذهبي ډلو ته د ۱۹۵۰ او ۱۹۵۱ کلونو په موده کې نهه کليسا ګانې جوړې کړې.
دواړو
پروتستانت او کاتوليک خوځښتونو تر دويمې نړيوالې جګړې وروسته د نظامي پادريانو څخه
د پام وړ مرستې تر لاسه کړې وې. ګڼ امريکايي کاتوليک مذهبي مبلغين اوکيناواته
راغله او هلته يې دارالايتامونه، وړيا درملتونونه، ښوونځي او کليساګانې جوړې
کړې. [11]
په دې ډول له
پورته سپيناوي دا څرګنديږي چې:
امريکايي
پوځيانو هلته په منظم ډول ځايي خلکو ته کليسا ګانې جوړې کړي.
هغوی هلته د
مسيحيت د خپراوي په موخه په پوځ کې شته مسيحي راهبان په ولس کې د مسيحيت د خپرواي
په موخه ګمارلي وو.
او دا چې په
سيمه کې په مسيونري فعاليتونو بوختو مسيحي ډلو په منظم ډول له پوځه مرسته اخېستې.
دغه مسيونري
پروسې خلکو ته د عامه خدمتونو وړاندې کول د يوې وسيلې په توګه استعمال کړي دي.
که خپل هېواد
ته راشو نو، په افغانستان کې د مسيحي فعاليت تر څېړلو مخکې ددې اړتيا ده چې د
اساسي قانون پر دويمې مادې لنډه رڼا واچوو:
کله چې
په کابل کې د اساسي قانون د تصويب په خاطر لويه جرګه راغوښتل کېدونکې وه، تر
لويې جرګې مخکې د جمعيت اصلاح افغانستان د مشرتابه په لارښوونه د اسلام اباد په
اسلامي نړيوال پوهنتون کې استاد دکتور فضل الهادي وزين نوموړې مسودې ته يوه علمي
تحقيقي کتنه وکړه، او د لويې جرګې تالار ته يې واستوله، د نوموړې تحقيقي کتنې په
تر څ کې د اساسي قانون دويمه ماده تر يوې ډېرې علمي نيوکې لاندې نيول شوې وه. د
اساسي قانون په مسوده کې وړانديز شوې دويمه ماده په دې بڼه وه: (د افغانستان دين د
اسلام سپېڅلی دين دی. د نورو اديانو پيروان د خپلو ديني مراسمو په تر سره کولو کې،
د قانون د حکمونو په حدودو کې ازاد دي).
نوموړې مادې
دوه برخې درلودې لومړی د اسلام دين، او بل په هېواد کې نور دينونه. استاد وزين
صاحب پر دواړو برخو تحليلي نقد او بيا له خپل لوري وړانديز شوی متن درلود. د دويمې
برخې په اړه يې په لاندې ډول تحليل او توضېح کړې وه:
[د (د ټولو
دينونو پيروان د قانون د احکامو په چوکاټ کې د خپلو ديني مراسمو په سرته رسولو کې
ازاد دي) عبارت هم بايد تعديل شي ځکه چې په دې عبارت کې په افغانستان کې د اسلام
پرته د نورو دينونو په شتون اعتراف شوی دی او دا خبره د افغانستان مسلمان ملت ته
کله هم د منلو وړ نه ده، ځکه چې نوموړی عبارت هيواد ته د يوې خطرناکې فتنې يعنې د
نورو دينونو واردولو ته لاره خلاصوي په داسې حال کې چې په افغانستان کې له اسلام
نه پرته چې د ۹۹،۵ فيصده وګړو دين دی او د هندوانو د ډېر وړوکي ديني اقليت پرته چې د هيواد د
نفوس له ۱ فيصد نه لږه برخه ده بل دين وجود نه لري. تر څو چې يې پيروانو ته د ديني
مراسمو د سرته رسولولپاره ازادي ورکړل شي.
نو د پورتنيو
ملاحظو په پام کې نيولو سره بايد د مسودې دوهمه ماده په لاندې توګه تعديل شي:
د دوهمې مادې
وړانديز شوی متن:
د افغانستان
دين د اسلام سپېڅلی دين دی، ديني شعاير به د دولت له خوا د حنفي مذهب د احکامو سره
سم اجرا کيږي.
هندوان په
هېواد کې يوازينی پېژندل شوی ديني اقليت دی چې افراد يې د آدابو او عامه ژوند کولو
قوانينو په چوکاټ کې د خپلو ديني مراسمو په تر سره کولو کې ازاد دي.][12]
خو د اشغال
شتون کله د اساسي قانون پروسه بې اغېزې پرېښودلای شوه، مستقيم او غير مستقيم
لاسونه ډېر اوږده وو. هغوی چې د اساسي قانون مسوده يې تصويبوله په څو کتګوريو کې
وو، يو خو هغوی وو چې اساساً له اسلامي ارزښتونو سره په تضاد کې وو، دويم هغوی چې
دډالرو په مقابل کې يې ضميرونه خرڅ شوي وو، درېم هغوی چې د فهم له لورې يې دغسې
حساسې مادې نه شوای درک کولای او بالاخره هغوی چې دغسې مادې يې پېژندلې خو په
اقليت کې وو. په دغسې يوه خلط کې استعمار په برياليتوب سره دويمه ماده او ددې په
څېر نورې مادې چې زمونږ د هېواد له ديني او ملي ارزښتونو سره په ټکر کې وې تېرې
کړې. تر تصويب وروسته دويمه ماده په ډېر لږ تغير سره په لاندې بڼه تصويب شوه:
(د افغانستان
د اسلامي جمهوري دولت دين، د اسلام مقدس دين دی. د نورو دينونو پيروان د خپل دين
او ديني مراسمو په اجرا کولو کې د قانون د احکامو په حدودو کې ازاد دي).[13]
او په دې ډول
په هېواد کې د عيسوي کېدنې ارتدادي پروسې په وړاندې قانوني خنډ له مخې ايسته شو.
دا چې اوس مهال دولت او استعمار په قوي موقف کې نه دی نو د ارتداد په اړه د قانون
له دې مادې ګټه نه شي اخېستای، که نه په بل صورت کې به بيا د سکولرېزم دا مخ هم د
کتو وای.
مسيحيت په افغانستان
کې!
په افغانستان
کې د عيسوي کېدنې پروسه له څو اړخونو د تامل وړده:
لومړی خو دا
چې اشغال په خپله د مذهبي او فرهنګي بدلون لپاره تر ټولو قوي فکتور دی.
دويم دا چې
په افغانستان کې عملاً داسې خلک شته چې د بې دينۍ او علمانيت اوږود تاريخ لري،
هغوی اصلاً کوم دين ته اعتقاد نه لري، د بېلګې په توګه شعوري سوسيالېستان او
کمونېستان، دغه کتګوري خلک د شمېر له لحاظه هم کم نه دي او د اسلامي عقيدوي فقر له
مخې هم، نو په دې لحاظ دا ډول خلک د مسيحيت لپاره يوه مساعده طبقه ده.
دريم په
افغانستان کې ځينې فرقې داسې هم شته چې د اسلام په اړه د هغوی فرقه ايي فهم د هغوی
تنده نه شي ماتولای او په دې ډول د مسيحيت د دعوت په وړاندې ماتيږي.
څلورم دا چې
په افغانستان کې د تمدني پروسې لرونکي کار قوت په هغه حد کې نه دی چې د لويديز د
تمدني او عيسوي کونې په وړاندې دې ډپ واچوي، په دې ډول نو عيسوي تهاجم په ډېر
نظامي، اقتصادي، فرهنګي، او مذهبي قوت سره د پراخه انجويي اسانتياو په درلودو سره
د کار ډګر لري. خو اسلامي کار په خپل منځ کې د اختلاف برسېره د هر اړخيز مادي فقر
سره مخ دی او د نجيب تر سقوط وروسته د ځينو اسلامي تنظيمونو ناکاميو هم د اسلامي کار
په وړاندې د دعوتي مننې يوه سنجيدګي رامخې ته کړې ده.
په هر صورت د
زمينو برابروالي عيسويت ته ټول وروونه پرانيستي دي. په دې لړ کې د فارس نيوز د يوه
دقيق راپور له مخې په کابل کې د يوه افغان محقق احمدشاه رجا تحقيقي سفر ډېر
حقيقتونه رامخېته کړل، نوموړي د مسيحي فعاليتونو څخه د خبرېدو په خاطر په کابل کې
کليسا ته سفر کړی وو، کيسه يې ډېره جالبه ده:
رابط کس زه د
کابل ښار په څلورمه کارته کې يوه کور ته يووړم، هلته يوې لوی کوټې ته ننوتم چې يوه
۳۵ کلن سړي مې
انتظار کاوه. ددغه شخص نوم رستم خان او د تاجکستان وو، هغه ددغه مرکز مربي وو. تر
څه شېبې وروسته شپږ نور ځوانان هم راغله. هغوی د مختلفو قومونو پورې تړلي او د
کابل پوهنتون محصلين وو. زمونږ تر اشنايۍ څه شېبه وروسته د کابل پوليتخنيک دوه نور
ځوانان هم راسره يوځای شول... رجا وايي: د ذکي په واسطه مو وکولای شول اوه نورې
کورنۍ کليساګانې کشف کړو، چې درې په څلورمه کارته، ۲ په درېمه
کارته، يوه لويه کليسا د سيلو پر ۴ سرک، او يوه بله کليسا د کابل په غرب کې د
پل خشک په سيمه کې وه. جالبه وه چې دغه ټولې کليساوې د کابل ښار په يوه سمت کې
واقع وې. رجا زياته کړه: د ۲۰۰۸ کال کرېسمېس جشن د سيلو په سيمه کې تر سره
شو چې ما هم په کې ګډون کړی وو. ددغه جشن ګډونوال ۱۵۰ تنان
وو. نوموړی وايي، له کرېسمېسه ۴ مياشتې وروسته مونږ ته خبر راغی چې چې د
يوکراين له مرکزي کليسا څخه يو لوړ پوړی هیئت د کابل، کندز، او بغلان کليساګانو د
ارزونې په خاطر افغانستان ته سفر کوي. لس ورځې وروسته نوموړی هیئت چې په تشکيل کې
يې (برد) امريکايي او (ګريګوري) يوکرايني او د ګريګوري ښځه او لور شامل وو کابل ته
راغله. هغوی د کابل په (نګين اسيا) رستورانت کې د هغو کسانو په وياړ چې نوي
عيسويان شوي وو يوه مېلمستيا ترتيب کړه. دغه هیئت له اوږدو خبرو اترو، وروسته
وړانديز وکړ چې تر ۱۲ کسانو بايد اوکراين ته ولېږل شي او په
اوکراين کې دې د ۲ کلونو زده کړې وروسته بېرته افغانستان ته د ښوونې په خاطر راشي...
رجا د خپلو خبرو په ادامه کې وويل چې هغوی يوازې د ۷ کليساګانو
په کتو بريالي شول، په دغو کليساګانو کې په سلګونو افغان ځوانان د مسيحي دين په
زده کولو بوخت وو. ښايي دغه کليساګانې به ددې په خاطر د کابل په غرب کې واقع وې چې
د کابل ټول پوهنتونونه په دغه سيمه کې واقع دي.[14]
دا چې په
افغانستان کې مسيحي دعوت په درز کې روان دی، په دې کې شک نه شته، خو د حد اقل
فعاليت په اړه يې په خپله د امريکا د سفارت رسمي وېبپاڼه هم مطالب لري، د
(افغانستان د بشري حقونو راپور ۲۰۰۹) تر عنوان
لاندې يې په لنډ ډول دغسې يادونه کړې ده:
(پر مسيحيانو
د ټولنې فشار هغوی اړ کړي چې پټ پاته شي، خپل مذهبي منسکونه ښکاره اجرا نه کړي او
خپل هويت پټ وساتي. د کال په اوږدو کې داسې راپورونه موجود وو چې د مسيحيانو پر ضد
تهديدونه شته وو او تعذيب شوي دي. په هېواد کې د مسيحيانو يوه کليسا شته. هغه
اتباع چې غواړي د مسيحيانو په دود عبادت وکړي دغه کار په خپلو ځانګړو ځايونو کې
کوي. خو د (تلويزيون افغان) په نوم د مسيحيانو يو تلويزيوني پروګرام په اونۍ کې يو
ځل د سپوږمکۍ له ليارې په هيواد کې خپرونې درلودې او څو مسيحي راديوګانو هم خپل
نشرات درلودل).[15]
د سفارت له
خوا په نوموړي خپور شوي راپور کې مهم ټکي دا دي:
لومړی: په
افغانستان کې عيسويان شته
دويم: هغوی د
يوې ستراتيژۍ له مخې د افغانانو د حساسيت له مخې زېرزميني فعاليتونه کوي.
درېم: په
افغانستان کې کليسا شتون لري.
څلورم: د
افغاني مسيحيانو لپاره په منظم ډول دعوتي رسنيزې برنامې د سپوږمکيو او راډيو له
لارې تر سره کيږي.
له دې وراخوا
(شبکه اطلاع رسانی افغان) په ۱۳۸۹، ثور، ۲مه د( گسترش
مسیحیت در بین مردم!!!) تر عنوان لاندې يو لنډ راپور
ورکړی وو، په دغه راپور کې په ډاګه شوې چې امريکايي پوځونو په پراخه پيمانه
پښتو او دري ته ژباړل شوي انجيلونه افغانستان ته وارد کړي دي، او په دې ډول
د اوکيناوا د جزيرې د اشغال تجربې دلته هم تکرارشوي او لا هم تکراريږي:
رسيدلي
خبرونه ددې څرګندوی دي چې خارجي عسکر پښتو او دري ته د انجيل د کتابونو په ژباړلو
سره د مسيحيت دين ته پر تبليغ بوخت دي. په دا تازه وختونو کې په يوه نامعلومه ځای
کې په زيات شمېر انجيلونه پښتو او دري ته ژباړل شوي او بګرام ته ددې په خاطر
انتقال شوي چې د افغانستان پر اوسيدونکو وويشل شي. دا چې هيڅ خارجي ددې قصد نه لري
چې پښتو او يا دري په دغو دواړو ژبو د چاپ شويو انجيلونو پر لوستلو زده کړي نو د
نوموړيو کتابونو د چاپ او افغانستان ته د راوړلو يوازينی هدف د افغانانو په منځ کې
د هغو توزېع کول دي. پر لويديزو نظاميانو علاوه د افغانستان د شمالي ګاونډيو
هيوادونو اتباعو هم په کابل کې کورونه اجاره کړي او د کليساو د استفادې په کولو
سره افغاني زده کوونکو ته په کې د مسيحيت درسونه ورکوي. دوی د مجربو استادانو په
واسطه زده کوونکو ته د انجيل کتاب لولي او تفسيروي يې.[16]
د مسيحي خبري
شبکې بوږنونې!
په افغانستان
کې څومره عيسويان شته؟ دې پوښتنې ته ځوابونه ابهام لري. او ابهام له دې امله دی چې
په افغانستان کې د عيسوي کېدنې په وړاندې بيخي ډېر حساسيتونه شته، د همدغه
حساسيتونو په پام کې نيولو سره عيسوي کړۍ په افغانستان کې د مسيحي افغانانو دقيق
شمېر، ځای، او د کليساو معلومات نه وړاندې کوي. خو د ۱۳۸۹ سرطان په ۵ مه د فارسي
ژبو عيسويانو وېبپاڼې (شبكه خبر مسیحیان فارسی زبان يا Farsi Christian news network) د (۵۰۰۰ مسيحيانو
ژوند په خطر کې دی) تر عنوان لاندې يو بوږنوونکی تحليلي خبر ورکړی وو. دا هغه مهال
وو چې په افغانستان کې د نورين تلویزيون د هغو مسيحي شويو افغانانو ويديو او تصويران
وښودل چې په کابل کې ورته عيسوي راهبانو د تعميد غسل ورکاوه. د دغه کړنې په وړاندې
په ولسي جرګه کې غبرګون وښودل شو. دغه غبرګون د نړۍ مسيحيان ډېر په غوسه کړل، له
همدې امله د (شبكه خبر مسیحیان فارسی زبان يا Farsi Christian news network) وېبپاڼې په افغانستان کې د
نويو مسيحيانو په اړه يو تحليلي مطلب وليکه، ځينې مهمې برخې يې په لاندې ډول دي:
د سي بي ان
شبکه ددغه جريان (د مسيحي کونې د جريان رسوا کېدل چې له امله يې د CWS, World Service Church او NCA
Norwegian Church Aid موسسې وتړل شوې) په اړه وايي چې:
ستونزه ډېره جدي ده او څرګندوي چې له ۵ تر ۶ زره افغان مسيحيان چې په ۳ او ۴ کسيزه ډلو
کې ځاي پر ځای شوي د هرې حملې په وړاندې ضربه منونکي دي... کله چې څوکاله مخکې د
افغاني مسيحي (عبدالرحمن) جريان رامنځته شو، مشخص شوه چې د افغانستان د قانون سره
سم د اسلام تغيرول ارتداد شمېرل کيږي او داسې جرم ګڼل کيږي چې سزا يې مرګ ده. هغه
مهال افغانستان ته د پوځ لېږونکو هېوادونو مسيحي اوسيدونکو چې ددغه عملياتو ځاني
او مالي پېټې يې پر اوږو دی، پوښتنه وکړه او اوس هم دا پوښتنه کوي چې:
ایا مونږ دا ټول قېمت ددې په خاطر ورکوو چې په افغانستان کې د طالبانو له سقوط نه
وروسته داسې قانون تصويب شي چې له مخې يې مسيحي کېدل جرم وګڼل شي او د مرګ له سزا
سره مخ شي؟ ... ایا دوی هير کړي چې پر داسې ټانکونو سپاره شول او کابل ته
ننوتل چې چلوونکي يې امريکايي، انګليسي، او استراليايي مسيحيان وو؟ ولې يې
هغه مهال له مسيحيانو سره ستونزه نه درلوده خو اوس دغسې په بد شکل پر مسيحيانو
توره باسي او د وژنې حکم يې کوي؟[17]
استعمار او
تعليمي بدلون!
دا د استعمار
غټه ځانګړنه ده چې د هېوادونو د اشغال په اوږدو کې يې د ځايي خلکو د فکري بدلون په
خاطر تعليمي ميدان له ټولو ځايي فکري او فرهنګي ارزښتونو خالي کړی او پر ځای يې
هلته علماني او پر تعقيب يې مسيحي نصاب داخل کړی، هغوی حتی په اوکيناوا کې د خپل
دوامداره حضور په اوږدو کې په ګڼ شمېر کې مسيحي ښوونځي او پوهنتونونه جوړ کړي دي.
په اسلامي
هېوادونو کې د اوږود مهال نظامي شتون په اوږدو کې امريکا هلته امريکايي پوهنتونونه
جوړ کړي، په دې ډول يې له يوې خوا د ځايي پوهنتونونو پر موثريت منفي اغېز ښندلی او
له بلې خوا يې په امريکايي پوهنتونونو کې پر په نښه شويو محصلينو د غلامانه ذهنيت
خواري کړې او په تسلسل يې ترې د اړونده هېواد لپاره تر ډېره حده لويديز وهلی قيادت
جوړ کړی. په عربي منطقه او دا اوس زمونږ په هېواد کې ددغه پوهنتونونو جريان ښه په
درز کې روان دی. د افغانستان په امريکايي پوهنتون کې د نوموړي پوهنتون د رسمي
وېبپاڼې په حواله يوازې د سياسي علومو، ادارې او معلوماتي ټيکنالوژيو پوهنځي فعال
دي، په دې ډول نو د هغوی لومړنۍ موخې بيخي څرګنديږي. که موخه افغانستان ته خدمت وي
نو بايد له لومړيه يې داسې پوهنځي فعال کړي وای چې افغانان يې په تشه کې ډېر
لالهانده دي. هلته چې افغانان د يوې وړې ناروغۍ د درملنې په خاطر هم پاکستان او
هندوستان ته ځي، هلته چې افغانان د یوې نسبتاً پيچلې ودانۍ د نقشې لپاره له بهره
خدمات تر لاسه کوي او هلته چې زراعت، اقتصاد، او نور تطبیقي ساينس همغسې پر حکيمي
او يوناني بنسټونو پر مخ روان دی نو ايا ددغې تشې ډکول زمونږ لومړيتوب نه دی؟
سياسي علوم او اداره هم اړتياوې دي، خو اوسمهال زمونږ په هېواد کې ورته تر مونږ
ډېر امريکايان اړتيا لري، تر څو له زده کړو وروسته د همدغه امريکايي پوهنتونونو پر
فارغينو د دولت کليدي دندې ډکې کړي. د غربي کولو دا پروسه لږ دقت غواړي.
له استعمار
سره د متفاهم ژوند د دودولو په خاطر هغوی تل په ځايي ښوونځيو کې خپلې ژبې او تاريخ
ننباسي. د خپلو هېوادونو د کلتور د خپراوي مرکزونه پرانيزې او د ګڼو نورو وسيلو له
ليارې ځايي خلکو ته له يوې خوا د ځايي فرهنګي غربت احساس ورکوي او له بلې خوا د
استعماريانو فرهنګ ورته په مغزو کې د يوه بيساري لوړ او ژغورونکي فرهنګ په بڼه
پيچکاري کوي.
Textbooks prepared in occupied Japan were reproduced in Okinawa,
and used to teach Okinawan School children English and U.S. history.
کوم درسي
کتابونه چې په مقبوضه جاپان کې تياريدل هغه به په اوکيناوا کې چاپېدل، دا هم معمول
وو چې په اوکيناواي ښوونځيو کې يې انګليسي او د امريکا تاريخ تدريساوه. [18]
امريکا زمونږ
د هېواد په مهمو ولايتونو لکه کابل، مزار شريف، باميان، هرات، جلال اباد، خوست،
کندز، کنړ، باغ شهر ارا- کابل، پکتيا او داسې نورو کې د لنکلن فرهنګي مرکزونه د
همدې موخې په خاطر جوړ کړي دي. په خپله په کابل کې د امريکا د متحده ايالتونو د
سفارت رسمي وېبپاڼه د لنکلن د ښوونېز مرکز د اهدافو او فعاليتونو په اړه وايي چې:
, LLCs offer services similar to a U.S. public library. Its primary
function is to make information about the United States available to the public through
Internet access, print resources, audio and video products, DVDs and CD-ROMs.
ژباړه: د
لنکلن ښوونيز مرکز د امريکا د عامه کتابتون سره مشابه فعاليتونه تر سره کوي. ددې
مرکزونو بنسټيز کارونه د امريکا د متحده ايالتونو په اړه عامو خلکو ته د انټر نېټي
اسانتياو، چاپي سرچينو، صوتي او تصويري فلمونو او ډي وي ډي او سي ډي رم له لارې د
معلوماتو وړاندې کول دي.[19]
استعمار په
ځانګړي توګه په مسلمانو هېوادونو کې له ښوونځيو او مدرسو څخه د اسلامي انقلابي
مفاهيمو د ليرې کولو، او يا يې پر ناسم تعبير ډېر تاکيد کوي. هغوی په اسلامي نړۍ
کې د تجدد لارويان روزلي چې د اسلامي تجديد په وړاندې يې مسخه شوي استعمال کړي. د
جهاد په وړاندې موقفونو په ځينو اسلامي او عربي هېوادونو کې چې هلته امريکايي اډې
شتون لري چارواکي اړ کړي چې له تعليمي نصابه جهادي ايتونه وباسي، حتی په مصر او
فلسطين کې خويې د هغو ايتونو نه نصابي کول هم حتمي کړي وو چې د یهودو په اړه يې
اسلامي نقطه نظر بياناوه.
په تعليمي
نظام کې يوازې فکري بدلونونه ، نه دي بلکه کله چې دايمي نظامي اډې په سيمه کې شتون
ولري په ګڼ شمېر کې د پروازونو، ټانکونو او تمريناتو شورماشور په
ښوونځيو او پوهنځيو کې زده کوونکي ارامې زده کړې ته نه پرېږدي، دا يوازې دعوه نه
ده بلکه ددې دعوې شاته د اوکيناوا په جزيره کې د شتو امريکايي اډو شور ماشور د زده
کړې پروسه له بېساري مختلتيا سره مخ کړې ده. په دې اړه د (Women for Genuine Security Organization) وېبپاڼې ځينې ريښتينۍ په لاندې
ډول راخېستي دی:
په دغو
بېسونو کې هر وخت طيارې کوزيږي او الوزي، چې غرهار يې حتی په ښوونځيو کې د زده
کوونکو د زده کړې پروسه له پراخه اختلال سره مخ کړې او د هغوی تمرکز يې له منځه
وړی.
د کاماډو ګوا
په نامه د امريکايي بېسونو ضد ښځينه ګوند مشرې Kunimasa Mie مي کيونيماسا
په امريکايي پوهنتون کې زده کوونکو ته وويل چې:
زه له جينوون
ښاره راغلې يم، زما کور له امريکايي بېسه ۸۰ فوټه لېرې واقع دی، شپه او ورځ مو بې له
وقفې له شورماشوره ډکه وي، د فوټينما هوايي اډه د اوسېدانې په يوه متراکمه سيمه کې
واقع ده، کله چې زه موټر چلووم زه ډېر تور شيان وينم چې په هوا کې ګرځي، زه تل
ويريږم چې دا به يوه شېبه نه يوه شېبه سقوط کوي... نوموړې بيا له خپل کاله سره په
څنګ کې د طيارو د الوتنو د ځوږ ثبت شوی کېست پلی او مېکروفون ته يې نزدې کړ، ځوږ
دومره ډېر وه چې هيچا بيا د نوموړې بله خبره ونه ورېدای شوه، خو هغې خپلو خبرو ته
ادامه ورکوله او هغوی ته يې ښودله چې هلته څنګه هره ورځ روزمره خبرې اترې او د
ښوونځيو ټولګي له دوامداره مختلتيا سره مخ دي.
له دې وراخوا
هلته خلک د الوتکو له تصادمونو او سانحو سره هم مخ دي، ددغسې سقوط يوه ښه بېلګه په
۲۰۰۴ اکست ۲۴ مه د
امريکايي سمندري قواو بار وړونکې CH-53D ډوله
درنه هليکوپتر وه چې پر يوه پوهنتون يې سقوط وکړ.[20]
مخکې له دې
چې لويديز ته د مطلوبې ښځې په اړه خبره وکړو ددې اړتيا ده چې لومړی په خپله ټولنه
کې د ښځې په اړه د ناسم موقف په اړه تحليل ولرو. د ښځې په اړه زمونږ په ټولنه کې
له بدو دودونو په لاندې ډول يادونه کولای شو:
د ولور بده
پديده په ډېری افغانانو کې شته سره له دې چې په دې اړه د حق پرستو علماو هڅو ځای
نيونه شروع کړې او پر لور او خور د روپو اخېستو رواج ورو ورو ځای اسلامي طريقو ته
پرېږدي خو بيا هم په ډېری افغانانو کې دغه دود لاهم په زور کې دی.
په واده کې د
نجونو غوښتنې په پام کې نه نيول يوه بله شريره پديده ده چې په خپل وار يې د فساد
بلا زمينې زيږولي دي. هلته چې يوه لور په داسې بندو شرايطو کې له يوه بل ځوان سره
معامله کيږي چې نه نجلۍ د ژوند له ملګري خبر وي او نه ځوان، دواړو ته خپل راتلونکی
نامعلومه وي... او ډېر کله داسې هم کيږي چې نجلۍ داسې ځای ته وديږي چې خوښ يې نه
وي... په دغسې حالتونو کې بيا دا هر څه د اسلام په نامه تر سره کيږي، څه د خلکو ناسم
پوهاوی او څه د لويديزې ميډيا له غرضه ډک موقفونه.
خشونت په
افغاني ماحول کې ځانته يو هويت لري. په کورونو کې ښځې په رواني او فيزيکي ډول تر
تهديد، فشار او ګوزار ژوند کوي، دغسې ژوند بيا هم په لويديزه ميډيا کې پر اسلامي
قيوداتو او تنګيو تعبيريږي. په داسې حال کې چې مسلمانانو ته تر ټولو ښه نمونه حضرت
محمد صلی الله عليه وسلم وو، هغه مبارک په ټول ژوند کې پر خپلو مېرمنو رض ګوزار نه
دی کړی او ويل به يې چې ستاسو غوره هغه دی چې له خپلو بيبيانو سره ښه وي. نو په
دغسې له مينې ډک اسلامي ژوند دود کې نه بلکه په ځايي بد رواج کې افغاني ښځه د
کلتور عذاب څکي.
ښځې په ميراث
کې له حقه عملاً محرومې دي. هغه خوېندې چې له ورونو خپل حق غواړي، ورونه ورسره تر
مرګه خپلوي شکوي. اصلاً زمونږ د ټولنې مزاج داسې جوړ شوی چې لورګانې او يا خوېندې
بايد خپل حق ونه غواړي!!
مېرمنې له
تعليمه محرومې دي په داسې حال کې چې اسلام ورته دا حق ورکړی...په اسلام کې خود
تعليم هغه مدار دی چې نبي عليه السلام خپلې مېرمنې د خط ښودلو په خاطر استاده
مقرره کړې وه، او بيا د ديني ښوونو په خاطر ښځو له حضرت محمد صلی الله عليه وسلم
څخه د اونۍ يوه ورځ ځانګړې کړې وه... کله چې د احاديثو زياته پانګه بي بي عایشې
صديقې رضی الله تعالی عنها راانتقال کړې نو ولې افغان خپله ښځه د تعليم له حقه
محروموي؟
بدي، دښمني،
او بيا داسې دښمني چې د لسيزو دوام وروسته د سپرې په بل کرغېړن دود يې يو بدرنګ حل
راوباسي... هلته چې دښمني يو اوباش او لوچک ورور وکړي او په سپره کې يې باحيا او
با عفته خور دښمن کورته وديږي، په دغسې يوه کرکجن چاپېريال کې به هلته له دې
مېرمنې سره د هغه د مېړه، خواښې، ليور او نورو غړيو رويه څنګه وي؟ کله چې هغوی فکر
کوي چې ددې ښځې ورور زمونږ نازولی وژلی نو ايا بيا به هم هغوی له دې مېرمنې سره يو
ښه تعامل ولري؟
لويديز ته
مطلوبه ښځه!
اوس نو په
پورته ياد منظر کې چې کله لويديز افغاني مېرمنو ته د هغوی د بد وضعيت په بدل کې
لبرال ديموکراسي او د جنډر او فيمينزم لويديزه مفکوره ورکوي نو ايا هغوی به يې په
منلو کې کوم ځنډ وکړي؟ کله چې زمونږ مېرمنې د کلتور په بديو کې بدې حصارې دي او
مونږ ورته اسلامي حل نه ورکوو نو ګناه د چا ده؟ هغوی ته چې له دغه حصار څخه د وتو
په خاطر يو انفجاري حالت لري، له اسلامي حله خبرې نه دي او داسې انګيري چې
ګنې دا هرڅه پر مونږ د اسلامي اصولو له مخې کيږي، نو ايا هغوی به د لويديز
اجنډا ته لبيک ونه وايي؟
نن خو د غلام
ذهنيت په وده کې لويديز رسنۍ يو خطرناک کردار لوبوي، هلته چې هغوی زمونږ د هېواد
مېرمنې پر نړيوالو جايزو نازوي دا ددې په خاطر چې په راتلونکي کې د تمدني بدلانه
په غلامه پروسه کې يې افغاني مېرمنو ته نمونې کړي... په دا نزدې ايران کې چې د
شيرين عبادي په شمول ګڼو لويديز وهلو مېرمنو ته نړيوالې جايزې ورکول کيږي خو هلته
په همغه انګليسه اروپا کې د ايوان ريډلي په څېر پر سلګونو مېرمنو ډېرې ارزانه ډالۍ
هم نه لورول کيږي بلکه په لويديزو رسنيو کې هغوی په يوه نهايت خشن انځور کې ښودل کيږي...
په روان
فرهنګي تقابل کې د يوه فرهنګ په محور کې ښځه يو هويت او تشخص لري، خپل ځانګړي حقوق
او مسئوليتونه لري او په بل فرهنګ کې په ډرامه، فلم، سټېج، نندارې، اشتهار او د
پايکوبيو په مستو نخرو کې نڅاګره مېرمن ده، هغه چې بيا په زړښت کې په ملا ټوغه،
رنځوره، بې وروره، بې خوره او بې خپله ښځه وي...
کله چې په
ټولنه کې د (Age Gape) په نامه د نسلونو د توپير
نظريه حاکمه وي او کوښښ يې دا وي چې د ځوان او زوړ نسل تر منځ د سلوک، فرهنګ
او ټيکنالوژۍ توپيرونو ته د ارمان او خيال تر بريده هوا ورکړي نو هلته به د يوې
زړې ښځې ټولنيز موقف څه وي؟
همدا لامل دی
چې د امريکا پخوانی ولسمشر جيمي کارټر په خپل کتاب (Our Endangered Values) کې د
خپلې ټولنې پر اخلاقي لوېدنې ډېر تاسف ښودلی، هغه ليکي: اوس زمونږ په ټولنه کې طلاق خطر ناکه بڼه غوره کړې ده، په سلو کې ٢٥ فيصده امريکايانو
تر منځ خامخا يو ځل طلاق پېښيږي... په امريکا کې کورنۍ په خطرناک ډول د
ويجاړتيا سره مخ دي د کاناډا او اروپائي هيوادونو په نسبت په امريکا کې جنسي بې لاري خورا ډيره زياته ده د
حمل زيان زيات دى
خطرناکې جنسي ناروغۍ لکه سوزاک او ايډز هم په امريکا کى خورا زيات دى.[21]
د سريال او
ډرامو نسل!
په ښارونو کې
د لويديزې اجنډا سره سم د هند فرهنګي يرغل ته انټر نيوز بلا تلويزيوني کانالونه
ياخو جوړ کړي او يا تمويل کړي، په دې ليار کې د USAID په مرسته د همدې تلويزيوني کانالونو
پرمختياوې د اخلاقي بدلون پرته نورې موخې نه لري. کله چې په تلويزيون کې هندي
سريالونه نامشروع ميندوارۍ او زيږيدنې، پټې يارانې او عشقي بې لارۍ، له کوره
د ښځو تښتېدنې، پر مېرمنو جنسي تجاوزونه، د ساړي نيم لوڅي کالي، رقصونه او نڅاوې،
د شرابو ميخانې، شرابي سندرې، او پر خپلې ورندار او نورو مړوخو مينيدنې، په کيسو
کې رانغاړي... دا نو زمونږ ټولنه په کوم لورې وړي؟
کله چې ددې
تلويزيوني چينلونو په مقابل کې کوم اسلامي بديل هم نه وي، او فرهنګي خلا هم همدغسې
مبتذل وارد شوی کلتور ډکه کړې نو بيا به په ښارونو او په ځانګړي توګه پايتخت کې جنسي
بې سرۍ، شرابي محفلونه، د ښځو بربنډۍ، پټې يارانې او د کورني ماحول ړنګېدل يوه بده
ابتدا نه وي نه څه به وي؟ نن که بازار کې د مېرمنو د کاليو پر بازار ورسيخيږو نو د
هند د کلتور ټولې بڼې دلته په کاليو کې مومو... کله چې نوې مهذبې! شوې ښځې
ساړي، ګجراتي، ساختي، پنجابي، او نورې رنګ په رنګ جوړې په سريالي نخرو له خپلو
تخمير شويو سړيو غواړي دا نو د همغه فرهنګي بدلون تسلسل نه دی نو څه دی؟ دې ټولو
بدلونونو ته لويديزو رسنيو په پراخه کچه کار کړی، کله چې مونږ په نړۍ کې د امريکا
د نظامي شتون فرهنګي برخه څېړو نو دغسې تجربې به مو مخې ته بيخي ډېرې راشي. په
اوکيناوا کې يې دغسې بدلون ته رسنيزه خواري يوه ښه بېلګه ده، د (ERIC ، Educational Resources Information Center) يا د تعليمي سرچينو معلوماتي
مرکز د څېړنې پر بنسټ لاندې کرښې ډېرې مهمې دي:
Having the most decisive influence, however, were American cinema
and FEN (Far East Network) radio and television, which frequently portrayed
women as impulsive and independent. Later generations of okinawan women became
more westernized in appearance and conduct.
د يوه قاطع
نفوذ په لرلو سره هلته امريکايي سينما، راديو او تلويزيون په مکرر شکل ښځې لنډپارې
او ازادې کړې. د اوکيناوا د راتلونکي نسل ښځې په بڼه او سلوک کې لازياتې غربيانې
شوې.[22]
امريکا په
افغانستان کې هم دغسې يوه ستراتيژي لري، دوی د خپلې ټيکنالوژۍ په مټ د افغانانو
کورونو ته د راديو، تلويزيون، ډېش، انټرنېټ، سي ډي فلمونو او نورو بلا ليارو خپل
فرهنګ او لږ تر لږه هندي کلتور ننباسي.
د امن کورونه
!
لويديز دلته
يوازې دايمي اډې نه جوړوي، بلکه هغوی د خپلو اوږودمهاله اهدافو د ساتلو په خاطر يو
جذري فرهنګي بدلون ته اړتيا لري، په تېرو لسو کلونو کې هغوی په دې ليار کې
ډېرګامونه پورته کړي، د امن کورونه د همدې موخې په خاطر جوړ شوي تر څو ښځې د
ميړونو، پلرونو، ورونو او کورنۍ په مقابل کې پاڅوي او د بغاوت په ترڅ کې دغسې د
امن کورونو ته پناه يوسي هلته چې بيا يې پر پت وحشي او تږي هوسونه خرمستۍ کوي او
هغوی د يوه لوټلي حال او شرمېدلي مستقبل په بوږنوونکي تناظر کې بې پته ژوند تېروي.
ددغسې بې
امنه کورونو اجنډا يوه پردۍ او غربي ريښه لري. کله چې په عراق حمله وشوه هلته د
يوه منظم پلان له مخې د بشري حقونو په نامه ادارو ځورېدلو ښځو ته د مصئونيت ورکولو
په پلمه د فحشا د اډو جوړولو کردار ولوباوه. په دې لړ کې يوه معتبره وېبپاڼه
د (عراقي ښځې د اشغالګرانو د شهواني اور په اسارت کې ) تر سرليک لاندې ليکي
چې:
"ماندانا
هندسی" يوه سلاکاره ده، نوموړې په ۲۰۰۳ کې عراق ته
ولېږل شوه، هغې په لومړيو کې ځان د ښځو په برخه کې د بشري حقونو فعاله معرفي او
ډېره هڅه يې وکړه چې هغه ښځې له استبداده خلاصې کړي چې د هغه په زعم د کورني او
قبيله ايي خشونت لاندې ژوند کوي، نوموړې ددغه ښځو لپاره د اوسېدو ځای په پام کې
ونيوه تر څو هلته په ارامه او له رواني فشارونو لېرې ژوند وکړي! البته څه وخت لا
نه و تېر شوی چې دغه ځایونه د امريکايانو د عيش او نوش او شهوترانۍ په ځای بدل
شول. هغه ښځې چې د ژوند له ژورو يې دغه ارام ځای ته پناه وړې وه په يوې داسې څاه
کې وغورځېدې چې جېګېدل ترې ناشوني وو. هغوی په دغه ناوړه حيله جنسي غلامۍ ته کش
شوې.[23]
په افغانستان
کې هم په عين شکل د ښځو لپاره د امن کورونه په پام کې نيول شوي. څه موده مخکې
افغان دولت په پام کې ونيوله چې نوموړي مرکزونه له انجوګانو دولت ته وسپاري،
انګېرنه داسې وه چې ښايي نوموړي کورونه به د فحشا پر مرکزونو اووښتي وي. خو د پټو
او څرګندو لاسوهنو له امله دولت پر دې بريالی نه شو چې مرکزونه له انجوګانو خپل
کړي. دا چې په افغانستان کې څومره مرکزونه شتون لري په کابل کې د
امريکا د سفارت وېبپاڼه د ۲۰۰۹ کال د ارقامو پر بنسټ وايي چې:
په ټول هېواد
کې د ښځو لپاره ۱۱ پناه ځایونه شته... د ښځو چارو وزارت راپور ورکړی چې په هره مياشت کې د
کورني تشدد دوه يا درې پېښې ورته ورځي خو په پناه ځایونو کې ځای محدود دی.[24]
د بدلمنيو
مرکزونه!
امريکايان چې
کوم ځای ته تللي هغوی هلته د خپلو پوځي اډو سره په څنګ کې خپلو پوځيانو ته د
بدلمنيو مرکزونه جوړ کړي. دا چې امريکايان له يوې خوا غواړي د سيمې فرهنګي بدلون
په دغسې يوې شرمېدلې لوبه کې رامنځته او له بلې خوا هغوی نه شي کولای د نړۍ په هره
سيمه کې خپلو پوځيانو ته خپلې بدلمنې ورسوي نو هغوی ناچاره دي چې د ډالرو په بازار
کې د ځايي ښځو فطرت منحرف او د بدلمنيو په مرکزونو کې يې پتونه د خپلو عسکرو
هوسونو ته لوګی کړي. دا د نن خبره نه ده، بلکه د شلمې پېړۍ له پيله چې امريکايانو
خپل قدم د نورو په خاوره ايښې نو ورسره يې دغسې شرمېدلې لوبه پر مخ وړې ده. د
بېلګې په توګه اوکيناوا:
Beyond the neatly manicured lawns and suburban styled housing
familiar to American military bases, were pawnshops, bars and miles of neon
lights which advertised gambling and prostitution.
It was customary to open some of the American military clubs to
the Okinawan populace. American-Ryukyuan Friendship nights became extremely
popular to both military men and young Okinawan Women.
دا يو عرف وو
چې ځينې امريکايي پوځي کلبونه به يې اوکيناوي ګڼ مېشتو ځايونو ته نزدې پرانېستل، د
امريکا-ريوکیوان شپېنۍ ملګرتياوې په نظامي نارينه و او ځوانو اوکيناوايي نجونو کې
په افراطي شکل مشهورې شوې وې.[25]
امريکاهر ځای
د خپلو زرګونو پوځيانو د جنسي تپاک ماتولو په خاطر خپلو نظامي اډو ته نزدې فاحشه
خانې جوړې کړي دي، هدف يوازې د پوځيانو جنسي تنده ماتول نه دي بلکه له دغه ناوړه
کاروبار سره د سيمې ځوانې نجونې او سړي داسې اشنا کول يې خک په موخو کې دي چې له
يوې خوا يې دغه ذليل کسب سره ارزښتونه ذليل شي او له بلې خوا يې مستانه ژوند کې پر
ګرځېدو داسې لالهانده کړي چې له خپلې ازادۍ، او عظمت سره يې اړيکې وشکيږي. داسې چې
د بې هدفۍ په دښته کې تر ډېرې ستړې منډې وروسته ورک او پناه شي.
که مونږ
يوازې فليپين او د جاپان اوکيناوا جزيره په پام کې ونيسو نو:
د تابناک
وېبپاڼې پر بنسټ (د وېتنام د جګړې پر مهال چې د امريکايي پوځيانو مورال غورځېدلی
وو، ماته يې خوړلې وه او په مياشتو مياشتو يې له خپلو کورونو لېرې د امريکا بايللې
جنګي مشين چلاوه، نو د هغوی د ذهني سکون او مورال په خاطر به يې هغوی د
الوتکو په ذريعه په فيليپين کې د بدلمنيو ځانګړو مرکزونو ته لېږدول،
هلته به په يوه شپه کې لس زره امريکايي پوځيانو له فليپينيو نجونو سره بدلمنۍ
کولې... په فليپين کې د امريکا تر اشغال مخکې بدلمني يو ناپېژندلی کار وو، د ۱۹۰۰ کال د
سرشمېرنې له مخې په مانيل ښار کې ۱۱ بدلمنې ښځې وې، خو د امريکا تر اشغال
وروسته تر ۱۹۹۲ پورې هلته ۵۰۰۰۰ کوچنيان
داسې ارموني وو چې مېندې يې پر زيانولو نه وې توانېدلې. دغه کوچنيان هم په خپل
نوبت جنسي بازار او قاچاق ته وړاندې شويدي.
د امريکا د
همدغه سياست له مخې تايلينډ هم په يوه جنسي سياحتي هېواد واوښت او دا له دې کبله
چې امريکا د خپلو نظامي اډو د جنسي تپاک ماتولو په خاطر د بدلمنيو مرکزونو جوړولو
ته تشويق کړل داسې چې روزانه يې له دغو مرکزونو ۱۸۰ زره
امريکايي ډالر تر لاسه کول، په دې ډول تايلينډ هم د يوه جنسي سياحتي هېواد په نوم
شهرت وميند).[26]
که پورته
معلوماتو ته ځير شو نو پر زرګونو ځايي فاحشو سربېره چې د سيمې هيوادونو ته د دايمي
نظامي اډو دايمي ډالۍ دي، هغه اولادونه چې د ډېر احتياط سربېره بيا هم له فاحشو
زيږيدلي، په پورته معلوماتو کې يې شمېر ۵۰ زره ښودل شوی خو ښايي شمېر يې تر دې هم
زيات وي، هغوی په شکل او قيافه کې اروپايان او په هيوادني ډول فليپايني دي. له
همدې امله خوهغوی له تبعيض، کرکې او رواني فشارونو سره ژوند کوي.
بله بېلګه يې
د جاپان اوکيناوا جزېرې دي. د (Women for Genuine Security
Organization) د وېبپاڼې پر بنسټ په پيل کې په اوکيناوا
کې له هرو دېرشو مېرمنو يوه يې د امريکايي عسکرو لپاره پر بدلمنۍ ماموره شوې وه.
له دويمې نړيوالې جګړې سمدستي وروسته نظامي اډو ته څېرمه زښت ډېر د سات تېرۍ
مرکزونه جوړ شول. کله چې په ۱۹۶۹ کې د وېتنام جګړه په زور کې وه د اوکيناوا
د پوليسو پر استناد هلته ۷۳۶۲ بدلمنې اوکيناوي مېرمنې امريکايانو ته په
بدلمنۍ اخته وې، ځينو نورو دغه شمېره ۱۰۰۰۰ ښووله. تر ۱۹۷۲ مخکې د
بدلمنۍ پر ضد قانون د دولت اسمبلۍ ته وړاندې شو خو هيڅ ځای يې ونه نيو، ځکه کومې
ګټې چې دغو مېرمنو تر لاسه کولې هغه له زراعتي ګټو ډېرې وې. له بلې خوا دغه ګټو د
اوکيناوا له اقتصاد سره غټه مرسته کوله. هلته نه یوازې بدلمني بلکه د شرابو څښل،
او ایډز ناروغي زښته ډېره خپره شوې ده. له دې پرته په اوکيناوا کې د ارمونو هغه
شمېر هم لږ نه دی چې پلرونه يې معلوم نه دي او په ټولنه کې له تبعيضه رنځ وړي.[27]
د افغانستان
د اشغال سره سم زمونږ په هېواد کې هم په دغه تناظر کې دا ذليلې لوبې تجربه شوې، په
يوه توپير چې د جنوبي او ختيزې اسيا د هېوادونو په پرتله دلته د ديني او فرهنګي
حساسيت په پام کې نيولو دا چاره يو پټ او سنجيده جريان لري. خو دا چې رسنۍ د
لويديز د ارزښتونو په ننګه کې حقيقتونه مسخه کوي دلته يې هم د ښځو د حقوقو او
لبرال ديموکراسۍ د اخلاقي بې بندوباريو په سرسامې بېديا کې پر ښځو غوباړي
کينولي. خو په هر صورت ځينو رسنيو دغسې نوغي پټ نه دي پرېښي، کاش چې په
هجومي شکل يې دغسې پېښې منعکسولای. اسوشېټېډ پرېس په دې اړه يو راپور ورکړی وه چې
ګڼو وېبپاڼو او له هغې جملې جهان نيوز هم راخېستې وو، په نوموړي راپور کې راغلي
چې:
د يوې
زېرزمينۍ شاته پر يوې فاحشه خانې د څراغونو په واسطه ليکل شوي وو (جنت!) البته په
انګليسي کې... په نوموړي راپور کې د ډېرو هغو چينايي فاحشو يادونه شوې چې له چاغو
غربيانو سره په ماته انګليسي خبرې کوي. راپور زياتوي چې دغه جريان د ۲۰۰۱ پېښې څخه
وروسته په افغانستان کې د غربيانو د زيات شمېر شتون له امله شدت موندلی داسې
چې کله کله خو چينايي فاحشې افغانستان ته د تلو په خاطر اوږده کتارونه
جوړوي. [28]
د پيام مجاهد
وېبپاڼې په حواله امريکايي پېژندل شوی ژورنالېست پيتر برګن د يوې مقالې په ترڅ کې
چې د نيويارک په (The Nation) کې خپره شوې ليکي: د
وزيراکبرخان په يوه کوڅه کې د يو مېلمستون په لټه کې ګرځېدو. ځايي کوچنيانو مونږ
ته يو مېلمستون وښود. د مېلمستون په دننه کې يوه چينايي ښځه د يوه مېز شاته ناسته
وه او شراب يې خرڅول. يو شمېر نورې چينايي مېرمنې له يو شمېر برېتورو افغانانو سره
په نڅا بوختې وې. نوموړېو ښځو د ۶۰ ډالرو په بدل کې بدلمني کوله.[29]
په دې لړ کې
په افغانستان کې د امريکا د سفارت رسمي وېبپاڼې د ۲۰۱۰،
انساني قاچاق راپور تر عنوان لاندې په لاندې ډول يادونه کړې ده:
ښځې او پېغلې
له ايران، تاجکستان، او احتمالاً يوګاندا او چين څخه په افغانستان کې د فحشا
کارونو ته اړکيږي. د يادو شويو ښځو په جنسي قاچاق کې ښايي ځينې بين المللي
قرارداديان لاس ولري. فاحشه خانې او د فحشا حلقې ځينې وخت د خارجيانو په واسطه او
ځينې وخت د سترو جنايي شبکو په واسطه اداره کيږي.[30]
په پای کې:
زمونږ هېواد
د اوږده جنګ په پايله کې له پراخه تعليمي، فرهنګي او ټولنيز بحران سره مخ دی، نو
ځکه په دا شکېدلې او ويشلې ټولنيزې افغاني قضيې، فرهنګي غربت، تعليمي وروسته والي،
او بلا نورو افتونو کې راګير ملت به له پورته يادو فرهنګي هجومونو سره څنګه مقابله
وکړي؟ طبيعاً مونږ به له خپل هويته واټن اخلو، خپل تاريخ سره به پردي کيږي، او
راتلونکی به مو يوازې په سليقوي بدلون کې اجنبي او نااشنا وي.
حدس داسې دی
چې لويه جرګه به ياد ستراتيژيک تړون ومني... نو ځکه بايد زمونږ ولس د خپل
راتلونکي د خوندي کولو په اړه سنجيده واوسي، د لويې جرګې غړي بايد د ګواښ تر حده د
اوږدمهاله نظامي شتون په ردولو اړ کړي، دلته خو داسې غټ ګوندونه عملاً نه شته چې
خپلې ملي ګټې په پام کې ونيسي او خلک د ياد تړون د ردولو په خاطر کوڅو او ليارو ته
راوباسي نو ځکه خو مسئوليت هغو بنسټونو او منورينو ته اوړي چې د هيواد په راتلونکي
درديږي هغوی بايد په دې اړه د خپل ايماني او ملي مسئوليت تر سره او په هجومي او ګڼ
شمېر کې سيمينارونه، کنفرانسونه ورکړي، د لاريونونو اهتمام وکړي او ياده پروسه له
ولسي مخالفت سره مخ کړي.
په دې
اړه تر ټولو حساس مسئوليت د اعلامي وسايلو دی هغوی بايد په ياده قضيه کې موقف ولري
او د ملي او اسلامي راتلونکي د خوندي کولو په خاطر د خپلو خلکو ذهنونه روښانه کړي.
د يوه
اسلامي، خپلواک او پرمختللي افغانستان په هيله
اخذليکونه:
[1] باب وډ وارډ،
(Bush at War) اردو ژباړه، ۱۰۰ مخ.
[2] افتاب
وېبپاڼه http://www.aftabir.com/entertainment/communications/socialogy/cultural/compliment.php
[3] (مبانی جامعه
شناسی، تآلیف بروس کوئن، ترجمه محسن
ثلاثی )
[4] پروفيسور
سمويل هنټګټن، د (Clash of Civilization)
اردو ژباړه، ۳۲ مخ.
[5] پروفيسور
هنټګټن، (Clash of Civilizations تهذيبو
کا تصادم) ۱۱-۲۵ مخونه
[6] پروفيسور
خورشېد احمد، تهذيبو کا تصادم..... حقيقت يا واهمه، ترجمان القرآن، مۍ ۲۰۰۶
[7] استاد مصطفی
محمد طحان، ماذا بعد احداث سبتمبر، دري ژباړه، ۱۸ او ۱۹ مخونه.
[8] پروفيسور
خورشېد احمد، امريکه، مسلم دنيا کي بې اطميناني، ۱۱ ستمبر سی
پهلی اور بعد، ۲۵۸ مخ
[9] استاد عثمان
روستار تره کی، د ټولنپوهنې له نظره په افغانستان کې د واک جوړښتونه، ۱۹۳ مخ
[11] American influence on Okinawan Culture before 1972
ERIC ، Educational Resources Information Center
يا د تعليمي
سرچينو معلوماتي مرکز
http://www.eric.ed.gov/PDFS/ED345955.pdf
د ERIC کفالت د (U.S. Department of Education)
پورې اړونده [Institute of Education Sciences (IES)] کوي.
[12] پوهندوی
دکتور فضل الهادي وزين، د افغانستان د اساسي قانون مسودې ته څېړنيزه کتنه، نظرونه
ملاحظې او وړانديزونه، ۱۳۸۲ ليندۍ
[14] http://www.farsnews.com/newstext.php?nn=8901310416
[15] http://dari.kabul.usembassy.gov/hrr_2009.html
[16] http://www.afghanpaper.com/nbody.php?id=9719
[17] (شبكه خبر
مسیحیان فارسی زبان يا Farsi Christian
news network)
[18] http://www.eric.ed.gov/PDFS/ED345955.pdf
[19] http://kabul.usembassy.gov/lincoln_center.html
[20] www.genuinesecurity.org/partners/report/Okinawa.pdf
نوموړې
وېبپاڼه د (ښځې د ريښتيني امنيت لپاره) امريکا مېشتي سازمان وېبپاڼه ده، چې د ښځو
په وړاندې د جنسي خشونت مقابله يې په موخو کې ده.
[21] امريکي
معاشره، ایک سابق صدر کي ګواهي، ترجمان القرآن، جولای ۲۰۰۶
[22] http://www.eric.ed.gov/PDFS/ED345955.pdf
[23] http://mashreghnews.ir/NSite/FullStory/News/?Id=23942
[24] http://dari.kabul.usembassy.gov/hrr_2009.html
[25] http://www.eric.ed.gov/PDFS/ED345955.pdf
[26] http://www.tabnak.com/nbody.php?id=88123
[27] www.genuinesecurity.org/partners/report/Okinawa.pdf
[28] http://www.jahannews.com/vdcaaenu.49noo15kk4.txt
[29] پيام مجاهد
وېبپاڼه http://oldarchive.payamemojahed.com/index.php?option=com_content&task=view&id=1777&Itemid=19
[30] http://dari.kabul.usembassy.gov/tip2010.html
يادونه:
نوموړې ليکنه په اګست ۲۰۱۱ کې د افغانستان سټراټيژيکو او سيمه ايزو څېړنو مرکز CRSR ته ليکل شوې او د مقالو په کتاب چاپ شوې وه.
لیکوال او تحلیلګر
وحیدالله مصلح د ننګرهار ولایت، روداتو ولسوالۍ اصلي اوسیدونکی او اوسمهال په کابل کې مېشت دی. نوموړی له ننګرهار طب پوهنځي څخه په ۱۳۸۴ ل کال کې فارغ شوی دی.