وحيدالله مصلح
ځينې شخصيتونه داسې دي چې کتاب او اثر يې زه رانيسم، حتى دېته نه ګورم چې فهرست به يې څه وي او محتوا يې څومره کيفي ده!
محمد زبير شفيقي زمونږ د هېواد همداسې يو ليکوال او ژباړن دى چې د پښتو نثر او ادب پر لوست يې ډېر ځوانان روږدي کړل، د نسيم حجازي د کتابونو ژباړې يې دومره په خواږه اسلوب ترسره کړې چې کله ما د "تروږمۍ مسافر" او "اندهيرى رات کى مسافر" پرتله کوله نو خواږه په تروږمۍ کې وو.
ما د نسيم حجازي په هر ناول کې د ماضي پسې ژړلي دي، سلګۍ به مې وهلې او سينې به مې اواز کولو... ما او زما په شان ډېرو مينه والو دا غوښتل چې شفيقي صاحب د افغانستان تاريخي پېښې ناولونه کړي، مونږ ډېرو شفيقي صاحب ته د افغانستان نسيم حجازي وايه...
د افغانستان تاريخي پېښې که شفيقي ناول کړي نو زه مطمئن يم چې ارزښتي مسير به يې زمونږ د خاورې او ملت له منځه وي، وارداتي ماډرنېسم او پسټ ماډرنېسم به دى اړ نه کړي چې ميرويس نيکه د اتاترک، ملکم خان او رضا شاه پهلوي او نورو غربګرايانو لومړنۍ الګو کړي.
شفيقي صاحب تاريخي پېښې له ايډيالوژيکي اغېزو لرې په طبيعي تاريخي ماحول کې راسپړي او مونږ به ورسره په هر کرکټر او پېښه کې او د ناول په هر احساس او عاطفه کې يو، مونږ به تلوسه لرو او دا کتاب به لولو.
هيله ده چې دا کتاب د پښتو ادب ناولونو برخه غني کړي او دا د شفيقي صاحب پيل وي، سوريان، غوريان، غزنويان، ابداليان او ډېرې نورې تاريخي سلسلې همدغسې پياوړي ليکوال ته سترګې په لار دي.
ليکي به يې شفيقي صاحب
او راپېرو به يې مونږ او لولو به يې ان شاالله... نو هيله ده چې دا کتاب په لومړيو
ورځو کې نايابه شي او بيا بيا چاپ شي، دا هله کېږي چې مونږ او تاسو دا کتاب واخلو
او شفيقي صاحب ته داد ورکړو
لیکوال او تحلیلګر
وحیدالله مصلح د ننګرهار ولایت، روداتو ولسوالۍ اصلي اوسیدونکی او اوسمهال په کابل کې مېشت دی. نوموړی له ننګرهار طب پوهنځي څخه په ۱۳۸۴ ل کال کې فارغ شوی دی.