وحيدالله مصلح
د کرکټ په اسيايي سياليو کې افغان ملي
لوبډلې پاکستانۍ لوبډله له خورا سخت او پېچلي حالت سره مخ کړې وه، په داسې حال کې
چې افغان لوبغاړو د پاکستان نهه لوبغاړي سوځولي وو، د دير نسيم شاه په ړندو ګوزارونه دوه توپه سر په
سره له پولې واړول او ټارګېټ يې پوره کړ، په همدې اړه په پاکستان او بيا په ځانګړي
ډول خيبر پښتونخوا کې د سياستوالو احساسات د تامل وړ وو، د جماعت اسلامي مشر سراج
الحق سملاسي په لاندې ډول پيغام پرېښود:
(شاباش نسیم شاہ، قوم کے دل جیت
لیے، ہمیشہ ایسے شاندار کاکردگی سے دیر کے لیے فخر بنو، پاکستان کے لیے فخر بنو، پاکستان
کرکٹ ٹیم کے لیے نیک خواہشات، فائنل میں کامیابی مقدر ہو ان شاء اللہ
يعنې؛ شاباش نسيم شاه، د ملت زړه دې
وګټلو، په همدغسې شانداره کړنو سره د دير لپاره وياړ اوسه، پاکستان لپاره افتخار اوسه،
د پاکستان ټيم لپاره نېکې هيلې، په پايلوبه کې بری مقدر دی ان شاءالله).
خو په همدې اړه بيا د خيبر پښتونخوا
قامپاله سياستوال محسن داوړ دا وړ پيغام پرېښود:
(کرکټ له لوبې په استفادې او پلمې
له افغانانو سره تبعیض او توکمپالنه د بې شرمۍ وروستی حد دی. له پاکستان سره د
افغانانو مشکل د دغه هېواد له لوري په افغانستان کې د لسیزو اوږدې پالیسۍ پر مټ
ناوړه لاس وهنه ده او مخکې له دې، چې افغانانو ته سپکاوی وکړئ، لومړی خپل ځانونه
وڅېړئ)
دا دوه انځورونه جلا پيغامونه لري،
يو يې سره له دې چې د امت نړيواله داعيه لري خو چې کله خبره د افغانستان او
پاکستان د ټيمونو د ګټې راغله نو سړی دومره تجزياتي لاړه چې په دير ننوت، او دا بل
چې د قامپالنې داعيه لري او دا هم ده چې قامپالنه په طبيعيت کې تجزيې خوا ته ځي او
په قبيلې، خېل او کورنۍ ور ننوځي خو هغه په کې د لوی افغان ولس ناره اخلي او کُل
او اصل خوا ته رمبی وهي. نو په دې تصويرونو کې چې عام افغانان کوم پيغامونه ګوري
نو ډېره طبيعي ده چې دوی به په کې چا ته داد ورکوي او خپل به يې بولي؟ او څوک به
غندي او له ځانونو به يې بېګانه او پردی بولي؟
څو واقعيتونه!
مسلمانان دا مهال په داسې هېوادونو
کې ويشلي دي، چې هغه پر ملي دولتونو پېژندل شوي، له همدې امله خو امير صاحب د
نېشنل سټېټ له واقعيت سره مخ دی او نه يوازې چې ورسره مخ دی بلکه له دې واقعيت سره
هغه په رضا القلب او خلوص تعامل کوي، او هغه تر مسلم ليګيانو، پېپليانو او
عمرانخانيانو ډېر نېشنل سټېټ حمايه کوي، هغوی لا مبارکي نه وه ورکړې چې امير صيب
په کې د مبارکيو يو غبار پورته کړ.
په ۲۰۰۰ کال کې د اسلام اباد په
قرطبه ښارګوټي کې عامه اجتماع وه، هلته عبدالغفار عزيز صيب بنګله دېش د جماعت
اسلامي مشر د شرقي پاکستان په نوم سټېج ته راوغوښت، او بيا د بنګله دېش د اسلامي
تحريک مشر سپيناوی وکړ چې زه د بنګله دېش د جماعت اسلامي په استازولۍ راغلی يم او
دا چې شرقي پاکستان د ماضي برخه ده.
کرکټ په نوم سپورت دی خو دا سپورت د
سياسي او ملي تعامل د اظهار يوه زوروره لوبه هم ده، د ضياالحق په واکمنۍ کې چې کله
د هند او پاکستان تر منځ جنګ نزدې شوی و نو همدغه مهال ضيا الحق هند ته د کرکټ
سياليو د نندارې په نوم ناڅاپي سفر وکړ او هلته يې په نارسمي کتنه کې ګاندي ته
وويل چې مونږ اتوم بمب جوړ کړی، د ضياالحق دا سياست د پاکستان په تاريخ کې د کرکټ
ډيپلماسي په نوم شهرت لري، او هغه جنګ بيا ونه شو.
څو درسونه!
مونږ ډېر څه د زده کړې لپاره لرو، مونږ
يو وطن لرو چې هلته مو ارزښتونه دي، زمونږ هره سياسي تنوع بايد په يوه خبره کې
شريک وي چې هغه افغانستان دی. د ټولو هڅې بايد دا وي چې مونږ يو سيال وطن ولرو،
مونږ ملي اراده او جذبه ولرو او مونږ د نړۍ په پرمختګي سير کې بې سيره و نه
اوسو...
ملي جغرافيه او دولتونه د نن ورځې
واقعيتونه دي، نظرياتي بحثونه بايد په فکري دايره کې پاتې شي خو عملي کارونه په
خپلې دايره کې په کار دي او په مينه او ملي جذبه په کار دي. دا بحث ډېر خوږ دی او
دلته يې اوس حوصله نه شته خو دا مهمه ده چې د نېشنل سټېټ او نړيوالې نظريې جوړجاړی
په کار دی که نه، نه به د نړۍ شو او نه د خپلې شړۍ.
له بېګانۍ لوبې او دې لوبو ته د
ګاونډي ملک د سياسيونو، عوامو او کرکټ لوبغاړو غبرګونونه که وکتل شي نو له مونږ
سره ددې مخلوق د مينې او نفرت حدونه په کې معلومېږي، دوی چې په کوم شور او کومه
غوسه او نفرت د دې لوبې چانسي ګټه ولمانځله او دوی چې څومره د نفرت اظهار او خېزونه
ووهل دا له افغانستان سره د دوی د کرکی هغه لومړی حد دی، نور حدونه د اور پر لمبو
راښکل شوي دي. افغانان بايد په خود شي او په خودۍ کې مزلونه وکړي.
له ښه مرغه چې کرکټ سياليو په
افغانانو کې ملي جذبو ته شور ورکړ او يو لوبه چې منځنيو اورونو کې يې په ډېره تېزۍ
د بايللو وېره وه، وروستي اور ته ورسوله، د افغان کرکټ لوبغاړو ملي احساس، جذبه او
په جنون لوبه د يو سرشاره افغانستان تصوير و، دې ټولو په افغانانو کې يووالی او
ملي پيوستون په وجد راوړ.
بس په بېګانۍ لوبه کې زمونږ برخه
خپله خواره وه که نه ګټلې لوبه به مو له لاسه نه وتله:
له شونډو نه وه، له بڼو او له
رخساره نه وه
زما ګيله له خپله بخته وه له ياره
نه وه
لیکوال او تحلیلګر
وحیدالله مصلح د ننګرهار ولایت، روداتو ولسوالۍ اصلي اوسیدونکی او اوسمهال په کابل کې مېشت دی. نوموړی له ننګرهار طب پوهنځي څخه په ۱۳۸۴ ل کال کې فارغ شوی دی.