دکتور انيس احمد
ژباړه: وحيدالله مصلح
د نړۍ په
ټولو معلومو تمدنونو کې په يو شکل نه يو شکل د دين او جنس تصور ميندل کېږي. غربي
ديني مفکرين عموماً ددې خبرې يادونه کوي چې د پرمختللو دينونو نه پېړۍ مخکې هم
انسان، يو ماوراء کاينات لوري ته د خپلې ساتنې او خپلو اړتياو ترلاسه کولو لپاره
متوجه کېده. دغو ټولو تمدنونو او دينونو عموماً د جنس په اړه دوه ليدلوري غوره کړي
دي، ځينو تمدنونو جنس له نظره غورځول پر روحانيت تعبير کړی دی، او ځينو دا خيال
وکړ چې جنس د عبادت وړ دی. په کلاسيک هندوايزم کې جنس پالنه د دين نه جلاکېدونکې
برخه ده، خو له بله پلوه په همدغه شدو مد سره په هندوايزم کې داسې واضحه تمايلات
هم شته چې د جنس ځپل او په ځانګړي توګه د کورنۍ په پرېښودلو سره ځنګل، دښتو، صحرا
او غرونو کې د تجرد غوره کول د روحانيت معراج ګڼل شوي دي.
دغه د افراط
او تفريط او جنس په اړه سخت دريځي يوازې په نورو دينونو کې نه بلکه په مسلمانو
ټولنو کې هم کتل کېږي. دا هم يو حقيت دی چې د جنس په اړه خبره کول او هغه هم په
پرانيستي مجلس کې په متمدنو ټولنو کې عموماً معيوب او غير اخلاقي ګڼل کېږي. ليکن
دا هم يو حقيقت دی چې په مکمل ډول د جنس له پامه غورځولو سره د هيڅ انساني ټولنې
شتون برقراره پاتې کېدای نه شي. ښه نو انسان څه وکړي؟ اسلام د افراط او تفريط پر
ځای توازن او د اعتدال لار د انسانيت منشور ګرځوي، او مسلمان امت ته د "وسط
امت" په ويلو سره لارښوونه کوي چې په خپلو معاملاتو کې عدل غوره کړي. په
همدې بنسټ د جنس په اړه د اسلام تصور د ختيځ او لويديځ د مروجه تصوراتو سره د
بنيادي اختلاف له امله د يوه جلا تشخص لرونکی دی.
جنسيت او د
لويديځ فلسفې!
له نوې نړۍ
يا نوې دورې عموماً هغه دوره مراد ده چې د اروپا تر رنسانس (بيا ژوندۍ کېدنې)
وروسته د ماده پرستۍ (Materialism)، افاده پرستۍ (Utilitarianism)، انفراديت پرستۍ (Individualism)، او لادينيت (Secularism) په څلورو بنسټونو درېدلې ده. د جديديت دې
روايتي ليدلوري ددغه تصور فلسفيانه بنسټونه تر بحث لاندې ونيول او يو نوی تثليث يې
وزيږاوه. دغه تثليث له هغه روايتي تثليثه بالکل ځانګړی وو چې په منځنيو پېړيو کې
يې کليسا عروج ته ورسوله او بنسټ يې عيسايي عقيده وه، په دغه پخواني روايتي تثليث
کې خدای، روح القدس او حضرت عيسی عليه السلام درې بنيادي عنصرونه وو. نوي جديديت
چې پر کوم تثليث خپل بنسټ کېښودپه هغه کې اثباتيت (Positivism)، ارتقائيت (Evolutionism) اوجنسيت بنيادي عناصر وو. لکه څنګه چې د
آګوسټ کومټې August Comte (۱۷۹۸-۱۸۵۷ زيږديز) فکر
د مادې ريښتينواله او د حسي تجربې قطعيت اعلان کړ د کوم له خېټې چې د کارل مارکس (۱۸۱۸-۱۸۸۷ زېږديز) فکر
راوواته. په همدې ډول چارلس داروين (۱۸۰۹-۱۸۸۲ زېږديز) کې
د بيولوژيکي ارتقا (BiologicalEvolution)
په بنسټولو سره نه يوازې د حيواناتو او نباتاتو بلکه د عمراني علومو د ارتقايي فکر
مشهورولو ته ليار هواره کړه. په همدې دوران کې سګمنډ فرائډ (۱۸۵۶-۱۹۴۰ زېږديز) د
جنس ، لاشعور، او تحت الشعور پر بنسټ د انساني رويو او روشونو د تعبير تصور وړاندې
کړ، نو د پايلې په توګه د هغه په فکر کې د شعوري عمل اهميت کم او تحت الشعور
او لاشعور ډېر بنيادي مقام ترلاسه کړ.
که پر جديديت
(Modernity)، نوی جديديت (Post Modernity) او تر نوي جديديت وروسته (Beyond Post Modernism) تحريکاتو نظر وغورځول شي نو په کې ځينې
برخې مشترکې ښکاري. په دغو اجزاو کې د ماديت او حسي تجربې پر بنسټ ترلاسه کېدونکی
علم لومړی مقام لري. دغه خبره مونږ داسې هم کولای شو چې د اروپايي فکر د دغه
درې ارتقايي دورو بنسټ پر محدود او يقين وړ علم (epistemology) ايښی دی کوم چې له حسي ذريعو تر لاسه کېږي.
دويم مهم عنصر انفراديت پالنه او دې سره تړلی درېم عنصر اخلاقي نسبيت (ethical relativism) دی.
په اروپا کې
جنسي ازادي که حيوانيت!
په اروپا کې
د جنس په حواله د ويښتابه، آزادۍ او انحراف فکري بنياد، د علم حسي تصور دی. په
همدې اساس په اروپا کې د انساني ټولنيزو علمونو بنسټ په ځينو داسې مشاهداتو ايښودل
شوی چې په بنيادي ډول ورته حيواني مشاهدات ويلی شو. لکه څنګه چې د روايتي روان
پوهنې پر بنسټ په کږو وږو ليارو تر مزل وروسته د پنير ټوټو ته د موږکانو رسېدل د
انساني روان پوهنې د ډېرو مفروضو بنسټ ګرځېدلی.ددې په پايله کې مخالف جنس ته د
انسان غريزي تمايل، يا د انسان اقتصادي حيوانېدل، يا د انسان ټولنيز حيوانېدل هغه
اصطلاحات دي چې ددې څرګنداوی کوي چې په لويديځ کې عمراني علوم په بنيادي ډول د
حيوان په انګېرلو سره د انسان تمايلات، ترجيحات، اړتياوې، او حاجتونه ټاکي.
د نوي دور په
دغه تثليث کې چې انساني تمدن په کومو درې بنسټيزو ستنو درېدلی، له هغو څخه يو يې د
انسان له وجود سره اړه لري، لکه څرنګه چې وايي چې انسان يو پرمختللی حيوان دی، نو
ځکه خو په کې بې انتها حيوانيت ميندل کېږي خو ورسره په څنګ څنګ کې انساني اعمال هم
ترسره کولای شي. دويمه خبره داسې توضېح شوې چې انسان غريزي دی. د هغه په دننه کې
ځينې فطري غريزې (instincts) او د څه کولو جذبه (drives) ميندل کېږي، نو ځکه خو چې هغه کوم کار کوي
له همدې امله يې کوي.
انسان په
فطري ډول اقتدار او قوت د خپل غريزي قوت په بنا تر لاسه کول غواړي. لکه څنګه چې
چېرته هم ځينو جرمني مشهورو مفکرينو دا د خپل فکر بنسټ ګرځولی نو هلته فرائډ دا
تصور وړاندې کړی چې د انساني اعمالو تر شا داسې قوت ميندل کېږي د کوم اصلي هدف او
محور چې د تعبير نه وړ (ineffable) پټ شوی طاقت دی کوم چې
تاسو په لفظونو واضح کولای نه شئ. فرائډ دې ته پټ قوت (Libido) وايي، د هغه له وينا سره سم دا د انسان د
هغو ټولو کړنو اصلي محرک دی چې نوموړی يې په ټولنه کې تر سره کوي.
دې درې
تصورونو د غرب لادينه تمدن ته د هغه تشخص ورکړی. ددې په پايله کې ټول هغه تصورونه
چې پخواني ورته ويل کېدل په کومو کې چې د کورنيو ارزښتونو احترام وو، د اقتصاد په
حواله دا احساس وو چې يوازې ګټه نه بلکه نور مقصدونه هم بايد وي، د دغو ټولو شيانو
په شاته غورځولو سره يو داسې تمدن منځته راغی کوم چې د انسان حيوانيت يې د هغه
هويت وګرځاوه ، هغه که د انسان د جوړښت په بنا وي، که په اقتصادي لحاظ وی او که د
جنس پر بنسټ.
جنسيت په
اسلامي تناظر کې!
که په دغه
تناظر کې وکتل شي نو د اسلام اصل کارنامه د هغه د علم هغه تصور دی چې روايت پاله
انسان د الهامي علم په واسطه له توهماتو راوباسي، د حيوانيت له کچې يې په لوړولو
سره اشرف المخلوقات ګرځوي، او د جنس موضوع د غريزې، او instinctive drive (فطري او د څه کولو غريزې) پر ځای يو
شعوري او اخلاقي عمل ګرځوي. ددې هدف لپاره يې نه يوازې د اخلاقياتو يو قانون جوړ
کړی بلکه ددې لپاره يې په دنيا او اخرت کې اجر او ثواب هم ټاکلی دی. په همدې لحاظ
دا يو انقلابي فکر وو چې اسلام وړاندې کړ. لکن ددې ټول کار په کولو سره چې د کار
کومه دايره ټاکل شوې ده هغه داسې نه ده چې جنس داسې ازاد کړای شي چې د انسانيت له
دايرې ووځي، بلکه جنس د کورنۍ د اخلاقي دايرې په دننه کې تر بحث لاندې نيسي.
نن چې کله د
جنسيت، (sexuality ، libido) خبره کېږي نو مونږ اکثره د غرب ارتقايي
مرحلې او فکري شاليد له سترګو غورځوو، او داسې ګڼو چې جنس يوه مستقله مسئله ده چې
له کورنۍ جلا ده. اسلام غواړي چې پر جنس له اخلاقي او ټولنيز نقطهء نظره خبره وکړي
او د کورني په تناظر کې جنس تر بحث لاندې ونيسي. اسلام دا د الله تعالی د يو
انعام، امانت او احسان په توګه بيانوي. لکه څرنګه چې الله تعالی فرمايي:
وَاللَّهُ جَعَلَ لَكُمْ مِنْ
بُيُوتِكُمْ سَكَناً (النحل ۱۶: ۸۰)
ژباړه: او
الله تعالی تاسو ته ستاسو کورونه دمه ځای ګرځولي دي.
همدارنګه
فرمايي:
وَمِنْ آيَاتِهِ أَنْ خَلَقَ لَكُمْ
مِنْ أَنفُسِكُمْ أَزْوَاجاً لِتَسْكُنُوا إِلَيْهَا وَجَعَلَ بَيْنَكُمْ
مَوَدَّةً وَرَحْمَةً إِنَّ فِي ذَلِكَ لآيَاتٍ لِقَوْمٍ يَتَفَكَّرُونَ(الروم ۳۰:۲۱)
ژباړه: او له
نښو يې يوه دا هم ده چې له تاسو نه يې ستاسو جوړه پيدا کړه چې ارام ورسره وکړئ، او
ستاسو په منځ کې يې مينه او خواخوږي پيدا کړې ده، په ريښتيا چې په دې کې د هغه قوم
لپاره چې فکر کوي ډېرې لوی نښې دي.
قرآن کريم
جنسي جذبه د حلال او حرام او پاکوالي او نجاست په تناظر کې بيانوي، تر څو د خوند
لاسته راوړنه د يو اخلاقي قانون لاندې وي نه د فکري او جسماني بې ارزښتۍ په واسطه.
لکه څرنګه يې چې د نکاح تړل د ايمان تکميل او د نکاح انکار يې له مسلمان امته د
بغاوت سره تعبير کړی دی.
اسلام دا
غواړي چې کومه رشته چې د جنس له مخې جوړېږي له دې رشتې مخکې دې يوه اخلاقي اړيکه
پيدا شي کومه چې د سکون، رحمت او مينې وي، د کومې په نتيجه کې چې انسانيت ښه والی
مومي. دا هغه اډانه ده چې اسلام وړاندې کړې ده. د دغه چوکاټ په دننه کې په اوسېدو
سره يې ددې خبرې اجازه ورکړې چې که د حلال او حرام د دايرې په مراعتولو سره خوند
اخيستل کېږي نو دا يو بد عمل نه بلکه يو ښه او مطلوب کار دی، کوم چې د سترګو
يخوالی پيدا کوي، لکن ددې خوند په لاسته راوړنه کې دې هم اصل مقصد مخې ته کېښودل
شي.
جنسيت او
تعليمي تګلاره!
له مونږ سره
دا پوښتنه وار وار پيداکېږي چې که په نوي دور کې مونږ جنسي بې لارۍ بندوو نو د هغه
لپاره بايد جنسي تعليم ضروري شي. زه فکر کوم چې دا د يو منفي فکر علامه ده، په
تعليمي نصاب کې جلا جنسي تعليم برابرول او له محفوظو ليارو د خپلو غوښتنو د پوره
کولو زده کړې د ستونزې حل نه بلکه خپله ستونزه ده. د ستونزې اصلي حل تعليمي تګلاره
ده. تر څو چې مونږ په خپل نصاب کې د کورنۍ اهميت، د کورنۍ حقونه او مسئوليتونه
شامل نه کړو، تر هغې دا ګڼل چې که چېرې کوچنيانو ته دا وروپوهول شي چې کورنی تنظيم
(Family Planning) څه شی دی؟ جنسي ناروغۍ څه شی
دي او څرنګه ورڅخه ځان ساتل کېږي؟ نو له دې څخه به يوه باعفته او سپېڅلې ټولنه رامنځته
شي نو دا سر تر پايه وهم دی. دا له حقيقتونو تشه فرضيه ده. د همدې لپاره مونږ ته
په کار دي چې لومړی خپله فکري زاويه بدله کړو، او ددې پر ځای د هغو خبرو تکرارول
کومې چې لويديځ په وار وار وايي، يعنې دا چې که د ايډز تباه کوونکې او وژونکې
ناروغۍ مخه نيول کېږي نو جنسي پوهاوی (sexual awareness)
دې پيدا کړای شي، د کنډوم فرهنګ دې عام شي، او خلکو ته دې وويل شي چې څرنګه محفوظې
جنسي بې ليارۍ غوره کولای شي (يعنې ناجايزه جنسي اړيکه په خپله کومه بده خبره نه
ده). دا ډول ټولې نارې د ژوند له اسلامي تصور سره په ټکر کې دي. کوم شی چې اسلام
حرام کړی وي، اخر د (محفوظ سيکس) په ويلو سره څنګه حلال کېدای شي؟ دا واک فرد،
ټولنې او يا دولت ته چا ورکړی دی؟ کومه خبره چې لويديځ کوي که مونږ يې په هر انداز
کې ووايو، هغه مو د نقصان، تباهۍ او خرابۍ په لور وړي.
پر اصولي
بنيادونو د ستونزې د حل په خاطر مونږ ته ضروري دي چې په خپل نصاب کې د کورنۍ اهميت
شامل کړو. په قرآن او حديث کې چې چېرته هم د جنس اړونده خبره شوې ده، د هغه انداز
تعليمي او اسلوب يې اخلاقي دي. اسلامي فقه د طهارت، بلوغ او ورسره تړلو مسايلو
يادونه کوي او په هره موقع پر حلالو او اخلاقي طريقو فشار واردوي او د خوند
اخېستنې حرامې ليارې پر فحش تعبيروي. د مېړه او ښځې تر منځ اړيکه ده او که تر واده
مخکې د يو ځوان پر صالحيت ژوند تېرول دي، اسلامي په دغه هر دوره کې د اخلاقي قانون
په واسطه د دوی غوښتنو ته په تعميري انداز کې د پرمختګ فرصتونه برابروي.
احاديث مونږ
په وار وار دې ته متوجه کوي چې د قيامت په ورځ چې کومې پوښتنې کېږي له هغوی يوه د
ځوانۍ تېرولو پورې او دويمه يې د اقتصادي معاملو پورې اړه لري. يعنې د جنسي ژوند
پيل تر واده وروسته دی نه مخکې. حديث ددې تعليم هم ورکوي چې کله کوچنی د عمر داسې
مرحلې ته ننوځي چې د جنسي خوند احساس د مخالف جنس له مس کولو اخېستلای شي نو بسترې
دې يې جلا کړای شي. دا يوه متمدنه طريقه ده چې له مخې يې کوچني ته دا احساس کېږي
چې اوس بلوغت ته رسېږي. د فقهي کتابونو په واسطه د احتلام او مياشتيني دوران تعليم
له ديني فرايضو دي. همدا رنګه له جسمه د ايضافي ويښتانو پاکولو تعلق نه يوازې له
طهارت بلکه د اعضاو له صحت سره هم دی. دا ټول کارونه د تعليمي تګلارې په واسطه د
فقهې په حواله د کوم جنسي تعلق پيدا کولو پرته د خواهشاتو ويښونه ګڼل کېدای شي.
ددې لپاره د پټو اندامونو انځورګرۍ ته نه اړتيا شته او نه حکمت.
د جنس په اړه
يوه خبره دا هم ده چې مونږ کله هم د جنس خبره کوو نو په عام ډول يې له ښځينه و سره
تړو، لکن انساني تاريخ دا وايي چې جنسي اړيکه ددغو دوه
صنفونو بغير نه شي تر سره کېدای. له کومو چې يو صنف داسې دی چې الله تعالی له هر
لحاظه راښکونکی جوړ کړی، په همدې بنا که زمونږ ادب دی او که زمکني حقيقتونه دا له
دې انکار نه شي کولای. خو دغه نازکه صنف اشتهارول، او هغه يوه موضوع ګرځول، يوه
غټه غلطي ده. او ځان ترې بايد حتماً وساتل شي. په همدې ډول سړي ته هم حسن
ورکول شوی دی، په هغه کې هم راښکونتيا ميندل کېږي، خو که په پرتليز ډول وکتل شي نو
زمونږ د ادب او شعر مرکز که څوک هم دی نو هغه ښځه ده او په دې کې د ښځې دواړه اړخونه
شامل دي، ښايست هم او جنس هم.
ددې خبرې
اړتيا ده چې د ژوند د اسلامي تصور په رڼا کې د سړي او ښځې دواړو په اړه د محض
جنسيت پر ځای د الله تعالی له طرفه د داسې مخلوق په حيثيت غور وشي، کوم چې پر
اخلاقي دندو ښايسته شوي. يعنې د لوړتيا او غوره والي بنياد به نه محض جنسي
راښکونتيا وي، او نه د چا ښځينتوب او نارينتوب بلکه بنياد به اخلاقي غوره والی به
وي. دا همغه فضيلت او لوړتيا ده چې قرآنکريم په مختلفو ځايونو کې په وضاحت سره
ويلي دي، په ځانګړي توګه په احزاب سورت (۳۳:۳۵) کې چې دا
خبره په خلاص ډول مخې ته راځي چې الله تعالی د اخلاقي طرز العمل په بنياد د اجر او
انعام وعده کړې ده او د هغه وعده همېشه ريښتينې وي.
په کوچنيانو کې د جنس په اړه فطري تجسس موجود وي د کوم چې نه ځپل په کار دي او نه تشويق، بلکه د تعليمي روان پوهنې په رڼا کې د عمر د مرحلو له لحاظه د تعليم او تربيې اړتيا کتل کېږي. هغوی دې د بل چا اعضاو ته نه ګوري ځکه چې ګناه ده، او خپل اعضا دې چاته ددې په خاطر نه ښايي چې د الله خوښ نه دی. هغوی چې په کوم جنس کې پيدا شوي دي پر دې دې د الله تعالی شکر وباسي او کله چې د بلوغت پر مهال د جنسي اعضاو ډېر احساس کېږي نو د مسئوليت او د نفس کنټرول سره دې تعامل کوي. د سپېڅلتيا او پاک لمنۍ تعليم او د حيا تصور په اصل کې د جنسي تعليم برخې دي. ددې په مقابل کې د جنسي اعضاو تصويران جوړول، او د پنځم او شپږم ټولګي کوچنيان په تکثيري عمل پوه کول، د پريشانۍ او بې ليارۍ خواته ددوی د وړلو لپاره يو ډېره کاميابه طريقه ده له کومې چې ژغورل لازمي دي. د تعليم او روان پوهنې پوهان دې په ګډه پر دغو ستونزو مناسب لوازم تيار کړي.
ماخذ:
ترجمان القرآن مياشتينۍ اردو مجله، جون ۲۰۱۲
لیکوال او تحلیلګر
وحیدالله مصلح د ننګرهار ولایت، روداتو ولسوالۍ اصلي اوسیدونکی او اوسمهال په کابل کې مېشت دی. نوموړی له ننګرهار طب پوهنځي څخه په ۱۳۸۴ ل کال کې فارغ شوی دی.