ليکنه: سميه رمضان
ژباړه: وحيدالله مصلح
زمونږ ملاقات په يو بانک
کې تر سره شو. دا يو بوخت بانک دی او هر وخت په کې ګڼه ګوڼه وي. زما کتلو يوه
پنځوس کلنه مېرمن زما خوا ته متوجه کړه. د هغې شونډې پر تسبيحاتو ورو ورو خوځېدې.
د الله تعالی ددې بنده ګانو تسبيحات پر ما ډېر ښه لګي. په دغسې خلکو چې زما نظر
غورځېږي نو زما سوچ ډېر لرې ځي، هغه لوړ مقام طرف ته چرته چې د الله تعالی ملايکې
د هغه د عرش نه چاپېره په تسبيحاتو بوختې وي.هغوی د هغه خالق تسبيحات کوي چې ټول
شيان يې له نېشت نه شته کړي دي. ما چې دا مېرمن وکتله نو زمونږ تر منځ مسکا تبادله
شوه. غوښتل مې چې ورسره وپېژنم ځکه مونږ دواړه له الله تعالی سره د مينې په رشته
کې شريک وو. ددې مېرمنې کار پوره شو نو سلام يې وکړ، لاړه او ما په مخلصانه
دعاګانو سره چې خدای دې ورته استقامت په برخه کړي مخه ښه وويله. زه په خپل کار کې
بوخته شوم.
د نېکۍ زرين فرصتونه:
ښه وروسته چې کله ما کار
ختم کړ او ووتمه نو ومې ليدل چې هغه تر اوسه د کومې ټيکسي په لټه کې ده، زه ورغلم
او پوښتنه مې ترې وکړه چې چېرته ځي؟ او بيا مې بې تکلفه ورته وويل چې زه به دې تر
کوره ورسوم. او دا ددې په خاطر چې د کومو خلکو په شونډو چې ذکر او تسبيح وي له
هغوی سره د څو شېبو تېرولو فرصت بايد ضايع نه شي. زما خو خوشالۍ پای نه درلوده ځکه
هغې خپله امادګي وښودله.
زما مېلمنې وويل چې د
الله تعالی شکر دی چې هغه پر مونږ خپل فضل او کرم کوي داسې چې مونږ ته پته هم نه
وي او شايد احساس هم. نن الله تعالی زه په خپل دې رحمت ونازولم چې ستا په زړه کې
يې رحم واچولو. يو ځل مخکې هم ماسره داسې شوي وو چې الله تعالی د يوه ټيکسي ډرېور
په زړه کې ماته رحم واچاوه... ما ورته پر تفصيل غوښتونکي نظر وکتل نو ويې ويل چې:
زه په شرم الشيخ (د مصر
يو ښار دی) کې وم، زمونږ يو خپلوان مريض شوی وو. زه او زما مېړه د هغه پوښتنې ته
تلو، مونږ په يوه ټيکسي کې کيناستو، روغتون ته په رسېدو راته ياد شول چې ما خو د
مازيګر لمونځ نه دی کړی، نو مېړه ته مې وويل چې لومړی به په کوم نزدې مسجد کې
لمونځ وکړو... زما مېړه له دې خبرې ويريده چې ډرېور به زمونږ انتظار ونه کړي. اوس
مونږ روغتون رسېدلي وو او ما د لمانځه په کولو اصرار کاوه، ډرېور پوښتنه وکړه چې:
ايا ته غواړې په مسجد کې لمونځ وکړې؟ ما ورته وويل: هو، هغه قسم وخوړ او ويې ويل
چې زه به ضرور تاسو مسجد ته رسوم او اضافه کرايه به درنه نه اخلم، تر څو له تاسو
سره په ثواب کې شريک شم، کله چې هغه دا خبره وکړه نو ما په زړه کې اراده وکړه چې د
نوموړي نېکو جذبو ته په پاملرنې سره به ډېره کرايه ورکوم. خو کله چې ما غوښتل چې
اضافه کرايه ورکړم نو سپين انکار يې وکړ او زما مېړه ته يې وويل چې ما له ثوابه مه
محروموئ.
د نيکۍ بدله:
زه د ډرېور په دې کار خپه
شوم، په هر حال د لمانځه تر کولو وروسته مې د چندې پر صندوق نظر وغورځېد، ما بې
درنګه هاغه روپۍ په دغه صندوق کې وغورځولې چې غوښتل مې په اضافي ډول يې ډريور ته
ورکړم، په دې دوران کې مې له خپل خدای سره چې ډېر د مينې کولو والا دی، دا مناجات
کولو چې: (ای زما پروردګاره، دې شخص پر ما مهرباني کړې او له تا څخه د اجر
غوښتونکی دی، زه چې کومې روپۍ په دې صندوق کې غورځوم په دې نيت يې غورځوم چې ستا
ذات پاک دی او چاته چې وغواړې په څو څو چندو زياتولو سره يې ورکوې، نو نوموړي چې
له ما سره کوم انساني شفقت کړی دی، دا رقم دده لپاره څو چنده ډېر کړې او پر هغه د
خپل فضل باران وکړې).په دې ډول سره مې دغه رقم د ډرېور لپاره په صندوق کې
وغورځاوه.
تر دې وروسته مونږ د مريض
پوښتنې ته لاړو، هلته ډېر خلک د مريض پوښتنې ته راغلي وو، او ما ټولو ته دا واقعه
واوروله. له دوی څخه يوې مېرمنې ما ته وويل چې زما مور مريضه ده او له ماسره دومره
روپۍ نه شته چې هغې ته پرې ضروري شيان يوسم، ليکن اوس تا وويل چې الله تعالی ستا
په زړه کې د يوه ډرېور لپاره واچول چې ورته صدقه وکړې، هيله ده چې الله تعالی به د
ډرېور دغه ثواب څو چنده زيات کړي او په داسې وخت کې به يې په کار راشي چې ډېر ورته
محتاج وي داسې چې ورته معلومه هم نه وي چې چا ورته دا صدقه کړې ده. د همدې لپاره
زه اوس د خپلې مور خواته ورځم، ممکن ده چې الله تعالی ما هم د دغسې خير په جذبې
سره ونازوي لکه څنګه چې يې ډرېور نازولی وو، او نوموړي له يوې مسلمانې مېرمنې سره
پر وخت په لمانځه کولو کې مرسته کړې وه او هغه نه مزدوري واخېسته او نه د احسان
غوښتونکی شو. اميد دی چې زه کوم څه د خپلې مور لپاره مصرفوم داسې يې ولګوم لکه تا
چې د هغه ډرېور لپاره مصرف کړي وو، داسې چې په دې سره به زما او زما د اولاد روزي
زياته شي. دې مېرمنې له ما څخه مننه وکړه او په دې يې تاکيد وکړ چې الله تعالی، ته
د يوه پيغام سره ماته رالېږلې يې. د الله تعالی شان وګورئ چې دې مېرمنې د الله
تعالی دغه پټه اشاره درک کړه، دا هر څه چې د رازق او وهاب خدای له طرفه يو نعمت نه
دی نو څه دي؟ او دا هم د رزق يو شکل دی.
کله چې له ما سره په موټر
کې ناستې دې مېرمنې خپله پېښه اوروله نو په همدې شېبو کې زما په ذهن کې ټول
نعمتونه او هغه ټول شيان راغله چې مونږ يې شمېرلی نه شو بلکه حدود يې هم نه شو
معلومولی. دا د الله تعالی خپل فضل او احسان دی. ما له دې مېرمنې سره احسان کول
وغوښتل نو زما رب پر ما دا کرم وکړ چې په دغسې خيالاتو او افکارو يې ونازولم او پر
ما يې ددې روزۍ پراختيا راوړې کومه چې تر لرې لرې خوره ده. دا رزق د خالق د
پېژندنې ذريعه ده. دا مونږ ته په دې ډول تر لاسه کېږي چې کله مونږ پوه شو چې پروردګار
له خپلو بنده ګانو سره څرنګه سلوک کوي. ما له ډېرې خوشالۍ نه دې مېرمنې ته وويل
چې:الله تعالی پر تا دا احسان هم کړی دی چې تا دا پېښې په خپل منځ کې داسې اوډلي
دي چې يو ښه تصوير ترې جوړ شوی. الله تعالی ته په يوه سليم فطرت سره نازولې يې،
هغې وويل: دا ټول د الله تعالی فضل دی. راځئ لږ د الله تعالی نعمتونه ياد کړو تر
څو شکر يې ادا شي. په همدغسې څو پېښو نظر غورځوو:
قرض حسنه:
له ماسره يو څه سرمايه
وه، ما دا نه خوښوله چې په کوم سودي بانک کې يې جمع کړم، نو په يوه اسلامي بانک کې
مې کېښوده. څه موده وروسته د خپل بانکي حساب کتلو لپاره لاړمه نو زښته ډېره حيرانه
شوم چې سرمايه د حيرانتيا تر حده زياته شوې وه. ما د الله تعالی د موجوديت په
احساسولو سره په زړه کې وويل چې: ای نفسه! دا يوه معمولي ګټه ده، او زما زړه غواړي
چې له دې څخه هم ډېره ګټه لاسته راوړم، نو څنګه به وي چې که يې له الله تعالی سره
د حسنه قرض په توګه کېږدم؟ خو دا به ماته څرنګه او چېرته ممکن وي؟ ما ته راياد شول
چې په يوه اروپايي هېواد کې ځينو مسلمانانو غوښتل چې د خپلو اولادونو لپاره مدرسه
جوړه کړي او هغوی له مسلمانانو حسنه قرض غوښتی وو تر څو هغوی د سود په هلاکت کې
ونه غورځېږي. په همدې مهال ما يوه شېبه هم ضايع نه کړه او ټوله سرمايه مې له بانکه
راوويستله، بيا مې د مدرسې د پروژې له مسئولينو سره اړيکه ونيوله او خپله ټوله
سرمايه مې هغوی ته وسپارله.
ما همدا فکر کاوه چې ما
دا سرمايه يوازې د الله تعالی د رضا په خاطر هغوی ته د حسنه قرض په توګه ورکړې ده.
له دې څخه زما مطلب هيڅکله دا نه وو چې زما سرمايه دې يا نوره هم ډېره شي او يا دې
ضايع شي. ما د الله تعالی پر مهربانۍ پوره يقين درلود چې هغه به زما دا قرض قبول
کړي. زما په ذهن کې داسې هيڅ نه وو چې زما دا مال به ضايع کېږي. دا به څنګه ضايع
کېدای شوای چې دا مې الله تعالی ته په قرض ورکړی وو. مَنْ ذَا الَّذِي
يُقْرِضُ اللَّهَ قَرْضاً حَسَناً فَيُضَاعِفَهُ لَهُ أَضْعَافاً كَثِيرَةً
(البقرہ۲:۲۴۵)
ژباړه: هغه څوک دی؟ چې
الله پاک ته قرض حسنه ورکړي، بيا الله تعالی دده دا قرض څو چنده زيات کړي.
د الله تعالی شان وګورئ،
د ټاکلي مودې نه وروسته هغوی زما ټوله سرمايه ماته بېرته راکړه. د حيرانتيا خبره
خو دا وه چې هغوی له ما څخه قرض په ډالرو اخېستی وو او په ډالرو يې بېرته راکړ او
د ډالرو قيمت په دې موده کې ډېر شوی وو. بيا الله تعالی زه په يوه محله کې په يوه
قطعه زمکه ونازولم، داسې چې ما يې سوچ هم نه شو کولی، نه مې يې کله خواهش
کړی وو، ځکه ماته معلومه وه چې ددې لپاره چې د کومې غټې سرمايې اړتيا وه هغه زما د
وس خبره نه وه. الله تعالی ته تر حسنه قرض ورکولو وروسته چې کله هغه ماته بېرته
خپل قرض راکړ نو زه د دې قطعې زمکې اخېستلو وړ شومه.
عاجزانه ژوند:
ددې مېرمنې دا ايمان
زياتوونکې پېښې چې ما واورېدې نو زه د خيالونو په نړۍ کې ورکه شوم. ای الله! ته
هغه شخص هيڅکله نه مايوسوې چې پر تا اعتماد وکړي او پر تا ښه ګومان ولري. اوس زه د
موټر، زمان او مکان له دايرې وتلې وم او يوازې مې د پروردګار ذات محسوساوه، زما د بدن
هره ذره د هغه د عظمت په وړاندې په سجده وه.
کله چې دې مېرمنې خپله
خبره ختمه کړه او ما شاوخوا وکتل نو معلومه شوه چې مونږ لا تر اوسه ډېر سفر نه دی
کړی او تر اوسه زمونږ په وړاندې ډېره لياره پاتې ده. ما غوښتل چې له دې مېرمنې څخه
زيات څه واورم تر څو زړه مې خوشاله او د خپل پروردګار نزدېوالی مې په برخه شي. په
دغسې ريښتينو واقعاتو سره د الله تعالی قدرت څرګندېږي او مخې ته راځي. په دغسې
پېښو سره دا خبره په يقين سره ثابتېږي چې د الله تعالی حکم پر هر شي چلېږي او څوک
هم په هغه کې خنډ نه شي اچولی.
زه د خيالونو له نړۍ نه
بېرته هغه وخت راستنه شوم چې هغې وويل: په خدای قسم، زما خورې! که زه تا ته د خپل
ژوند يوه يوه شېبه بيان کړم نو تا ته به معلومه شي چې دا ويل درست نه دي چې زمونږ
دا ملاقات يوه تصادفي پېښه ده، په داسې کايناتو کې چې هغه يو خالق لري دا خبره
درسته نه ده. هغې وويل چې زه غواړم لږ څه نور تفصيلات ستا مخې ته کېږدم. هغې خلکو
ته وکتل چې په لياره کې اخوا او دېخوا ګرځېدل او ويې ويل:سبحان الله! له دې خلکو
هر يو يې يوه کيسه لري چې د حال په ژبه وايي چې ای الله! ته يو يې.
د حج پر ځای صدقه:
ګرانې خورې! ايا تا ته
معلومه ده چې يو کال ما د حج اراده وکړه، په داسې حال کې چې تر هغه يو کال مخکې مې
حج کړی وو. ما له قاهرې څخه خپرېدونکي قرآني خپرونې اورېدې. په دې دوران کې يو
عالم وويل چې چا چې يو ځل حج کړی وي او مال لري نو هغه ته په کار ده چې له کوم
محتاج سره مرسته وکړي، د کوم مريض درملنه وکړي، له کوم ځوان سره د هغه په واده کې
مرسته وکړي، او د کوم قرضدار سره په قرض پرې کولو کې کومک وکړي تر څو هغه د قرض له
مصيبته خلاص شي او د اولادونو د ګېډې غم وخوري. حقيقت دا دی چې کله مې دا خبرې
واورېدې نو فکر مې وکړ چې دا خو عجيبه معامله ده، ايا د حج له ثواب سره بل کوم
ثواب برابرېدای شي؟ ددې عالم خبرې زما په غوږونو کې تاوېدې، بيا مې په لمانځه کې
له خپل رب سره مناجات وکړ چې: ای زما پروردګاره! که له دې څخه ستا رضا تر لاسه
کېږي نو دا کار راته اسانه کړې، ځکه زه په يو پردي هېواد کې يم او راته معلومه نه
ده چې محتاج څوک دی؟
حج ته له تلو مخکې زما
ايندرور (د مېړه خور) مونږ کره راغله، زما مېړه مصري دی، د هغه خور يوه خبره وکړه
چې ماته ډېره عجيبه ښکاره شوه، د هغې د کور د څوکيدار لور ډېره زياته ښايسته ده،
له کله نه چې د هغې پلار وفات شوی نو ډېر ځوانان د هغې يو ځل کتلو ته د هغې د کور
مخې ته ودرېږي. ما ورته وويل: ولې هغه کوم ورور نه لري چې ويې ساتي؟ هغې وويل: هغه
د مور او پلار مشره لور ده، ما ورته وويل: نو بيا يې مور ولې له چا سره واده نه
کوي؟ په دې ډول به د جينۍ عزت هم وساتل شي او يو ساتونکی به هم ومومي.هغې وويل: واده
څرنګه وکړي؟ هغوی خواران دومره غريب دي چې په ډېره سختۍ ايله دوه وخته ډوډۍ
تياروي.
ما بې درنګه وويل چې ددې
د واده ټول لګښتونه زه اخلم، زه په همدې مهال پورته شوم او د حج د سفر لپاره مې چې
کومې روپۍ ايښې وې، هغه مې ورته ورکړې. داسې ښکارېده چې دا زما د رب له اړخه زما د
مناجات ځواب وو، يو فوري ځواب، د هغه رب له طرفه چې ډېر زيات مهربان دی، هغه چې
اورېدل او ليدل کوي، هغه چې کرم کوي او اسانۍ پيدا کوي. وروسته ماته معلومه شوه چې
هغه جينۍ واده شوه، او د هغې د مور په کور کې د بستر تر حده څه نه وو، اوس له هغې
سره دومره څه شته چې د خلکو په منځ کې سر پورته کړي او ژوند وکړي.
(ددې پېښو تر بيان
وروسته)ما محسوس کړه چې ددې مېرمنې احساسات څومره ښه دي، هغه پر خپل پروردګار
څومره توکل لري، زه حيرانه شوم چې د هغې د ژوند يوه برخه په داسې حالت کې هم تېره
شوې چې له خپل رب سره يې هيڅ اړيکه نه درلوده، تر دې چې لمونځ يې هم نه کاوه. ليکن
کله يې چې خپل رب وپېژنده نو داسې يې وپېژانده چې نېکبختي او خوشالي يې نصيب شوه،
او الله تعالی پر هغې داسې احسان وکړ چې ورته يې د ليارې ټول پړاوونه اسان کړل او
د ايمان او يقين دولت يې ورته برابر کړ.
حقيقت دا دی چې هدايت او سمه لياره د الله تعالی عظيم احسان دی، چې هغه چاته يې ورکوي چې چاته يې ورکول وغواړي. مونږ الله تعالی ته همدا سوال کوو چې مونږ ته هم هدايت راپه نصيب کړي. زه ددې مېرمنې په خبرو ډېره خوشاله شوم. ما غوښتل چې کاشکې لياره نوره هم اوږده وای او ما دغسې نورې ايمان زياتوونکې کيسې اورېدې کومې چې نادرې دي.
ماخذ:
ترجمان القرآن، جولای ۲۰۱۲
لیکوال او تحلیلګر
وحیدالله مصلح د ننګرهار ولایت، روداتو ولسوالۍ اصلي اوسیدونکی او اوسمهال په کابل کې مېشت دی. نوموړی له ننګرهار طب پوهنځي څخه په ۱۳۸۴ ل کال کې فارغ شوی دی.