وحيدالله
مصلح
د
نيوزيلانډ غبرګونو ترهګريزو پېښو په وړاندې د نيوزيلانډ صدراعظمې موقفونه او
غبرګونونه خورا انساني او له نياوه ډک وو، د هغې په ځان کې د عاطفې، مينې او داسې
مشرۍ رنګونه راټول شوي وو چې د نيوزيلانډ مسلمانانو ته يې د پرديتوب احساس ورنه کړ.
د نيوزيلانډ صدراعظمې له همغه لومړۍ شېبې نوموړې پېښه ترهګريزه
وبلله او دا هغه موقف دى، چې د اروپا نوره رهبري يې د رواني ناروغانو په کټګورۍ کې
تعريفوي او دا د تمدني ټکر هغه وران وېش دى چې د مسلمان وسله وال تقابل په کې
تره ګري او د بل اهل کتاب خوني بريد په کې رواني پېښه ده... حتى صدراعظمې چې کله
له نيوزيلانډ سره د ټرامپ خواخوږۍ ته ځواب وايه نو د دغه وېش د ورانۍ خبره په کې
تحليلېده، هغې ټرامپ ته وويل چې زمونږ پر ځاى د امريکا له مسلمانانو سره خواخوږي
وکړه! نو ځکه دا جرأت خورا د پاملرنې وړ دى...
نوموړې صدراعظمې د ټکر فلسفي کتاب وربند کړ، تور ټيکرى يې
واغوست، زيانمنو شويو مسلمانانو ته ورغله او د هغوى دلاساينه يې ښه درنه وکړه، حتى
د شهيدانو خپلوانو ته يې د وېزو ورکولو اسانتيا رامنځته کړه تر څو هغوى د خپلوانو
جنازو لپاره نوي زيلانډ ته ورشي. هغې د زيانمنو شويو کورنيو لپاره د بسپنو اهتمام
هم وکړ او تر دې ټولو مهمه دا ده چې د دوى قاتل يې ډېر ژر د يو ترهګر تورن په توګه
محکمې ته وړاندې کړ.
د اونۍ په پوره کېدو يې د نيوزيلانډ پر تلوېزيون اذان او خطبه
علني خپره او دا اونۍ يې اسلامې اعلان کړه، د نيوزيلانډ پر رسنيو د زغم، تسامح او
يو بل منلو پيغامونه خپرېدل او د يوې ورځپاڼې پر نيمايي مخ سلام-Peace ليکل
شوي وو.
نننۍ نړۍ دغسې د زغم او تسامح فرهنګ ته اړتيا لري، د بشر ژوند د
غرب نوې سپين پرستي او د تمدنونو ټکر ګواښي، نن چې غرب له شف شفه راووځي او نن چې
حتى د نيوزيلانډ سپين پرست تروريست ټرامپ ته د نوي سپين پرستۍ د نماد په توګه
ګوري، له دې څخه د بشر خطرناک راتلونکى اندازه کېداى شي. زمونږ نړۍ فرهنګي او
تمدني ډيالوګ ته اړتيا لري، اسلام په دې منځ کې خپله خبره او منطق لري او پر هر
فورم د خپل منطق د اظهار ظرفيت لري، اسلام د انسان عقل ته خطاب لري او اسلام
هيڅکله ځان د فردي عقيدې په توګه پر چا نه تپي، غرب بايد د دغسې ډيالوګ نه تېښته
ونه کړي.