• مجموعي کتنې: 98984

کوزني قامي غورځنګونه او برنۍ اړيکې؛ تنقيدي کتنه!

336 لوستونکي   کلونه وړاندې 4

کوزني قامي غورځنګونه او برنۍ اړيکې؛ تنقيدي کتنه!

وحيدالله مصلح

افغانستان د نيمې پېړۍ د داسې بحرانونو په څرخ کې تاوېږي، چې تاداو يې چپيانو د سرطان او ثور په کودتاګانو سره کېښود. د بحرانونو په دې تاوده افغانستان کې کوزني پښتانه په يوې مسلسلې اشتباه کې روان دي، دوى د اړيکو په پلوۍ کې ځي، د دوۍ تودې او سوچه اړيکې له چپيانو سره وې، خو حتى په همدې چپيانو کې يې هم له خلقيانو او پرچميانو سره د سکه او ناسکه تعامل و، دوى ډېر له پرچميانو سره تاوده وو، ښايي يو عامل يې دا و چې پرچميان هم اشرافزاده ګان وو او دوى هم خانان وو.

کله چې د چپيانو او شورويانو په جارح او نظامي تشدد کې د ملت دريمه برخه پاکستان ته مهاجره شوه له يوې خوا نېشنليانو ورسره عزيزولي ونه کړه، له بلې خوا جهادي تنظيمونه د نړيوالتوب په يو نامرحله يي او نا تعريف شوي خيال کې لاهو وو، له پاکستان سره يې اړيکې سرباري هغسې وې، او په عين حال کې د افغانستان له انټر ناسيونالېستانو سره د نشنېليانو هغسې خپلوي دا ټول په يوې بوږنوونکې او مضرې پلوۍ کې پر مخ ولاړل.

نو پي ټي ايم ته څه په کار دي؟

دا مهال افغانستان د بحرانونو او ورسره تړلو فرصتونو په يوه برابره سيالۍ کې دى، افغان حکومت، سياسي جهتونه او طالبان د دې ميدان داخلي ځواکونه دي.

له دغسې سياليو ډک افغانستان کې کوزنيو او په ځانګړي ډول د PTM غورځنګ ته سنجيده او وطنۍ اړيکه په کار ده، په هغوى کې که څوک د چپيانو ترقي پسند سوچ والا وي او که د قامپرستۍ شعوري او نظرياتي شخصيتونه؛ دوى ټول بايد له تاريخه دا لويه اخېستنه ولري چې د دوى اړيکې دې په افغانستان کې پره دارې نه وي بلکه خورې ورې او ټول شموله وي، دوى بايد سټراټيژيک ليد ولري او د افغانستان د قضيې له ټولو اړخونو سره ښې اړيکې وساتي.

د افغانستان راتلونکى د بين الافغاني خبرو اترو پورې تړلى؛ په دې خبرو کې يو لوى اصلي لورى طالبان دي، پي ټي ايم غورځنګ که له دوى سره د اړيکو په حد کې نه وي لږ تر لږه دوى بايد له طالبانو سره داسې رويه وساتي چې که د بين الافغاني خبرو په پايله کې کابل د طالبانو د قوي حضور ځاى شي؛ چې دوى په کې بيا بېګانه نه وي.

هغه افغانان چې يا پي ټي ايم له افغاني طالبانو سره لفظي برخوردونو ته هڅوي او يا ورته خوشحالېږي؛ پي ټي ايم بايد دا په پام کې ولري چې د دوى دغه هڅوونکي خپله اړ دي چې له طالبانو سره په بين الافغاني خبرو اترو کې د افغانستان پر راتلونکي خبرې اترې وکړي او شريک حل ته ورسېږي، نو په دغسې يوې حتمي سناريو کې دوى ولې د جدل برخه شي؟

دا په دې معنا نه چې که هلته سياستونه دغسې پره دار وي نو د پلرني وطن د بچيانو يا کوم لوري متقابل سياست دې هم کساتګر او طرفدار شي، افغانانو ته د ملي ليد او داعيو خبره بايد سپينه وي، او افغانان بايد د دغو تاريخي او ملي داعيو او د ويشلي افغان وجود په تناظر کې د لر او بر يو افغان ناره حمايه او پياوړې کړي.