• مجموعي کتنې: 144841

د افغانستان خلق ديموکراتيک ګوند، ديموکراتيک نه وو!

394 لوستونکي   کلونه وړاندې 5

د افغانستان خلق ديموکراتيک ګوند، ديموکراتيک نه وو!

له فريد مزدک سره د بي بي سي فارسي څانګې مرکه

ژباړن: وحيدالله مصلح

يادونه:

(فريد مزدک چې د وطن ګوند (د افغانستان خلق ديموکراتيک ګوند) پخوانی رهبري غړی دی،  په يو نادر جرائت سره يې، د بي بي سي فارسي څانګې، ته د مرکې په ترڅ کې، د خپل ګوند له ځينو هغو واقعيتونو پرده پورته کړې چې نور غړي يې لا هم په سکوت او يا تائيد سره جنايت تکراروي. نوموړي د ګوند پر کړنو پښېماني ښودلې، او ګوند يې يو هېوادنی نه بلکه له پردو پورې تړلی حزب بللی. نوموړي ددې مرکې په اوږدو کې بلا نور اعترافونه هم کړي دي، خو دا په دې مانا نه چې ګنې د نوموړي د مرکې ټولې برخې سمې دي، د مرکې په اوږدو کې يې د ګوند د غړيو، ارمانونو او نورو مفاهيمو په اړه بيا هم له خلقي-پرچمي منظره خبرې کړي، مرکه دې ته اړتيا لري چې په يوه تحليلي او تنقيدي روحيه ولوستل شي. د مرکې وروستۍ پوښتنه او ځواب له دې امله ونه ژباړل شو چې د ثور کودتا او خلق ديموکراتيک ګوند پورې يې اړه نه درلوده، پاتې مرکه د مرکه کوونکي له مقدمې سره يو ځای له هر راز کمي او زياتي پرته ژباړل شوې ده. ژباړن)

څلور دېرش کاله مخکې د افغانستان خلق ديموکراتيک ګوند په هېواد کې سياسي قدرت د خوني کودتا په ترڅ کې تر لاسه کړ، او شل کاله مخکې مجاهدين د کمونيستي رژيم په له منځه تلو سره کابل ته ننوتل او اسلامي حکومت يې اعلان کړ.

دې دوه پېښو افغانستان بدل کړ، او ددې دوه تحولونو ترخې او خوږې او دردونه او زخمونه لا تر اوسه د لمس وړ دي او ښايي کلونه به دوام وکړي.

فريد مزدک د وطن ګوند (پخوانی د افغانستان خلق ديموکراتيک ګوند) د رهبري هيئت مخکينی غړی د يوې ځانګړې مرکې په اوږدو کې ددې حزب د حاکميت تر سقوط شل کاله وروسته غږېږي، او د دغه حزب د کړنو پر پايلو چې نوموړی يې غړی وو متاسف دی.

د هغه په وينا دا حزب د تاسيس له ورځې بيا د ژوند تر اخري ورځو د ستونزو او داخلي اختلافونو ښکار وو، او د حاکميت په کلونو کې جګړو هيڅکله ددې مجال ورنه کړ چې ديموکراتيکې برنامې پلې کړي.

فريد مزدک د شلو کلونو په شاوخوا کې په لويديځ کې ژوند کړی، د هغه چپګرا افکار اوس تبديل شوي، او ماضي او راتلونکی اوس له بل منظره ګوري. اصف معروف د خلق ديموکراتيک ګوند د سقوط د شلم کال پر پلمه له فريد مزدک سره مرکه کړې:

 پوښتنه:په پيل کې يې ترې پوښتلي چې کوم شي نوموړی دې حزب ته ورکش کړ؟

ځواب: په دوه اويايمو او درې اويايمو کلونو کې د نادريې لېسې په نهم او لسم ټولګي کې زده کونکی وم، په دغو کلونو کې د افغانستان په ښارونو او په ځانګړي توګه د کابل ښار په پوهنتون او ښوونځيو کې ډېر اعتراضونه او لاريونونه تر سره کېدل او د ځوانانو غټه برخه يې خپلې خواته کشوله. زه هم دې خواته کش شوم، ولې؟ دليل يې تر ډېره عقلاني او فکري نه وو. ما د هغه مهال د سازمانونو او جريانونو تګلارې او برنامې ارزيابي او مطالعه کړې نه وې.

ما په داسې کورنۍ کې ژوند کاوه چې په هغې کې يو شمېر مشرانو، سياسي فکر کاوه او دې حرکت سره يې زړه راښکون درلود. هغوی په عين وخت کې زمونږ د کورنۍ ځوانانو ته بېلګه او قدوې وې.په حقيقت کې زه په همدې شيانو او فضا کې دې حرکتونو سره علاقمند شوم. او د خلق ديموکراتيک ګوند له پرچم څانګې سره يوځای شوم.

 پوښتنه: هغه مهال، د نړۍ په ډېرو هېوادونو کې،  البته يوه اندازه چپګرايي د ورځې مود هم وه، دا هم تاسو او ستاسو د نسل ځوانانو ته يوه انګېزه نه وه؟

ځواب: ولې نه؟ البته په هغه زمانه کې د کيڼ او ښي اصطلاحاتو په استعمال کې ډېر دقت نه کېده، په ځانګړي توګه زما د نسل په واسطه.اما يو شی چې ډېر د پاملرنې وړ وو، دا وو چې بايد عدالت وجود ولري. فقر نه وي، ټول په يو شان د ټولنې له امکانانو او نعمتونو ګټه پورته کړي. او همدا د چپي جريان ستنې او بنسټونه وو چې زه وروسته ورته متوجه او پرې پوه شوم.

 پوښتنه: ښه، تاسو په لويديځ کې د حضور او ژوند تجربه درلودلې، ايا د همدې سياسي مکتبونو په اړه ستاسو په اعتقادونو کې اوس کوم تغير راغلی؟

ځواب: په حقيقت کې زما په ذهن کې تغيرات تر ۸۵ او ۸۶ مو کلونو وروسته په هېواد کې رامنځته شوي وو، او لويديځ ته د کډوالتوب په کلونو کې په کې يو اندازه ډېر دقت صورت ونيوه. زه متوجه شوم چې هغه بدلونونه درست او صحيح وو، ما د غربيانو د سياسي تجربې په ازمون کې هغه خپل کلونه درست وموندل، او په دې خط کې لږ ژور مخکې لاړم او اوس د همغه فکر لرونکی يم له ډېر اعتقاد او باور سره. له همغه فکر نه مې هدف ديموکراتيک فکر دی، ازادۍ غوښتونکی فکر، عدالت غوښتونکی فکر، د يوې پرانېستې او ازادې ټولنې لپاره د مبارزې فکر چې په کې انسان له ټولو فردي ازاديو څخه برخمن وي؛ هغه څه چې مونږ په خپلو پخوانيو جوړو شويو فکري نظامونو کې نه درلودل.

 پوښتنه: هغه حزب چې تاسو ورپورې مربوط وئ حاکميت يې تر لاسه کړ، تاسو هم په تدريج سره د ځوانانو له سازمانه د حزب لوړو سطحو ته د پرمختګ پوړۍ ووهلې.د خپلو اهدافو د تحقق لپاره مو هڅې وکړې، خو بالاخره له ماتې سره مخ شوې. ولې؟ چلند ناسم وو؟ خارجيانو دخالت وکړ؟ او که ستاسو مخالفان قوي وو؟

ځواب: دا ټول وو، خو تر دې ټولو مهمه دا وه چې د افغانستان د خلق ديموکراتيک ګوند يو وطني  (بومي) حزب نه وو. دا يو داسې حزب وو چې د لويو منطقوي او نړيوالو نظريو او ستراتيژيو پر بنسټ جوړ شوی وو او يو غير مستقل حزب وو.

حزب د انسانانو په يو داسې پراخه ځواک اتکا درلوده چې پاک نيته، وطن دوسته او د افغانستان د ټولنې د پرمختګ لپاره مصمم وو. خو په مجموع کې زه غواړم تاکيد وکړم چې د ذهن، موخو، فکر او ليدلوري له لحاظه حزب وطني نه وو.

ارمانونه به يې ښايي وو، خو انديشو يې د ژوند له حقيقته او افغانستان له ټولنې سرچينه نه اخېسته، بلکه تر ډېره يې له هغو بېلګو او موډلونو سرچينه اخېسته چې د هغه مهال شوروي اتحاد د لينينستي جريانونو په واسطه د افغانستان په څېر هېوادونو باندې تحميليدل.

په همدې اساس هغه فکر او ارمانونه، چې مونږ پرې باور درلود، چې مونږ به يوې ازادې او مرفه او پرمختللې ټولنې ته وړي، له اقتصادي، اجتماعي او سياسي لحاظه دغه ارمانونه د اوبو د مخ زګونه شول.

 پوښتنه: ډېر زيات شمېر ځوانان د همدې ماډلونو او همدې ارمانونو قرباني شول او وينې يې توی شوې، ايا تاسو د حزب د پخواني رهبري غړي په توګه د پښېمانۍ څرګندونه کوئ؟

ځواب: هو، زه کاملاً متأسف او شرمنده يم، چې په نوموړو جريانونو کې مې لاس درلود او يا مې په کې ګډون کړی وو، د دغو کلونو سياسي او ټولنيز جريانونه پر داسې حادثو وپايېدل چې تاسو ورڅخه يادونه وکړه.

اما بايد هيره نه کړو چې د افغانستان په داخل کې ټول ښکېل اړخونه مستقل نه وو، د افغانستان په داخلي مسايلو کې له ښکېلو اړخونو څخه سترو نړيوالو ځواکونو د وسيلو په توګه استفاده کوله، تر څو په سيمه کې خپلو اهدافو ته ورسېږي، او له بده مرغه همدغه حالت تر ننه ادامه لري.

 پوښتنه: څه بايد شوي وای چې د ټولنې د ديموکراتيزه کولو لپاره چې کوم مرام او هدف موجود وو، تحقق يې موندلی وای؟

ځواب: هغه څه چې زه يې وايم ښايي ډېر آرماني او خيالي وي، خو افغانستان يو ډېر طلايي چانس درلود که د ديموکراسۍ لسيزې په مثبت ډول ادامه موندلی وای. که ظاهر شاه جرآئت کړی وای او د احزابو قانون يې پاس کړی وای، که د شاه د تره ځوی (محمد داوودخان) له خپل سماجته راښکته شوی وای، او کله چې هغه د جمهوريت او د خلکو د رايو او ازاديو طرفدار وو نو بايد په ټولنه کې د ديموکراسۍ د رعايتولو خواته تللی وای او د ديموکراسۍ د لسيزې د ادامې په جهت کې يې کار کړی وای.

زه فکر کوم په دغه صورت کې به مونږ نن په افغانستان کې د پادشاهي-پارلماني يوه بهترينه نمونه له ډېر ښه اقتصادي پرمختګ سره درلودې وای. خو د بېلابېلو دلايلو پر بنسټ ونه شول.

په دغو کلونو کې په افغانستان کې يوه فاجعه پېښه شوه، هدف مې د داوودخان جمهوريت غوښتونکې کودتا وه. په حقيقت کې دې کودتا د وروستيو هغو فاجعو د پېښېدو لپاره ټول شرايط او زمينې برابرې کړې چې وروسته په افغانستان کې واقع شوې. او زمونږ د هېواد اوضاع او احوال يې ډېرو سترو پېچلتياو او تراژيديو ته بوتلو، هغه چې د افغانستان خلکو تجربه کړل.

مشخصاً د افغانستان د خلق ديموکراتيک ګوند په اړه بايد ووايم، چې کاشکې د افغانستان خلق ديموکراتيک ګوند واک ته نه وای رسېدلی، د يو سالم ځواک په توګه يې په اپوزيسيون کې وده کړې وای د داسې دولت د اپوزيسيون په توګه چې واقعاً يې کولای شوای اپوزيسيون تحمل کړي. په حقيقت کې د افغانستان د خلق ديموکراتيک ګوند د قدرت په اشغالولو سره خپل تدريجي مرګ پيل کړ. د قدرت په اشغالولو سره يې ټولو هغو ارمانونو ته لغته ورکړه چې له خلکو سره يې د يو ارمان په توګه وعده کړې وه.

 پوښتنه: داسې زمانه هم راغله چې حزب هم خپل نوم بدل کړ او هم يې په واقع کې اهدافو ته تغير ورکړ، د ملي پخلاېينې سياست يې اعلام کړ، خو که شل کاله مخکې په ياد راولو، له دې ټولو سياستونو سره يې بيا هم سقوط وکړ. ځينې فکر کوي چې که د سياسي بيورو په دننه کې اختلاف نه وی رامنځته شوی، او حزب سره پاشل شوی نه وی، نو ممکن وه چې دولت مقاومت کړی وای او يا په واقع کې شکست په بله بڼه واقع شوی وای نه په دې ډول چې بالاخره حتی د ګوند د مشر او ولسمشر نجيب الله پر مرګ منجر شي؟

ځواب: ښه، د افغانستان په خلق ديموکراتيک ګوند کې تغيرات د شوروي (پريسترويکا)تغيراتو تر اغېز لاندې وو. دا تغيرات سم تغيرات وو. بايد راغلي وای خو په ځنډ راغله، ناوخته راغله. خو دا چې دې تغيراتو د حزب په دننه کې ځای پيدا کړی وای او يو نوی حزب رامنځته شوی وای مونږ وخت ته اړتيا درلوده. سولې او ثبات ته مو اړتيا درلوده، د خلکو د ملاتړ جلبولو ته مو اړتيا درلوده او دا ټول مونږ نه درلودل. يوې منسجمې قوې ته مو اړتيا دلوده چې دې ځواک واقعاً کولای شوای چې په زړه او ځان سره د حزب په دننه کې اصلاحاتو لپاره کار وکړي.

ما وويل چې حزب د ۵۷ کال ثور په اومې قدرت ته ورسېد، او په قدرت کې ورک شو، او په هغو کلونو کې چې مونږ پخلاېينه اعلام کړه او غوښتل مو چې حزب له سره جوړ کړو هر څومره مو چې کوښښ وکړ چې حزب د قدرت له داخله راوباسو پرې ونه توانېدو. مونږ ونه توانېدو چې په قدرت کې ورک شوی حزب دوباره د قدرت له دننه بهر ته راوباسو.

 پوښتنه: يعنې تاسو فکر کوئ چې دا انجام حتمي وو؟

ځواب: ددغسې انجام يوازينی عامل د حزب داخلي ضعف نه دی، حزب په بحران کې ژوند کاوه او يو غير ديموکراتيک حزب ترې جوړ شوی وو. په ټولو احزابو کې مختلف عقايد وجود لري، مختلف تمايلات وجود لري، ولې ديموکراتيک حزبونه پر خپلو تمايلاتو د ژوند مجالونه ورکوي، د تبارز مجالونه ورکوي، او د خبرو اترو او تفاهم له ليارې خپل اختلافونه حل کوي. اکثريت وړونکي کېږي او اقليتونه هيڅکله نه سرکوبېږي.د رای حق يې محفوظ پاتې کېږي، او د نظر حق يې حفظ کېږي. زمونږ په حزب کې ديموکراسۍ وجود نه درلود، زمونږ حزب يو ديموکراتيک حزب نه وو، يو اقتدار غوښتونکی او تړلی (وابسته) حزب وو او په هغه کې اختلافونه يو طبيعي کار وو.

 پوښتنه: کله چې وايئ ديموکراتيک نه وو، يعنې وايئ چې په اصل او بنسټ کې غير ديموکراتيک وو، يا ځينې رهبران يې ديموکرات نه وو؟

ځواب: زمونږ حزب په اصل او بنسټ کې يو لينني حزب وو، يو ليننستي ديموکراتيک ګوند خو مونږ تر اوسه نه دی ليدلی، او تاريخ يې په ياد نه لري او بله دا چې اختلافات خو داسې څه نه وو چې په يوه ورځ کې دې رامنځته شوي وي.

اختلافات، نامنظمي، او توطيه ګري هغه څه وو چې د افغانستان خلق ديموکراتيک ګوند د مؤسسانو له لومړۍ کنګرې څخه يې دې حزب ته ليار کړې وه، او قدم په قدم، مياشت په مياشت او کال په کال پرمخ تلل تر دې چې حزب سقوط وکړ.

په همدې بنسټ، يوازې د اختلافونو رفع کول د هغه حالت د ژغورنې لار نه وه چې حزب پرې اخته وو. بله غټه ستونزه دا وه چې مونږ واقعاً په يو غټ اقتصادي بحران کې ژوند کاوه. جنګ جريان درلود او هيڅ فرصت مو ونه ميند چې د سولې او ارامۍ په شرايطو کې د افغانستان د ټولو خلکو او سياسي ډلو په ګډون د يو دولت جوړېدو ته کار وکړو.

تر ټولو مهمه خبره دا وه چې د افغانستان دولت له بهرني ملاتړه پرته ژوند نه شوای کولی او اوس يې هم نه شي کولای. مونږ خپل ملاتړی يعنې شوروي له لاسه ورکړ او ومو نه شوای کولای چې ځای يې په نوي ملاتړي ډک کړو.

د لويديځ او په ځانګړي توګه د امريکايانو اعتماد مو جلب نه شوای کړای. خپلو ګاونډيانو ته مو شنې اشارې ور نه کړای شوای چې کولای شو خپلې معضلې حل کړو. او په عين حال کې د مجاهدينو ډلو ته، د مجاهدينو غټې برخې ته او په ځانګړي توګه هغوی چې په داخل کې وو او زمونږ د ګاونډيو هېوادونو تر تاثير لاندې نه وو، مونږ ونه کړای شول چې دا باور ورکړو چې کولای شو يو له بل سره کار وکړو.

 پوښتنه: ځينې باور لري چې اوسنی وضعيت له هغو کلونو سره ډېر مشابهت لري. کوم درسونه دي چې له هغو کلونو يې زده کړو؟

ځواب: هو، په غټو ستراتيژيو کې تغيير نه دی راغلی، افغانستان نن هم همغه ژيوپوليټيک موقعيت لري چې سل او دوه سوه کاله مخکې يې درلود. د دې موقعيت علاقمندان همغه دي چې په ماضي کې وو او سبا ته به هم ښايي همدغه علاقمندان وجود ولري. نور غټ قدرتونه هم اضافه شوي دي مثلاً چين او هند هره ورځ د ډېر ځواک او قدرت څښتنان کېږي.

هغه درس چې نننيان يې کولای شي د افغانستان د خلق ديموکراتيک ګوند له ماضي نه واخلي، يو شی دی او هغه دا چې تل دې خپلې ګټې د ګاونډيانو له ګټو سره په توافق کې کړي. له ګاونډيانو سره دې خپلې ستونزې او سختۍ د متقابلو ګټو په رعايت او احترام سره حل کړي. خپلو ملي ګټو ته دې د نورو پر ګټو رجحان ورکړي، خو له نړيوالو قدرتونو سره دې هم وي او داسې دې عمل وکړي چې ددغو قدرتونو له امکاناتو دې د خپل هېواد د ابادۍ لپاره موثره او لازمه ګټه واخلي.

 ماخذ:

http://www.bbc.co.uk/persian/afghanistan/2012/05/120504_l09_sowr_farid_mazdak.shtml