• مجموعي کتنې: 144566

سوريه؛ د پاڅون څو درسونه څو شکونه!

98 لوستونکي   5 میاشتې وړاندې

سوريه؛ د پاڅون څو درسونه څو شکونه!

وحيدالله مصلح

له حلب تر دمشق مزل ډېر چټک و، بشار د بعث ګوند دې وروستۍ چپي نښې د ولس په وړاندې تاب را نه وړ او د تاکتيکي پر شاتګ يو بل شرم هم د حکومتي سقوطونو په نوم ثبت شو.

د بشار پر ضد ولسي سوله ييز لاريونونه د عرب پسرلي پر مهال په ۲۰۱۲ کې په اوج کې وو، هلته ولس يوازې په ميدانونو کې وو او هيچا د بشار رژيم پر ضد وسله نه وه پورته کړې، هغوی مشخصې غوښتنې درلودې او د حکومت اصلاح او په بل قدم کې يې د حکومت تبديلي غوښتله، خو همدا اسد و چې پر ولس يې بمونه وغورځول، ثقيلان يې پرې راکوز کړل او مخا مخ يې په مشينګڼو وويشتل، د سوله ييز او بې وسلې ولس پر ضد د بشار دې نظامي برخورد هغوی وسلې او متقابل برخورد ته اړ کړل او کله چې د ولس او واکمن تر منځ برخورد راځي نو واکمن په کې بې ابرو کېږي او پرځول کېږي.

د اسد کورنۍ او بعث ګوند د تاريځې ماتې په سلسله کې څو درسونه شته چې پاملرنه غواړي:

 استبداد او سقوط!

د بشار اسد سقوط د يوې کورنۍ او يوې مستبدې چپي نظريې پرځېدل دي، دې کورنۍ د جمهوريت په نامه پر يوه متمدن ملت د نيمې پېړۍ واک وچلولو، دا واک لکه د ټولو چپي استبدادونو يو داسې ماډل و چې دوی د جمهوريت په نامه تشهيرولو، د اسد په نيمه پېړۍ واکمنۍ کې د بعث ګوند پرته بل هيچا ته د سياسي-ټولنيز فعاليت حق نه و، هيچا د حکومت پر پرېکړو انتقاد نه شو کولای، هيچا د بشار کورنۍ ته د نقد ژبه نه شوه کارولای، ازادې رسنۍ نه وې، د رايو ازادي نه وه او ولس ټول په پوليسي او استخباراتي چاپېريال کې بند و.

نن چې د اسد د کورنۍ حکومت ړنګ شو دا د يو محصور او استبداد ځپلي ولس انتقام او قهر و.بس دې کورنۍ ځکه سقوط وکړ چې مستبده وه، بېخي ساده او همدومره چې مستبده وه.

د ظلم وروستي حدونه!

د اسد کورنۍ د ظلم ټول حدونه مات کړي وو، کله چې په ۱۹۸۲ کې حماه ښار سوله ييز احتجاج کولو، د بشار پلار حافظ اسد خپل ورور رفعت اسد له اردو ځواکونو سره ور ولېږلو، دوی نو بيا هلته د تاريځ هغه ستر جرمونه وکړل چې ساری يې نه ليدل کېږي، تر ۴۰زرو ولسي وګړي يې شهيدان کړل، په زرګونو مېرمنو يې جنسي تيري وکړل او په ډېرو پېښو کې يې تر جنسي تيريو وروسته لوڅې په کندو کې وغورځولې، په سلګونو کوچنيان يې شهيدان کړل او په زرګونو ولسي وګړي او ښځې يې زندانيانې کړې، د همدې احتجاج د ځپلو په موخه يوازې يوه پيلوټ رغيد الططري له بمبارډ نه انکار کړی و، هغه يې هم زنداني کړ، پوهېږئ؟ دا زنداني ۴۲ کاله وروسته د دمشق د ازادۍ په ورځ له زندانه خوشې شو.

د بې ګناه ولس پر سوله ييزو لاريونونو د بشار بريدونه او عام وژنې خو همدا زمونږ د مخې کيسه وه چې تېره شوه، دغسې د ظلم واکمني تلپاتې نه وي، کومې واکمنۍ چې له خپل ولس سره د مينې، احترام او عزت اړيکه ونه لري، هغه بالاخره پر محوې محکومې دي.

په پرديو اتکا!

بشار د خپل ولس پر ضد په روسيې او ايران باور وکړ، د سيمې مذهبي ملېشې يې هم د خپل ولس پر ضد وکارولې، حتی د جنګ ځپلي افغانستان څخه يې هم د فاطميون لوا جوړه کړې وه، دې اتکا بشار ته د خپل ولس پر ضد د جابر او قهر جن حکومت مشر بڼه ورکړې وه، هغه همدې قهري مشرۍ او پردۍ اتکا د نابودۍ کندې ته ټېل واهه. پردۍ مرستې تر پايه نه وي او پردی کټ تر نيمې شپې وي، همدې روسانو له امير شېرعلي خان سره د انګليس پر ضد د افغان پاچاهۍ د ننګې تړون درلود، خو کله چې انګليس پوځ امير شېرعلي خان ته شکست ورکړ او هغه د روسانو د ملاتړ ترلاسه کولو لپاره بلخ ته لاړه، هملته مريض شو او وفات شو خو د روسانو ملاتړ د مرغۍ پۍ وې. بهرنيان تل خپلې ګټې په پام کې نيسي، او هغه ځکه په پام کې نيسي چې دا يې د ملي ګټو غوښتنه ده، او غلامان ځکه د پرديو لمن نيسي چې دا يې د خپلې بقا غوښتنه ده، همدا د ملي ګټو او پردي چوپړ فاصل حد دی.

څو شکونه او سوالونه!

دمشق ته د ازادۍ د مبارزينو ننوتل د ډېرو منطقي موقفونو او تعاملاتو سره مل دي، دوی عامه عفوه اعلان کړه، که نه د بشار د رژيم ظلمونه دومره اوږده او وحشي دي چې د عفوې سياست په کې د دې مبارزينو لويه بزرګواري ده، هغوی په دې هم پوهېږي چې که دوی په همدې لومړۍ ګام کې خپل حکومت اعلان کړي او دولت فتحه شوی وګڼي نو د نړۍ معامله ورسره له همدې پيله په دښمنۍ اوړي، له همدې امله يې له لومړي وزير محمد جلالي غوښتي چې د نوي حکومت تر جوړېدو دې د حکومت مشرۍ ته دوام ورکړي، دوی که له يوې خوا د پخواني حکومت صدراعظم ته د کار د دوام ويلي نو له بلې خوا يې د واک په لېږد کې د ملګرو ملتونو نقش ته هم رجوع کړې ده، دا ټول د ازادۍ د مبارز جريان پر سياسي درايت دلالت کوي، د ازادۍ مشرانو له خپلو پلويانو دا هم غوښتي دي چې حکومتي ودانيو ته دې نه ننوځي، هغوی حتی د دمشق نيولو ته د فتحې لفظ نه کاروي ځکه چې پوهېږي دا يې خپل ښار دی او دا يې خپل هېواد او ملت دی، ځکه خو وايي چې تر دې وروسته سوريه د ټولو ده او دې لپاره يې د سوريې ملي درې ستوريز بيرغ پر هر مهم فورم رپولی دی.

واقعيت دا دی چې د بشار د مستبدې واکمنۍ ړنګېدل د سوري ولس غوښتنه ده او دا غوښتنه په دومره لويه اجماع کې ده چې انکار ترې نه شي کېدلای، دا ښه شو چې يو استبداد پای ته ورسېد، خو څو پوښتنې بوږنوونکي دي او ځواب غواړي، دا ځواب به راتلونکې ورځې او مياشتې واضحه کړي:

 د بل استبداد اندېښنه!

ايا بل استبداد خو به د بعث ګوند او اسد کورنۍ د مجرمې دکتاتورۍ ځای نه نيسي، که د هغه ځای اسلامپالي ولس له ځان سره شريک نه کړي، که سياسي او اجتماعي تنوع خوندي نه کړي، که خلکو ته د بيان ازادي ورنه کړي، که د حکومت لپاره يو شفاف سېسټم رامنځته نه کړي داسې چې ولس په خپله خوښه خپل حکومت او مشران وټاکي نو بيا به يو استبداد پر بل استبداد تبديلېږي او دا به تر هغه مخکيني لا زياته بوږنوونکې فاجعه وي.

 د بېلا بېلو ډلو ګډ دوام!

بله پوښتنه دا ده چې د هيئت تحرير شام خپل منځي جنګي ډلې به تر کومه يو له بل سره په توافق کې مخې ته لاړې شي، واقعيت دا دی چې د جنګ په وخت کې هدف ډېر واضح او د حساب وړ وي، دې هدف لپاره لارې هم څرګندې وي، او منزلونه هم روښانه وي، خو د هدف وړ ټارګېټ تر لاسه کولو وروسته بيا د بلې مرحلې لپاره دغه وضاحت او د موخو شراکت هغومره څرګند او روښانه نه وي، همدا لامل دی چې د ګډو ټکو پر ځای بيا د شخصي تعبيرونو او غوښتنو پراختيا رامنځته کېږي او په دې پراخه اختلاف کې بيا داخلي شخړې او جنګونه پېښېږي، د داخلي شخړو دا مرحله موږ په افغانستان کې تجربه کړې، خدای دې وکړي چې سوريه له دې تجربې تېر نه شي.

 کردان او اسرائيل، نوی راتلونکی!

دريمه پوښتنه دا ده چې له کردي جنګي ډلو سره به د دمشق نوي واکمنان څه کوي، جنګ او که د مشترکو ټکو مجالونه؟ کردان په سوريه کې د اسرائيلو د ګټو ساتونکي او اربکيان دي، هغوی د ملت او وطن د تجزيې داعيه لري او دا داعيه په سيمه کې د لوی اسرائيل د جوړېدو مقدمه ده.

څلورمه پوښتنه دا ده چې د دمشق نوي واکمنان به له اسرائيلو سره څه کوي؟ دا پوښتنه معکوسه هم کېدای شي، چې اسرائيل به له نوي دمشق سره څه کوي؟ همدا اوس اسرائيل د جولان له اشغال شويو سيمو په کيلو مترونو راووښتي او همدا راز يې د سوريې، عراق او لبنان تر منځ سيمه اشغال کړې ده، هغه ګنګوسې چې د سوريې جنګ د لوی اسرائيل لپاره مجالونه پرانيزي؛ د اسرائيلو په نويو مداخلو کې ورو ورو راڅرګندېږي.

په دې عنوان کې د نورو هېوادونو نيابتي تقابلونه هم د اندېښنې وړ دي، له بده مرغه په سوريه کې د ټولو لويو او سيمه ييزو قدرتونو استخباراتي حلقې فعالې دي، دا چې دا فعالې حلقې به د سوريې پر خاوره د تضادونو او شخړو دا احتمالونه څومره ريښتيني کړي دا به راتلونکي وختونه ثابت کړي.

له بده مرغه د اسلامي هېوادونو لويې قضيې زمونږه تخليق نه دی، اسلامي هېوادونه تل د لويو قدرتونو په رامنځته شويو پېښو کې اخوا او دېخوا ځغلي، د دې پېښو ګټې تل د پېښو تراشونکي وړي او بايلونکي يې د دې پېښو ستړي مسلمان ولسونه او په شخړه بوخت جريانونه وي.

په دې هيله چې د سوريې د ازادۍ دغه مبارزين په دغه خونړي کشمکش کې د خپلې قضيې محور ولري او په نا پامۍ کې هم د نورو په محور تاو نه شي.

يادونه: نوموړې ليکنه د بشار اسد رژيم د سقوط په درشل کې په ۲۰۲۴/۱۲/۰۹ نېټه ليکل شوې وه.