• مجموعي کتنې: 120533

ترکي ښارواليزې ټاکنې؛ د سيالۍ هويتي زاويه!

91 لوستونکي   10 میاشتې وړاندې

ترکي ښارواليزې ټاکنې؛ د سيالۍ هويتي زاويه!

وحيدالله مصلح

يو وخت و چې د ترکيې ټاکنو به په نوره اسلامي نړۍ کې ټولې تودې موضوعګانې شاته پرېښودې او دا ټاکنې به لومړيتوب و، د نړۍ اسلامپالو به د ترکيې له ټاکنو سره خپل تړاو ښوده او مخالفانو به اردوغان ته خ-ليپه ويل او پر هغه به يې تنقيدونه کول، په دې ډول به هغه په دواړو کټګوريو کې مطرح شريک يا سيال و. خو د اسلامي نړۍ په مسايلو او په ځانګړي ډول د غزې په ستر ناورين کې د اردوغان پڅ موقف هغه له پخواني شان نه راوغورځاوه. هغوی چې پخوا به د هغه او د هغه د ارزښتي سياستونو له هرې څپې سره لوړ ورسره تلل او په هر ژوندي موقف کې به يې دی د اسلامي نړۍ د مسايلو استازی کتلو، دا مهال غلي دي، د شاعر په ژبه چې:

سبب زما د خاموشۍ ته يې

موضوع زما د ګفتګو ته وې

زمونږ د دې ليکنې تمرکز پر نظرياتي او هويتي بحث دی، خو په هر صورت عدالت او پراختيا ګوند له ټول اوسني تنقيد سره يو شانداره ماضي لري، دا ګوند په ترکيه کې د استاد نجم الدين اربکان په مشرۍ اسلامي حرکت نه په ډېرو لويو شعارونو جلا شو، او دا بيا جلا بحث دی چې دوی ولې ترې جدا شول، خو په تېرو شلو کلونو کې دوی وتوانېدل چې ترکيه له يوې پوروړې ترکيې د لويو قدرتونو سره د خبرې او سيالۍ سټېج ته لوړه کړه، ترکيه له يوې ګوښې ترکيې د سيمې او نړۍ په مسايلو کې بوخته شوه او په ځانګړي ډول يې د نړۍ په ډېرو لويو قضيو کې مستقل او منفرد موقفونه ونيول، نن ترکيه د لويو ښکېلو قدرتونو په منځ کې د خپل وطن او ارزښتونو موقفونه او اړيکې لري.

خو په اقتصادي او نظامي لحاظ دا پياوړتيا سره له دې چې له آره د اسلامپالو اسلامي جريانونو له خوا رامنځته شوه ولې په هويتي برخه کې دا سير له څه مودې مخ په ځوړي روان دی او همدا هغه ټکی دی چې اردوغان او ګوند يې په هويتي برخه کې بې خاصيتۍ خوا ته کش کړي دي.

اردوغان او د سنتي حوزې استازې برخه!

واقعيت دا دى چې په ترکي ولس کې د اردوغان ګوند د رايو اصلي ريښه په محافظه کاره او سنتي حوزه کې وه، د دې حوزې ماهيت اسلامي تمايلات وو او د اردوغان کارېسماټيکه رهبري، اقتصادي برنامې، د ترکي او ع-ثماني عظمت خوبونه، او د اسلامي نړۍ په قضيو کې فعاله ونډه  د دې حوزې هويتي شاخصونه وو.

په همدې متمايزو شاخصونو کې د عدالت او پراختيا ګوند تېزو ريفورمي سياستونو د مرحوم استاد اربکان رفاه او اوسني سعادت ګوند ګوښې کړ او پر ځاى يې دوی په ترکي سنتي حوزې کې مخکښ شول. خو له ډېرې مودې را په دېخوا په دې ټولو شاخصونو کې اردوغان خپل لاره د سنتي او نويتوب له امتزاج او هويتي مسيره کږه کړه. عدالت او پراختيا ګوند له څه مودې د خپلې سنتي حوزې تمايلات ګوښې او اګنور کړي، او تمرکز يې يوازې پر لويو او سټراټيژيکو اقتصادي پروژو او نظامي توليدونو راټول دی، له هويتي ماهيت نه په خالي مزله کې عدالت او پراختيا ګوند خپلې ريښې خپله وچې کړي دي.

د عدالت او پراختيا ګوند په وړاندې د فاتح اربکان په مشرۍ د نوي رفاه ګوند او د عدالت او پراختيا ګوند د يو شمېر پخوانيو بنسټوونکو سيالۍ چې دا مهال يې له اردوغان نه لاره جلا کړې؛ هم د دې سنتي حوزې رايې ويشلې دي،

د داوود اغلو په شمول د اردوغان فعالو سنتي سياسي مخالفانو ټولو د عدالت او پراختيا ګوند نظرياتي هويت وننګولو او په دغه ګډه سنتي حوزه کې د عدالت او پراختيا ګوند په انحصار ماتولو کې دوى ټول په يو ګډ موقف کې راغلل. په ځانګړي ډول غ-زې په ستر ناورين کې داوود اوغلو او فاتح اربکان د اردوغان د بې عمله خبرو سخت منتقد پاتې شول.

غزه او د منفعلو سياستونو اغېزې!

 د اسلامي نړۍ په قضيو او په دې مظلومې نړۍ کې په ځانګړي ډول د راګيرې غزې په اړه د څو عوامي نارو په خسته کنو مانورونو کې دا سنتي حوزه د خپل هويت په داو او ورکاوي پرته ده، دا ورکاوى اصلاً د اردوغان د سياسي فلسفې د وجودى بنيې ورکاوى دى. په هويتي برخه کې د خپلې سنتي او محافظه کارې حوزې ارزښتونه ناليدلي ګڼل او ګوښې کول د اردوغان او عدالت او پراختيا ګوند پياوړتيا ډېره لړزولې ده، کله چې غزه کې قيامتونه دي او هلته په ترکيه کې د همدې غزې د ننګې پخوانۍ فعاله ډيپلماسي پڅېږي نو دا د اردوغان او ګوند لپاره يې مطلوبې پايلې نه لري. 

دغو لړزېدلو او بې زړه موقفونو اردوغان نه د مخالفانو کړ او نه د دوستانو، د غزې په اړه بې عمله خبرو هغه په اس-رائيل کې د دښمن په توګه تشهير کړ، خو په ترکيه کې يې هغه په دې اړه د يو منفعل او پڅ موقف لرونکي په توګه په عامه ذهنيت کې تجريد کړ، هغه خپل حوزه په دې دوه زړي شان سره له ځان نه خفه کړه، په دې ډول د اردوغان د دغې محافظه کاره ارزښتي حوزې رايې يا خو وويشل شوې، او يا خو يې پر رايو مروره څپه خپره شوه او پخواني پلويان يې بېغمه په کورونو تم شول رايې يې ورنه کړې. د شاعر په ژبه چې:

ممتازه! مونږ د خاموشۍ تګلاره غوره کړله

خپل شور کې ډوبو ته غږ څه معنا؟ نارې څه معنا

درې نور عوامل؛ انحصاري کارېسما، نوی نسل او اقتصاد!

لومړی؛

د نوي ځوان نسل خبره هم مهمه ده، دوى شل کاله مخکي نه وو چې د استانبول او لويو ښارونو زبون حالي يې کتلې واى، دوى د همدې عدالت او پراختيا ګوند په شل کلنه دوره کې د راپورته شوې سيالې ترکيې هغه ځوان نسل دى چې په ماضي کې نه اوسېږي او د لا ډېر پرمختللي راتلونکي لپاره په ګڼو کمپايني شعارونو کې د انتخاب ازادي لري.

دويم؛

په هر صورت په بېسارې اوږدې مرحلې کې د اردوغان قيادي پاتېدل نه يوازې د هغه کارېسما ټکنۍ کړې ده بلکه په سياسي واکمنۍ کې يونواخته حالت ترکي ولس ته د تغير شوق ورکړى دى. له بده مرغه د شرق په اکثرو فکري جريانونو کې فردي کارېسما په کرار کرار پر يوې دايمي سلطې او واکمنۍ اوړي، دا مسلطه زېلۍ بيا د فکري جريانونو ټولې خوبۍ خوري او په ولس کې د فکري جريان ارزښتي شتون د فردي تسلط قرباني کېږي.

دريم؛

د ترکانو اقتصادي حالت لکه د نورې نړۍ له نوسانونو سره مخ دی، سره له دې چې اقتصادي ژوبلتيا يوه نړيواله قضيه ده، خو د ترکيې خپل اقتصادي سياستونه هم په ولس کې د نقد وړ دي، خلک د خپلې ولږې او مسلسلې غريبۍ غم اخېستي او ښايي هغوی د دې لپاره يوې نوې ژغورونکې حکومتولۍ ته چې دا ښارواليزې ټاکنې يې تمهيد دی رايې ورکوي.

ښارواليز شکست او څو مهم درسونه!

د ترکيې ښارواليو ټاکنو کې د عدالت او پراختيا ګوند په شا تګ بايد دا ګوند د خپلو سياستونو کتنې ته اړ کړي. کشمکش د لوړو ژورو سيالي ده او عدالت او پراختيا ګوند بايد تر پرځېدو وروسته د را پورته کېدو وړتيا ولري. البته دا راپورته کېدل يو شمېر تنظيمي محدوديتونه هم لري، يو غټ محدوديت د عدالت او پراختيا ګوند د نظرياتي او تربيوي تنظيمي سېسټم څرنګوالی دی، معمولاً پياوړي نظرياتي ګوندونه تل لپاره نه محوه کېږي بلکه هغوی په کشمکش کې ژوند کوي او تر هر سقوط وروسته په لا ځوږ راپورته کېږي. طبيعي ده چې عدالت او پراختيا ګوند د خپل مور رفاه اسلامي حرکت په نسبت لږ نظرياتي او تربيوي دی او دا لږوالی به د اردوغان تر کارېسماټيکې رهبرۍ وروسته مرحله کې د دې ګوند د بيا راپورته کېدو او يا د داخلي پياوړتيا لپاره لويه ننګونه وي، عدالت او پراختيا ګوند حتی په خپل ګوند کې د بېلابېلو فکري ميلانونو شخصيتونه راټول کړي دي او دا فکري تنوع د يو هېواد په کچه د سالمې سيالۍ لپاره سمه ده خو په يوه ګوند کې فکري يووالی د ګوند شېرازه او جوهر وي.

که اردوغان لږ تر لږه له روانې ماتې دا درس واخلي چې هغه تر خپل ځان وروسته رهبرۍ لپاره وړ قيادت معرفي کړي او ګوند د فردي کارېسما او ارزښتي بستې توازن ته ستون کړي نو دا به د دوی ګوند بېرته ولسي باور ته وخېژوي، دلته د فردي کارېسما او ارزښتي بستې توازن ځکه ياد شوی چې په شرقي هېوادونو کې دا دواړه محورونه يو له بله جلا ښې پايلې او بری نه لري. پر ګوند او سياسي واکمنۍ د يو فرد انحصار که په لنډ مهال کې ګټور وي خو په اوږده مهال کې د ګوند ريښې وچوي او ګوند د ولسيتوب پر ځاى د سټبلېشمنټ په شناخت کې معرفي کوي او دا ډېر خطرناک حالت دى.

د لويو اقتصادي پروژو اوږود مهالې ګټې شته خو د اوسني اقتصادي ژوبل حالت ټيکاو د عام ولس نغده غوښتنه ده، کله چې په اوسني حالت کې عام ولس وږی وي نو هغوی د اوږدو سترو پروژو لرو ګټو ته نه ګوري هغوی د خپل کاله او خپل اولاد وږو شپو ته ګوري.

د ګوند نظرياتي هويت چې د سياسي او اقتصادي معاملو ښکار شوى او د اسلامي نړۍ په قضيو کې يې ښکېلتيا چې د سيمه ييزو سياستونو او معاملو په مرموزو پسمنظرونو کې بې هويته او بې خاصيته شوې، په ځانګړي ډول د غ-زې په لوى ناورين کې د اردوغان منفعل سياست دا ټول بيا کتنې ته اړتيا لري، اردوغان او ګوند يې بايد د خپلې سنتي حوزې ارزښتي ليد په پام کې ونيسي او د همدې ليد په رڼا کې خپل هويتي او سياسي خطونه او پاليسۍ جوړې کړي، که داسې وشي نو د ګوند او سنتي حوزې په منځ کې مرورتوب په جوړجاړي اوړي او په دې ډول دا اړيکه هم کوشېر او هم جوش اخېستلی شي.