• مجموعي کتنې: 144828

د غني فقير حکومت!

315 لوستونکي   کلونه وړاندې 5

د غني فقير حکومت!

وحيدالله مصلح

ډاکټر اشرف غني پر داسې مهال د ټاکنو ميدان ته راووت، چې له يوې خوا د پخواني ولسمشر حامد کرزي دويمه پرلپسې دوره پر خلکو نوره درنه وه، بهرنۍ مرستې په زوال وې، د خلکو کاذب ښه شوی اقتصاد چې يوازې مصرفي وو نور په ځوړي وو، هېواد همغسې د جنګ په مرحله کې مخ په بره روان وو، د سولې او ثبات په نوم هڅو نور خپل اعتبار بايللی وو او سياسي وضعيت سخت د مصلحتونو قرباني وو، اشرف غني په داسې مرحله کې ټاکنو ته ځان نومانداوه چې بهرنيانو ۲۰۱۴ او ورپسې کلونه د افغانستان لپاره د جګړې، سولې، سياست، او اقتصاد په ډګر کې خورا خطرناک بلل، او ډاکټر اشرف غني په همدغسې يوه مرحله کې د افغانستان د راتلونکي لپاره خپل منشور وليکه، دې منشور په ځوان او لوستي قشر کې بلا هيلې وزيږولې، په منشور کې په خورا عالمانه شکل د ستونزو تحليل او حل په نښه شوی وو، لوستي قشر په دې هر څه حساب وکړ، او په شعوري ډول يې د پلانونو او طرحو په اډانه کې يو پراخ انتخاباتي ملاتړ جوړ کړ. په دې ملاتړ کې ولسي رايو د يو ښه راتلونکي په خاطر د برياليتوب کرښې جوړې کړې، او بيا د طرحه شوي تقلب په شخړو کې هغه څه رامنځته شول چې نه په کې ګټونکی معلوم شو او نه په کې بايلونکي اپوزيسيون جوړ کړ، له همدې مبدا نه د راتلونکي مزل نښې ښکاره شوې...

سوله او د سولې لار!

ولسمشر له همغه لومړيه سوله او ټيکاو خپل لومړيتوب وټاکه، هغه په دې برخه کې ډېر جدي وو، پاکستان ته يې بيړني او په منډه سفرونه وکړل، ويې ويل چې پاکستان له افغانستان سره په يوې نااعلام شوې جګړه کې بوخت دی او نور بايد دا جګړه پای ته ورسېږي، داسې ګنګوسې هم وې چې ښايي غني د سولې په مقابل کې درنه بيه پرې کړي، هغه په پنډۍ کې د سياسي دود پر خلاف د پوځ سرقوماندانۍ ته لاړ، ګلان يې کېښودل او له راحيل شريف سره يې د قضيې په اړه نېغې خبرې وکړې، اشرف غني د سولې په اړه هر عمل حساب شوی تر سره کړ او هرې لاسته راوړنې ته يې هدف وټاکه، د هغه له انده هر څه بايد له مهال وېش سره سم تر سره شي، په هر صورت دې ډول عمل پاکستان له يوه جدي حالت سره مخ کړ او له همدې امله دواړو هېوادونو په څو پړاوونو کې پټې او ښکاره خبرې وکړې او پر ګټو يې چنې  ووهلې.

د سولې په دې ټولو هڅو کې يو بل پټ مخ د ولسمشر غني تره عبدالقيوم کوچی دی، چې تل له مخالفو لوريو سره د خبرو اترو په پټو محورونو کې ښکارېږي، هغه تر ولسمشريزو ټاکنو مخکې د سولې او طالبانو سره د پخلاينې د اجنډا يو داسې څوک وو چې سوله غوښتونکو پرې حساب کاوه، خو نوموړی تر ټاکنو وروسته د سولې په شرايطو کې بند راغی او د ډېرو په اند اوس هغه د سولې هغه پخوانی سپن ږيری نه دی، خو په هر صورت د پګواش په څېر غونډو کې فعال حضور لري او د نظام له مخالفينو سره د خبرو اترو يو داسې مرکچي دی چې په خبرو کې د ولسمشر د تضمينونو خبره کوي.

ولسمشر سولې ته جدي دی، او هغه په خپلو خبرو او عمل دواړو کې دا ثابته کړې ده، خو بنسټيزه پوښتنه دا ده چې هغه سوله په کومو شرايطو او کومه لاره غواړي؟ دا هغه پوښتنه ده چې ځواب يې د سولې لپاره د ولسمشر په لار نقشه کې پر يو طرفه او بالاخره بنده جاده تماميږي، ولسمشر د سولې په خپل سياست کې طالب او ګرد سره ټول وسله وال مخالفين هومره له تابه او مداره ويستل وغوښتل چې؛ وسله وال مخالفين په کې سره له دې چې له خپله اړخه د استقلال جنګيالي دي، خو د سولې په قضيه کې د پاکستان د لاسپوڅو په شکل په زور د خبرو اترو مېز ته راښکل کېدل، ښايي ولسمشر ته به د جنيو د خبرو اترو مرحله ښه په ياد وي، هلته چې د جهادي تنظيمونو په جبري استازولۍ پاکستان له کابل سره خبرې کولې، پای يې څومره ستر ناورينونه رامنځته شول، فرق صرف دومره وو چې هلته جهادي تنظيمونو د تاريخ په تر ټولو سترې اشتباه کې د کابل له ادارې سره خبرو ته زړه ښه نه کړ، خو نن که افغان حکومت له خپله اړخه له مخالفينو سره د خبرو اترو يو روڼ بين الافغاني ميکانيزم رامنځته کړي نو دا توپير له منځه تلی شي، د سولې خبرې يو عزتمن ماحول غواړي، سوله د جنګ او زور ژبه نه غواړي او سوله يو چا ته د ذلت د احساس په ورکولو نه رامنځته کيږي، د غني تر ټولو ستره اشتباه همدا ده چې سوله د مخالف لوري په سپکولو کې تر لاسه کول غواړي.

ولسمشر د سولې په نړيوالو او منطقوي فکټورونو هومره حساب کوي چې بين الافغاني تفاهم په کې اصلاً د حساب لپاره څه نه لري، د غني په محاسبه شوې سوله کې د سولې شورا بيا هم همغه پخوانی کليشه ايي جوړښت او د واک په جنګمارانو کې ويشلی رنګ اخلي. دلته نه د منځګړي درک شته او نه درېمګړي ته اجازه، اصلاً د کابل په سياسي فضا کې منځګړي او دريمګړي دا کلونه کېږي چې اعتبار نه اخلي، سره له دې چې ډېری افغاني جهتونو د درېمګړو او منځګړو په توګه قدونه جيګ کړل خو د افغانستان سياسي او جنګي فضا ورباندې د حساب کولو فرصتونه قات کړي، منطقوي او نړيوال قدرتونه هم د بين الافغاني تفاهم اډانه ځوانېدو ته نه پرېږدي.

په لنډ ډول يې که ووايو نو ولسمشر د سولې لپاره لار نقشه ناسمه ټاکلې، دا لار نقشه تعديل نه بلکه بدلون ته اړتيا لري، د سولې لپاره بايد تصميم نيونکي افغاني سرچينې واوسي، کېدای شي ګاونډيان او منطقوي او نړيوال قوتونه په کې ناظرين او ضامن نقش ولري، خو دا بايد خپله افغانان وي چې د هېواد په اړه د جنګ او سولې پرېکړه وکړي، له همدې امله د سولې لپاره د سولې ژبه، ريښتينی درېمګړی او منځګړی، بين الافغاني چاپېريال او تېرېدنه اساسي توکي دي.

سياسي بې ثباتي

څه موده مخکې د امريکا د ملي استخباراتو مشر وړاندوينه وکړه چې کېدای شي د ملي وحدت په نوم رامنځته شوی حکومت د ۲۰۱۶ کال تر پايه دوام ونه کړي، دا وينا د يوې پراخې سياسي بې ثباتۍ هغه انځور دی چې خپله امريکايانو مهندسي کړی، له بده مرغه د افغانستان په ځوانې ډيموکراسۍ او سياسي عمر کې د لوبغاړو عمرونه ډېر واړه دي، او ښايي يو لامل يې دا هم وي چې دلته حکومت او اپوزيسيون دواړو ته کرکټرونه غرب انتخابوي، له هرې لورې اوبه د غرب په اسياب کې غورځيږي او ګټونکی بالاخره لويديز دی.

د ملي وحدت تر عنوان لاندې حکومت جوړېدل چې په ښکاره يې څو مياشتني سياسي اړودوړ ته پای ورکړ خو اصلاً يې په ځان کې د سياسي بې لارۍ او ګډوډۍ څپې د واک په سمندر کې پټې کړې او دا څپې هر مهال کېدای شي حکومت ته ړنګوونکي ټکانونه ورکړي.

د واک دغسې غير طبيعي وېش د ولسمشرۍ د دواړو کانديدانو انتخاباتي اجنډاوې له تطبيقه وغورځولې، او په ځانګړي ډول د ولسمشر واک په دغسې پېچ و خم کې ډېر محدود شو، په دا دومره موده کې ولسمشر ونه شو کولای چې واليان مقرر کړي، دفاع وزارت لا تر دې دمه سرپرست اداره کوي، وزارتونه په سياسي ګڼ ويش کې ښه حالت نه لري، په ډېری وزارتونو کې د معينانو ټاکل سليقوي او تنظيمي کشمکشونه لري، د ولسي جرګې او ولايتي شوراګانو ټاکنې تر نامعلومه وخته ځنډېدلي او داسې ډېرې نورې بېلګې.

واک يوازې د غني او عبدالله په منځ کې نه دی ويشل شوی، بلکه دا واک په پراخ ډول د واک په فرعي څانګو کې سليقوي توزېع شوی، ظرفيتونه او استعدادونه هغسې چې فکر يې کېده واک ته رانغله، بلکه واک په بېساري ډول د دواړو خواو ايتلافيونو په منځ کې ويشل شوی، دې ويش له يوې خوا د ظرفيتونو د رامخکې کېدو مخه نيولې له بلې خوا يې قومي او مذهبي ويشونه رامنځته کړي، د بېلګې په توګه د حکومت په دننه کې د ولسمشر لومړی معاونيت، اجرايه رياست او نور معاونيتونه د مشخصو قومونو له ادرسه د واک حق غواړي.

اقتصادي حالت

افغانستان به د اسيا پر څلور لارې بدليږي، له افغانستان نه به منځنۍ اسيا ته تجارتي توکي ځي، معادن به راسپړل کېږي، خلکو ته به روزګار پيدا کېږي، صادرات به زياتيږي، فابريکي به جوړيږي، پانګونې به پراختيا مومي، خلکو ته به کورونه جوړيږي او دېته ورته په لسګونو نورې ژمنې داسې وې چې د ټاکنو پر مهال يې خلک راتلونکي ته هيله من کړي وو.

سره له دې چې د ولسمشر ډېری ژمنې اوږده مهالې دي، او وخت ته اړتيا ده چې پرېکړه وشي چې نوموړی په خپلو ژمنو کې بريالی دی که نه، خو که د حالاتو ميلان اندازه شي نو په ډاګه کيږي چې هر څه سم نه دي روان، نه خو د دې کومې نښې کتل کيږي چې ګنی افغانستان دې د اسيا څلور لارې شي او نه د کانونو د سپړلو کومه خوندي برنامه په کار اچول شوې، نه خو د رېل کومه پاټلۍ وغځېده او نه صادراتو کې تغير راغی، حالات داسې پر مخ لاړل چې ګڼې وړې او لوی فابريکې په ټپه ودرېدې، د خلکو روزګار په ښه حالت کې نه دی او په مجموع کې اقتصادي حالت زبېښلی دی.

پر دې حالاتو څو عمده فکټورونو اغېز کړی، لومړی پخوا په افغانستان کې ګڼ شمې بهرنيانو شتون درلود، دې بهرنيانو له ځانونو سره ګڼې پروژې درلودې چې بېلابېلو شرکتونو پلې کولې په دغو شرکتونو کې ګڼ شمېر افغانان په کار بوخت وو، د خارجيانو په وتلو نوموړي شرکتونه وتړل شول او کارکوونکي په کورونو کېناستل. دويم خپله د ملي وحدت غير متجانس حکومت د اقتصادي حالت پر خرابېدا اغيز لري او په بل مهم قدم کې امنيتي خراب حالات د پانګونو مخه نيولی او په دې ډول اقتصادي حالات د ښه کېدو پر ځای خرابېدو خوا ته روان دي.

د ارګ او مسجد لار

ولسمشر تقريباً کال مخکې ولسي جرګې ته په وينا کې وويل چې د ارګ او مسجد تر منځ واټن لرې کول د حکومت په لومړيتوبونو کې دي، په دې ټوله موده کې د دې دعوې لپاره هيڅ داسې شاخص نه شته چې د دې واټن د کمېدو اندازه ترې معلومه شي، بلکه ريښتيا خبره دا ده چې ارګ په بېلابېلو وختونو کې د داسې ځوانانو په ولکه کې راغلی چې ديني عالمانو او ديني نښو ته سپکې ويل يې هنر دی، جهاد او د ملت قربانيو ته سپکه يې د کار محور دی او دا ټولې چارې د ارګ او مسجد لارې نه نزدې کوي.

ولسمشر د داسې ګوتو په شمېر ځوانانو کې راتاو دی چې د خپلو کليو له فرهنګ او ارزښتونو خبر نه دي، هغوی د ملت په ارزښتونو ملنډې وهي عالم ته کنځلې کوي او ديني رمزونه ټکوي او دا هر څه په ټولنه کې خلکو ته ولسمشر تعريفوي، داسې انقلابي ځوانان خداکه د خلقي نظام پر مهال دومره له عقله په فرار کې وو. دا هر څه لاشعوره نه کېږي، خو دا چې دا شعور د چا دی چې له ملت سره بيا هم د ټکر پر کرښه درېږي او د کنځلو په ژبه خبرې کوي؟ ولسمشر بايد د دې کنځلمارو نوغی پيدا او وباسي که نه په دې ټولنه کې ډېر داسې انقلابيان ټانکونو او طيارو او سترو ځواکونو د ملت له غوسې ونه ژغورل. د کنځلو په دې بې مهذبه ماحول کې به خاورې د ارګ او مسجد لاره لنډه شي.

يادونه:

نوموړې ليکنه په مارچ ۲۰۱۶ کې ليکل شوې وه.