وحيدالله
مصلح
افغانستان
چې په تېرو پنځلسو کلونو کې يې د ډالرو په باران باران ماحول کې سټراټيژيکې پروژې
و نه لرلې دا به د دې ملت بدمرغي وي چې د بهرني نظامي شتون په تاوان کې يې لږ تر
لږه دا ګټه ونه کړه، کله چې محمد اشرف غني د انتخاباتو پر مهال منشور وليکه نو
ډېری وګړو داسې فکر وکړ چې ښايي د هېواد راتلونکی نور له اقتصادي انارشۍ او وروسته
پاتېتوبه يو پلان شوي سټراټيژيک پرمختګ واخلي او دا سمه ده چې دا چاره د لنډ مهال
نه ده د اوږده مهال ده.
ټوټاپ
پروژه يو له هغو ده چې د پخواني ولسمشر په حکومت کې يې د کاغذ پر مخ چارې پرمخ
تللې وې، د ملي وحدت په حکومت کې دا هم يوه له هغو پروژو ده چې د عمل ډګر ته
راوويستل شوه، د حکومت کابينې پرېکړه وکړه چې د نوموړې پروژې مسير به له سالنګه
تېرېږي، او په دې ډول د هزاره قوم د مشرانو غبرګون د لومړي ځل لپاره مخې ته راغی
چې ګنې مسير به يې باميان وي، دې دعوې زور واخېست او ګواښونو باالاخره د لاريون
بڼه خپله کړه چې تېره دوشنبه يې کابل شاهد وو.
برخوردونه
او تشويشونه
د
کابينې له پرېکړې سره سم له يوې ملي پروژې سره قومي برخورد وشو، يوه لويه پروژه چې
له ګڼو ولايتونو تېرېږي او ګټه به يې د ټول افغانستان په خزانه کې غورځېږي د قومي داعيې
په لانجه کې ايساره شوه، دې مسئلې د افغان سياسي ماحول قومي منظر يو ځل بيا پردې
ته راوويست او پر ملي سټېج يې د ملي تفکر بې وسي نندارې ته وړاندې کړه.
دا
چې پروژه تخنيکي او فني څېړنې او سروې لري، دا برخه د معترض لوري په ناندریو کې بې
حسابه پاتې شوه، او يوازې دا شعار چې ټوټاپ دې يا له باميان تېر شي او يا دې نه وي
د بوش سرتمبګي له ځان سره لرله هغه چې يا له مونږ سره او يا زمونږ له دښمن سره...
معترض لوري اصلاً دا له پامه وغورځوله چې د باميان او سالنګ پرتله څومره ګټې او
څومره زيانونه له ځان سره لري، دا چې د باميان د لارې مسير به څومره ځنډنی وي او
دا چې څومره مالي تاوان به له ځان سره ولري خو بس تخنيکي او فني پرېکړې قومي داعيې
ته پاتې شوې او دا هغه څه دي چې ښايي مونږ له مسايلو سره څومره غرضي چلند لرو.
معترض
لوري اصلا درېمه خبره نه درلوده، سره له دې چې حکومت اعلان وکړ باميانو ته به ۳۰۰
مېګا واټه برېښنا ولېږدوي، خو معترض لوري دا هر څه بابيزه واخېسته، دا يعنې څه؟
هلته د برېښنا اړتيا ده او که د پايو؟ په باميانو کې برېښنا ته اړتيا ده دا اړتيا
يې پوره کېږي، دوی ولې نه پرېږدي چې حکومت د تخنيکي څېړنې له مخې مسير
وټاکي؟
د
معترضينو رهبران د حکومت برخه ده، د ولسمشر او اجرايه رياست دواړو شيعه مرستيالانو
د خپل حکومت پرېکړې وننګولې، دوی او نورو هزاره مشرانو په خپل دغه احتجاج سره
ځانونه په قومي اډانه کې ډېر لوړتيا غوښتونکي کړل او دا هر څه په ملت کې د ملت
جوړونې له پروسې سره مرسته نه کوي، ملت نور د قومي وېش له داعيو وتل غواړي او دا
اجنډا ګانې دا ارمان وژني.
معترضينو
په شعوري او يا غير شعوري ډول دې اجنډا ته کار وکړ چې ګنې افغانستان د دې وړتيا نه
لري چې دا ستره ملي پروژه دې تطبيق کړي، دلته د وسله والې بې امنۍ سربېره د مسير
په ټاکلو کې دغسې ژوره بې باوري او اختلاف موجود دی، او دا هغه څه دي چې زمونږ د
ژرندې اوبه د ايران په آسياب کې غورځوي، او که حالات همدغسې پر مخ لاړ شي نو کېدای
شي د ترکمنستان د برېښنا دا مزي د ايران په لار مزلونه ووهي او پاکستان رڼا کړي.
لاريون
په څو زاويو کې!
ارګ
کوښښ وکړ چې د لاريونيانو له تنظيموونکو سره خبرې وکړي او دوی ګډ کار او پايلو ته
راوبولي، خو هغوی دا غوښتنه رده کړه، ارګ تر لاريون ورځ مخکې مازيګر مهال اعلاميه
خپره کړه، د څېړنو کمېسيون يې وټاکه او د کمېسيون تر نتيجې يې د پروژې چارې
وځنډولې، ارګ د پروژې ټول اړوند اسناد مشرانو جرګې ته هم ولېږل، خو دې ټولو کړنو د
لاريون په تنظيموونکو کې د اعتراض اراده بدله نه کړه، هغوی د لاريون په شوق کې وو
او په سبا يې لاريون راوويست.
څو
مياشتې مخکې هم هزاره قوم په ټوله تابيا لاريون کړی وو، دوی د ارګ تر دېوالونو
رارسېدلي وو او په دې کې شک نه شته چې دا به ښايي د کابل په تاريخ کې يو ستر او بې
ضرره لاريون وو، کله چې د ټوټاپ پروژې مخ د قومي داعيو رنګ واخېست نو يو ځل بيا پر
ملي منصبونو ناستو رهبرانو د قومي اجنډا په ټکو کې د ميليوني لاريون تابيا ونيوله،
خو دا ځل د لاريون هغه ستروالی او بې ضرروالی نه وو، دا ځل په لاريون کې حتی هغه
خبريالان هم وډبول شول چې ښايي د همدې لاريونيانو غوښتنې يې د هغوی له اصلي حالته
په ډېر جوش کې منعکسولې، دا پلا لاريونيانو تيږې ورولې او د تشدد يو انځور يې
وړاندې کړ. خو مهمه دا ده چې اوسنی لاريون ولې ستر نه وو؟ دلته څو خبرې ډېرې مهمې
دي:
لومړی
دا چې تېر ځل قضيه د مظلوميت نه په دفاع کې نغښتې وه، هلته دا تصور موجود وو چې که
نن په دې مړو ونه ژاړو، ساندې ونه وايو او لاريون ونه کړو نو سبا به بيا دا تکرار
اختطافونه او تکرار وژنې د شيعه او هزاره ټول انسان ژوند له ګواښ سره مخ کړي او دې
ګډ ګواښ دوی په يو شريک دريځ سره راټول کړل. دا ځل دوی نور قامونه په مظلوميت کې
واقع کړل، همدلته وه چې دې تقابل ګډون ټکنی کړ.
دويمه
خبره دا ده چې د ټوټاپ پروژې په اړه د ارګ سپيناوی نه يوازې پر وخت او مسلسل وو
بلکه پر منطق هم ولاړ وو، له تخنيکي او فني اړخه د قضيې تحليل او ګټې او زيانونه
خلکو سره شريکول د خلکو عامه پوهاوی لوړ کړ او په مقابل کې له لاريونيانو سره منطق
پرته له دې چې قومي بنسټ ولري کوم قوي تحليل يې نه درلود.
له
لاريونونو څه زده کوو؟
لاريونونه
په ولس کې د خپلو غوښتنو مدني شعور ته وده ورکوي، ولس د زور او خشونت فرهنګ په
څپېړو وهي او په يوه غږ خپلې غوښتنې مدني کوي، دا پر حکومت د ولس يو سوليز فشار دی
چې اړ کوي يې په مسايلو کې د ولس غږ واوري.
د افغانستان په څېر هېواد کې له لاريون سره
حکومتي برخورد جلا فرهنګ لري، دلته يو وخت لاريونونه د مشينګڼو په ډزو تړقېدل،
دلته لا معترضه ناهید لا هم له ويرنو نه ده کراره شوې او لا هم د هرات او چنداول
پاڅونونو، حکومتي بې رحمه سرکوب کيسې د تاريخ زړه څيروي. نو ځکه له لاريونونو سره
په تعامل کې د حکومت برخورد دا راښايي چې څنګه حکومت د خپلو خلکو اعتراض خوندي
کوي؟ څنګه يې امنيت ټينګوي؟ او څنګه پرې فيرونه نه کوي او زياتې پرې نه کوي، او دا
د زغم او منلو فرهنګ په بډاينه کې يو لوی مقام دی.
يادونه:
دا ليکنه هغه مهال ليکل شوې وه چې د ټوټاپ پروژې د مسير پر بدلېدو يو شمېر وګړو لاريونونه پيل کړي وو.
لیکوال او تحلیلګر
وحیدالله مصلح د ننګرهار ولایت، روداتو ولسوالۍ اصلي اوسیدونکی او اوسمهال په کابل کې مېشت دی. نوموړی له ننګرهار طب پوهنځي څخه په ۱۳۸۴ ل کال کې فارغ شوی دی.