وحيدالله مصلح
کارېزما په ټول شرق کې يوه لويه موضوع ده، په سياست او بنسټونو کې
د کارېزما شتون او نه شتون خپل ژور اثرات لري. معمولاً هغه جريانونه چې انقلابي وي
او يا په ټولنه کې تاثير ګذار نو کارېزما شخصيتونو په کې نقش ادا کړی. دا دستور دی
چې انګېزې، انرژۍ او جهت ورکولو لپاره کارېزما ټاکونکې ده، د ترکيې اتاترک ، د هند
ګاندي، د مصر جمال عبدالناصر، د يوګوسلاويا مارشال يوسف بروز ټيټو، د ايران خميني،
د پاکستان ذوالفقار بهټو، د کيوبا فيډل کاسټرو او زمونږ د هېواد محمد داوودخان د
هېوادونو د مشرانو په توګه د کارېزما بېلابېل مثالونه دي.
اسلامي حرکت او کارېزما!
په تحريکونو او ګوندونو کې اخوان المسلمين د کارېزما له تشې ډېر نه
دی رنځېدلی، اخوان المسلمين په خپل تاريخ کې د هرې مرحلې ګڼ کارېزماټيک کدرونه
لرلي، خو يو شمېر کارېزماټيک کدرونه يې تلپاتې دي، د اخوان المسلمين په مرشدتابه
کې تر ټولو ستره کارېزما خپله امام حسن البناء رح وو، او په فکري ادبياتو کې يې نو
سيد قطب شهيد نه تکرارېدونکې کارېزما وه. تر څو چې اخوان المسلمين وي نو د دې دوه
شخصيتونو حرکي او فکري کيسې به په کې تل د بحث تودې قضيې وي.
د هند په نيمه وچه او شاوخوا هېوادونو کې سيد ابوالاعلی مودودي رح
د امام حسن البناء د نقش په څېر کارېزماټيک وو، چې د هند تر ماتېدو وروسته په هند
و پاکستان او بيا د پاکستان تر ماتېدو وروسته په بنګله دېش کې د اسلامي حرکت دا
ريښه دار جريان د همدې شخصيت په کارېزما کې غځېدلی.
جوانان مسلمان د کارېزما تبلور!
د افغانستان په تحريکي تاريخ کې يو نه باورېدونکې قضيه د اسلامي
نهضت په لومړي نسل کې د کارېزماټيک مشرتابه ګڼوالی وو، په کابل پوهنتون کې د چپي
فکر پر وړاندې غبرګون د جوانان مسلمان په اډانه کې راڅرګند شو، دا جريان شايد د
افغانستان په تاريخ کې بېخي ځانګړی هغه وي چې په مشرتابه کې يې د استاد عبدالرحيم
نيازي، انجنير حبيب الرحمن شهيد، ډاکټر محمد عمر شهيد، انجنير سيف الدين نصرتيار
شهيد، مولوي حبيب الرحمن شهيد په څېر کارېزماټيک شخصيتونه راټول شوي وو، د دغه
مشرتابه له منځه حکمتيار اوس هم په همغه کارېزما د حزب اسلامي په منځ کې محوري مشر
دی. دا هم په زړه پورې ده چې د جوانان مسلمان د پيل په دغومره ډېرو کارېزماټيکو
شخصيتونو کې د ټکر او اختلاف کومه پېښه لا هم د نهضت د ليکني او يا هم شفاهي تاريخ
په ياد کې نه شته. دوی تر پايه يو د بل مرستندوی، مټونه او سرښندونکي پاتې شول.
د اسلامي نهضت د دې مشرانو ويناو ته به په زرنګار پارک کې په
زرګونو محصلان په بېل شوق راټولېدل، د دوی مناظرو ته به محصلان مسحور وو، دوی په
هر ميدان ولاړ مشرتابه وو، د چپيانو له ګروه يې په لنډه موده کې د محصلانو اتحاديه
په خورا ولسواکيزه بڼه وګټله او دا د دغې کارېزما يو تر ټولو ښه ثبوت دی، چې څرنګه
دوی وکولای شول په لنډه موده کې د محصلانو اتحاديې ته له درېو برخو دوه برخې
استازي ولېږي، دا د هغه مهال په کشمکش کې وړه ګټه نه وه، دا د شوروي اتحاد د
انقلاب کبير اکتوبريانو په وړاندې د منطق او باور بری وو او دا د چينايي مائويزم د
متشدد او انقلابي انحصار ماتوونکې څپې وې، د همغه مهال د چاپېريال رواني او فيزيکي
ماحول ته ستنېدل د دې قضيې عمق راښودلی شي. محصلانو کوم مړسپن جوانان مسلمان ته نه
بلکه له کارېزما، هدف، عمل او شوره ډک جوانان مسلمان ته رايه ورکړې وه.
او کله چې د عبدالرحيم نيازي جنازه د هوايي ډګر نه راوتله نو دې
مخامخ لوی سړک په خپل تاريخ کې لومړی ځل د يو قايد جنازه د دومره ډېرو ژړېدونکو
افغانانو پر اوږو کتله... دا عظمت نو اوس د اسلامي نهضت د لارويانو يوه نسټالژي
ده، بيا تکرار نه شوه.
کارېزما او د کارېزما خلا!
هغه حرکتونه چې کارېزما ټيک شخصيتونه نه لري معمولاً ډېر مېذوب او
د رحم وړ وي، تل داسې احساسوي چې يو څوک بايد پرې شفقت او لوريېنه وکړي، په ټولنه
کې ډېر منفعل وي، ژوندی سياست نه لري، او د ټکر جرائت هم نه لري. دغسې جريانونه
ګوښې پاتېږي او يوازې په خپله جزيره کې پټ پټووني کوي.
کوم جريانونه چې کارېزما ټيک قيادت لري هغوی تل قضيې پنځوي، ولسونو
ته روح ورکوي او مړڅپنو ملتونو کې د ژوند شوق پيدا کوي، دوی خلکو ته د مزله وکټور
ورکوي، د ټکر مجالونه او د کشمکش ميدانونه جوړوي، سيالي کوي، غورځېږي او پاڅېږي او
يوه غوغا يې جوړه کړې وي، په دغسې قيادت کې پيروان ګڼي چې دوی په خپلو ايډيالونو
خپل راتلونکی جوړوي، دوی ګټونکي دي او د دوی مشر د دوی د يووالي او برياليتوب لوی
رمز دی.
دا چې کارېزما ولې نه راټوکېږي؟
هغه جريانونه چې رايه او مشوره په کې اصل وي، هلته معمولاً د دې په
خاطر چې د استبداد مخه ونيول شي، او د دې په خاطر چې په سياسي يا فکري جريان کې
فرد محوري د پراخ بنسټ پر غولي تلپاتې نه شي، نو د مخنيوي په خاطر يې د ګوند
ليدلوري او سټراټيژيو لپاره د يو شمېر استعدادونو يوه شبکه مسلطوي، د دې شبکې له
لومو کارېزما فلټر کېږي او حتی د دوی په خپل منځ کې هم څوک د ګڼو عواملو له امله
زښت ډېر نه ځلېږي. په دې ډول د اصولو او تنظيمي انتما په زورورې پيروۍ کې د
کارېزما زور اوبه کېږي.
استبداد او کارېزما!
استبداد او کارېزما يو له بله سره عجيبه اړيکه لري، ډېر کله
کارېزماټيک شخصيت د ګوندي او يا عامه رايو پر بنسټ د واک هرم ته ورسېږي او بيا د
هرم سر داسې غوټه کړي چې د مشرتابه پر ژوند يې څوک يا خو پر لاس د خلاصولو وس او
جرائت نه لري او يا خو بيا دا بې وسي په خپله داخل کې داسې شور او ځوږ راپاروي چې
پای لکه د سمندر د خېټې پټې څپې چې په خاموشۍ کې زورور شور او بغاوت لري، په دغه
بغاوت کې بيا د هرم له يرغملوونکي سره ډېر کله بسته هرم د ايرو څلی شي. له بده
مرغه په شرق کې چې کله هم په کوم ګوند کې کارېزمايان ډېر شوي نو ګوند يې مات کړی.
د کارېزمايانو يوه احتمالي وژونکې نيمګړتيا دا ده چې د واک په عروج
کې د دوی د ستروالي سيوری ډېر کارېزمايان رڼا ته نه پرېږدي، همداسې واړه او محلي
پاتې شي او پای کله چې دغسې کارېزما د ګوند او يا ملت له افق نه ونړېږي نو بل څوک
داسې بيا نه وي چې دا عظمت له ړنګېدو وژغوري.
کارېزما يوه اړتيا!
په هر صورت هر سياسي او فکري کار کارېزماټيکو کدرونو ته اړتيا لري،
ګوندونه دې دا خوندي کړي چې د ګوند پر افقي ليکه غړي بايد خپل مشران په ډېر مناسب
ډول وپېژني او پرې اعتماد وکړي، دوی بايد خپل مشران د خپلو ګوندي شعارونو برخه کړي
او دوی بايد خپل مشران په ټولنه کې د متمايزو او پياوړو شخصيتونو په توګه وځلوي،
دوی دې په ټولنه کې خپل مشران په انقلابي اعتماد او شوق ياد کړي او په دې توګه
بايد خپل قيادت ته په ټولنه کې باورونه واخلي.
خو د استبداد د مخنيوي په خاطر بايد ګوندي سېسټمونه فعال وي، اصول بايد داسې وي چې که هر کارېزماټيک وګړی وغواړي انحصار او استبداد پر قاعده وتپي نو چې خپله راونړېږي، د دې لپاره مهمه دا ده چې د رايې ريښتينی استعمال، د مشرتابه ټاکلی دوران، د بيان ازادي، د عزل عملي کېدونکې طرحه، د تنقيد جذبه او روح او د واک ريښتينی توريث او د وګړو تمرين باوري شي.
لیکوال او تحلیلګر
وحیدالله مصلح د ننګرهار ولایت، روداتو ولسوالۍ اصلي اوسیدونکی او اوسمهال په کابل کې مېشت دی. نوموړی له ننګرهار طب پوهنځي څخه په ۱۳۸۴ ل کال کې فارغ شوی دی.