• مجموعي کتنې: 100529

خاموش احتجاج او خاموشې رسنۍ!

294 لوستونکي   کلونه وړاندې 4

خاموش احتجاج او خاموشې رسنۍ!

وحيدالله مصلح

نن چې په خيبر پښتونخوا کې دا لوى قام په لکونو راټول شوى، له خپل ټول سترواله سره د پاکستان د رسنيو په شمول د نړۍ د مشهورو رسنيو موضوع نه شوه، اوس پوښتنه داده چې نړۍ ولې د يوې لويې بشري قضيې سره دومره منافق برخورد کوي؟ 

لومړى خو هغه پنځه غوښتنې چې منظور پښتين د اسلام اباد په پرلت کې اعلان کړي، هومره لوى نه دي، په بله مانا د واک د تغير ماهيت نه شته په کې، نوموړې غوښتنې له يوې خوا نظام ته ګواښ نه دى له بلې خوا محلي دي، سترې نه دي نو نړۍ په کې راښکون نه لري.

خو په هر صورت که دغه غوښتنې کوچنۍ هم دي خو د مدني حقونو او ازاديو لپاره د يو داسې قام سوليز او مهذب تحصن دى چې پرله پسې په استبداد، انحصار، جنګ او ترهې کې ژوند کوي او نړۍ ته د دې بر ځاى چې د قرباني په توګه معرفي شي، د تره ګرو او جنګيانو په نوم ورپېژندل شوي... نو که نړۍ د دغسې يو مظلوم قام دغه د تاريخ ستره مدني راټولېدنه نه فوکس کوي او پرې ړانده تېرېږي نو بيا خو دروغ دي د نړۍ د ارزښتونو کيسې... 

غرب او رسنۍ يې د ملتونو قضيې نه رااخلي بلکه ملتونو ته قضيې ورکوي، نو ځکه خو د ولسونو دغه خودجوشه لويه قضيه د غرب او شرق په لويو رسنيو کې نه شته.

رسنۍ د لويو قدرتونو د پاليسيو او ليدلورو لپاره عامه ذهنيتونه برابروي، هغوى د پېښو په اړه ولسي نظرونه جوړوي، دغه رسنيزې ادارې په فردي ذوقونو کې مزل نه کوي، که په نوموړو رسنيو کې پښتانه هم استخدام شي نو يوازې به د رسنيو اهداف تعقيبوي. 

نو د مدني حقونو او ازاديو په پار د دغو لويو پرلتونو مشرتابه بايد د اړيکو يوه اغېزمنه شبکه جوړه کړي، دوى بايد د خپلې قضيې پر عمق د نړۍ مهمې او لوى ادارې قانع او لږ تر لږه خبرې کړي، په شرق کې خو يوه پانګه واله کورنۍ د ملکونو اړيکې تنظيموي نو دا خو د 40 ميليونه قام قضيه ده، له دې قضيې سره نړۍ ډېره په احتياط او منافقت تعامل کوي، حتى لوى قدرتونه خداى جاتي د مدني پرلتونو لپاره د خير مداخله نه کوي، هغوى دا هر څه د يو مسلط او اتومي دولت په داخلي چارو کې د لاس وهلو تکليف بولي... 

د بيان او رايې ازادي او ولسواکي مفتې کيسې دي، د دريمې نړۍ د هر استبداد او کودتا تر شا غرب ولاړ دى.

يادونه:

نوموړې ليکنه په اپرېل ۲۰۱۸ کې ليکل شوې وه.