وحيدالله مصلح
مينه او ورور ولي زمونږ د دين او فرهنګ
لويې ځانګړنې دي، کله چې الله تعالى پر مسلمانانو خپل احسان يادوي نو ورته وايي:
هغه وخت را په ياد کړئ چې يو د بل دښمنان وئ نو ما مو په زړونو کې مينه واچوله.
مينه زمونږ د اجتماعي ژوند او فرهنګ
يوه لويه ځانګړنه هم ده، د کورنۍ په جوړښت کې مينه ډېره طبيعي پيېل شوې، له اولاد
سره د مور او پلار مينه، د خوېندو او ترېندو پالنه، د مور او پلار درناوى او د
ورونو ګډ ژوند دا ټول زمونږ د کورنيو يو عام تصوير دى.
په ټولنه کې هم مينه د اجتماعي ژوند
شېرازه ده، د مشرانو مقام او پر کشرانو پام، د علماو احترام او پالل، د غريبانو
لاسنيوى، په ټولنه کې اجتماعي مراسم، شيرين خوري، عقيقه، واده او د مړيو لپاره
دعاګانې دا ټول زمونږ د ټولنيز ژوند د مينې انځورونه دي.
په ملي سطحه بيا په لويو قضيو کې د
قومونو شراکت او د لويو جرګو له لارې پېچلي مسايل حلول زمونږ د ملي ګډون خواږه دي.
سره له دې چې مونږ پرله پسې څلوېښت
کاله جنګ بد ځپلي يو خو که دغه څلوېښت کلنه جګړه پر بل ملت تپل شوې واى نو د ويشل
کېدو او تجزيي سخت ترخه به يې څښلي واى خو دا چې مونږ د دغسې پرلپسې جګړې په خونړي
تسلسل کې بيا هم نه تجزيه کېږو او په ګډه جغرافيه کې اوسو دا د همدغه پخوانيو ګډو
ارزښتونو او خپلمنځي اړيکو خواږه دي.
مينه او کرکه؛ ټولنيز کشمکش!
سره له دې چې زمونږ ملت او هېواد، په
تېرو خونړيو جګړو کې تجزيې ته د همدغو خپلمنځيو پخوانيو اړيکو پر بنسټ نه وويل، خو
زمونږ د ټولنې ننني واقعيتونه دادي چې جنګ زمونږ په ټولنه کې مينه، ورورولي او زغم
سخت ټکولى، نن نفرتونه، عصبيتونه او حذف زمونږ د ټولنې څوکه جوړوي، له بده مرغه
نړيواله اجنډا او منطقوي سياستونه دلته د همدې ويشليو سياستونو تبنى کوونکي دي. د
دې کرکو او حذفي مفکورو په وړاندې مقاومت خورا پر نېشت حساب دى، او دا ځکه چې
زمونږ په ټولنه کې سياست فرد محوره دى، ټاکنې فردي دي او ګوندونه په قوي موقف کې
نه دي. دا کوم ګوندونه چې فعال دي له يوې خوا دوى په ورځنيو سياسي سياليو کې بوخت
دي او دغسې سټراټيژيک ټولنيز بحثونه ورته لومړيتوب نه لري. او له بلې خوا ډېرې ګوندونه
په خپله شعوري او بې شعوره د همدې کرکو پاروونکي او د ټولنې د وېش سياستونه لري.
جمعيت اصلاح؛ مينه او ورورولي!
جمعيت اصلاح د ګران هېواد د ملي او
اسلامي ارزښتونو د ساتونکي تمدني جريان په توګه کولاى شي په ټولنه کې خپلمنځي
مينې، ورورولۍ او زغم ته کار وکړي، او دا ځکه چې جمعيت اصلاح د ملت لپاره ويشونکى
پيغام نه لري، جمعيت اصلاح د کوم ځانګړي قوم، سمت او ژبې استازى جريان نه دى،
جمعيت اصلاح په خپل همدغه رشد او ظرفيت کې افغان شموله دى، جمعيت اصلاح د ژوند
لپاره تش خيالي غونډاري نه ولي، بلکه په ټولنيزو خدمتونو، تعليمي او تحصيلي
مجالونو، صحي ميدان، ديني زده کړو، رسنيز ميدان، صنفي اتحاديو او په هر بل ويښ
کردار کې ژوندى حضور لري.
د جمعيت اصلاح پيغام د مينې، ورورولۍ
او زغم پيغام دى، مونږ به په خپله ټولنه کې مينه عاموو او کرکه به شړو، تل دې وي
زمونږ د هېوادوالو ورورولي.
يادونه:
نوموړې ليکنه په اګست ۲۰۱۸ کې د جمعيت اصلاح له خوا د مينه او ورورولي اونۍ په مناسبت ليکل شوې وه.