وحيدالله مصلح
بي بي
سي فارسي له لاندې عکس سره ليکلي:
مسجدی
در شهر "پالو" اندونزی بهدلیل سونامی اخیر آسیب دیده است. در این
سونامی بیش از هزار و سیصد نفر کشته شدند.
رسنۍ چې کله مسايل د خپل فکر په قالب کې اچوي؛ نو په دغسې
لفظونو ذهنونو ته مسير ورکوي، که نه دلته خو ډېره مهمه دا وه، چې ويل شوي واى؛ د
سونامي په څپو او زلزلو کې دا مسجد نه دى ړنګ شوى!
دا ډول ويل له هره پلوه سم ځکه دى چې شاوخوا ټولو ودانيو زيان
ليدلى او ړنګې شوي، دلته بايد ځانګړى حالت انځور شي؛ او هغه دا چې په داسې حال کې
چې سونامي شاوخوا ټولې ودانۍ ړنګې کړي خو دا مسجد د بحر په څپو او زلزلو کې
نه دى ړنګ شوى!
دا يو
کوچنى مثال دى؛ نړيوالې رسنۍ تل د لويو سياستونو لپاره ذهنيت سازي کوي، تاسو څو
کاله شا ته لاړشئ، د مصر د ولسمشر محمد مرسي دوره کې وګرځئ، فقط بي بي سي پښتو په
کې له نظره تېره کړئ. حتى دوى په پښتو ژبه په دوامدار ډول د محمد مرسي د حکومت ضد
خبرونه نشرول، تل به يې پرې انتقادي او پره دار تحليلونه درلودل... دوى اوس ولې د
عبدالفتاح السيسي د کودتايي رژيم خبرونه نه رااخلي؟ هغه وخت چې ولسواکي وه، د بيان
او راى ازادي وه، ريښتينى منتخب پارلمان وو، رسنۍ ازادې وې، اپوزېسيون فوق العاده
فعال وو، عدليه ازاده وه او د مصر په تاريخ کې د لومړي ځل لپاره د ملت په ريښتينې
ارادې او انتخاب حکومت راغلى وو؛ نو رسنيو يې پر ضد هغسې پروپاګند کاوه، خو نن چې
هلته پوځ ولسواکۍ ته زندۍ واچوله، په رسنيو پابندۍ لګېدلي، ګوندونه ملغا شوي،
ټاکنې په جعل او تزوير ترسره شوي، د بيان او راى پر ازاديو قدغن لګېدلى او قاضيان
د پوځ په اشارو فيصلې کوي؛ نو نړيوالې رسنۍ ارامې شوي، سړې شوي، خير و خيريت دى او
دوى نور هغه خبرونه نه ورکوي.
د بي بي سي يوه بله کيسه!
څلور کاله مخکې د بي بي سي پښتو څانګې څخه زنګ راوهل شوى وو،
غالباً د ازادې جرګې پروګرم لپاره وو، ويل يې په ډيموکراسۍ او اسلام کې د ښځو د
حقونو په اړه پروګرام لرو، محکم وو چې حتماً د مېلمه په توګه برخه ورسره واخلم. له
يوې خوا دا مې د تخصص برخه نه وه، له بلې خوا پروګرام په کابل کې او زه په جلال
اباد کې وم، ورته ومې ويل چې زه جلال اباد ته په رسمي سفر راغلى يم، ويل يې چې د
تګ او راتګ ټول مصرف درکوو، پروګرام ته راشه بېرته لاړ شه... په هر صورت ورته ومې
ويل چې بل وړ او پوه شخص درمعرفي کوم، د اسلامياتو دکتور مې ورسره مخ کړ، پوهېږئ د
برنامې کوربنو څه ورته ويلي وو؟ ويل يې، مونږ داسې مېلمه ته اړتيا لرو چې د ښځو
حقونه نفې کړي، تر څو بحث تود شي! بس دکتور صاحب يې هم ښه سابه په مالګه کړي وو؛
نو ما ورته وويل چې له ما يې نو ولې داسې تمه کوله؟ د رسنيو دا حال دی!