• مجموعي کتنې: 144658

مصر؛ ډيموکراسي د استبداد په خدمت کې!

580 لوستونکي   کلونه وړاندې 5

مصر؛ ډيموکراسي د استبداد په خدمت کې!

وحيدالله مصلح

د مسلمانې نړۍ سکولارېسټان او غربپالان د غرب په سرپرستۍ کې دغسې ډيموکراسي غواړي.
که په انتخاباتو کې يې دوى ګټي خو سمه نازنينه ډيموکراسي ده، خو که د غرب فکري مخالفين يې ګټي نو بيا ډيموکراسي په خطر کې ده او بايد د کودتاګانو او نظامي مداخلو له لارې د خلکو په رايو رامنځته شوي حکومتونه ړنګ شي.
په مصر کې د مصريانو په رايو جوړ حکومت باندې پوځي کودتا همدې سکولارېسټانو د برادعي په شمول تبني او حمايه کړه. نوموړې کودتا امريکا او ټول غرب د خپلو ډيموکراټيکو ارزښتونو پر خلاف تائيد او حمايه کړه
په ترکيه کې د خلکو پر حکومت کودتا وشوه، خو خلکو او د ترکي حکومت بيدار قيادت په خپلو قهرمانيو ناکامه کړه، د کودتا سنبالچارى د امريکا په خاوره او ساتنه کې خرامان اوسيږي. تر دې کودتا مخکې په ترکيه کې سکولار خط او پوځ څو ځل پر ملي او اسلامي قيادتونو کودتاګانې کړي او بريالۍ شوي، يو ځل خو يې صدراعظم عدنان مندريس تر کودتا وروسته اعدام هم کړ، وروستۍ کاميابه کودتا يې هم پر مرحوم استاد نجم الدين اربکان وه، چې نوموړى يې له ټول حکومت سره کورناستى او په اينده کې د حکومتولۍ لپاره نااهله کړ
حتى دغه د امريکا په وينزويلا کې چې نېکولاس مادورو د ملت په رايو حکومت ته راغلى خو غرب يې په مقابل کې خوان ګوايډو زرخريد کړى، نوموړي د مادورو د انتخابي حکومت په مقابل کې بل حکومت اعلان کړى او د امريکا په شمول نورو غربي هېوادونو په رسميت منلى.
په هر صورت د مسلمانو هېوادونو سکولارېسټان دغسې په خپلو ملتونو کې پردي دي، تل له ازادو انتخاباتو ويريږي، دا په عربي نړۍ کې چې په لسيزو د ملت پر اورمېږونو سپاره دي او دا چې په هر ځل ټاکنو کې تر 97 فيصدو کمې رايې نه وړي؟؟ دا ټول پوهيږي چې که خبره د ملت د رايو شوه نو دوى به له خپلو ټولو مفکورو سره قئ کړي.
د مصر په دا تېرو ټاکنو کې السيسي هيڅ رقيب نه درلود، احمد شفيق غوښتل چې په ټاکنو کې د سيسي رقيب شي هغه يې په عربي اماراتو کې ونيولو، مصر ته يې اختطاف کړ او بيا يې مجبور کړ چې د تلويزيون پر پرده راښکاره شي او ووايي چې زه د ټاکنو لپاره مناسب شخص نه يم. يو بل چارواکي احمد قنصوه هم غوښتل چې ځان په ټاکنو کې کانديد کړي هغه يې هم بندي کړ. بالاخره دغه ټاکنې السيسي په 97 فيصدو رايو وګټلې؟؟
اوس چې د اساسي قانون له مخې السيسي د درېمې دورې لپاره نه شي کانديدېدا نو د ځان لپاره اساسي قانون تغيروي. د نوي اساسي قانون له مخې به د جمهوري رياست دوره 6 کاله شي او سيسي به تر 2034 او تر هغه وروسته پورې د مصريانو 99 فيصده راى وړونکى رئيس جمهور وي؟؟
د السيسي په سکولاريسټي کودتايي رژيم کې سياسي پلورالېزم ختم شو، ازادې رسنۍ وتړل شوې، لسګونه زره مصريان د بيان او فکر په بنا سياسي بنديان شول، ګوندونه وتړل شول، اقتصاد د مرسي له وخته په څوچنده وغورځېد، خلک د مظاهرو حق نه لري او خلک د کانديدۍ، رايې او نظر ازادي نه لري.
د مسلمانې نړۍ سکولارېسټان او غرب د مسلمانو ملتونو لپاره دغسې ډيموکراسي غواړي!