• مجموعي کتنې: 144846

لويه جرګه؛ ناډيموکراټيک او انحصاري بهير!

817 لوستونکي   کلونه وړاندې 5

لويه جرګه؛ ناډيموکراټيک او انحصاري بهير!

وحيدالله مصلح
لويه جرګه که يو وخت د مشورې او ولسي رايې د حساب لويه مرجع وه، خو په اوسني عصر کې چې د ولس د رايو لپاره نوي ميکانيزمونه شته او رايه په کې دقيقه حسابېداى شي؛ د ولس په نوم د څو کسانو ناشفاف راټولول او بيا يې د ولس د استازو په نوم پر ولس تپل په دې مانا دي، چې يو څوک د ولس له رايو په فرار او فراغ کې د لويې ملي پرېکړې تابيا کوي، دا تابيا د انحصار بڼه ده او دا يوه غير ډيموکراټيکه پروسه ده؛ داسې چې نه يې د غړيو د ټاکلو لپاره کوم شفاف او ازاد رقابتي سېسټم او نه په کې د هېواد په کچه مطرح لوري او سيالان شته.

د اوسنۍ جرګې انتصابي حالت!
تاسو د اوسنۍ لويې جرګې غړي او تخنيکي کارکوونکي وګورئ، داسې ډېر هغه فېسبوک چلوونکي به په کې وګورئ چې په کنځلو يې فېسبوکونه زېړ شوي او په لايف ويډيوګانو يې د هرې ژوندۍ پېښې د وژلو هڅه کړې.
له دې ټولو هدف څه دى؟ موخه دا ده چې دغه ډېر شمېر فېسبوک چلوونکي او د دوى د تبليغاتو تر اثر لاندې کنځلماره مافيا د حاکم سوچ او ذهنيت لپاره چکچکې ووهي او په متفقه ډول د واکمنو پر اجنډا په خورا مداحۍ او شکر هوکړه وکړي.
البته د لويې جرګې په غړيو کې به د ملي او اسلامي ارزښتونو حاملين هم وي، خو هغه اپروچ چې له لارې يې لويې جرګې ته وګړو لار پيدا کوله د دغسې سوچ لرونکو ډېرى وګړو مخه په کې ډپ وه.
د لويې جرګې دغسې انتصابونه د تنقيد له فرهنګه تېښته ده، پر دغه فورم د جلا او متنوع خبرو او تحليلونو تشه به دا لويه جرګه ډېره کوچنۍ او درباري کړي.

اوسنۍ جرګه؛ ناسم تقابل او وېش!
اوسنۍ لويه جرګه په دې بڼه ټولنه هم سخته ويشي او د تقابل تونلارۍ ته وده ورکوي، داسې لويه جرګه چې لږ تر لږه د ملي وحدت حکومت دننه ورته اجماع نه شته او په ټوله کې د ډېرو سياسي لوريو او شخصيتونو له خوا هم ورسره پرېکون شوى؛ نو څنګه به پر ملي کچه د سولې په اړه ملي اجماع رامنځته کړي؟ دا خو د اجماع پر ځاى وېش او تقابل رامنځته کوي.

مشورتي بڼه او دومره لويه بوختيا!
له بلې خوا يوه داسې جرګه چې مشورتي حيثيت لري او الزامي نه ده، ولې ورته د پلازمېنې حکومت د يوې اونۍ لپاره بشپړ رخصت دى؟ امنيتي ځواکونه د کابل د 150 کيلو مترۍ په دايره کې فوق العاده سوق دي او په اقتصادي لحاظ د فقير ملت له بودېجې 5 ميليونه ډالر يې پر مصرف شوړه کېږي؟ ايا يو غير الزامي او په عين حال کې مهندسي شوې مشوره په دومره لوړ خطر

لويه جرګه؛ بديل او حل څه دى؟ 
په يويشتمه پېړۍ کې مونږ د ملت په ريښتينې اراده او رايه ټاکل شوي پارلمان ته اړتيا لرو، لويې ملي مسئلې بايد د همدغسې استازي پارلمان پر بحث او هوکړې حل شي او هغه حساسې ملي مسئلې چې د پارلمان له وسه پورته وي؛ بايد د ملت ټولپوښتنې ته وسپارل شي او ملت بايد په خپله د هو يا نه پرېکړه وکړي.
لويه جرګه په يويشتمه پېړۍ کې د يو منتخب پارلمان په مقابل کې يوه دوديزه او تر ډېره انتصابي اډانه ده، چارواکي معمولاً د لويې جرګې د تاريخي حيثيت په اړه د خلکو له نسټالژي ګټه اخلي، او تل د خپلې اجنډا د مشروعيت لپاره دغسې دوپه او انتصابي چلند غوره کوي.
مونږ په داسې يو هېواد کې ژوند کوو چې د دغسې شفاف او پر ملي اراده رامنځته شوى پارلمان په کې دومره مسخره دى چې له ټاکنو نيم کال ډېر وخت وروسته يې بيا هم نهايي لسټونه بشپړ شوي نه دي. له دې او د لويې جرګې د زاړه سېسټم له کارولو معلومېږي چې دلته د ولسواکۍ مخه شعوري ډپ کېږي.

يادونه:
نوموړې ليکنه په اپرېل ۲۰۱۹ کې ليکل شوې وه.